په سوات کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۱۱ کسان مړه شوي

د خیبرپښتونخوا په سوات کې کندې ته د یوه موټر د اوښتو پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي. ځایي چارواکي وایي، دغه موټر له مالم جبې ګنجیر ته روان و.

د خیبرپښتونخوا په سوات کې کندې ته د یوه موټر د اوښتو پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي. ځایي چارواکي وایي، دغه موټر له مالم جبې ګنجیر ته روان و.
د ژغورنې اداره وایي، د پېښې ټپیان یې روغتون ته لېږدولي دي.

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې په ایران کې د حکومت کمزوري کېدل یا سقوط کولی شي په سیمه کې د دغه هېواد د نیابتي ځواکونو د شبکې د پاشل کېدو لامل شي، خو دا بدلون حتمي نه دی.
نوموړي دا څرګندونې د امریکایي ټلویزیوني خپرونې «۶۰دقیقې» سره په یوه مرکه کې کړې دي. هغه وویل: «ممکنه ده؟ هو. تضمین شوی دی؟ نه.»
د هغه دا لومړنۍ تلویزیوني مرکه له یوې امریکایي رسنۍ سره وروسته له هغه کړې چې د ایران پر وړاندې وروستۍ جګړه پیل شوې وه. هغه زیاته کړه چې دغه جګړه که څه هم «سترې لاسته راوړنې» لري، خو لا پای ته نه ده رسېدلې.
د هغه په وینا، د ایران د اټومي پروګرام ځینې برخې لا هم پاتې دي چې باید له منځه یوړل شي، په ځانګړي ډول غني شوي یورانیم، د غني کولو تاسیسات، د بالستیک توغندیو پروګرام او د نیابتي ځواکونو ملاتړ.
نوموړي وویل: «موږ ډېر څه کمزوري کړي، خو ټول نه دي ختم شوي او لا هم کار ته اړتیا ده.»
نتنیاهو ټینګار وکړ چې د ایران د اټومي او پوځي وړتیاوو مهارول د اسراییل لپاره لا هم اساسي هدف پاتې دی، او د هغه په وینا د جګړې پای لا نه دی معلوم.
د خيبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د تېرې شپې په وسله وال بريد کې د ۱۵ پاکستاني پوليسو د وژلو وروسته سيمه ييز پوليس مشر (ډي ای جي) سجاد خان ویلي، چې «د وژل شويو هر يوه پوليس په بدل کې به یې لس کسان ووژنو».
په بنو ولسوالۍ کې د می ۹مې پر شپه د پوليسو په يوه پوسته وسله وال بريد کې ۱۵ سرتيري وژل شوي او درې ټپپان شوي وو.
د «اتحادالمجاهدين» په نوم يوې وسلوالې ډلې د دې بريد مسوليت پر غاړه اخيستی دی.
د خيبرپښتونخوا د پوليسو مشر (ای جي) ذوالفقار چيمه د دوشنبې په ورځ بنو ته سفر کړی، پر پوليس پوسته د بريد بشپړ راپور یې غوښتی او په سيمه کې یې په پراخه کچه د عملياتو امر کړی دی.
هغه د پوليس افسرانو او سرتېرو ته په وينا کې وويل، «د بنو پوليسو د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې تل په لومړي سر کې رول روبولی او قربانۍ یې ورکړي دي».
همداراز هغه زياته کړه، «د پوليس د وينې د يو، يو څاڅکي داسې حساب به واخلي چې د ترهګرو نسلونه به یې ياد وساتي».
د خيبرپښتونخوا اعلی وزير سهيل اپريدي، د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف او نورو لوړ پوړو دولتي مشرانو دغه بريد غندلی، او ويلي یې دي، د خيبرپښتونخوا د پوليسو قربانۍ به هېرې نه کړي.
نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې د ایران او امریکا ترمنځ د سولې پر طرحې د توافق نهرامنځته کېدو وروسته، د تیلو نړیوالې بیې لوړې شوي او د ونډو د بازار د راتلونکو معاملو ارزښت راټیټ شوی دی.
د راپور له مخې، د برنټ خام تیل، چې د نړۍ د نفتو مهم معیار بلل کېږي، د یکشنبې په ماښام تر درې سلنه ډېر لوړ شوی او د هر بېرل بیه یې له ۱۰۴ډالرو اوښتې ده.
همداراز د امریکا د نفتو معیار «وېسټ ټېکساس انټرمیډیټ» هم تر درې سلنه زیات لوړ شوی او د هر بېرل بیه یې له ۹۸ډالرو لوړه شوې ده.
نیویارک ټایمز لیکلي، چې د تیلود بیو له لوړېدو سره سره، په امریکا کې د پټرولو بیه شاوخوا یو سنټ راکمه شوې او د عادي پټرولو د هر ګیلن اوسطه بیه ۴.۵۲ډالرو ته رسېدلې ده.
د راپور له مخې، د ایران د جګړې له پیل راهیسې په امریکا کې د پټرولو بیې ۵۲سلنه لوړې شوې دي.
ورځپاڼې زیاته کړې چې د پټرولو بیې معمولاً د خامو نفتو له بازار سره هممهاله بدلون نه کوي او زیاتره وخت د نرخونو د لوړېدو یا ټیټېدو اغېز څو ورځې وروسته څرګندېږي.
په ورته وخت کې د ډیزلو اوسطه بیه هم د یکشنبې په ورځ پر ۵.۶۵ډالرو ثابته پاتې شوې، خو د جګړې له پیل راهیسې یې شاوخوا ۵۰سلنه زیاتوالی کړی دی.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت پر متحده عرب امارات، قطر او کویټ د بریدونو غندنه کړې او دا یې د دغو هېوادونو د خاورې او ځمکنيو اوبو پر ضد «خیانتکارانه هدف ګرځول» بللي دي.
د اماراتو دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، د سعودي بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ریاض د خلیج د «وروڼو هېوادونو» له ټولو هغو اقداماتو ملاتړ کوي چې د خپل امنیت او ثبات د خوندي کولو لپاره یې ترسره کوي.
سعودي عربستان همداراز د خلیج هېوادونو پر خاورې او ځمکنيو اوبو د «ښکاره تېریو» د سمدستي بندېدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د هرمز تنګی د تړلو یا په نړیوالو اوبیزو لارو کې د ګډوډۍ هر ډول هڅې باید ودرول شي.
ریاض په ورته وخت کې د نړیوالو سمندري لارو د خوندیتوب پر اهمیت هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د نړیوالو قوانینو له مخې باید د سمندري تګراتګ ازادي خوندي پاتې شي.
د عوامي نشنل ګوند مشر ايمل ولي خان په خېبرپښتونخوا کې د روانې ناامنۍ څپې ته په غبرګون کې ويلي، دلته چې څوک په ناامنۍ کې لاس لري او کوي یې، «د پاکستان حکومت د دې هر یوه ترهګر په اړه معلومات لري».
ایمل ولي په یوه خپور کړي ويډيویي پیغام کې ویلي، د هر ترهګر «څېره، د هغه پناه ځای، له کومه راځي او چېرته ځي هر څه معلوم دي. دا خلک له بهر څخه نه دي راغلي».
هغه د پاکستان د پوځي او استخباراتي ادارو د نوم اخستلو پرته وويل، دا «هم د دوی خپل دي، چې خپله یې روزلي دي. نن دا ترهګر په ټول ايالت کې ازادانه ګرځي، حتی چې د حیاتاباد (پېښور) په څېر حساسه سیمه کې هم د دوی ویډیوګانې مخې ته راغلې دي». چې هلته ګرځي.
همداراز په يوه بل پیغام کې ايمل ولي خان بنو کې د پوليسو په پوسته د بريد په اړه وويل، ««پر یوه خوا په ټول هېواد کې جشن نمانځل کېږي، حال دا چې پر بله خوا له بنو څخه راتلونکې خبرونه او ویډیوګانې روښانه کوي چې د پښتنو ژوند د پاکستان لپاره څومره ارزښت لري.»
هغه وويل، «موږ په تکرار سره غوښتنه کوو چې د ترهګرۍ د عفریت د ختمولو لپاره دې جدي ګامونه پورته شي، خو نن هم د فدرالي او ایالتي حکومتونو مسوولان یو پر بل تورونه ولګوي، او موږ به جسدونه اوچتوو».
ايمل ولي خان د پاکستان او هند ترمنځ له جګړې وروسته د پاکستان له لوري د می پر ۹مه د «معرکه حق» د لومړي کال نمانځلو په ترڅ کې وويل، «پښتانه هم جشن نمانځل غواړي، خو یو د حقیقت او پخلاينې کمېسیون دې جوړ شي څو لږ تر لږه موږ (پښتانه) خپل قاتلان وپېژنو چې په تېرو ۵۰ کلونو کې زموږ وژنې چا وکړې؟».
د خيبرپښتونخوا په بنو ایالت کې د مې د ۹مې پر شپه پر پوليس پوسته ځانمرګی وسله وال بريد شوی، ۱۵ سرتيري یې پکې وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
د «اتحادالمجاهدين» په نوم يوې وسلوالې ډلې د دې بريد مسوليت پر غاړه اخيستی دی.