چین: د هغو شرکتونو ملاتړ کوو چې له ایران سره د همکارۍ له امله پرې بندیزونه لګېدلي

د چین د بهرنیو چارو وزارت له ایران سره د همکارۍ له امله پر درېیو چینایي شرکتونو د امریکا لهخوا لګېدلي بندیزونه «ناقانونه» بللي او اعلان یې کړی، چې بیجېنګ به په کلکه د چینایي شرکتونو له «مشروع حقونو او ګټو» دفاع وکړي.
