• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمد باقر قالیباف: ایراني وسله‌وال ځواکونه د هر ډول برید د ځواب لپاره چمتو دي

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۲۰:۱۲ GMT+۱

د ایران اسلامي جمهوریت د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف وایي، چې د دغه هېواد وسله‌وال ځواکونه د هر ډول احتمالي برید د ځواب لپاره بشپړ چمتووالی لري.

قالیباف پر ایکس خواله رسنۍ کې ویلي، چې «ناسمه تګلاره او ناسمې پرېکړې تل ناسمې پایلې لري» او په وینا یې دا خبره اوس نړیواله تجربه ګرځېدلې ده.

هغه زیاته کړې، چې ایران د ټولو سناریوګانو لپاره چمتو دی او خبرداری یې ورکړی چې د هر ډول اقدام په صورت کې به «مخالف لوری حیران شي».

ترویج لرونکی

وټس‌اپ د ټېلیفون شمېرې پر ځای د «کارن‌نوم» ځانګړنه فعالوي
۱

وټس‌اپ د ټېلیفون شمېرې پر ځای د «کارن‌نوم» ځانګړنه فعالوي

۲

سرچینې وایي د طالبانو استخباراتو په بدخشان کې خپل یو سیمه‌ییز قوماندان نیولی دی

۳

د خیبر پښتونخوا یوې محکمې د ۱۵ وسله والو د نیولو لپاره نغدي انعامونه اعلان کړل

۴

طالبانو په بدخشان کې د «ځانګړي اوپراتیفي ماموریت» لپاره ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې

۵

طالبان وايي په کابل کې نننۍ اورلګېدنه د موټر د تېلو ټانکۍ د چاودېدو له امله وه

•
•
•

نور کیسې

زیلنسکي: د اوکرایني ماشومانو د بېرته ستنولو نړیوال ایتلاف نږدې ۵۰ هېوادونو ته پراخ شوی

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۱۸:۵۳ GMT+۱
زیلنسکي: د اوکرایني ماشومانو د بېرته ستنولو نړیوال ایتلاف نږدې ۵۰ هېوادونو ته پراخ شوی
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي وایي، د روسیې له خوا د جګړې پر مهال روسیې او تر خپلې ولکې لاندې سیمو ته د لېږدول شویو اوکرایني ماشومانو د بېرته ستنولو لپاره جوړ نړیوال ایتلاف لا پراخ شوی او اوس نږدې ۵۰ هېوادونه پکې شامل دي.

زیلنسکي پر ایکس خواله رسنۍ کې ویلي، کاناډا، د لاتینې امریکا هېوادونه، امریکا، ارجنټاین، اروپايي هېوادونه او جاپان له وړاندې د دې ایتلاف برخه وو، او اوس سویس او قبرس هم ورسره یوځای شوي دي.

هغه ویلي، د دې ایتلاف هڅې هره میاشت پایلې لري او یو شمېر اوکرایني ماشومان بېرته خپلو کورنیو ته ستنېږي، خو د ده په وینا لا هم ګڼ ماشومان د بېرته ستنېدو انتظار باسي.

زیلنسکي ټینګار کړی چې باید د ماشومانو د ساتلو ځایونه په دقیق ډول ثبت شي، د هغوی د تښتونې او د دې «جرم» د پټولو ټول پړاوونه وڅارل شي، ماشومان بېرته راستانه کړل شي او عادي ژوند ته د هغوی د بېرته ورګرځېدو زمینه برابره شي.

د اوکراین ولسمشر ویلي، که څه هم دا بهیر اسانه نه دی، خو د «اوکراین ته د ماشومانو بېرته ستنول» نوښت اغېزناک روان دی او د اروپايي کمېسیون، نړیوالو بنسټونو او بېلابېلو هېوادونو مشران پکې فعاله ونډه لري.

هغه د هغو لومړیو مېرمنو مننه هم کړې چې د اوکرایني ماشومانو د خوشې کېدو او بېرته ستنېدو په برخه کې همکاري کوي.

سپینې ماڼۍ ایلان ماسک او کوک ته بلنه ور کړې چې د ټرمپ د چین د سفر ملګري شي

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۱۷:۳۳ GMT+۱
سپینې ماڼۍ ایلان ماسک او کوک ته بلنه ور کړې چې د ټرمپ د چین د سفر ملګري شي
100%

سپینې ماڼۍ د ټېسلا مشر ایلان ماسک او د اپل شرکت اجرایه رییس ټیم کوک ته بلنه ورکړې چې چین ته د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د تلونکي پلاوي ملتیا وکړي.

د بلومبرګ د راپور له مخې، په دغه پلاوي کې د امریکا د سترو مالي او ټکنالوژۍ شرکتونو یو شمېر مشران هم شامل دي، څو د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره د ټرمپ د لیدنې پر مهال د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.

راپور زیاتوي چې دغه سوداګریز مشران ددې لپاره ځي چې د امریکا او چین ترمنځ د سوداګریزو هوکړو او پانګونې نوي فرصتونه رامنځته شي.

رویټرز ویلي، چې یادو شرکتونو تر اوسه په دې اړه رسمي تبصره نه ده کړې.

چینايي رسنیو هم اعلان کړی چې ډونالډ ټرمپ به د مې له ۱۳مې تر ۱۵مې پورې چین ته رسمي سفر وکړي.

ټرمپ: په ایران کې «لېونیان» غواړي جګړه وغځیږي

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۱۷:۲۲ GMT+۱
ټرمپ: په ایران کې «لېونیان» غواړي جګړه وغځیږي
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې په ایران کې «لیوني کسان» غواړي جګړه دوام ومومي، خو ټینګار یې کړی چې «ایران هېڅکله اټومي وسله نه شي لرلای، ځکه دا به ټول منځنی ختیځ او اسراییل له سخت ګواښ سره مخ کړي».

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې یوې خبري ناستې ته وویل چې ایران لومړی له امریکا سره د یورانیمو د بډاینې په اړه هوکړه کړې وه، خو وروسته یې خپل دریځ بدل کړ او دا موضوع یې د رسمي سند برخه ونه ګرځوله.

ټرمپ خبرداری ورکړ چې که جګړه رامنځته شي، دا به ډېره لنډه جګړه وي.

ټرمپ زیاته کړې چې د ایران له لوري استول شوی وړاندیز څو ورځې وځنډېده، حال دا چې د هغه په وینا دا کار په ډېر لږ وخت کې کېدای شوای.

ټرمپ ویلې چې ایران ژمنه کړې وه چې د اوږدې مودې لپاره به اټومي وسلې جوړې نه کړي، خو د هغه په وینا، اصلي ستونزه دا ده چې هغوی نتیجه نه شي ترلاسه کولای ځکه په ایران کې دننه د اټومي سیاست په اړه د نظر اختلاف شته؛ یو شمېر کسان د خبرو ملاتړي دي خو یو شمیر نور غواړي چې جګړه وغځیږي

هغه په خپلو خبرو کې ویلي چې ایران له کورنیو ستونزو سره مخ دی.

لبنان له امریکا غوښتي چې اسراییل له بریدونو او د کورونو له نړولو را وګرځوي

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۱۵:۱۵ GMT+۱
لبنان له امریکا غوښتي چې اسراییل له بریدونو او د کورونو له نړولو را وګرځوي
100%

د لبنان ولسمشر له امریکا غوښتي چې پر اسراییل فشار زیات کړي چې اوربند مراعات وکړي او په جنوبي لبنان کې بریدونه او د کورونو نړول ودروي. د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې یوازې په تېرو درې ورځو کې د اسراییلي بریدونو له امله ۷۴ کسان وژل شوي.

د حزب‌الله او اسراییل ترمنځ شخړې د مارچ له دویمې نېټې بیا پیل شوې او له هغه وخت راهیسې په ځانګړي ډول په جنوبي لبنان کې دوام لري.

د لبنان ولسمشر جوزف عون له امریکايي سفیر سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې پر اسراییل باید فشار راوستل شي څو پوځي عملیات او د کورونو ویجاړول ودروي.

ټاکل شوې چې د لبنان او اسراییل د استازو ترمنځ د خبرو درېیم پړاو په واشنګټن کې ترسره شي، چې موخه یې د کړکېچ کمول دي.

ټرمپ د سولې وړاندیز په ځواب کې د ایران غوښتنې په چټکۍ رد کړې

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۱۳:۰۹ GMT+۱
ټرمپ د سولې وړاندیز په ځواب کې د ایران غوښتنې په چټکۍ رد کړې
100%

ټرمپ د امریکا د سولې وړاندیز ته د ایران ورکړل شوی ځواب په چټکۍ رد کړی. ایران ویلي چې جګړه باید په ټولو جبهو کې پای ته ورسېږي او امریکا د جګړې د زیانونو جبران ور کړي. تهران په هرمز تنګي کې پر خپل حاکمیت ټینګار کړی او له امریکا یې غوښتي چې سمندري بندیز پای ته ورسوي.

خو ټرمپ د ایران دا وړاندیز «په بشپړه توګه د نه منلو وړ» وباله او رد یې کړ.

د راپورونو له مخې، د امریکا وړاندیز دا و چې لومړی جګړه ودرول شي او وروسته د ایران د اټومي پروګرام په ګډون پر نورو ناندریزو موضوعاتو خبرې وشي.

ایراني چارواکو بیا د خپل دریځ دفاع کړې او ویلي یې دي چې د جګړې پای، د امریکا د بندیزونو ختمېدل او د کنګل شویو ایراني شتمنیو ازادول ددوی روا غوښتنې دي.