افغان حاجیان د اسانتیاوو د نشتوالي او کمزورو خدمتونو له وړاندې کېدو شکایت لري

یوشمېر افغان حاجیان چې د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي په یوې خپرې شوې ویډیو کې وایي، چې د اسانتیاوو له نشتوالي سره مخ دي او کمزوري خدمتونه ورته وړاندې کېږي. د هغوی په وینا؛ سره له دې چې طالبانو ترې لوړ لګښتونه اخیستي؛ خو لازم خدمات ورته نهدي برابر شوي.
