• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

شپږ نړۍوال مډالونه؛ د بلاروس په سیالیو کې د افغانستان د پاورلفټېنګ تاریخي بریا

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۰۳:۳۲ GMT+۱

د افغانستان پاورلفټېنګ فدراسیون اعلان کړی، چې د هېواد ورزشکاران د ۲۰۲۶کال د پاورلفټېنګ په نړۍوالو سیالیو کې ښه ځلېدلي، افغانستان ته یې شپږ بېلابېل مډالونه ګټلي او په نړۍواله کچه یې تاریخي ویاړ ثبت کړی دی.

دغه سیالۍ د بلاروس په کوربه‌توب د نړۍ د اتو هېوادونو د څه باندې ۶۰۰ ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې، چې په‌کې د افغانستان د «ډبلیو ار پي اېف» ملي لوبډلې پیاوړی حضور درلود او څلور د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د برونزو مډال یې ترلاسه کړ.

په دغه سیالیو کې فواد شیرین‌سخن، جابر شیرین‌سخن، نوراحمد سخي‌زاده او میروېس رفیع‌زاده د سرو زرو مډالونه وګټل. همداراز روح‌الله خیراندېش د سپینو زرو او حمیدالله حکیمي د برونزو مډال ترلاسه کړ.

د افغانستان لوبډلې په دغه سیالیو کې له شپږو ورزشکارانو او یوه روزونکي سره ګډون کړی و. د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام سیالۍ د مئ میاشتې په ۶مه پیل شوې او د همدې میاشتې په ۱۰مه پای ته ورسېدې.

د افغانستان د «ډبلیو ار پي اېف» فدراسیون مسوولینو دغه بریا د هېواد د ورزشکارانو د هڅو، ژمنتیا، باور او زحمت پایله بللې ده. دوی ویلي، افغان ورزشکارانو د ګڼو ستونزو سربېره وکولای شول د افغانستان نوم په نړۍواله کچه ځلانده وساتي.

په ورته وخت کې د «ډبلیو جي سي» سازمان نړۍوال استازي او مشر وحیدالله امیري څخه هم د افغان ورزشکارانو د ملاتړ او همکارۍ له امله مننه شوې ده.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

۵

سمېع سادات: د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه لا پراخېدلی او اوږدېدای شي

•
•
•

نور کیسې

افغانه کډواله سوک‌وهونکې فاطمه جعفري د «بلوچستان لپاره سوله» سیالیو اتله شوه

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۰۱:۴۷ GMT+۱

د سوک‌وهنې افغانه کډواله لوبغاړې فاطمه جعفري د پاکستان د سوک‌وهنې په څانګه کې د «بلوچستان لپاره سوله» په نوم سیالیو کې د اتلولۍ لقب خپل کړ.

دغه سیالۍ د پاکستان د کویټې په ښار کې د یو شمېر سیمه‌ییزو او بهرنیو لوبغاړو په ګډون ترسره شوې. ټاکل شوې وه چې فاطمه جعفري د اتلولۍ د ملابند لپاره له یوې پاکستانۍ سیالې سره لوبه وکړي، خو د هغې د نه حاضرېدو له امله سیالي ترسره نه شوه.

لوبڅارانو د پاکستانۍ لوبغاړې د نه ګډون له امله بریا افغانې لوبغاړې ته ورکړه او د اتلولۍ ملا‌بند یې د فاطمې جعفري په نوم اعلان کړ.

فاطمه جعفري تر دې دمه په خپلو مسلکي سیالیو کې دوه بریاوې لري او دا یې دوهم د اتلولۍ ملا‌بند بلل کېږي. هغه د پاکستان مېشت افغان روزونکي بسم‌الله تاصیح تر روزنې لاندې د «فجر سوک وهنې اکاډمۍ» کې تمرین کوي.

نوموړې په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې دا بریا یې د سختو تمرینونو، ستړیا او رواني فشارونو له لارې ترلاسه کړې او ویلي یې دي چې دا اتلولۍ د هغې د اوږدې مبارزې پایله ده.

فاطمه جعفري زیاتوي چې دا لاسته راوړنه یې د سوک‌وهنې کور «فجر» ته ډالۍ کړې ده.

دا بریا په داسې حال کې ترلاسه کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې حکومت د ښځو پر سپورتي فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګولي او ښځینه ورزشکاران له ډېرو رسمي لوبو او ملي لوبډلو څخه بې‌برخې شوي دي.

جلاوطنه افغان ښځینه کرکټ لوبغاړو د کرکټ له نړیوالې شورا څخه د رسمیت پېژندنې غوښتنه کړې

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۲۲:۲۰ GMT+۱

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د افغانستان د ښځینه کرکټ ملي لوبډلې جلاوطنه غړو د کرکټ له نړیوالې شورا غوښتي چې دوی د یوې رسمي ملي لوبډلې په توګه په رسمیت وپېژني.

ای بي سي نیوز د یکشنبې په ورځ، د غویي ۲۰مه، په یوه راپور کې لیکلي چې دغه غوښتنه تازه د افغان ښځینه کرکټ لوبډلې د غړو له لوري مطرح شوې ده.

دوی د کرکټ له نړیوالې شورا څخه غوښتي چې دفیفا بېلګه تعقیب کړي او افغان ښځینه کرکټ لوبډله د افغانستان د استازې ملي لوبډلې په توګه په رسمیت وپېژني.

دا غوښتنه وروسته له هغې مطرح شوه چې څه موده وړاندې فیفا اعلان وکړ، په جلاوطنۍ کې د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډله یې په رسمیت پېژندلې او دا لوبډله کولی شي د افغانستان په استازیتوب په نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي.

د طالبان له بیا واکمنېدو وروسته، پر ښځو د پراخو محدودیتونو له امله هغوی د زده‌کړې، کار او ورزش له حقونو محرومې شوې دي.

طالبانو د هېواد ښځینه ملي لوبډلې منحل کړې او ویلي یې دي چې د ښځو لوبډلې په رسمیت نه پېژني.

د راپور له مخې، ډېری ښځینه لوبغاړې چې پخوا د افغانستان د ملي لوبډلو غړې وې، نورو هېوادونو ته کډوالې شوې دي.

په جلاوطنۍ کې د افغانستان د ښځینه کرکټ لوبډلې غړو په وروستیو میاشتو کې په روزنیزو کمپونو کې ګډون کړی او ټاکل شوې دچې د سکالېنډ په اډینبرو ښار کې د کرکټ نړیوالې شورا په غونډه کې هم حضور ولري.

تر اوسه د کرکټ نړیوالې شورا د دغې غوښتنې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

افغان کرېکټ بورډ د کرېکټ د پراختیا او تخنیکي همکاریو لپاره یو پلاوی چین ته ولېږه

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۱۶:۲۳ GMT+۱

افغان کرېکټ بورډ ویلي، چې د چین په رسمي بلنه او د ورزشي ډيپلوماسۍ او کرېکټ ته د پراختیا ورکولو په موخه یې یو تخنیکي پلاوی یاد هېواد ته ولېږه. په دغه پلاوي کې یو روزونکی او څلور لوبغاړي شامل دي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ ادارې د شنبې په ورځ، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ملي روزونکی نورز منګل، او د ملي لوبډلې لوبغاړي قیس احمد، ظاهرخان پکتین، فیصل شینوزاده او واحدالله ځدراڼ یې په چین کې د کرېکټ د پراختیا او تخینکي همکاریو لپاره یاد هېواد ته ولېږل.

په خبرپاڼه کې د کرېکټ بورډ رییس نصیب خان له قوله راغلي، چې افغانستان د کرېکټ پراختیا ته ژمن دی او هیله لري چې له چین سره د سوداګریزو اړیکو ترڅنګ د کرېکټ په ډګر کې هم تجربي شریکې کړي.

د کرېکټ بورډ د معلوماتو له‌مخې، افغان پلاوی به په دغه سفر کې په ټولنه کې د کرېکټ پر ښکېلتیا او مثبتې بوختیا خبرې وکړی، په بېلابېلو ورکشاپونو کې به ګډون وکړي او د ورزشي ټکنالوژۍ له نندارتونونو څخه به لیدنې ترڅنګ به افغان لوبغاړی د چین د کرېکټ مسولینو له لوري په یوه تنظیم شوې لوبه کې هم برخه واخلي.

په کابل کې د ویلچېر باسکټبال سیالۍ پیل شوي

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۰۸:۳۴ GMT+۱

د طالبانو تر چتر لاندې د اولمپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست وایي، کابل کې د اته غوره لوبډلو ترمنځ د پارالمپیک فدراسیون په همکارۍ د ویلچېر باسکټبال سیالۍ پیل شوې دي.

ددغه ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه سیالۍ د «سره میاشت» په ورزشي جمنازیم کې ترسره کېږي، چې د هرات، فاریاب، بلخ، بدخشان، ننګرهار، پروان، لغمان او کابل ولایتونو څخه پکې شاوخوا ۸۰ لوبغاړي برخه اخلي. ټاکل شوې دغه سیالۍ درې ورځې دوام وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په لومړۍ لوبه کې د کابل ټیم وکولای شول د فاریاب ټیم ته د ۴۹ پر ۳۳ نمرې په توپیر ماتې ورکړي او د سیالیو لومړۍ بریا خپله کړي.

د سپورټ مسوولین وایي، د دې سیالیو موخه د معلولینو هڅول، د هغوی د سپورتي ګډون پراخول او د ټولنې په سپورتي فعالیتونو کې د هغوی د رول پیاوړتیا ده.

د فیفا په تازه درجه بندۍ کې د افغانستان فوټسال له ۲۸م مقام څخه ۲۱م ته پرمختګ کړی

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۱۹:۰۸ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې رییس احمدالله وثیق وایي، د فوټبال نړیوال فډراسیون (فیفا) په تازه درجه‌بندۍ کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د اوو پوړونو په پرمختګ سره د نړۍ ۲۱م مقام خپل کړی دی.

احمدالله وثیق د جمعې په ورځ (د غويي ۱۸مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، افغان لوبډلې د ۱۱۹۴،۶۸ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د نړۍ له ۲۸م مقام څخه ۲۱م مقام ته پرمختګ کړی دی.

هغه زیاته کړې، چې د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د اسیا په کچه هم پنځم مقام ته رسېدلې ده.

په وروستیو کلونو کې د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په نړیوالو او اسیایي سیالیو کې د خپلو ښو لوبو له امله د مینه‌والو پام ځان ته اړولی دی.