د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ د تیرا درې بې ځایه شویو خلکو ته پاکستاني حکومت ژمنه ور کړې وه چې د اپرېل میاشتې تر نیمایي پورې به د هغوی د بېرته ستنېدو بهیر پیل شي، خو اوس نږدې یوه میاشت تېرېدونکې ده او لا هم د هغوی د ستنېدو لړۍ نه ده پیل شوې.
د روان کال په پیل کې له تیرا درې څخه زرګونو کورنیو کډه وکړه او د خېبر ولسوالۍ د باړې تحصیل او د پېښور په بېلابېلو سیمو کې مېشت شول. ځايي ادارې ژمنه کړې وه چې په تیرا کې د ناقانونه وسله والو ډلو پر ضد د عملیاتو تر بشپړېدو وروسته به د اپرېل له پنځلسمې نېټې څخه د بې ځایه شویو خلکو ستنېدل پیل شي، خو تر اوسه د حکومت له خوا په دې اړه هېڅ اعلان نه دی شوی۔
د تیرا بې ځایه شویو خلکو د خپلو حقونو لپاره د «تحریک متاثرين تیرا» په نوم یوه ټولنه هم جوړه کړې، چې له تېرو سلو ورځو راهیسې د باړې پرېس کلب مخې ته احتجاجي پرلت کوي.
د «تحریک متاثرين تیرا» ویاند صحبت خان اپرېدي افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې حکومت ورسره ژمنه کړې وه چې له دوو میاشتو وروسته به د دوی د ستنېدو بهیر پیل شي، خو اوس داسې ښکاري چې ښايي راتلونکې میاشت هم دا ستنېدل ممکن نه شي.
هغه وویل، « د تیرا بې ځایه شوي خلک له سختو ستونزو سره مخ دي؛ یو خو د دوبي موسم پیل شوی، بل دا چې ډېری بې ځایه شویو کسانو په باړه کې کورونه یوازې د دوو میاشتو لپاره په کرایه نیولي وو، خو اوس چې د ټاکلي مهال وېش له مخې بېرته ستنېدل ونه شول، نو د کورونو مالکانو پرې فشار راوړی چې یا کورونه پرېږدي او یا کرایه زیاته کړي».
هغه زیاته کړه چې تېره ورځ د دوی د تنظیم یوه پلاوي د خېبر ولسوالۍ له مرستیال کمېشنر سره لیدنه کړې وه او د تیرا د بې ځایه شویو خلکو ۱۴ غوښتنې یې ورته وړاندې کړې، خو یوه غوښتنه یې هم ونه منل شوه.
د تیرا د متاثرينو له غوښتنو څخه یوه دا هم وه چې د هغوی د نه شتون پر مهال به په سیمه کې هېڅ ډول ناقانونه ودانۍ نه جوړېږي او نه به مېوه لرونکي ونې پرې کېږي خو د متاثرينو په وینا، په وروستیو ورځو کې په تیرا کې ګڼ شمېر نوې امنیتي پوستې جوړې شوې دي، چې د هغو لپاره مېوه لرونکي ونې په بېرحمانه ډول پرې کړل شوې دي.
له حکومت سره په مذاکراتو کې د تیرا درې یو قبایلي مشر ډاکټر نوروز خان افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې تر اوسه ورته دا معلومه نه شوه چې د تیرا خلک د کوم دلیل له مخې له خپلو سیمو په زور بېځایه کړل شول.
هغه وویل چې له حکومت سره د مذاکراتو پر مهال له دوی سره شوې ډېرې ژمنې لا هم نه دي عملي شوې.
د ډاکټر نوروز خان په وینا، دوی ته داسې معلومات رسېدلي چې د خلکو له وتلو وروسته په تیرا کې ګڼ شمېر نوې پوستې جوړې شوې دي، چې ځینې یې د عامو خلکو پر شخصي ځمکو جوړې شوې دي.
هغه وویل، « موږ ته معلومات رسېدلي چې په کومو ځایونو کې نوې پوستې جوړې شوې دي، هلته تر شاوخوا دوه کیلومترو پورې ونې پرې کړل شوې دي، حال دا چې دومره لرې واټن پورې د ونو غوڅولو ته هېڅ اړتیا نه وه.»
هغه زیاته کړه چې د شلوبر، ملک دین خېل او زخه خېلو قبایلو په سیمو کې نږدې لس نوې پوستې جوړې شوې دي.
د قبایلي جرګې یو غړي او د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا خان امیر اپرېدي ویلي چې په راتلونکو څو ورځو کې به د تیرا قبایلي جرګه د ایف سي له مشر (آی جي ایف سي) سره لیدنه وکړي، چې ډېر امکان شته د بېځایه شویو خلکو د بېرته ستنېدو مهالوېش پکې وټاکل شي.
هغه وویل چې د روژې په میاشت کې یې هم له حکومتي چارواکو سره جرګه کړې وه او غوښتنه یې ترې کړې وه چې د مېوه لرونکو ونو پرې کول دې سملاسي ودرول شي او په دې اړه ورسره ژمنه هم شوې وه چې نورې ونې به نه پرې کېږي، خو د قبایلي جرګې خبره ونه منل شوه.
بل لور ته د خېبر ولسوالۍ ډپټي کمېشنر وایي چې په تیرا دره کې د لومړي ځل لپاره د حکومت واکمني ټینګه شوې ده او هلته پرمختیایي کارونه په چټکۍ روان دي.
هغه وویل چې د میدان په سیمه کې د لومړي ځل لپاره سړکونه جوړېږي او د پرمختیایي چارو تر بشپړېدو وروسته به هلته د پولیسو ځواکونه هم ځای پر ځای شي.
تیرا دره شاوخوا ۱۵۰ کیلومتره اوږده قبایلي سیمه ده، چې ډېره برخه یې د خېبر ولسوالۍ پورې اړه لري، په داسې حال کې چې ځینې برخې یې د اورکزیو او کورمې ولسوالیو کې هم شاملې دي.