• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شهرزاد اکبر: د عدالت نشتون او فساد د جمهوري نظام د سقوط زمینه برابره کړه

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۰۱:۲۷ GMT+۱

په افغانستان کې د تېر جمهوري دولت پر مهال د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر وایي، په افغانستان کې د فساد، معافیت فرهنګ او د عدالت نه پلي کېدو د خلکو باور پر جمهوري نظام کمزوری کړ او په پایله کې یې د نظام د سقوط لپاره زمینه برابره شوه.

هغې دا څرګندونې د جینوا په هغه غونډه کې کړې چې د «عدالت، حقیقت موندنې او پخلاینې په لټه کې؛ په افغانستان کې د قانون د واکمنۍ د بیا رغونې بنسټونه» تر عنوان لاندې جوړه شوې وه.

هغې وویل، د پخواني حکومت پر مهال د انتقالي عدالت لپاره جدي سیاسي اراده موجوده نه وه او د خلکو هغه غوښتنې چې د حقیقت موندنې، عدالت او حساب ورکونې لپاره مطرح کېدې، له پامه غورځول شوې وې.

د نوموړې په خبره، د بشري حقونو د نقض، فساد او زورواکو پر وړاندې د حساب ورکونې نشتون د دې لامل شو چې خلک پر دولتي بنسټونو خپل باور له لاسه ورکړي.

شهرزاد اکبر زیاته کړه، نړیواله ټولنه، په ځانګړي ډول متحده ایالات او ملګري ملتونه هم د افغانستان د وروستیو تحولاتو په وړاندې مسوولیت لري، ځکه د نړیوالو ځواکونو اړوند قضیو کې هم لازم شفافیت او حساب ورکونه ونه شوه.

هغې ټینګار وکړ چې که افغانستان غواړي په راتلونکي کې د تاوتریخوالي او سیاسي سقوط د تکرار مخه ونیسي، نو باید د عدالت، بشري حقونو او عامه پوهاوي بنسټونه پیاوړي کړي.

په جینوا کې دغه غونډه د افغان مدني فعالانو، سیاستوالو، د بشري حقونو د ملاتړو او نړیوالو کارپوهانو په ګډون ترسره شوې وه، چې په کې د افغانستان د راتلونکي سیاسي او حقوقي وضعیت په اړه بحثونه وشول.

ترویج لرونکی

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل
۱

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل

۲

د پېښور سترې محکمې افغانستان ته د شړل شوې پاکستانۍ مېرمنې د بېرته ستنولو غوښتنه کړې

۳
ځانګړی

د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی

۴
ځانګړی

طالبان په کابل کې پر عامو خلکو د نوري فایبر انټرنېټ خدمتونه قطع کوي

۵

سرچینې: موبي‌ګروپ نن له ۶ ساعتونو راهیسې د طالبانو د استخباراتو له لوري محاصره وو

•
•
•

نور کیسې

اروپايي ټولنه غواړي د افغان کډوالو د ستنولو په اړه طالب چارواکي بروکسل ته وروغواړي

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۰۰:۲۳ GMT+۱

اروپايي ټولنې اعلان کړی، چې غواړي په نږدې راتلونکې کې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو د څرنګوالي په اړه د خبرو لپاره د طالبانو چارواکي بروکسل ته دعوت کړي. دا اقدام د طالبانو له حکومت سره د اروپايي هېوادونو د تخنیکي اړیکو د پراخېدو نښه بلل کېږي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، اروپايي کمېسیون ویلي چې ډېر ژر به کابل ته یو رسمي لیک واستول شي، څو د بروکسل د غونډې نېټه وټاکل شي. ویل کېږي چې دا لیدنه د سویډن په همغږۍ ترسره کېږي او تر دې وړاندې اروپايي چارواکو د همدې موضوع لپاره دوه ځله افغانستان ته سفرونه کړي وو.

اروپايي کمېسیون ویلي، اوس د افغانستان له «حاکمو چارواکو» سره په بروکسل کې د تخنیکي کچې د یوې تعقیبي غونډې پر چمتووالي کار روان دی، خو تر اوسه د غونډې کره نېټه نه ده اعلان شوې.

دا اقدام داسې مهال کېږي چې شاوخوا شلو اروپايي هېوادونو د کډوالۍ د سختو سیاستونو د پلي کولو په ترڅ کې افغانستان ته د افغان کډوالو، په ځانګړي ډول د جنايي جرمونو د محکومو کسانو، د بېرته ستنولو پر لارو چارو بحثونه چټک کړي دي.

د راپور له مخې، یو شمېر اروپايي هېوادونو تېر کال په یوه لیک کې له اروپايي ټولنې غوښتي وو چې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره ډيپلوماټیک او عملي میکانېزمونه پیدا کړي. اروپايي کمېسیون ویلي چې د همدې هڅو په دوام، د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې په کابل کې یوه تخنیکي غونډه هم ترسره شوې وه.

خو د طالبانو د چارواکو احتمالي سفر د بشري حقونو او سیاسي اړخونو له امله له جدي نیوکو سره هم مخ شوی دی، ځکه اروپايي ټولنه لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.

بشري بنسټونه خبرداری ورکوي چې افغانستان له سخت بشري بحران سره مخ دی او ډېری بېرته ستانه شوي افغانان د سرپناه، کار او لومړنیو اسانتیاوو له نشت سره ژوند کوي. د ژغورنې نړیوالې کمېټې د افغانستان مشرې لیزا اوون ویلي: «هغه هېواد ته د افغانانو شړل چې نږدې نیمايي وګړي یې د خوړو له کمښت سره مخ دي، یوازې د کډوالۍ سیاست نه دی، بلکې داسې پرېکړه ده چې د خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي.»

د اروپايي ټولنې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۱۳ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ شاوخوا یو میلیون افغانانو په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې وه، چې نږدې نیمايي غوښتنې یې منل شوې دي. افغانان په ۲۰۲۵ کال کې هم په اروپا کې د پناه غوښتونکو تر ټولو لویه ډله بلل شوې ده.

په وروستیو کلونو کې جرمني تر ټولو فعال اروپايي هېواد پاتې شوی چې له قطر سره په همغږۍ یې تر سلو ډېر افغانان، چې په جرمونو محکوم شوي وو، افغانستان ته استولي دي. اتریش هم تېر کال په ویانا کې د طالبانو د استازو کوربه‌توب کړی و، او اوس بلجیم او سویډن هم ورته ګامونو ته لېوالتیا ښيي.

د راپور له مخې، اروپايي چارواکي وايي چې د دې اړیکو اساسي موخه عملي او تخنیکي ستونزې حل کول دي، لکه د هغو افغانانو لپاره د پاسپورټونو صادرول چې په اروپا کې د افغانستان سفارتونه یې د طالبانو تر کنټرول لاندې نه دي.

سي‌بي‌اېس: ایران خپلې ځینې پوځي او ملکي الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۲۳:۲۸ GMT+۱

د امريکا سي‌بي‌اېس خبري شبکې د امريکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې ايران د پراخېدونکې جګړې او احتمالي هوايي بريدونو د ګواښ له امله خپلې ځینې پوځي او ملکي الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي دي.

راپور کې ويل شوي، تهران هڅه کړې چې پاتې پوځي او هوايي تجهيزات له احتمالي زيانونو خوندي وساتي.

سي‌بي‌اېس د «امنيتي مسايلو» په اړه د باخبره امريکايي چارواکو له قوله ويلي، ايران څو پوځي الوتکې د پاکستان د نورخان هوايي اډې ته انتقال کړې او ځینې ملکي الوتکې يې هم افغانستان ته استولې دي.

د راپور له مخې، دا لېږدونه څو ورځې وروسته له هغې ترسره شوه چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ايران او امريکا ترمنځ د اوربند اعلان وکړ. امريکايي چارواکو ادعا کړې چې پاکستان په داسې حال کې چې ځان يې د تهران او واشنګټن ترمنځ د ډيپلوماټيک منځګړي په توګه معرفي کاوه، په پټه يې ايراني پوځي الوتکو ته اجازه ورکړه چې د دې هېواد په هوايي ډګرونو کې کښېني.

په راپور کې راغلي چې د لېږدول شويو الوتکو له ډلې يوه «آر سي-۱۳۰» استخباراتي او کشفي الوتکه هم شامله وه، خو دوو امريکايي چارواکو سي‌بي‌اېس ته ويلي چې لا څرګنده نه ده ايا ايران افغانستان ته هم پوځي الوتکې استولې دي او که نه.

سي‌بي‌اېس ليکلي، چې دا تحرکات د ايران له لوري «روښانه هڅه» ښيي، څو خپل پاتې پوځي او هوايي امکانات د جګړې له پراخېدو خوندي کړي.

بل لور ته، يوه جګپوړي پاکستاني چارواکي د نورخان هوايي اډې په اړه دا ادعاوې رد کړې دي. نوموړي سي‌بي‌اېس ته ويلي: «نورخان اډه د ښار په منځ کې موقعيت لري او هلته د ګڼو الوتکو پټ ساتل ناشوني دي.»

د طالبانو وياند ذبيح‌الله مجاهد هم افغانستان ته د ايراني الوتکو د انتقال راپورونه رد کړي دي. هغه سي‌بي‌اېس ته ويلي: «ايران دې کار ته اړتيا نه لري.»

نوې سروې: په افغانستان کې لندبلونه وچ شوي او د کوچېدونکو مرغانو شمېر په بې‌ساري ډول کم شوی

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۲۲:۳۹ GMT+۱

په افغانستان کې د مرغانو نوې ملي سروې ښيي چې د هېواد مهم لندبلونه په پراخه کچه وچ شوي او د اوبو د کډوالو مرغانو شمېر د پخوا په پرتله په څرګند ډول راټیټ شوی دی. دا سروې د یوې افغانې چاپېریالي ادارې له خوا د لومړي ځل لپاره له سیاسي بدلون وروسته ترسره شوې.

دا سروې د «نړیوالو اوبو مرغانو د سرشمېرنې» د پروګرام په چوکاټ کې ترسره شوې، چې له مخې یې د نړۍ په ۱۸۹ هېوادونو کې د مرغانو وضعیت څارل کېږي، څو د کډوالو مرغانو د لارې او د هغوی د استوګنې چاپېریال ارزونه وشي.

د افغانستان د نوې چاپېریالي ادارې «ارګانایزېشن ریویلډ» رضاکاره ټیم د هېواد په شپږو مهمو لندبلونو کې سروې کړې، چې ځینې یې د مرکزي اسیا د کډوالو مرغانو د مهمې الوتنې لارې برخه ګڼل کېږي.

د دې ادارې اجراییوي مشر ایوب علوي ویلي، چې د سروې پر مهال د اوبو مرغانو شمېر د پخوا په پرتله کم و او ډېری طبیعي لندبلونه یا وچ شوي او یا هم د بشري فعالیتونو له امله سخت زیانمن شوي دي.

هغه ویلي: «په ډېرو سیمو کې د مرغانو لپاره مناسب چاپېریال نور نه دی پاتې او په ځینو ځایونو کې اوبه بالکل له منځه تللې دي.»

د سروې له مخې، د کابل سیند پر غاړه بندونه، د غزني په بند سیمه او د امو سیند په شاوخوا کې ځینې نسبي ژوندي لندبلونه پاتې دي، خو د کرنې پراختیا، ککړتیا، ښکار او د ځمکې لاندې اوبو استخراج د دغو سیمو پر طبیعي توازن سخت اغېز کړی دی.

په راپور کې راغلي چې د «اب استاده» په نوم یو وخت له ۱۳ زره هکټاره پراخ طبیعي جهیل، چې د فلامینګو مرغانو مهم مرکز و، اوس بشپړ وچ شوی او هېڅ اوبه پکې نه شته.

د مرغانو د څارنې کارپوهانو ویلي چې افغانستان د مرکزي اسیا د کډوالو مرغانو لپاره مهم تمځای و، خو د اقلیمي بدلون، ښکار او د استوګنې د ځایونو د له منځه تلو له امله دا رول ورځ تر بلې کمزوری کېږي.

د راپور له مخې، ځینې سیمې لا هم د ژوندي چاپېریال نښې لري، خو د ښکار فشار او د انساني فعالیتونو پراختیا د مرغانو د خوندي پاتې کېدو امکانات محدود کړي دي.

د چاپېریال ساتنې ادارې او د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونه هم وخت ناوخت خبرداری ورکوي چې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله د هغو هېوادونو له ډلې دی چې طبیعي سرچینې او اکوسیستم یې په چټک ډول زیانمنېږي.

د راپور لیکونکي کاترین کلارک لیکلي، چې دا سروې که څه هم محدود امکانات درلودل، خو بیا یې هم دا وښوده چې د افغانستان د لندبلونو او مرغانو وضعیت له جدي زوال سره مخ دی.

هغه زیاته کړې، چې افغانستان د لومړي ځل لپاره له کلونو وروسته د نړیوالو مرغانو د څارنې په سیستم کې بېرته شامل شوی، چې دا کار د هېواد د طبیعي چاپېریال د څار لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي، خو د دوام لپاره مالي او تخنیکي ملاتړ ته اړتیا لري.

پولنډ څلور افغان پناه غوښتونکي دغه هېواد ته د غیرقانوني ننوتلو په تور نیولي

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۲۱:۴۵ GMT+۱

د پولنډ سرحدي ځواکونو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې څلور افغان پناه غوښتونکي یې د دغه هېواد خاورې ته د «غیرقانوني ننوتلو» په تور نیولي دي د دوی په وینا، د دغه افغانانو ترڅنګ یې یو پولنډی وګړی د «انساني قاچاق» په شک نیول دی.

د پولنډ سرحدي ځواکونو زیاته کړې، دغه افغان پناه غوښتونکو غوښتل چې د پولنډ له لارې نورو اروپايي هېوادونو ته ولاړ شي. دوی لومړی سرحدي سیمو ته رسېدلي او بیا په پلي ډول د پولنډ له پوله اوښتې دي.

چارواکو ویلي، چې د پولنډ خاورې ته تر داخلېدو وروسته، دغه کسان د یوه پولنډي موټر چلوونکي له خوا په موټر کې لېږدول شوي او د اروپا نورو سیمو ته د لېږد په حال کې وو، چې ونیول شول.

تر دې وړاندې هم پولنډي سرحدي چارواکو د لږ تر لږه ۸۴پناه غوښتونکو، چې افغان وګړي هم پکې شامل وو، د نیولو خبر ورکړی و.

ډېری افغان پناه غوښتونکي هڅه کوي چې د پولنډ له لارې جرمني او نورو اروپايي هېوادونو ته ورسېږي، خو دا لاره په وروستیو کلونو کې د اروپا او روسیې ترمنځ د سیاسي لانجې برخه هم ګرځېدلې ده.

د اسوشیېټډ پرېس د راپور له مخې، پولنډ ادعا کوي چې د کډوالو زیات راتګ د دې هېواد له ظرفیت څخه لوړ شوی او تور لګوي چې روسیه او متحد یې، بلاروس هڅه کوي دغه کډوال د اروپا د بې‌ثباته کولو لپاره وکاروي.

په همدې دلیل، پولنډ د خپل سرحد په ځینو برخو کې د پناه غوښتنې حق هم محدود کړی او د بلاروس سره په پوله کې یې د پناه غوښتنې لنډمهاله تعلیق څو ځله غځولی دی.

د نوې پالیسۍ له مخې، د پناه غوښتنې ثبت په عملي ډول د اوږدې مودې لپاره ځنډول شوی، چې دا کار د بشري حقونو د بنسټونو له نیوکو سره مخ شوی دی.

محمد محقق نبیل ته؛ د پاکستان او نورو هېوادونو سره اړیکې معامله نه بلکې د طالبانو ضد هڅې دي

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۲۱:۳۴ GMT+۱

د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق د ملي امنیت پر پخواني رییس رحمت‌الله نبیل نیوکه کړې، چې ګواکې له پاکستان سره یې د اړیکو په تړاو پرې «بې‌بنسټه تورونه» لګولي دي. محقق وایي، دوی د طالبانو لپاره له سیمه‌ییزو هېوادونو سره په اړیکه کې دي او دا معامله نه، بلکې د طالبانو ضد هڅې دي.

محقق په خواله رسنیو کې د نبیل هغه څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې له رسنیو سره یې په مرکه کې پر ده د ګاونډیو هېوادونو سره د پټو معاملو تورونه پورې کړي وو.

هغه ویلي:«پټې معاملې عموماا د امنیتي او استخباراتي کسانو کار وي، نه زما. ښاغلي نبیل ما په خپله هنداره کې لیدلی دی.»

محقق ټینګار کړی، چې دوی د مقاومت شورا او د یوه «اغېزناک سیاسي ګوند» په توګه له ټولو ښکېلو هېوادونو او د افغانستان له ګاونډیانو سره په اړیکه کې دي او د ده په وینا، د طالبانو د مسلې د حل لپاره «له سیاسي مذاکراتو نیولې تر میداني تحرکاتو» هره ممکنه لاره تعقیبوي.

هغه همداراز د پاکستان د پوځ له مشر عاصم منیر څخه د ایران او امریکا ترمنځ د سولې د منځګړیتوب په تړاو د خپل پیغام دفاع کړې او ویلي یې دي چې د غزې، فلسطین، لبنان او ایران پر وړاندې د اسراییلو او امریکا له سیاستونو سره مخالف دی.

محقق ویلي:«د غزې د ماشومانو، د لبنان او ایران د خلکو نسل‌وژنه زما وجدان دردوي.»

هغه پر رحمت‌الله نبیل تور پورې کړی، چې د جمهوري نظام پر مهال یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې او یو شمېر افغانان یې زندانونو ته استولي دي. هغه ادعا چې نبیل تر اوسه پرې غبرګون نه دی ښودلی.

د اسلامي وحدت ګوند مشر همداراز ویلي چې ایران او ترکیه هڅه کوي د افغانستان مسله د سیاسي خبرو له لارې حل شي، خو خبرداری یې ورکړی چې که طالبان «سخت‌دریځۍ» ته دوام ورکړي او سوله‌ییزې لارې نتیجه ور نه کړي، نو دوی به «له هرې ممکنې لارې» کار واخلي.

محقق په پای کې ویلي:«نن افغانستان یا د ټولو لپاره دی، یا د هېچا لپاره نه دی.»