• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سیما سمر: د ښځو له واقعي ګډون پرته د افغانستان د سولې هره هڅه نیمګړې ده

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۱۹:۵۵ GMT+۱

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې سیما سمر، ویلي چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او پراختیا لپاره یوازې سیاسي هوکړې بسنه نه کوي، بلکې د ښځو واقعي ګډون، عدالت او انساني کرامت ته درناوی اساسي شرطونه دي.

هغې دا څرګندونې د جینوا په هغې غونډه کې کړې چې د «عدالت، حقیقت موندنې او پخلاینې په لټه کې؛ په افغانستان کې د قانون د واکمنۍ د بیا رغونې بنسټونه» تر عنوان لاندې جوړه شوې وه.

سیما سمر ټینګار کړی، چې ښځې باید د سولې په بهیر کې یوازې سمبولیک حضور ونه لري، بلکې د پرېکړو په ټولو مهمو پړاوونو کې عملي او اغېزناک رول ورکړل شي.

نوموړې، د افغانستان د تېرو څو لسیزو جګړو ته په اشارې ویلي چې هېواد څو ځله د سولې فرصتونه له لاسه ورکړي، ځکه د سولې لپاره رښتینې سیاسي اراده نه وه موجوده.

هغې د بن کنفرانس او د دوحې تړون په ګډون پر پخوانیو سیاسي هوکړو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغو بهیرونو د بشري حقونو او د قربانیانو د عدالت غوښتنې ته کافي پام نه دی کړی.

د نوموړې په وینا، هر راتلونکی سیاسي جوړجاړی باید د بشري حقونو، د قربانیانو د حقونو او د ټولګډونه حکومتدارۍ پر بنسټ ولاړ وي، څو افغانستان د دوامداره ثبات پر لور حرکت وکړي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

طبیعي پېښې او درانه زیانونه؛ د اساسي زیربناوو نشتوالی د بحران اصلي لامل ګڼل کېږي

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۱۹:۵۰ GMT+۱
طبیعي پېښې او درانه زیانونه؛ د اساسي زیربناوو نشتوالی د بحران اصلي لامل ګڼل کېږي
100%

طالبان وایي، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۹ کسان مړه او ۱۱ نور ټپیان دي. بل لور ته زیانمن شوي خلک وایي، د طبیعي پېښو د مخنیوي لپاره د اساسي زیربناوو او وقایوي پروژو نشتوالی د دې تکراري مرګ‌ژوبلې او ویجاړیو اصلي لامل ګرځي.

د طالبانو تر چتر لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي ادارې په وینا، دغه پېښې په کاپیسا، پنجشېر، سمنګان، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې رامنځته شوې دي. په همدې موده کې ۶ کورونه په بشپړ ډول او ۶ نور په جزوي ډول ویجاړ شوي دي.

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې ویاند محمد یوسف حماد ویلي:«د روان لمریز کال له وري میاشتې تر اوسه په ټول هېواد کې د طبیعي پېښو له امله ۲۵۷ کسان مړه شوي او ۳۳۸ نور ټپیان شوي دي. همداراز ۱۶۸۹ کورونه بشپړ ویجاړ شوي او نږدې شپږ نیم زره نور په جزوي ډول زیانمن شوي دي.»

هغه زیاته کړې چې د سېلابونو او توپانونو له امله سړکونه، پلونه او کرنیزې ځمکې هم زیانمنې شوې دي او په ټولیز ډول تر ۱۷ زرو زیاتې کورنۍ اغېزمنې شوې دي. حماد ویلي چې له زیانمنو کورنیو سره د کورنیو او نړیوالو مرستندویه ادارو په همکارۍ نغدي او خوراکي مرستې هم شوې دي.

خو د سېلابونو له امله زیانمن شوي کسان وایي چې د طبیعي پېښو پر مهال د مخنیوي او وقایوي کارونو نشتوالی د لویو زیانونو لامل ګرځي. د دوی په وینا، په هغو سیمو کې چې د سېلابونو خطر پکې لوړ وي، لا هم اساسي استنادي دیوالونه او نور مخنیوي تاسیسات نه دي جوړ شوي.

د جلال‌اباد د بیز اکمالاتي سیمې اوسېدونکي ابرارالله افغانستان انټرنشنل–پښتو ته ویلي:«دلته د سېلابونو مخنیوی دومره ستونزمن نه دی چې حکومت یې ونه شي کولای. یوازې یو اسنادي دیوال کولی شي سیمه له خطره وژغوري، خو دا کار نه کېږي.»

نوموړي ټینګار وکړ چې حکومت او مرستندویه ادارې باید د مرستو پر ځای د مخنیوي پر پروژو تمرکز وکړي، څو خلک د هر کال له تکراري ویجاړیو وژغورل شي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه ګڼل کېږي چې د جغرافیایي جوړښت، غرنیو سیمو او کمزوري زیربنا له امله د طبیعي پېښو له جدي خطر سره مخ دی. په ځانګړي ډول د پسرلي او اوړي په موسمونو کې سخت بارانونه او سېلابونه په بېلابېلو ولایتونو کې پراخ زیانونه اړوي.

کارپوهان وایي، په وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلونونو له امله د ورښتونو شدت او ناڅاپي سېلابونه زیات شوي دي. دا وضعیت په هغو ولایتونو کې لا سخت دی چې د سیندونو په غاړو او غرنیو درو کې پراته دي.

بشري مرستندویه ادارې هم وخت ناوخت خبرداری ورکوي چې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله له سختو اغېزو سره مخ دی، خو د مخنیوي ظرفیتونه یې لا محدود دي.

اوچا: په بلخ او جوزجان کې له ۲۷ زرو څخه ډېرو کسانو ته بشري مرستې وېشل شوي

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۱۸:۵۹ GMT+۱
اوچا: په بلخ او جوزجان کې له ۲۷ زرو څخه ډېرو کسانو ته بشري مرستې وېشل شوي
100%

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر(اوچا) وایي، چې په بلخ او جوزجان ولایتونو کې یې له ۲۷زرو څخه ډېرو کسانو ته ژوند ژغورونکې بشري مرستې رسولې دي.

اوچا د دوشنبې په ورځ، د غویي ۲۱مه، په ایکس خواله رسنۍ کې په یوه پیغام کې ویلي، چې دغه مرستې د څښاک پاکو اوبو، روغتیايي خدمتونو او روغتیايي اسانتیاوو ته د لاسرسي په برخو کې ترسره شوې دي.

دغه بنسټ له هغو هېوادونو هم مننه کړې چې له افغانستان سره بشري مرستې کوي او د اړمنو خلکو ملاتړ ته دوام ورکوي.

اوچا ویلي، چې په ۲۰۲۶کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۲۲میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې له دې ډلې نږدې ۱۷میلیونه کسان بیړنیو او ژغورونکو مرستو ته اړ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر زیاته کړې، چې په وروستیو اوونیو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې سختو بارانونو او سېلابونو بشري اړتیاوې لا زیاتې کړې دي.

د اوچا د معلوماتو له مخې، وروستیو سېلابونو په ټول هېواد کې له ۷۲زرو څخه ډېر کسان اغېزمن کړي دي.

بشري بنسټونه خبرداری ورکوي، چې د اقتصادي ستونزو، طبیعي پېښو او د بودجې د کمښت له امله په افغانستان کې د میلیونونو کسانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ دی.

مسعود عامر: د افغانستان اوسنی وضعیت عادي ګڼل د بې‌عدالتۍ منل دي

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۱۸:۴۱ GMT+۱
مسعود عامر: د افغانستان اوسنی وضعیت عادي ګڼل د بې‌عدالتۍ منل دي
100%

د افغانستان د دموکراتیک او مدني ځواک غورځنګ مشر مسعود عامر ویلي، په افغانستان کې د بشري حقونو پراخ نقض او بې‌قانونۍ جدي اندېښنې رامنځته کړي او د اوسني وضعیت عادي کول د بې‌عدالتۍ د منلو په معنا ده.

نوموړي دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ، د غویي ۲۱مه، د جنیوا په یوه غونډه کې کړې دي. دغه غونډه «د عدالت، حقیقت موندنې او پخلاینې په لټه کې؛ په افغانستان کې د قانون د حاکمیت د بیا احیا بنسټونه» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه.

عامر ویلي، په افغانستان کې د بشري حقونو پراخ نقض، د خلکو د ډله‌ییزو غوښتنو نه ځوابېدل او پراخه بې‌قانوني د هېواد له مهمو ننګونو څخه دي.

د هغه په وینا، د طالبانو له بیا واکمنېدو نږدې پنځه کاله وروسته، افغانستان د اساسي حقونو او ازادیو په سیستماتیک ډول د له منځه وړلو شاهد دی.

هغه زیاته کړې چې په جنیوا او نورو ځایونو کې د دموکراتیک او مدني ځواک د شبکې غونډې یوازې سمبولیکې نه دي، بلکې د حساب‌ورکونې، اساسي قانون، بشري حقونو او د ښځو او نجونو د نه معاملې کېدونکو حقونو په اړه د ګډ لیدلوري د جوړولو لپاره د یوه جدي بهیر برخه ده.

په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د حساب‌ورکونې د خپلواک میکانیزم جوړولو، انتقالي عدالت او د ټول‌ګډونه حکومت د رامنځته کولو په اړه هم بحثونه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې بشري ادارې او د حقونو فعالان په افغانستان کې د ښځو، مدني فعالانو او رسنیو پر وړاندې د محدودیتونو او فشارونو د زیاتېدو په اړه اندېښنې څرګندوي.

سمیع سادات: طالبان غواړي افغانستان له نړیوالو رسنیو او انټرنېټي شبکو پرې کړي

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۱۸:۲۷ GMT+۱
سمیع سادات: طالبان غواړي افغانستان له نړیوالو رسنیو او انټرنېټي شبکو پرې کړي
100%

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د ځانګړو ځواکونو قومندان سميع سادات وایي، طالبان افغانستان د نړۍ له رسنیو، انټرنېټي شبکو او نړیوالو اړیکو څخه د جلا کولو پر لور روان دي. د نوموړي په وینا په دې سره به طالبان هېواد د سیمې په «توره تشه» او د افراطیت او ترهګرۍ په خوندي مرکز بدل کړي.

سادات د ایکس په یوه تفصیلي پیغام کې ادعا کړې، چې د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت ته د ملا عبدالاحد فاضلي له ټاکلو وروسته، د رسنیو او مخابراتو پر وړاندې محدودیتونه زیات شوي دي.

هغه ویلي، د طالبانو استخباراتو او د مخابراتو وزارت ځواکونو د «موبي ګروپ» پر دفتر چاپه وهلې چې عملیاتو یې اته ساعته دوام کړی دی. د سادات په وینا، د عملیاتو پر مهال خبریالان، تولیدوونکي، اداري کارکوونکي او ښځینه کارکوونکې نیول شوي او د طالبانو ځواکونو د ټیلیفونونو، سرورونو، هارډ ډرایفونو او داخلي معلوماتي سیسټمونو پلټنه کړې ده.

نوموړي همداراز ادعا کړې، چې د طالبانو د مخابراتو نوي وزیر د افغانستان په کچه د کورنیو انټرنېټي خدماتو د محدودولو امر هم کړی دی. هغه ویلي، تېر کال د مخابراتي شبکو محدودیتونو بانکونه، هوايي ډګرونه، سوداګریز فعالیتونه او حتی د طالبانو د ادارې ځینې برخې هم له ستونزو سره مخ کړې وې.

سادات زیاته کړې، چې طالبانو د بهرنیو چارو او لوړو زده‌کړو وزارتونو ته هم سپارښتنه کړې چې بهر ته د تلونکو افغان زده کړیالانو د تحصیلي اسنادو تایید ودروي او د نړیوالو پوهنتونونو د تایید غوښتنو ته ځواب ور نه کړي.

د هغه په وینا، د طالبانو راتلونکی ګام ښايي په بهر کې د افغانانو لپاره د تابعیت او قونسلي خدمتونو محدودول وي، څو «میلیونونه افغانان له خپل هېواد څخه پرې شي.»

سادات ادعا کړې، چې طالبان د کورنیو اختلافاتو او د عامه ناراضایتۍ د زیاتېدو له امله رسنۍ، مخابرات او له نړۍ سره اړیکې د خپل حاکمیت لپاره ګواښ ګڼي او د ده په خبره، د دوی ځواب «انزوا، سانسور او وېره» ده.

هغه خبرداری ورکړی، چې که افغانستان له نړیوال انټرنېټ، رسنیو او مخابراتي شبکو جلا شي، هېواد به د اسیا په زړه کې په یوې «توره تشه» بدل شي. داسې ځای چې د خلکو لپاره به زندان او د ترهګرۍ، افراطیت او مخدره موادو د تولید لپاره به خوندي پټنځای وي.

سادات ویلي، د دې وضعیت اغېزې به یوازې تر افغانستان محدودې نه وي، بلکې د ده په وینا به د ترهګرو روزنه، د نړیوالو بریدونو پلانونه، د نشه‌يي توکو تولید، سیمه‌ییزه بې‌ثباتي او کډوالي لا زیاته شي.

هغه له افغانانو غوښتي چې د هېواد د انزوا پر ضد یو موټی شي او نړیوالو او د افغانستان پخوانیو متحدانو ته یې خبرداری ورکړی چې افغانستان دې «هېر شوی بحران» نه ګڼي، ځکه د ده په خبره د نن بې‌پروايي به سبا په لوی امنیتي ګواښ بدله شي.

ندا محمد ندیم «د روسیې او اسلامي نړۍ غونډه» کې د ګډون لپاره روسیې ته لاړ

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۱۷:۰۰ GMT+۱
ندا محمد ندیم «د روسیې او اسلامي نړۍ غونډه» کې د ګډون لپاره روسیې ته لاړ
100%

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د روسیې او اسلامي نړۍ کنفرانس کې د ګډون لپاره د روسیې تاتارستان جمهوریت کازان ښار ته لاړ . د دې غونډې په څنډه کې به د طالبانو او روسیې ترمنځ د ګډ اقتصادي او سوداګریز کمېسیون لومړنۍ ناسته هم وشي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت نن دوشنبه، د غويي پر ۲۱مه وویل، چې ددغه وزارت وزیر ندا محمد ندیم په مشرۍ یو ۱۴ کسیز پلاوی د روسیې تاتارستان جمهوریت کازان ښار ته روان شوی.

دغه پلاوی د «روسیه او اسلامي نړۍ» په نوم د کازان په ۱۷مه غونډه کې ګډون کوي، چې د مې میاشتې له ۱۳مې تر ۱۵مې نېټې پورې به دوام وکړي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وایي چې د کازان غونډې په څنډه کې به د روسیې فدراسیون په غوښتنه د طالبانو او روسیې ترمنځ د ګډ اقتصادي او سوداګریز کمېسیون لومړنۍ ناسته هم وشي.

په دغه پلاوي کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر، د مالیې، اقتصاد، ټولګټو، کانونو او پټرولیم او عامې روغتیا وزارتونو مرستیالان شامل دي.