• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په یوه ورځ؛ تر ۴زره ډېر کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۰۴:۲۰ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا د لنډي کوتل مرستیال کمېشنر انعام‌الله وزیر خبر ورکړی، چې یوازې پرون یکشنبه (د غویي ۲۰مه) ۴زره او ۱۷۱ افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. د هغه په وینا؛ دغه کډوال په بېلابېلو پنډغالو کې د اداري بهیر تر بشپړېدو وروسته ستانه شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، د افغان کډوالو د اېستلو بهیر د دغه هېواد د تګلارو له مخې لاهم دوام لري.
پاکستان له تېرو دوو کلونو راهیسې د افغان کډوااو د اېستلو لړۍ چټګه کړې ده، چې دې چارې د بشري حقونو بنسټونو اندېښنې راپارولې دي.

په دې وروستیو کې د پاکستان د بشري حقونو کمېسيون (اېچ ار سي پي) په خپل کلني راپور کې له پاکستان نه د افغان کډوالو د جبري ستنولو بهیر غيرانساني او لانجمن بللی و. د راپور له مخې؛ «ډېری افغان کډوال چې روغتیایي پاملرنې ته اړتیا لري، د نیول کېدو له وېرې روغتونونو ته له تګ کولو ډډه کوي او ځینې روغتونونه هم له ویزو پرته او د بې‌اسناده افغان کډوالو له درملنې ډډه کوي».
تازه د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي، په تېرو درېیو کلونو کې پنځه مېلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي او له دې سره د هېواد نفوس ۱۱ سلنه ډېر شوی.

ترویج لرونکی

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل
۱

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل

۲
ځانګړی

د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی

۳

د پېښور سترې محکمې افغانستان ته د شړل شوې پاکستانۍ مېرمنې د بېرته ستنولو غوښتنه کړې

۴

په بن کې د طالبانو تر واک لاندې افغان کونسلګرۍ د کار زده کړې پروګرام اعلان کړی

۵

سرچینې: موبي‌ګروپ نن له ۶ ساعتونو راهیسې د طالبانو د استخباراتو له لوري محاصره وو

•
•
•

نور کیسې

روغتیايي مرکزونو ته د طالبانو خبرداری: په خپلو مرکزونو کې له «اختلاط» څخه ډډه وکړئ

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۰۲:۰۳ GMT+۱

د طالبانو د امربالمعروف وزارت محتسبینو د کابل ښار له ۵۰ روغتیايي مرکزونو سره په «اصلاحي» کتنو کې هغوی ته خبرداری ورکړی، چې په خپلو مرکزونو له اختلاط څخه ډډه او مخنیوی وکړي. دغه وزارت د یادو روغتیايي مرکزونو د مسوولینو له قوله لیکلي،چې هېڅ چاته به د «غیر شرعي» کړنو اجازه ورنه‌کړي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت د یکشنبې په ورځ (د غويي ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د کابل د امربالمعروف او نهې‌ عن‌المنکر ریاست محتسبینو د کابل ښار د ۵۰ روغتیايي مرکزونو له مسوولینو سره «اصلاحي» ناسته کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، محتسبینو دیادو روغتیایي مرکزونو له مسوولینو وغوښتل، چې په خپلو چارو کې له شته منکراتو په مخنیوي او د وزارت له لوري د ټاکل شویو سپارښتنو په پلي کولو کې له دوی سره مرسته وکړي.

دوی د روغتیايي مرکزونو مسوولینو ته خبرداری ورکړ، چې له اختلاط څخه ډډه او مخنیوی وکړي او همداراز یې ویلي: « دغه راز مسوولینو ټینګار وکړ، چې په یاده برخه کې د اختلاط مخه ونیول شي او د داسې کړنو له کولو ډډه وشي چې د وزارت له ټاکل شوې پالیسۍ سره په ټکر کې وي».

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت په خبرپاڼه کې د یادو روغتیايي مرکزونو د مسوولینو له قوله ویل شوي، چې هېچا ته به د «غیر شرعي» کړنو اجازه ورنه‌کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د روغتیایي برخې مسوولینو د کارونو د لاښه پرمختګ په موخه همغږي او د محتسبینو همکاري اړینه وبلله او ډاډ یې څرګند کړ، چې هېڅ چاته به اجازه ورنه‌کړي چې په یاده برخه کې غیر شرعي کړنې تر سره کړي».

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې زده‌کوونکې له زده‌کړو منع شوې او په دې سره له نږدې پنځو کلونو راهیسې هېڅ ښځينه ډاکټره له پوهنتون او طبي انسټیټیوټ څخه نه‌ده فارغه شوې او په دې موده کې د طبي شورا له لوري له طبي پوهنتونونو له یوې ښځینه فارغې ازموینه نه‌ده اخیستل شوې، څو په عملي او رسمي توګه د درملنې چارې پر مخ یوسي.

د چارو د شنونکو په وینا، د طالبانو دغو پالیسیو ته په کتو یونېسف خبرداری ورکړی، چې د نجونو پر زده‌کړو او کار بندیز ښایي دغه هېواد تر ۲۰۳۰کال پورې د څه باندې ۲۵زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ کړي.

افغانستان د ۲۵زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو د کمېدو له ګواښ سره مخ دی | افغانستان انټرنشنل پښتو

د شنونکو په باور، په داسې شرایطو او د طالبانو پالیسیو ته په کتو ښځينه ناروغه اړه ده، چې نارینه ډاکټر ته مراجعه وکړي او نارینه ډاکټر هم باید د خپلې وجیبې له‌مخې، له ښځينه ناروغې سره د ناروغۍ د څرنګوالي په تړاو خبرې وکړي او په وینا یې، که دا «اختلاط» وي، خو دغه اختلاط ته طالبانو په خپله زمینه برابره کړې ده.

په دیني او ټولنیزو بحثونو کې د «اختلاط» اصطلاح د نارینه او ښځو ترمنځ د شرعي یا قانوني حجاب او پولو پرته ناستې ولاړې ته ویل کېږي.

که طالبان پر افغانستان واکمن شوي نه‌وای اوس به ۱۱۴ زره نجونې له پوهنتونونو فارغې وې | افغانستان انټرنشنل پښتو

د افغانستان انټرنشنل- پښتو د موندونو پر بنسټ، که طالبان نه‌وای نو په تېرو پنځو کلونو کې به د طبي پوهنتونونو په ګډون لږ تر لږه ۱۱۴ زره نجونې له پوهنتونونو فارغې وې.

افغانه کډواله سوک‌وهونکې فاطمه جعفري د «بلوچستان لپاره سوله» سیالیو اتله شوه

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۰۱:۴۷ GMT+۱

د سوک‌وهنې افغانه کډواله لوبغاړې فاطمه جعفري د پاکستان د سوک‌وهنې په څانګه کې د «بلوچستان لپاره سوله» په نوم سیالیو کې د اتلولۍ لقب خپل کړ.

دغه سیالۍ د پاکستان د کویټې په ښار کې د یو شمېر سیمه‌ییزو او بهرنیو لوبغاړو په ګډون ترسره شوې. ټاکل شوې وه چې فاطمه جعفري د اتلولۍ د ملابند لپاره له یوې پاکستانۍ سیالې سره لوبه وکړي، خو د هغې د نه حاضرېدو له امله سیالي ترسره نه شوه.

لوبڅارانو د پاکستانۍ لوبغاړې د نه ګډون له امله بریا افغانې لوبغاړې ته ورکړه او د اتلولۍ ملا‌بند یې د فاطمې جعفري په نوم اعلان کړ.

فاطمه جعفري تر دې دمه په خپلو مسلکي سیالیو کې دوه بریاوې لري او دا یې دوهم د اتلولۍ ملا‌بند بلل کېږي. هغه د پاکستان مېشت افغان روزونکي بسم‌الله تاصیح تر روزنې لاندې د «فجر سوک وهنې اکاډمۍ» کې تمرین کوي.

نوموړې په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې دا بریا یې د سختو تمرینونو، ستړیا او رواني فشارونو له لارې ترلاسه کړې او ویلي یې دي چې دا اتلولۍ د هغې د اوږدې مبارزې پایله ده.

فاطمه جعفري زیاتوي چې دا لاسته راوړنه یې د سوک‌وهنې کور «فجر» ته ډالۍ کړې ده.

دا بریا په داسې حال کې ترلاسه کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې حکومت د ښځو پر سپورتي فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګولي او ښځینه ورزشکاران له ډېرو رسمي لوبو او ملي لوبډلو څخه بې‌برخې شوي دي.

د بنو د پولیسو مشر: د هر يوه پوليس د وژنې په بدل کې به یې لس کسان ووژنو

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۰۱:۳۷ GMT+۱

د خيبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د تېرې شپې په وسله وال بريد کې د ۱۵ پاکستاني پوليسو د وژلو وروسته سيمه ييز پوليس مشر (‌ډي ای جي) سجاد خان ویلي، چې «د وژل شويو هر يوه پوليس په بدل کې به یې لس کسان ووژنو».

په بنو ولسوالۍ کې د می ۹مې پر شپه د پوليسو په يوه پوسته وسله وال بريد کې ۱۵ سرتيري وژل شوي او درې ټپپان شوي وو.

د «اتحادالمجاهدين» په نوم يوې وسلوالې ډلې د دې بريد مسوليت پر غاړه اخيستی دی.

د خيبرپښتونخوا د پوليسو مشر (ای جي) ذوالفقار چيمه د دوشنبې په ورځ بنو ته سفر کړی، پر پوليس پوسته د بريد بشپړ راپور یې غوښتی او په سيمه کې یې په پراخه کچه د عملياتو امر کړی دی.

هغه د پوليس افسرانو او سرتېرو ته په وينا کې وويل، «د بنو پوليسو د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې تل په لومړي سر کې رول روبولی او قربانۍ یې ورکړي دي».

همداراز هغه زياته کړه، «د پوليس د وينې د يو، يو څاڅکي داسې حساب به واخلي چې د ترهګرو نسلونه به یې ياد وساتي».

د خيبرپښتونخوا اعلی وزير سهيل اپريدي، د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف او نورو لوړ پوړو دولتي مشرانو دغه بريد غندلی، او ويلي یې دي، د خيبرپښتونخوا د پوليسو قربانۍ به هېرې نه کړي.

طالبان له ترکمنستاني پلاوي سره کتنه کې: د تورغونډۍ بندر د ۲۴ ساعته کېدو طرحه باید عملي شي

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۷ GMT+۱

د هرات ولایت لپاره د طالبانو والي نور احمد اسلام‌جار له یوه ترکمنستاني پلاوي سره په کتنه کې ویلي، د تور غونډۍ بندر د ۲۴ ساعته کېدو طرحه باید ژر تر ژره عملي شي. طالبانو له پاکستان سره د سوداګرۍ له پرېکون وروسته د منځنۍ اسیا پر هېوادونو او ایران تکیه ډېره کړې ده.

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یکشبې په ورځ (د غويي ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، نوراحمد اسلام‌جار له یوه ترکمنستاني پلاوي سره په کتنه کې د تورغونډۍ بندر د ۲۴ ساعته کېدو د بهیر پر پیاوړتیا، په دغه بندر کې د سوداګریزو توکو د تخلیې او بارګیرۍ لپاره د ۱۲۵۰ مترو اوسپنې پټلۍ پر جوړېدو او د تخنیکي مانورونو ترسره کولو لپاره د دوو لوکوموتیفونو پر لېږد خبرې وکړې.

نوموړي زیاته کړې: «هڅې باید لا ګړندۍ شي څو د تورغونډۍ بندر ۲۴ ساعته کېدل ژر عملي بڼه خپله کړي».

د طالبانو یاد والي همداراز غوښتنه وکړه، چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ سوداګري او ټرانزیټي چارې پراخې او پیاوړي شي او په دې برخه کې یې د هرات د ولایتي ادارې بشپړ چمتووالی څرګند کړ.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو له پاکستان سره د شخړو او نښتو له امله د هر ډول سوداګرۍ له پریکون وروسته پر منځنۍ اسیا هېوادونو او ایران سوداګریزه تکیه ډېره کړې ده.

د طالبانو قاضي القضات: هیچاته اجازه نشته چې په خپل سري ډول کوم مجرم ته سزا ورکړي

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۰۰:۴۰ GMT+۱

د طالبان قاضي القضات عبدالحکیم حقاني په بلخ کې له امنیتي او ملکي طالب چارواکو سره په غونډه کې ویلي، هېچا ته اجازه نشته چې په خپل سر کوم مجرم ته سزا ورکړي. په داسې حال کې چې هره ورځ په کابل او نورو ولایتونو کې د دغه ډلې د وسله والو له لوري د خپل سري نیونو او سزاوو راپورونه خپرېږي.

نوموړي ټینګار کړی چې تورن کسان باید اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي، څو د اسلامي شریعت له مخې ورته سزا وټاکل شي. هغه همداراز ویلي چې له بندیانو او مجرمینو سره هر ډول ظلم او ناوړه چلند د منلو وړ نه دی.

خو د حقاني دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان له بېلابېلو ښارونو او ولسوالیو څخه د طالبانو د غړو له لوري د خلکو د وهلو، سپکاوي، خپل‌سرو نیونو او عامه سزاوو ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې څو ځله داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې پکې طالب ځواکونه خلک په واټونو، بازارونو او امنیتي پوستو کې وهي او یا یې له قانوني بهیر پرته مجازات کوي. په ځینو مواردو کې شکمن کسان د خلکو مخې ته د درو په سزا هم وهل شوي دي.

له دې سره هم‌مهاله، د بشري حقونو فعالان او د افغانستان یو شمېر اوسېدونکي وایي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د عدلي او قضايي بهیر روڼتیا کمه شوې او ډېری نیونې او سزاوې د قانوني مدافع وکیل، علني محاکمې او خپلواکې څارنې پرته ترسره کېږي.

منتقدان وایي، که څه هم طالب چارواکي وخت ناوخت د خپل‌سرو کړنو د مخنیوي خبرې کوي، خو په عملي ډګر کې د طالب امنیتي ځواکونو له لوري د تاوتریخوالي، زور زیاتي او سپکاوي پېښې لا هم دوام لري او تر اوسه د دغو مواردو د جدي حساب‌ورکونې څرک نه لیدل کېږي.

د طالبانو قاضي القضات په خپلو خبرو کې همداراز له چارواکو غوښتي چې له خلکو سره نرم او اسلامي چلند وکړي او د بیت‌المال په ساتنه کې امانتداري مراعت کړي.