سهیل اپریدي: عمران خان او د هغه مېرمن باید سمدستي روغتون ته ولېږدول شي
د خيبرپښتونخوا اعلی وزير سهيل اپريدي او د تحریک انصاف ګوند د بنسټګر عمران خان خويندو په سمدستي ډول روغتون ته د درملنې لپاره د عمران خان او د هغه د میرمنې د لېږدولو غوښتنه وکړه. اپریدي ګواښ وکړ، که تر یوې اونۍ روغتون ته ونهلېږدول شي، نو «بیا به له سخت چلند سره راشو».
سهيل اپريدي د سېشنبې په ماخوستن د پېنډۍ د اډياله زندان مخې ته له رسنيو سره خبرو کې وويل، «موږ غوښتنه کوو چې عمران خان او د هغه مېرمن بشری بي بي دې سمدستي روغتون ته ولېږدول شي او د هغوی د کورني او شخصي معالجو تر څارلاندې دې یې علاج ترسره کړل شي».
هغه وويل، دا د هغوی اساسي قانوني حق دی او ګواښ یې وکړ، که تر راتلونکې سېشنبې ورځې پورې عمران خان د درملنې لپاره روغتون ته ونه لېږدول شي نو «موږ به له دې په زيات سخت چلند راشو». هغه د «سخت چلند» د څرنګوالي په تړاو وویل، دا «سخت چلند» به هغه وخت معلوم شي.
د نوموړي په وینا، د عمران خان خويندې نن هم له هغه سره ليدو ته نهدي پرېښودل شوي او همداراز د عمران خان خويندو غوښتنه وکړه، چې د ورور درملنه یې د هغه له خپل معالج سره وشي او پر حکومت په نیوکو سره څرګنده کړه، چې له عمران خان سره تبعيضي چلند روان دی.
خو حکومت له دې وړاندې دغه تورونه رد کړي او ويلي يې دي، عمران خان چې کله ناروغه شوی روغتون ته لېږدول شوی دی.
بل لور ته په خواله رسنيو پر سهيل اپريدي نيوکې شوي، چې په خپله ايالت کې یې ناامني روانه ده او د سېشنبې په ورځ پېښور کې د امن لپاره پر خيبر لاريون کوونکو پوليسو اوښکې بهيونکي ګاز شیندلي او اعلی وزير د اډياله مخې ته د خپل ګوند له بنسټګر سره لیدنې ته په تمه ناست دی.
هغه په دې کتنه کې د استرالیا له حکومت څخه د هغې وروستۍ پرېکړې له امله هم مننه کړې، چې د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بياېلاې) یې د ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړی دی.
طالبانو په تکرار سره افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت او حضور رد کړی او دا یې ویلي، چې د افغانستان خاوره به هېڅکه د نورو هېوادونو پر وړاندې ونهکارول شي او همداراز یې دعا کړې، چې داعش په پاکستان کې پټنځایونه لري او له پاکستان څخه یې غوښتي چې، پر وړاندې یې اقدام وکړي.