کافا جام سیالۍ؛ تر ۲۰کلنو کم عمره د افغانستان فوټبال لوبډله نن د ترکمنستان پروړاندې لوبېږي

تر ۲۰کلنو کم عمره د افغانستان فوټبال لوبډله به نن سېشنبه (د غویي ۲۲مه) په کافا جام سیالیو کې په خپله لومړۍ لوبه کې له ترکمنستان سره مخ شي. دغه لوبه به د غرمې په ۱۲:۰۰ بجو د تاجکستان په کوربهتوب پیل شي.
