• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حقاني: د استقلال ښارګوټي د بیا رغونې چارې د تېر نظام « د اداري فساد» له امله ځنډول شوې وې

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۱۶:۰۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۱۷:۲۲ GMT+۱

د طالبانو د کور او ښارجوړونې وزیر نجیبالله حیات حقاني وایي، چې په کابل ښار کې د استقلال ښارګوټي د پاتې ۱۴۶ اپارتمانونو د بیارغونې چارې د تېر نظام «د ادارې فساد» له امله درېدلې وې. نوموړي ویلي، چې د کابل ماسټر پلان منظور شوی او د کابل پخواني پلانونه به هم بیا وڅیړل شي.

نوموړي د یاد ښارګوټې د پرانیستنې په مراسمو کې وویل، چې د تېر حکومت پر مهال د کابل بانک د قضیې تر تصفیې وروسته دغه بلاکونه د دولت حساب ته انتقال شوي وو، خو د ادارې کمزورۍ او اداري فساد له امله د ښارګوټي بنسټیزې چارې شاوخوا ۱۴ کاله نیمګړې پاتې شوې او خلک د بیت المال له دې حقه بې برخې وو.

حقاني زیاته کړه، دا ودانۍ نه یوازې د ګټې اخیستنې وړ نه وې، بلکې د تخریب له خطر سره هم مخ وې.

هغه وویل، چې د عملي کار د پیل پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ د تخنیکي اسنادو او مدارکو نشتوالی و، خو د مالیې وزارت او د ښارجوړونې وزارت د ګډو هڅو په پایله کې دغه ستونزې حل شوې او نن رسماً عملي چارې پیل شوې.

حقاني پر تیر نظام د نیوکو تر څنګ د طالب چارواکو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې ټول «امت او مسلمانان باید د اسلامي امارت د مشرانو، په ځانګړي ډول د هیبت الله په مشرۍ وویاړي»، ځکه دده په وینا، نوموړی تل دا ټینګار کوي چې د ملت شتمني باید ضایع نه شي.

د طالبانو دغه وزیر همداراز زیاته کړې، «ژمن یو چې په راتلونکو څو میاشتو کې د هېواد د لویو ښارونو لپاره بشپړ پلانونه جوړ کړو او هغه ښاري پراختیایي پروژې چې په چټکۍ روانې دي باید په تخنیکي او مسلکي ډول مخته یووړل شي».

د ده په وینا، د کابل ماسټر پلان منظور شوی او په راتلونکي کې به د کابل پخواني پلانونه هم د بیاکتنې او اصلاح لپاره وڅېړل شي، څو کابل په یوه عصري او منظم ښار بدل شي.

ترویج لرونکی

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل
۱

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل

۲

د پېښور سترې محکمې افغانستان ته د شړل شوې پاکستانۍ مېرمنې د بېرته ستنولو غوښتنه کړې

۳
ځانګړی

د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی

۴

سرچینې: موبي‌ګروپ نن له ۶ ساعتونو راهیسې د طالبانو د استخباراتو له لوري محاصره وو

۵

په بن کې د طالبانو تر واک لاندې افغان کونسلګرۍ د کار زده کړې پروګرام اعلان کړی

•
•
•

نور کیسې

امیرخان متقي او د چین ځانګړي استازي د «ارومچي خبرو» پر دوام ټینګار کړی

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۱۵:۵۶ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د چین له ځانګړي استازي یو شیاوینګ سره په لیدنه کې د ارومچي خبرو پر پرمختګ بحث کړی دی. د چین ځانګړي استازي ویلي، چې د دې بهیر راتلونکی پړاو باید عملي پایلې ولري او د باور جوړونې لپاره جدي ګامونه واخیستل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه، د غويي پر ۲۱مه په وویل چې امیر خان متقي په کابل کې د چین له ځانګړي استازي یو شیاوینګ سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، سیمه‌ییز امنیت او د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ارومچي د خبرو د بهیر پر پرمختګ خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د چین ځانګړي استازي د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ارومچي د خبرو بهیر د سیمه‌ییز ثبات او همغږۍ لپاره یو مهم چوکاټ وباله او د هغه پر دوام یې ټینګار وکړ. یو شیاوینګ ویلي، چې د دغه بهیر راتلونکی پړاو باید له روښانه تمرکز سره عملي پایلو ته زمینه برابره کړي.

هغه همدارنګه د جدي تعامل، باور جوړونې او تفاهم پر اهمیت ټینګار کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په دې لیدنه کې ویلي چې د سیمې ثبات، توازن، اقتصادي همکاري او د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې د دوی د بهرني سیاست اساسي محورونه جوړوي.

امیر خان متقي زیاته کړې، چې د خبرو د بهیر بریالیتوب په واقعي اقداماتو او د باور د فضا په پیاوړتیا پورې تړلی دی. د نوموړي په وینا، طالبانو د کړکېچ د کچې د ټیټ ساتلو په برخه کې د پام وړ ګامونه اخیستي دي، خو وزارت په خبرپاڼه کې ددغو ګامونو یادونه نه ده کړې.

په دې کتنه کې دواړو لوریو ټینګار کړی، چې راتلونکی پړاو باید د روښانه او عملي اجنډا پر بنسټ پرمخ ولاړ شي، څو د سیمې د هېوادونو ترمنځ دوامداره ثبات او همکاري لا پیاوړې شي.

طالبانو په نورستان کې ۲۴۲ کیلو بېروچ له نړیوالو بیو نه نږدې نیمايي ارزانه پلورلي

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۱۵:۱۹ GMT+۱

طالبان وایي، چې د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ په یوه داوطلبۍ کې یې ۲۴۲ کیلوګرامه بېروچ ډبرې د نږدې ۲۵ میلیونه افغانیو په بدل کې پلورلې دي. خو د نړیوال بازار د قیمت له مخې، دا بیه د نړۍوال بازار له اوسط قیمت څخه نږدې ۴۵ تر ۵۰ سلنې کمه ده.

د طالبانو د شمېرو پر بنسټ، د یو کیلوګرام بېروچ بیه شاوخوا ۱۰۳ زره افغانۍ ټاکل شوې، چې د تبادلې د اوسني نرخ له مخې، نږدې ۱۶۰۰ امریکایي ډالر کېږي. دا په داسې حال کې ده چې د جیم راک ویب پاڼې د بیو له مخې، په نړۍوالو بازارونو کې د منځني کیفیت خامو بېروچ ډبرو بیه له ۲۵۰۰ تر ۳۰۰۰ ډالرو او د لوړ کیفیت بیه تر ۵۰۰۰ ډالرو پورې رسېږي.

د دې حساب له مخې، د طالبانو د پلور او نړۍوال بازار ترمنځ د هر کیلوګرام بیه کې شاوخوا ۱۴۰۰ ډالر توپیر موجود دی.

د طالبانو د کانونو وزارت ویلي، چې دا داوطلبي د ګڼو کورنیو پانګوالو او د ولایتي ادارو د استازو په حضور کې شوې او له دې معاملې څخه شاوخوا ۲.۴ میلیونه افغانۍ د دوی عوایدو ته تللې دي.

د کابل پوهنتون د کانونو او جیولوجي د پوهنځي یو استاد د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، د خامو ډبرو پلورل، د نړۍوالو لابراتوارونو د تصدیق نشتوالی او په محلي کچه د داوطلبۍ ترسره کېدل د دې لامل شوي چې دا ډبرې په ټیټه بیه وپلورل شي او فساد ته پکې لاره هواره شي.

نوموړی زیاتوي، چې د طالبانو حکومت د پروسس او صادراتو پر ځای چټک نغدي عاید ته ترجیح ورکوي او که دا ډبرې پروسس او تصدیق شوې وای، ارزښت به یې څو برابره لوړ و.

د اقتصادي چارو کارپوهانو په وینا، د خامو طبیعي زېرمو دا ډول پلور د لنډمهالي عاید یوه بېلګه ده، خو په اوږدمهال کې د هېواد لپاره د لویو اقتصادي ګټو فرصتونه له منځه وړي.

دا لومړی ځل نه دی، چې طالبان قیمتي ډبرې په محلي کچه په دې ډول پلوري، بلکې له دې وړاندې یې د پنجشېر، بدخشان او یو شمېر نورو ولایتونو قیمتي ډبرې هم په محلي کچه د بولۍ له لارې پلورلې دي.

د سرطان د تشخیص ملي روغتون ته هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ ناروغان ورځي

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۱۴:۲۶ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په کابل کې د سرطان د تشخیص ملي روغتون ته هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ تنه ناروغان د درملنې او طبي مشورو لپاره مراجعه کوي. په دغه روغتون کې د جراحي، راډیولوژي او ارواپوهنې په ګډون بېلابېلې څانګې فعالیت کوي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نن دوشنبه، د غويي پر ۲۱مه وویل، چې د نورو روغتیايي برخو ترڅنګ د سرطاني ناروغیو د درملنې په برخه کې هم ناروغانو ته د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو ته ژمن دی.

دغه وزارت زیاته کړې، چې هڅه کوي په هېواد کې د سرطان د معیاري درملنې زمینه نوره هم پراخه کړي.

له دې وړاندې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له‌خوا د سرطان ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي په یوه غونډه کې د سرطان د کنټرول د ملي پروګرام د عامه پوهاوي مسوول محمد داوود میرکي ویلي، چې د چاپېریال ککړتیا او زهري مواد، ناسم خواړه، سګرټ، چاغوالی او تشخیص او درملنې ته نابرابر لاسرسی د سرطاني ناروغیو د رامنځته کېدو لامل کېږي.

نوموړي ویلي، چې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د سرطاني ناروغیو د پېښو د چټک زیاتېدو لاملونه اوږدې جګړې، بې‌ځایه کېدل او چاپېریالي ککړتیا دي.

طالبانو تر اوسه په ټول افغانستان کې په سرطان ناروغۍ د اخته کسانو شمېر نه دی اعلان کړی.

ملګري ملتونه وايي چې د پنبې سوداګري د کوکنارو د کر ښه بدیل کیدای شي

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۱۳:۳۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو ضد دفتر ویلي چې د (جیکا) ادارې په ملاتړ یې د افغانستان د سوداګرو یو پلاوی ازبکستان ته لېږلی، چې د پنبې صنعت په برخه کې سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي او په افغانستان کې د کوکنارو د کښت پر ځای د پنبې کرنه د دوامدار بدیل په توګه وده وکړي.

یو اېن او ډي سي په خپل راپور کې ویلي چې په دغه سفر کې افغان سوداګرو او متخصصینو د ازبکستان له حکومتي ادارو، د پنبې له بزګرانو، د ټوکرانو دصنعت ټولنو، سوداګرۍ خونې او خصوصي شرکتونو سره لیدنې وکړې او د پنبې د تولید، پروسس او سوداګرۍ د پراختیا پر امکاناتو وغږېدل.

ازبکستاني شرکتونو د افغان سوداګرو له خوا وړاندې شوي نمونې مثبتې بللې دي او د افغان پنبې کیفیت یې ستایلی دی.

د یاد دفتر په وینا، د دواړو لوریو د سوداګرو تر منځ په لومړیو کې د ۱۰۰ تر ۳۰۰ ټنو پورې پنبې د پېرلو احتمال یاد شوی، خو د راتلونکي لپاره لسګونو زرو ټنو ته ددې کچې د لوړولو امکان هم مطرح شوی دی.

همداراز ازبک لوري د تخنیکي همکارۍ ژمنه کړې، چې د تخمونو اصلاح، د بزګرانو روزنه، د لابراتوار ازموینې او د اوبو لګولو عصري لارې پکې شامل دي.

د جیکا استازي ویلي چې پنبه به په افغانستان کې د قانوني عاید یوه مهمه سرچینه وګرځي او د کوکنارو د بدیل په توګه مهم رول لري.

پاکستان د بنو برید په تړاو په اسلام اباد کې د طالبانو شارژدافیر ته رسمي اعتراض لیک سپارلی

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۱۲:۲۳ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د حکومت شارژدافیر ته د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د پولیسوپر یوې پوستې د برید په اړه خپل احتجاح لیک سپارلی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې، چې دغه برید په افغانستان کې پلان شوی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د پلټنو، شواهدو او تخنیکي استخباراتي معلوماتو له مخې دا برید د هغو وسله‌والو له خوا پلان شوی چې ددوی په وینا، «په افغانستان کې مېشت دي».

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو شارژدافیر ته ویلي، چې «د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو حضور او له هغه ځایه د پاکستان پر ضد د بریدونو دوام د جدي اندېښنې وړ دی او اسلام اباد خپل حق ګڼي چې د دې برید د عاملانو پر ضد غوڅ ګام واخلي».

یاد وزارت ویلي چې د ملګرو ملتونو د څار ډلې او نورو نړیوالو ادارو راپورونه هم تاییدوي چې «په افغانستان کې بېلابېلې ترهګرې ډلې موجودې دي او هلته د فعالیت نسبي ازادي لري».

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، اسلام اباد یو ځل بیا له افغان طالبانو غوښتي چې د وسله والو ډلو پر ضد «عملي، واضح او د تایید وړ» اقدامات وکړي.

اسلام اباد دغه راز په خپله اعلامیه کې ویلي چې له څو پړاوونو خبرو او د دوستو هېوادونو په منځګړیتوب له هڅو سره سره، افغان طالبانو تر اوسه د دې ډلو پر ضد عملی اقدام نه دی کړی.

پاکستان په پای کې خبرداری ورکړی چې که دا وضعیت دوام وکړي او ددوی په وینا، ترهګرې ډلې په افغان خاوره کې پناه ولري، نو اسلام اباد به د خپل ملي امنیت او د خپلو خلکو د ساتنې لپاره لازم او قاطع اقدامات وکړي.

طالبانو په رسمي ډول ددې څرګندونو په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي، خو کابل د پاکستاني وسله والو مساله د اسلام اباد کورنۍ ستونزه ګڼي او په افغانستان کې د وسله والو ډلو حضور او د نورو خلاف د افغان خاورې کارول ردوي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ له تېرې فبروري میاشتې راهیسې اړیکې ترینګلې دي او سره له دې چې دواړو خواوو په قطر، ترکیه، سعودي عربستان او چین کې څو پړاوه خبرې اترې کړې دي، خو دغو خبرو تراوسه پاموړ پایله نه ده ور کړې.