د بلوچستان په مستونګ کې پراخه اورلګېدنه؛ ۴۵ کسان ټپیان شوي او تر ۱۰۰ ډېر موټرونه سوځېدلي

د بلوچستان کوټې ښار ته نږدې پر مستونګ لویه لاره په لاک پاس سیمه کې د ګمرک په یوه ګودام کې سخت اور لګېدلی، چې لږترلږه ۴۵ کسان یې ټپیان کړي او تر ۱۰۰ ډېر موټرونه یې سوځولي دي. که څه هم له یادې اورلګېدنې ۲۳ ساعته تېرېږي؛ خو لاهم اور نهدی کابو شوی.
