• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اتمر له لاهه محکمې وغوښتل چې په افغانستان کې د پاکستان د «جنګي جنایتونو» په اړه څېړنه وکړي

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۹:۵۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۲۲:۰۳ GMT+۱

د تېر نظام د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر د جرمونو له نړیوالې محکمې او د بشري حقونو له نړیوالو بنسټونو وغوښتل، چې د هغه څه په اړه چې ده «په افغانستان کې د پاکستان د پوځ جنګي جنایتونه» بللي، سمدستي او خپلواکې څېړنې وکړي.

محمد حنیف اتمر د سې‌شنبې په ورځ (د غويي ۲۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه په کابل کې د روږدو د درملنې پر یوه مرکز برید «د افغانستان او نړۍ په معاصر تاریخ کې یو له تر ټولو وحشیانه او بې‌ساري جنګي جنایتونو څخه» وباله.

اتمر ټینګار کړی، چې د لاهه محکمه، په ځانګړې توګه د دې محکمې څارنوال کریم خان، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی او د دغه سازمان د بشري حقونو شورا باید سمدلاسه د دې بریدونو په اړه څېړنه وکړي.

هغه خبرداری ورکړ: «د دې جنایت پر وړاندې چوپتیا، د بشریت په حق کې یوه تاریخي جفا ده، چې نه‌ښايي د دوی په نوم ثبت شي.» هغه زیاته کړه، چې افغان ولس د «امید» روغتون د قربانیانو لپاره د عدالت او بشپړ ځواب ویلو غوښتونکی دی.

د تېر کال د کب د ۲۵مې په ماښام، پاکستاني جېټ الوتکو د «غضب للحق» عملیاتو په چوکاټ کې د کابل په ختیځ کې د روږدو د درملنې اړوند پر «امید» مرکز بمباري وکړه. دغه مرکز له ۲۰۱۶ کال راهیسې د روږدو د درملنې د یوه تر ټولو لوی مرکز په توګه چې شاوخوا د دوه زره ناروغانو ظرفیت یې درلود، فعالیت کاوه.

ملګرو ملتونو د پاکستان په دې هوايي بمباریو کې د ۲۶۹ ملکي وګړو وژنه او د ۱۲۲ نورو ټپي کېدل تایید کړي، خو طالبانو بیا د یادې پېښې د وژل شویو شمېر څه باندې ۴۰۰ ښودلی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان او د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان یاد برید غیرقانوني، نابرابر او احتمالي جنګي جنایت بللی او د خپلواکو څېړنو او ځواب وینې غوښتنه یې کړې ده.

طالبانو د پاکستان یاد برید د ناروغانو او ملکي وګړو قصدي ډله‌ییزه وژنه بللې او هغه یې له نړیوالو بشرپالو قوانینو ښکاره سرغړونه ګڼلې ده. د طالبانو چارواکو ټینګار کړی، چې د «امید» روغتون یوازې یو روغتیايي مرکز و او له پوځي مرکزونو سره یې هیڅ تړاو نه درلود.

پاکستان بیا ادعا لري، چې هدف یې له تحریک طالبان پاکستان سره تړلي پوځي تاسیسات، د مهماتو ډیپوګانې او نورې زیربناوې وې او په مستقیم ډول روغتیایی مرکز نه‌دی ویشتل شوی.

•
•
•

نور کیسې

سمېع سادات: د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه لا پراخېدلی او اوږدېدای شي

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۹:۴۱ GMT+۱

د متحدې جبهې مشر جنرال سمېع‌ سادات ویلي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روانې شخړې د پایته رسېدو لپاره تګلاره نه‌شته او د پاکستان د پالیسیو تناقضات جګړه اوږدوي. د نوموړي په وینا، اسلام‌اباد ۲۰ کاله طالبان پیاوړي کړل، خو له ۲۰۲۱ کال وروسته دا تګلاره پر ستراتیژیکو ستونزو بدله شوې.

جنرال سمېع سادات د سې‌شنبې په ورځ (د غويي ۲۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې تحریک طالبان پاکستان بیا منسجم شوی او په خیبر پښتونخوا کې یې بریدونه زیات کړي او هم‌مهاله د بلوچستان ازادي‌پالو عملیات پراخ شوي دي. د هغه په وینا، د بلوچستان ازادي‌پالو بریدونه پر پوځي تاسیساتو، لویو لارو او د چین پر «سېپیک» پروژې متمرکز دي او پر ډیورند کرښه نښتو د پاکستان او طالبانو ترمنځ بې‌باوري ژوره کړې ده.

سادات ادعا کړې، چې د پاکستان د امنیتي جوړښت دننه ښکاره درز رامنځته شوی؛ د پوځ یو برخه، طالبان او ټي‌ټي‌پي‌ د خپل ملي امنیت لپاره نېغ په نېغه ګواښ ګڼي او پر وړاندې یې د پوځي اقدام غوښتنه کوي، خو د ای‌اېس‌ای او مذهبي شبکو یوه برخه لاهم طالبان د سیمه‌ییز نفوذ وسیله بولي. ده زیاته کړې، دغه تناقض «یوې ځان-ځپونکې تګلارې» ته لار هواره کړې، چې «یو میاشت بمبارۍ کوي او بله میاشت د ګډې همکارۍ لارې لټوي».

د سادات په بارو، چې له دې ضدونقیض چلند څخه درنې اغېزې زیږېدلې دي. هغه وایي: «د پاکستان سرتېرو سلګونه تلفاتو، پر سیپیک او چینایي پروژو پرله‌پسې بریدونو، د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ناامنيو، اقتصادي کمزوري او سیاسي بېلوالی رامنځته کړی دی».

سادات ټینګار کړی، چې «پاکستان نه‌شي کولای افراطیت ودروي» او له اسلام‌اباد څخه یې غوښتي چې د ایډیالوژیکو پروژو پر ځای د دولت پر منافعو ولاړه واحده ملي تګلاره غوره کړي.

سادات همدارنګه له نړیوالې ټولنې، سیمه‌ییزو قدرتونو او د طالبانو ضد افغاني قوتونو غوښتي، چې د طالبانو دوامداره واکمنۍ ته یوازې د افغانستان د کورنۍ موضوع په سترګه ونه‌ګوري.

د هغه په وینا، که سیاسي اصلاحات، سیمه‌ییزه همکاري او د افغانستان په اړه بشپړ ستراتیژیک بدلون رامنځته نه‌شي، شخړه به له پولو واوړي او د کلونو لپاره به ټولې سیمې ته د بې‌ثباتۍ څپه خپره کړي.

محمود خان اڅکزي د پاکستان د ژغورنې لپاره د لنډمهالي حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه | افغانستان انټرنشنل پښتو

دا په داسې حال کې ده، چې همدا دوه ورځې مخکې د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي د پاکستان ژغورنې لپاره د «اڅکزي فورمول» په وړاندې کولو سره په دغه هېواد کې د لنډ مهالي حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه. هغه د ټولو سیاسي بندیانو پر خوشې کېدو له ټينګار سربېره ویلی، چې وسله‌وال ځواکونه باید له سیاسي چارو واېستل شي.

یونېسف: د ماشوم د ودې او تغذیې لپاره د ژوند لومړۍ ۱۰۰۰ ورځې خورا مهمې دي

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۹:۰۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق وایي، د ماشوم د ودې لومړنۍ ۱۰۰۰ ورځې د تغذیې له پلوه تر ټولو مهم پړاو دی. یونېسف زیاتوي، په زابل، کونړ، سمنګان او بادغیس ولایتونو کې، چې د خوارځواکۍ کچه په‌کې له نورو ځایونو لوړه ده، ۶۶ زره کورنیو ته د تغذیې لپاره نغدي مرستې ورکول کېږي.

یونېسف ویلي، چې دا نغدي مرستې په دښتو او سختې لوږې ځپلو سیمو کورنیو ته د خوراکي اړتیاوو په پوره کولو کې عملي مرستې برابروي. د دې پروګرام مالي ملاتړ د اسیا پرمختیایي بانک له خوا کېږي. د یاد سازمان په وینا، کورنۍ کولای شي د خپلو ماشومانو لپاره اړین مغذي او نور اړین توکي وپېري.

دغې ادارې ټینګار کړی، چې د خوارځواکۍ د لوړې کچې لرونکي ولایتونه د لومړیتوب پر بنسټ ټاکل شوي او د نغدي مرستو وېش به د شفافو میکانیزمونو له لارې ترسره شي. یونېسف زیاته کړې، چې د مرستو تمرکز پر هغو کورنیو دی، چې کوچني ماشومان لري.

یونېسف همدارنګه زیاتوي، چې د نغدي مرستو تر څنګ د پوهاوي او د تغذیې په تړاو د سلا مشورو ورکړې خدمات هم وړاندې کېږي، څو کورنۍ وکولای شي د ماشوم د ژوند په لومړیو میاشتو کې د مناسبې تغذیې لارې چارې عملي کړي. د دې پروګرام موخه د خوارځواکۍ د کچې راټیټول او د ماشومانو د ودې او روغتیا د شاخصونو ښه کول بلل شوي دي.

یونیسف: په ۲۰۲۶ کال کې به ۱،۳میلیونه افغان ماشومانو ته د خوارځواکۍ درملنیز خواړه ورسوو | افغانستان انټرنشنل پښتو

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) تر دې مخکې په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د سختې خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې لپاره به په ۲۰۲۶ کال کې ۱،۳ میلیونه افغان ماشومانو ته حیاتي او درملنیز خواړه ورسوي، څو د خوارځواکۍ له جدي اغېزو وژغورل شي.

محمد صادق د استرالیا له ترهګرۍ ضد سفیرې سره افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر موجودیت خبرې کړي

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۹:۰۰ GMT+۱

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، چې د استرالیا د ترهګرۍ ضد برخې له سفیرې مېرمن ګېما هاګینز سره یې د افغانستان د امنیتي وضعیت او په دغه هېواد کې د «مېشتو» ترهګرو ډلو په اړه خبرې کړې دي. طالبانو په وار وار افغانستان کې د ترهګریزو سازمانونو حضور رد کړی دی.

محمد صادق د سې‌شنبې په ورځ (د غويي ۲۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د شاوخوا ۲۰ هېوادونو اړوند د ترهګرو ډلو د موجودویت په اړه خبرې کړې دي. د هغه په خبره، دغه ډلې نه یوازې د سیمې هېوادونو، بلکې نړیوالې ټولنې ته هم ګواښ پېښوي.

هغه په دې کتنه کې د استرالیا له حکومت څخه د هغې وروستۍ پرېکړې له امله هم مننه کړې، چې د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بي‌اېل‌اې) یې د ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړی دی.

طالبانو په تکرار سره افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت او حضور رد کړی او دا یې ویلي، چې د افغانستان خاوره به هېڅکه د نورو هېوادونو پر وړاندې ونه‌کارول شي او همداراز یې دعا کړې، چې داعش په پاکستان کې پټنځایونه لري او له پاکستان څخه یې غوښتي چې، پر وړاندې یې اقدام وکړي.

ننګرهار کې د‌ طالبانو والي په امر د خښتو بټۍ د نرخنامې د مراعت کولو په شرط پرانېستل شوې

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۸:۱۵ GMT+۱

په ننګرهار کې د‌ طالبانو ولایتي رسنیز دفتر د سې‌شنبې په ورځ ویلي، چې په دې ولایت کې د خښتو بټۍ د نوې ټاکل شوې نرخنامې د مراعت کولو په شرط بېرته پرانېستل شوې دي. د راپور له‌مخې، دا پرېکړه په ننګرهار کې د طالبانو د والي په لارښوونه او د ښاري محکمې د حکم له صادرېدو وروسته شوې ده.

د طالبانو د بيو کنټرول او احتکار مخنیوي کميسيون مشر عبدالله ساجد ویلي، چې د خښتو بټیو مالکانو له دوی سره په لیکلې بڼه ژمنه کړې، چې د طالبانو د قوانینو، اصولو او مقرراتو اطاعت به کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د «خښټو ټولنې خپلسری مشر» وروسته له هغې خوشې شو، چې ده او د اتحادیې غړو یې نوې نرخنامه ومنله او ژمنه یې وکړه، چې په راتلونکي کې به له سرغړونو ډډه کوي.

طالبانو په ننګرهار کې د خښتو بټیو ټولنې مشر له نرخنامې د سرغړونې په تور نیولی | افغانستان انټرنشنل پښتو

د کميسيون په وینا، د بټیو مالکانو ژمنه کړې، که هر څوک اصول له پامه غورځوي، قانوني مسوولیت به د هماغه سرغړونکي پر غاړه وي.

همدارنګه ویل شوي، چې په نږدې وخت کې به د طالبانو عدلیې ریاست تر چتر لاندې د خښتو بټیو منظمه اتحادیه جوړه شي څو د بټیو چارې د مشخصو اصولو له مخې پر مخ ولاړې شي.

د معلوماتو له مخې، د نوې نرخنامې پر بنسټ د زر لومړۍ درجې خښتو بیه درې زره او درې سوه افغانۍ ټاکل شوې ده. د ادارو په باور، د نرخنامې تطبیق به د بازار ثبات او د احتکار مخنیوي کې مرسته وکړي. تر دې مخکې ځایي اوسېدونکو شکایت کړی وو، چې د خښتو بیې په په سارې توګه لوړې شوې دي.

دخوړو نړیوال پروګرام له افغان زیانمنو کسانو سره د خپلو مرستو پر دوام ټینګار کړی

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۷:۲۹ GMT+۱

د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) له مسوولانو سره په لیدنه کې د افغانستان د محلي اقتصاد د پیاوړتیا، له اړمنو کورنیو سره د مرستو او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په اړه خبرې کړې دي.

یادې ادارې ویلي، په دې لیدنه کې حنفي ټینګار کړی چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو کسانو ته باید ځانګړې پاملرنه وشي او راستنو شویو افغانانو ته د کار زمینې برابرې شي.

هغه همدارنګه ویلي چې د هېواد دننه له موجودو ظرفیتونو څخه باید په اغېزناک ډول ګټه واخیستل شي.

د خبرپاڼې له مخې، د خوړو نړیوال پروګرام اجرایي مرستیال کارل سکاو ډاډ ورکړی چې اداره به یې په افغانستان کې له زیانمنو شویو کورنیو او د خوارځواکۍ له ستونزې سره مخ ماشومانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ترویج لرونکی

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل
۱

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل

۲

د پېښور سترې محکمې افغانستان ته د شړل شوې پاکستانۍ مېرمنې د بېرته ستنولو غوښتنه کړې

۳
ځانګړی

طالبان په کابل کې پر عامو خلکو د نوري فایبر انټرنېټ خدمتونه قطع کوي

۴

د طالبانو ادعا؛۶کاله وروسته به د ګاونډیو هېوادونو ناروغان د درملنې لپاره افغانستان ته راځي

۵
څېړنیز راپور

سخت دریځي سني پاله طالبان ولې له ایراني شیعه رژیم سره ملګرتیا پالي؟