• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رانا ثنا‌الله: په افغانستان کې ۸ زره روزل شوي «بې‌لارې» کسان پاکستان کې پر بریدونو بوخت دي

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۲۲:۱۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۰۰:۰۶ GMT+۱

د پاکستان د لومړي وزیر سیاسي سلاکار رانا ثناالله د دغه هېواد په سنا کې ادعا کړې، چې له ۷ تر ۸ زرو «بې‌لارې» شوي کسان په افغانستان کې له ترهګریزې روزنې ترلاسه کولو وروسته په پاکستان کې بریدونه کوي. هغه همداراز ادعا کړې، په افغانستان کې دغه چاره د هند او اسراییل په ملاتړ کېږي.

د پاکستان د لومړي وزیر سیاسي سلاکار رانا ثناالله د دغه هېواد په سنا کې ادعا کړې: «له ۷ څخه تر اتو زرو پورې بې لارې شوي کسان په افغانستان کې د هند او اسراییل له تمویل سره ترهګریزې روزنې ترلاسه کوي او په پاکستان کې بریدونه ترسره کوي».

رانا ثناالله زياته کړه، «لومړي وزیر شهباز شریف روښانه کړې، چې افغانستان باید د پاکستان او ترهګرۍ تر منځ یو انتخاب کړي».

هغه وویل چې، پاکستان به تر هغه وخته پورې په افغانستان کې د ترهګرو د روزنیزو کمپونو او پټنځایونو په نښه کولو ته دوام ورکړي، څو دا وبا له منځه ولاړه شي.

پاکستان له اوږدې مودې راهیسې دا تور لګوي چې، د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ لپاره کارو کېږي، خو طالبان د پاکستان دغه تور ردوي او وايي، پاکستان کې ناامني د دغه هيواد کورنۍ ستونزه ده.

د یادونې وړ ده، چې د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ په قطر، ترکیې، سعودي عربستان او چین کې پر لپسې خبرو تر اوسه څه پایله نه‌ده ورکړې او دواړه لوري لا هم لاس په ماشه دي، پر افغانستان د پاکستان بریدونه لا هم روان دي او د یوناما په وینا، د دغو بریدونو قرباني عام ولس دی.

ترویج لرونکی

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل
۱

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل

۲

د پېښور سترې محکمې افغانستان ته د شړل شوې پاکستانۍ مېرمنې د بېرته ستنولو غوښتنه کړې

۳
ځانګړی

طالبان په کابل کې پر عامو خلکو د نوري فایبر انټرنېټ خدمتونه قطع کوي

۴

د طالبانو ادعا؛۶کاله وروسته به د ګاونډیو هېوادونو ناروغان د درملنې لپاره افغانستان ته راځي

۵
څېړنیز راپور

سخت دریځي سني پاله طالبان ولې له ایراني شیعه رژیم سره ملګرتیا پالي؟

•
•
•

نور کیسې

سهیل اپریدي: عمران خان او د هغه مېرمن باید سمدستي روغتون ته ولېږدول شي

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۲۰:۵۱ GMT+۱

د خيبرپښتونخوا اعلی وزير سهيل اپريدي او د تحریک انصاف ګوند د بنسټګر عمران خان خويندو په سمدستي ډول روغتون ته د درملنې لپاره د عمران خان او د هغه د میرمنې د لېږدولو غوښتنه وکړه. اپریدي ګواښ وکړ، که تر یوې اونۍ روغتون ته ونه‌لېږدول شي، نو «بیا به له سخت چلند سره راشو».

سهيل اپريدي د سې‌شنبې په ماخوستن د پېنډۍ د اډياله زندان مخې ته له رسنيو سره خبرو کې وويل، «موږ غوښتنه کوو چې عمران خان او د هغه مېرمن بشری بي بي دې سمدستي روغتون ته ولېږدول شي او د هغوی د کورني او شخصي معالجو تر څارلاندې دې یې علاج ترسره کړل شي».

هغه وويل، دا د هغوی اساسي قانوني حق دی او ګواښ یې وکړ، که تر راتلونکې سې‌شنبې ورځې پورې عمران خان د درملنې لپاره روغتون ته ونه لېږدول شي نو «موږ به له دې په زيات سخت چلند راشو». هغه د «سخت چلند» د څرنګوالي په تړاو وویل، دا «سخت چلند» به هغه وخت معلوم شي.

د نوموړي په وینا، د عمران خان خويندې نن هم له هغه سره ليدو ته نه‌دي پرېښودل شوي او همداراز د عمران خان خويندو غوښتنه وکړه، چې د ورور درملنه یې د هغه له خپل معالج سره وشي او پر حکومت په نیوکو سره څرګنده کړه، چې له عمران خان سره تبعيضي چلند روان دی.

خو حکومت له دې وړاندې دغه تورونه رد کړي او ويلي يې دي، عمران خان چې کله ناروغه شوی روغتون ته لېږدول شوی دی.

بل لور ته په خواله رسنيو پر سهيل اپريدي نيوکې شوي، چې په خپله ايالت کې یې ناامني روانه ده او د سې‌شنبې په ورځ پېښور کې د امن لپاره پر خيبر لاريون کوونکو پوليسو اوښکې بهيونکي ګاز شیندلي او اعلی وزير د اډياله مخې ته د خپل ګوند له بنسټګر سره لیدنې ته په تمه ناست دی.

د پاکستان په کراچۍ کې د نشه‌يي توکو د یوې شبکې مشره نیول شوې

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۲۰:۱۳ GMT+۱

د پاکستان د سند د کراچۍ ښار پولیسو د سې‌شنبې په ورځ وويل، هغه ښځه یې نیولې، چې د ښار له تر ټولو منظمه د نشه‌يي توکو شبکې مشري یې کوله. دغه تورنه ښځه «انمول» نوميږي، خو په «پنکي» مشهوره ده.

د کراچۍ پولیسو د سې‌شنبې په ورځ (د غويي ۲۲مه) وويل، پنکي د ښار د ګارډن سیمې په یوه اپارتمان کې د ګډو عملیات په پایله کې نیول شوې ده. پلټونکي ادعا کوي، چې هغې د کوکاین د پروسس یوه پرمختللې او همداراز د نشه‌يي توکو د وېشنې ډلې مشري کوله او اړیکې یې له کراچۍ ورهاخوا لاهور، اسلام‌اباد او نورو ښارونو ته غځېدلې وې.

د اېکسپرېس ټريبيون د راپور له‌مخې، دغې ښځې پوليسو ته په لومړنیو خبرو کې ویلي، چې د هغې په مشتریانو کې د شتمنو سیمو زده‌کوونکي او همدارنګه با نفوذه او لوړپوړي اشخاص شامل وو.

پنکي د سې‌شنبې په ورځ محکمې ته په داسې حال کې چې لاسونه یې نه‌وو تړل شوي، وړاندې شوه او محکمې هم د دغې شبکې د لا ښې ارزونې په موخه پولیسو ته امر کړی چې په توقیف کې یې وساتي او خپلو څېړنو ته دوام ورکړي.

له دې سره سم، دا چې یاده تورنه د لاسونو له تړل کېدو یا ولچک کېدو پرته محکمې ته وړاندې شوه وه، نو د کراچۍ د پولیسو مشر جاوېد عالم په یاده چاره کې د بې‌غورۍ له امله د قضیې د اړوند افسر او کارکوونکو دندې یې وځنډولې.

خوشحال کاکړ: د ډیورند کرښې په تړاو پرېکړه د وړو جرګو او حکومتونو نه بلکې د افغانانو کار دی

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۲۰:۰۲ GMT+۱

د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند مشر او د پاکستان د پارلمان غړی خوشحال خان کاکړ له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په یوې مرکه کې ویلي، چې د ډیورند کرښې اړوند پرېکړه د حکومتونو نه، بلکې د افغان ولسونو کار دی. هغه زیاته کړې، چې پر افغانستان بریدونه د یاد هېواد پر ځمکنۍ بشپړتیا تېری دی.

نوموړي په نورستان او کونړ کې د چترال له قومي مشرانو سره د تړونونو په تړاو وویل: «د دې کرښې اختیار نه یو سیاسي ګوند ته شته او نه هېڅ قسم حکومت دا فیصله کولای شي چې ډیورند رسمي کرښه ده،‌ نه ده او یا څه شی دی. ډیورند باندې به ولسونه فیصله کوي،‌ دا د ګوندونو او وړو جرګو خبرې نه‌دي».

د پاکستان د پارلمان دغه غړی زیاتوي، پر افغانستان داسې خلک واکمن دي، چې نه له افغانستان څخه دفاع کولای شي او نه یې هم «سالمیت ساتلی شي». خوشحال خان کاکړ زیاته کړې، چې افغان طالبان د افغانستان د پرمختګ توان هم نه‌لري.

نوموړی طالبانو ته په خطاب کې وایي: «تاسې څه شی وساتل، په تاسې سلګونه او زرګونه بریدنه وشول، خو تاسو څه وکړل او د څه ساتنه دې وکړای شوه»؟

د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند د مشر په وینا، طالبان افغان ولس له هوایي بریدونو، جګړو او د لوږې له روان ناورین څخه نه‌شي ژغورلی او پر کابل د واکمنو هغه ادعاوې ناسمې دي چې افغانستان ژغورلای شي.

خوشحال خان کاکړ همدا راز له پاکستان څخه د افغان کډوالو اېستل کېدل هم غندلي دي.

د نوموړي په وینا، افغان کډوال د پاکستان په ټولنیز ژوند کې لویه ونډه ادا کړې او اوس مهال یې په جبري توګه ستنول د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی.

د یادونې وړ ده، چې پاکستان له څه مودې راهیسې د افغان کډوالو د اېستنې بهیر چټک کړی او هره ورځ زرګونه افغان کورنۍ په جبر سره بېرته افغانستان ته استوي.

اتمر له لاهه محکمې وغوښتل چې په افغانستان کې د پاکستان د «جنګي جنایتونو» په اړه څېړنه وکړي

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۹:۵۷ GMT+۱

د تېر نظام د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر د جرمونو له نړیوالې محکمې او د بشري حقونو له نړیوالو بنسټونو وغوښتل، چې د هغه څه په اړه چې ده «په افغانستان کې د پاکستان د پوځ جنګي جنایتونه» بللي، سمدستي او خپلواکې څېړنې وکړي.

محمد حنیف اتمر د سې‌شنبې په ورځ (د غويي ۲۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه په کابل کې د روږدو د درملنې پر یوه مرکز برید «د افغانستان او نړۍ په معاصر تاریخ کې یو له تر ټولو وحشیانه او بې‌ساري جنګي جنایتونو څخه» وباله.

اتمر ټینګار کړی، چې د لاهه محکمه، په ځانګړې توګه د دې محکمې څارنوال کریم خان، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی او د دغه سازمان د بشري حقونو شورا باید سمدلاسه د دې بریدونو په اړه څېړنه وکړي.

هغه خبرداری ورکړ: «د دې جنایت پر وړاندې چوپتیا، د بشریت په حق کې یوه تاریخي جفا ده، چې نه‌ښايي د دوی په نوم ثبت شي.» هغه زیاته کړه، چې افغان ولس د «امید» روغتون د قربانیانو لپاره د عدالت او بشپړ ځواب ویلو غوښتونکی دی.

د تېر کال د کب د ۲۵مې په ماښام، پاکستاني جېټ الوتکو د «غضب للحق» عملیاتو په چوکاټ کې د کابل په ختیځ کې د روږدو د درملنې اړوند پر «امید» مرکز بمباري وکړه. دغه مرکز له ۲۰۱۶ کال راهیسې د روږدو د درملنې د یوه تر ټولو لوی مرکز په توګه چې شاوخوا د دوه زره ناروغانو ظرفیت یې درلود، فعالیت کاوه.

ملګرو ملتونو د پاکستان په دې هوايي بمباریو کې د ۲۶۹ ملکي وګړو وژنه او د ۱۲۲ نورو ټپي کېدل تایید کړي، خو طالبانو بیا د یادې پېښې د وژل شویو شمېر څه باندې ۴۰۰ ښودلی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان او د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان یاد برید غیرقانوني، نابرابر او احتمالي جنګي جنایت بللی او د خپلواکو څېړنو او ځواب وینې غوښتنه یې کړې ده.

طالبانو د پاکستان یاد برید د ناروغانو او ملکي وګړو قصدي ډله‌ییزه وژنه بللې او هغه یې له نړیوالو بشرپالو قوانینو ښکاره سرغړونه ګڼلې ده. د طالبانو چارواکو ټینګار کړی، چې د «امید» روغتون یوازې یو روغتیايي مرکز و او له پوځي مرکزونو سره یې هیڅ تړاو نه درلود.

پاکستان بیا ادعا لري، چې هدف یې له تحریک طالبان پاکستان سره تړلي پوځي تاسیسات، د مهماتو ډیپوګانې او نورې زیربناوې وې او په مستقیم ډول روغتیایی مرکز نه‌دی ویشتل شوی.

د پاکستان په سنا کې د اپوزيسيون او حکومت ترمنځ د خيبرپښتونخوا د امنيت پر سر جنجال وشو

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۹:۴۹ GMT+۱

د پاکستان په سنا کې د اپوزيسيون او حکومتي استازو ترمنځ د خیبرپښتونخوا د امنیتي وضعیت پر سر جنجال رامنځته شو. دغه جنجال هغه مهال پیل شو، چې د اپوزيسيون غړي مولانا عطاالرحمان د پوښتنې په توګه مطرح کړه، چې ایا خيبرپښتونخوا «ترهګرو ته سپارل شوی»؟

د ډان‌نيوز د خبر له‌مخې، مولانا عطاالرحمان وويل، ولې «زموږ (د پښتنو) وينه ارزانه ګڼل کيږي، د خيبرپښتونخوا لپاره ولې اندېښنه نشته»؟ هغه همداراز د پښتونخوا د امنيت په تړاو کې د تحریک انصاف پر ايالتي حکومت هم د بې پروايۍ تور ولګاوه.

هغه په لکي مروت او بنو کې د وروستيو بریدونه په يادونې سره د سنا غړو ته په خطاب کې وویل، پښتونخوا او بلوچستان ته دې باید اهميت ورکړل شي.

دغو څرګندونو ته په ځواب کې د پارلماني چارو وزیر طارق فضل چودري وویل، چې هره ترهګریزه پېښه په سنا کې غندل شوې ده. «زه باور نه‌لرم چې زموږ زړونه په دغو پېښو نه دردېږي»، هغه وویل، چې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د ترهګرۍ پرضد لا هم عملیات روان دي.

د پاکستان د لومړي وزیر د سیاسي چارو سلاکار رانا ثناالله بیا وویل، چې د عطاالرحمان پر وطن‌پالنې یې بشپړ باور دی او د خيبرپښتونخوا د جلا کېدو خبرې یې رد کړې.

دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په دې وروستیو کې په خیبرپښتونخوا کې وسله‌والو بریدونو زور اخیستی دی.