دا اقدام د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د ازبکستان د قرهقلپاقستان د عالي شورا د مشر امان بای اورینبایف ترمنځ په مزار شریف کې د یوې ناستې پر مهال اعلان شوی دی.
د راپور له مخې، دا پلان شوی اقتصادي زون به د پانګونې د پروژو د پراختیا، صنعتي فعالیتونو د ودې او د سرحدي سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره کارول کېږي.
طالب چارواکو ازبک پانګوالو ته هم بلنه ورکړې چې په دې پروژه کې ګډون وکړي او د هغې په پراختیا کې ونډه واخلي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ازبکستان د قرهقالپاقستان خودمختاره جمهوریت له پلاوي سره د څه باندې ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۳ سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي دي.
دغه تړونونه د قرهقالپاقستان د عالي شورا د رییس امانبای اورینبایوف د سفر پر مهال په کابل کې د سوداګریز اتصال او تجارتي همکاریو د کنفرانس په پای کې لاسلیک شول.
د طالبانو د چارواکو په وینا، دا هوکړې د دواړو لوریو د خصوصي سکتورونو ترمنځ له پراخو خبرو او بحثونو وروسته شوې دي.
په دغه تړونونو کې د اوړو د فابریکو جوړول، د اوړو، سمنټو، غوړیو او مکرونیو واردات شامل دي.
همداراز د افغانستان د مېوو او کرنیزو محصولاتو لکه مڼو، انارو، کچالو او ځیرې صادرات هم پکې دي.
طالبانو له پاکستان سره د اړیکو له ترینګلتیا او د سوداګریزو لارو تر بندېدو وروسته له ازبکستان او د منځنۍ اسیا له نورو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړې دي.