• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان دفاع وزیر: پاکستان به له طالبانو سره هم د هند په څېر چلند وکړي

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۲۰:۰۳ GMT+۱

د پاکستان د دفاع وزير خواجه محمد اصف خبرداری ورکړی، چې پاکستان د بنو ولسوالۍ د پولیسو پر څوکۍ د شوي برید په ځواب کې پرېکنده عمليات کولی شي. هغه زیاته کړې، چې هېواد به یې له طالبانو سره د هند په څېر چلند وکړي.

د پاکستاني رسنۍ (جيو نيوز) د راپور له مخې، خواجه اصف وویل چې د «هند په سرپرستۍ کې دا نیابتي جګړه د طالبانو له لارې روانه ده».

هغه وويل، «دومره ناشکری په بشري تاریخ کې کله چا نه ده کړې لکه څنګه چې طالبانو کړې ده»، خو په خبر کې د خواجه اصف لخوا د ناشکرۍ په اړه جزيات نه دي ورکړل شوي.

خواجه عاصف وویل چې پاکستان هغه څه چې د «معرکه حق» په جګړه کې یې له هند سره وکړل هغه به له افغانستان سره وکړي.

همداراز هغه زياته کړه، «موږ به د دې ترهګرۍ په پايله کې د توی شوې وينې د هر څاڅکي حساب واخلو، تر ترهګرو د بشپړ له منځه تللو به نه کېنو».

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د طالبانو د حکومت شارژدافیر ته د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د می پر ۹مه د پولیسوپر یوې پوستې د برید په اړه خپل احتجاح لیک سپارلی دی. پاکستان ادعا کړې، چې دغه برید په افغانستان کې پلان شوی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د پلټنو، شواهدو او تخنیکي استخباراتي معلوماتو له مخې دا برید د هغو وسله‌والو له خوا پلان شوی چې ددوی په وینا، «په افغانستان کې مېشت دي».

طالبانو په رسمي ډول ددې څرګندونو په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ له تېرې فبروري میاشتې راهیسې اړیکې ترینګلې دي او سره له دې چې دواړو خواوو په قطر، ترکیه، سعودي عربستان او چین کې څو پړاوه خبرې اترې کړې دي، خو دغو خبرو تراوسه د پام وړ پایله نه ده ور کړې.

پاکستان تور لګوي چې د کله نه طالبان په افغانستان واکمن شوي، پاکستان کې ترهګري سېوا شوې ده، خو طالبانو بيا د پاکستان دغه تور تل رد کړی او پاکستان کې روانه ناامني يې د دغه هېواد کورنۍ ستونزه بللې ده.

ترویج لرونکی

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل
۱

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل

۲

د پېښور سترې محکمې افغانستان ته د شړل شوې پاکستانۍ مېرمنې د بېرته ستنولو غوښتنه کړې

۳
ځانګړی

د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی

۴
ځانګړی

طالبان په کابل کې پر عامو خلکو د نوري فایبر انټرنېټ خدمتونه قطع کوي

۵

سرچینې: موبي‌ګروپ نن له ۶ ساعتونو راهیسې د طالبانو د استخباراتو له لوري محاصره وو

•
•
•

نور کیسې

سیما سمر: د ښځو له واقعي ګډون پرته د افغانستان د سولې هره هڅه نیمګړې ده

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۱۹:۵۵ GMT+۱

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې سیما سمر، ویلي چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او پراختیا لپاره یوازې سیاسي هوکړې بسنه نه کوي، بلکې د ښځو واقعي ګډون، عدالت او انساني کرامت ته درناوی اساسي شرطونه دي.

هغې دا څرګندونې د جینوا په هغې غونډه کې کړې چې د «عدالت، حقیقت موندنې او پخلاینې په لټه کې؛ په افغانستان کې د قانون د واکمنۍ د بیا رغونې بنسټونه» تر عنوان لاندې جوړه شوې وه.

سیما سمر ټینګار کړی، چې ښځې باید د سولې په بهیر کې یوازې سمبولیک حضور ونه لري، بلکې د پرېکړو په ټولو مهمو پړاوونو کې عملي او اغېزناک رول ورکړل شي.

نوموړې، د افغانستان د تېرو څو لسیزو جګړو ته په اشارې ویلي چې هېواد څو ځله د سولې فرصتونه له لاسه ورکړي، ځکه د سولې لپاره رښتینې سیاسي اراده نه وه موجوده.

هغې د بن کنفرانس او د دوحې تړون په ګډون پر پخوانیو سیاسي هوکړو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغو بهیرونو د بشري حقونو او د قربانیانو د عدالت غوښتنې ته کافي پام نه دی کړی.

د نوموړې په وینا، هر راتلونکی سیاسي جوړجاړی باید د بشري حقونو، د قربانیانو د حقونو او د ټولګډونه حکومتدارۍ پر بنسټ ولاړ وي، څو افغانستان د دوامداره ثبات پر لور حرکت وکړي.

طبیعي پېښې او درانه زیانونه؛ د اساسي زیربناوو نشتوالی د بحران اصلي لامل ګڼل کېږي

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۱۹:۵۰ GMT+۱

طالبان وایي، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۹ کسان مړه او ۱۱ نور ټپیان دي. بل لور ته زیانمن شوي خلک وایي، د طبیعي پېښو د مخنیوي لپاره د اساسي زیربناوو او وقایوي پروژو نشتوالی د دې تکراري مرګ‌ژوبلې او ویجاړیو اصلي لامل ګرځي.

د طالبانو تر چتر لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي ادارې په وینا، دغه پېښې په کاپیسا، پنجشېر، سمنګان، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې رامنځته شوې دي. په همدې موده کې ۶ کورونه په بشپړ ډول او ۶ نور په جزوي ډول ویجاړ شوي دي.

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې ویاند محمد یوسف حماد ویلي:«د روان لمریز کال له وري میاشتې تر اوسه په ټول هېواد کې د طبیعي پېښو له امله ۲۵۷ کسان مړه شوي او ۳۳۸ نور ټپیان شوي دي. همداراز ۱۶۸۹ کورونه بشپړ ویجاړ شوي او نږدې شپږ نیم زره نور په جزوي ډول زیانمن شوي دي.»

هغه زیاته کړې چې د سېلابونو او توپانونو له امله سړکونه، پلونه او کرنیزې ځمکې هم زیانمنې شوې دي او په ټولیز ډول تر ۱۷ زرو زیاتې کورنۍ اغېزمنې شوې دي. حماد ویلي چې له زیانمنو کورنیو سره د کورنیو او نړیوالو مرستندویه ادارو په همکارۍ نغدي او خوراکي مرستې هم شوې دي.

خو د سېلابونو له امله زیانمن شوي کسان وایي چې د طبیعي پېښو پر مهال د مخنیوي او وقایوي کارونو نشتوالی د لویو زیانونو لامل ګرځي. د دوی په وینا، په هغو سیمو کې چې د سېلابونو خطر پکې لوړ وي، لا هم اساسي استنادي دیوالونه او نور مخنیوي تاسیسات نه دي جوړ شوي.

د جلال‌اباد د بیز اکمالاتي سیمې اوسېدونکي ابرارالله افغانستان انټرنشنل–پښتو ته ویلي:«دلته د سېلابونو مخنیوی دومره ستونزمن نه دی چې حکومت یې ونه شي کولای. یوازې یو اسنادي دیوال کولی شي سیمه له خطره وژغوري، خو دا کار نه کېږي.»

نوموړي ټینګار وکړ چې حکومت او مرستندویه ادارې باید د مرستو پر ځای د مخنیوي پر پروژو تمرکز وکړي، څو خلک د هر کال له تکراري ویجاړیو وژغورل شي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه ګڼل کېږي چې د جغرافیایي جوړښت، غرنیو سیمو او کمزوري زیربنا له امله د طبیعي پېښو له جدي خطر سره مخ دی. په ځانګړي ډول د پسرلي او اوړي په موسمونو کې سخت بارانونه او سېلابونه په بېلابېلو ولایتونو کې پراخ زیانونه اړوي.

کارپوهان وایي، په وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلونونو له امله د ورښتونو شدت او ناڅاپي سېلابونه زیات شوي دي. دا وضعیت په هغو ولایتونو کې لا سخت دی چې د سیندونو په غاړو او غرنیو درو کې پراته دي.

بشري مرستندویه ادارې هم وخت ناوخت خبرداری ورکوي چې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله له سختو اغېزو سره مخ دی، خو د مخنیوي ظرفیتونه یې لا محدود دي.

سهيل اپريدی: د بنو ماشومان د بندو دروازو تر شا د پرېکړو له امله يتيمان شول

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۱۹:۲۹ GMT+۱

د خيبرپښتونخوا اعلی وزير سهيل اپريدي، یو ځل بيا په پښتنه خاوره د «ډالري جګړې» خبره تکرار کړې او ويلي یې دي، د بنو په وسله وال بريد کې د وژل شوو د اولادونو د يتيمولو مسول هغه خلک دي چې په بندو کوټو کې پرېکړې کوي.

هغه د دوشنبې په ورځ بنو ولسوالۍ ته سفر کړی او هلته په وسله وال بريد کې د وژل شوو د کورنيو سره یې ليدلي دي. بنو کې د می د ۹مې پر شپه پر پوليس پوسته ځانمرګی وسله وال بريد شوی و، چې په کې ۱۵ پاکستاني پولیس وژل شوي او درې نور ټپيان شوي وو.

سهيل اپريدي د چا د نوم اخېستو پرته وويل، «وسله وال چې بيرته (خيبرپښتونخوا ته) راوستل کېده، هغه وخت مونږ چغې وهلې، امن لاريونونه مو کول، جرګې مو کولې، چې دا خلک بيا مه راولئ، د پښتنو امن بيا مه تباه کوئ، ته ډالرې ګټې، خو زما په سر یې مه ګټه چې ته د پښتون د سر قيمت لګوئ، او ته یو ځل بيا ډالري جګړه په ما راتپې».

هغه ادعا وکړه، «نن د بنو د ماشومانو د يتيمولو مسوول د رياست هغه خلک دي کوم چې په بندو کوټو کې پرېکړې کوي، د هغې په نتيجه کې زما پوليس، پوځي، عام خلک او عالمان وژل کيږي».

هغه په پښتنو غږ وکړ چې «تاسو به په خپله ودرېږئ، ستاسو لپاره به بل څوک نه راځي، د ۷۸ کالو راهيسې په پېنډۍ کې پرېکړې کيږي او په موږ راتپل کيږي، د ګډو او بیزو په رنګ وژل کېږو.»

اوچا: په بلخ او جوزجان کې له ۲۷ زرو څخه ډېرو کسانو ته بشري مرستې وېشل شوي

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۱۸:۵۹ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر(اوچا) وایي، چې په بلخ او جوزجان ولایتونو کې یې له ۲۷زرو څخه ډېرو کسانو ته ژوند ژغورونکې بشري مرستې رسولې دي.

اوچا د دوشنبې په ورځ، د غویي ۲۱مه، په ایکس خواله رسنۍ کې په یوه پیغام کې ویلي، چې دغه مرستې د څښاک پاکو اوبو، روغتیايي خدمتونو او روغتیايي اسانتیاوو ته د لاسرسي په برخو کې ترسره شوې دي.

دغه بنسټ له هغو هېوادونو هم مننه کړې چې له افغانستان سره بشري مرستې کوي او د اړمنو خلکو ملاتړ ته دوام ورکوي.

اوچا ویلي، چې په ۲۰۲۶کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۲۲میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې له دې ډلې نږدې ۱۷میلیونه کسان بیړنیو او ژغورونکو مرستو ته اړ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر زیاته کړې، چې په وروستیو اوونیو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې سختو بارانونو او سېلابونو بشري اړتیاوې لا زیاتې کړې دي.

د اوچا د معلوماتو له مخې، وروستیو سېلابونو په ټول هېواد کې له ۷۲زرو څخه ډېر کسان اغېزمن کړي دي.

بشري بنسټونه خبرداری ورکوي، چې د اقتصادي ستونزو، طبیعي پېښو او د بودجې د کمښت له امله په افغانستان کې د میلیونونو کسانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ دی.

مسعود عامر: د افغانستان اوسنی وضعیت عادي ګڼل د بې‌عدالتۍ منل دي

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۱۸:۴۱ GMT+۱

د افغانستان د دموکراتیک او مدني ځواک غورځنګ مشر مسعود عامر ویلي، په افغانستان کې د بشري حقونو پراخ نقض او بې‌قانونۍ جدي اندېښنې رامنځته کړي او د اوسني وضعیت عادي کول د بې‌عدالتۍ د منلو په معنا ده.

نوموړي دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ، د غویي ۲۱مه، د جنیوا په یوه غونډه کې کړې دي. دغه غونډه «د عدالت، حقیقت موندنې او پخلاینې په لټه کې؛ په افغانستان کې د قانون د حاکمیت د بیا احیا بنسټونه» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه.

عامر ویلي، په افغانستان کې د بشري حقونو پراخ نقض، د خلکو د ډله‌ییزو غوښتنو نه ځوابېدل او پراخه بې‌قانوني د هېواد له مهمو ننګونو څخه دي.

د هغه په وینا، د طالبانو له بیا واکمنېدو نږدې پنځه کاله وروسته، افغانستان د اساسي حقونو او ازادیو په سیستماتیک ډول د له منځه وړلو شاهد دی.

هغه زیاته کړې چې په جنیوا او نورو ځایونو کې د دموکراتیک او مدني ځواک د شبکې غونډې یوازې سمبولیکې نه دي، بلکې د حساب‌ورکونې، اساسي قانون، بشري حقونو او د ښځو او نجونو د نه معاملې کېدونکو حقونو په اړه د ګډ لیدلوري د جوړولو لپاره د یوه جدي بهیر برخه ده.

په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د حساب‌ورکونې د خپلواک میکانیزم جوړولو، انتقالي عدالت او د ټول‌ګډونه حکومت د رامنځته کولو په اړه هم بحثونه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې بشري ادارې او د حقونو فعالان په افغانستان کې د ښځو، مدني فعالانو او رسنیو پر وړاندې د محدودیتونو او فشارونو د زیاتېدو په اړه اندېښنې څرګندوي.