د هند لومړی وزیر په پنځه ورځني سفر پنځو هېوادونو ته ځي

د هند لومړی وزیر نریندرا مودي د مې له ۱۵مې تر ۲۰مې پورې د پنځو هېوادونو سفر پیلوي. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، مودي به لومړی د مې پر ۱۵مه متحده عربي اماراتو ته ولاړ شي او وروسته به هالنډ، سویډن، ناروې او ایټالیا ته سفر وکړي.
