• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ ویلي ډېر ژر به د ایران د جګړې په اړه د چین له ولسمشر سره خبرې وکړي

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۹:۳۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۲۰:۴۲ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې ډېر ژر به د ایران د جګړې په اړه د چین له ولسمشر سره مفصلې خبرې وکړي. هغه زیاته کړې، ایران پوهیږي چې باید اټومي وسلې ترلاسه نه‌کړي.

هغه ټینګار وکړ، چې پر ایران لګېدلې محاصره «سل په سلو کې اغېزناکه» وه او په باور یې امریکا بریالۍ شوې ده.

ټرمپ همداراز وویل، چې له تهران سره به یوازې «ښه» تړون لاسلیک کړي او اجازه به ور نه‌کړي، چې ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي. هغه زیاته کړه، هر هغه څوک چې تهران ته د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورکړي «احمق» دی.

ترویج لرونکی

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل
۱

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل

۲

د پېښور سترې محکمې افغانستان ته د شړل شوې پاکستانۍ مېرمنې د بېرته ستنولو غوښتنه کړې

۳
ځانګړی

طالبان په کابل کې پر عامو خلکو د نوري فایبر انټرنېټ خدمتونه قطع کوي

۴
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۵

د طالبانو ادعا؛۶کاله وروسته به د ګاونډیو هېوادونو ناروغان د درملنې لپاره افغانستان ته راځي

•
•
•

نور کیسې

امریکا وایي د هرمز تنګی به د می میاشتې تر وروستیو پورې تړلی پاتې شي

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۷:۵۲ GMT+۱

د امریکا د انرژۍ وزارت اړوند احصایوي ادارې د سې‌شنبې په ورځ وویل چې دوی اټکل کوي د هرمز تنګی به د مې میاشتې تر وروستیو پورې په عملي ډول تړلی پاتې شي او د بېړیو تګ راتګ به له راتلونکې میاشتې په تدریجي ډول بېرته پیل شي.

د ایران له خوا د هرمز تنګي کنټرول، چې له امریکا او اسراییل سره د روانې جګړې پر مهال رامنځته شوی، د انرژۍ نړیوال بازارونه ګډوډ کړي، ځکه د منځني ختیځ د انرژۍ میلیونونه بېرله صادرات بند پاتې دي او په ټوله نړۍ کې یې د سون توکو د کمښت اندېښنې راپارولې دي.

په امریکا کې د پټرولو، ډیزلو او نورو سون توکو بیې د څو کلونو تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې، چې د نومبر له منځ‌مهاله ټاکنو څو میاشتې مخکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لپاره یوه ستره سیاسي ننګونه بلل کېږي.

د امریکا د انرژۍ د معلوماتو اداره اوس اټکل کوي چې سږ کال به په امریکا کې د پټرولو پرچون بیه په منځني ډول په هر ګېلن ۳،۸۸ ډالرو ته ورسېږي، چې دا د اپرېل میاشتې د پخوانۍ وړاندوینې په پرتله شاوخوا ۱۸ سېنټه زیاته ده.

دې ادارې ویلي، وړاندوینه یې پر دې ولاړه ده چې د هرمز تنګی به د مې میاشتې تر وروستیو پورې په عملي ډول تړلی وي او بیا به راتلونکې میاشت په تدریجي ډول بېرته پرانیستل شي.

د ادارې په وینا، د هرمز تنګي له لارې تګ راتګ، چې له جګړې مخکې د نړۍ د نفتو د عرضې شاوخوا پنځمه برخه وه، تمه نه کېږي چې د روان کال تر وروستیو مخکې بېرته عادي حالت ته وګرځي.

د امریکا د انرژۍ د معلوماتو ادارې زیاته کړې چې د اپرېل په میاشت کې د عراق، سعودي عربستان، کویټ، متحده عربي اماراتو، قطر او بحرین په ګډون هېوادونو کې په ټولیز ډول هره ورځ د ۱۰.۵ میلیونه بېرلو خامو تېلو تولید درېدلی و.

ادارې ویلي چې د روان کال په دویمه ربع کې به د نړۍ د نفتو زېرمې په اوسط ډول هره ورځ ۸.۵ میلیونه بېرله راکمې شي، چې له امله به یې د برېنټ خامو تېلو بیه د مې او جون میاشتو پر مهال پر هر بېرل شاوخوا ۱۰۶ ډالرو ته نږدې پاتې شي.

پوتین وايي روسیه سږ کال نوی «سرمات» اتومي توغندی ځای پر ځای کوي

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۷:۴۳ GMT+۱

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې د مسکو نوی ستراتیژیک اتومي توغندی «سرمات» به د روان کال تر پایه پورې ځای پر ځای شي او دا یې «په نړۍ کې تر ټولو قوي توغندی» بللی دی. لویدیز امنیتي شنونکي د روسیې د نوي نسل وسلو په اړه د پوتین څرګندونې مبالغه وزمه بولي.

پوتین په یوه ټلویزیوني مرکه کې ویلي چې د دغه توغندي د خولۍ(وار هیډ) ځواک د لوېدیزو ورته وسلو په پرتله څلور برابره زیات دی او تر ۳۵ زره کیلومتره واټن په نښه کولی شي.

هغه ادعا کړې چې دغه توغندی «ټول شته او راتلونکي د توغندیو ضد دفاعي سیسټمونه ماتولی شي.»

له بلې خوا، لوېدیز امنیتي شنونکي وایي چې پوتین د روسیې د نوي نسل ځینو اټومي وسلو د وړتیاوو په اړه مبالغه کوي، چې دا د هغه د ۲۰۱۸ کال د اعلان شوي عصري کولو پروګرام برخه ده.

له ۲۰۲۲ کال راهیسې د اوکراین د جګړې له پیل وروسته، پوتین څو ځله د روسیې د اټومي وسلو د لوی او قوي زېرمتون یادونه کړې، چې لوېدیځ یې د اوکراین په ملاتړ د سخت دریځۍ د کمولو هڅه بولي.

کویت د سپاه پاسداران د نفوذي کسانو له نیول کېدو وروسته د ایران سفیر احضار کړی

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۷:۱۹ GMT+۱

د کویت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ایران سفیر یې له دې امله احضار کړی چې په سپاه پاسداران پورې تړلې یوې ډلې «بوبیان» ټاپو ته د نفوذ هڅه کړې ده.

د کویت د کورنیو چارو وزارت ویلي، هغه څلور کسان چې د سمندر له لارې په ناقانونه توګه دغه هېواد ته داخل شوي وو، د پلټنو پر مهال یې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب غړیتوب منلی دی.

د یاد وزارت په وینا، دغو کسانو اعتراف کړی، چې دوی ته د کب نیونې د یوې کښتۍ له لارې بوبیان ټاپو ته د نفوذ کولو لارښوونه شوې وه.

د خبرپاڼې له مخې، دغه کسان د کویټ له وسله‌والو ځواکونو سره ښکېل شوي چې په پایله کې یې یو کویټی سرتېری ټپي شوی او د نفوذي ډلې دوه غړي تښتېدلي دي.

په هالنډ کې یوه روغتون د هانټاویروس اړوند سرغړونې له امله ۱۲ کسان قرنطین کړي

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۶:۱۷ GMT+۱

په هالنډ کې یوه روغتون د احتیاطي اقدام په توګه ۱۲ روغتیايي کارکوونکي له دې امله قرنطین کړي، چې په هانټاویروس د اخته ناروغ د وینې او ادرار نمونې یې له سختو روغتیايي پروتوکولونو پرته سمبال کړې وې.

د نایمېخن ښار اړوند «رادبودوم‌سي» روغتون ویلي، دغه کارکوونکي به د شپږو اونیو لپاره قرنطین وي، خو د ویروس د لېږدېدو خطر ډېر کم بلل شوی او د ناروغانو درملنه په عادي ډول روانه ده.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په هانټاویروس د ککړوشویو کسانو شمېر نهو ته رسېدلی، چې د تېرې ورځې په پرتله دوه زیات دي. دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د ویروس د اوږدې پټې مودې له امله ښايي نورې پېښې هم ثبت شي، خو دا وضعیت د کووېډ-۱۹ په څېر وبا نه ده.

دغه ویروس، چې معمولاً د وحشي موږکانو له لارې خپرېږي، په نادرو مواردو کې د انسانانو ترمنځ هم د نږدې تماس له لارې لېږدېدای شي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریسوس ویلي چې ټولې مشکوکې پېښې جلا ساتل شوې او تر سخت طبي څار لاندې دي، څو د ویروس د لاخپرېدو مخه ونیول شي.

د راپورونو له مخې، د «هوندیوس» په نوم له لوکس کروز بېړۍ سره تړاو لرونکې دغه پېښې اوس څو هېوادونو ته غځېدلې دي. تر دې دمه درې کسان، چې یوه هالنډۍ جوړه او یو جرمنی وګړی پکې شامل دي، مړه شوي دي.

هسپانیا، فرانسې، ایټالیا او امریکا هم د احتمالي او تایید شویو پېښو راپورونه ورکړي او یو شمېر کسان یې قرنطین کړي دي. نړیوال روغتیايي چارواکي هڅه کوي د ویروس د خپرېدو مخه ونیسي.

امریکا له ایران سره د همکارۍ له امله پر درېیو کسانو او نهو شرکتونو بندیزونه لګولي دي

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۰۸:۵۶ GMT+۱

د امریکا حکومت پر درېیو کسانو او نهو شرکتونو چین ته د ایران د تېلو لېږد او پلور په برخه کې د همکارۍ له امله بندیزونه اعلان کړي. د امریکا خزانې وزارت ویلي، په بندیزونو کې شامل شرکتونه په هانګ‌کانګ، متحده عربي اماراتو او عمان کې مېشت دي.

د واشنګټن په وینا؛ دغه شرکتونو او کسانو د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو لپاره د صوري شرکتونو له لارې د ایراني تېلو د پلور او لېږد اسانتیا برابره کړې ده. د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ ویلي، چې د ټرمپ اداره به د بندیزونو کارولو ته دوام ورکړي؛ څو د ایران حکومت او پوځ د وسلو، اټومي پروګرام او سیمه‌ییزو ډلو د ملاتړ له مالي سرچینو محروم کړي.

د دغه شرکتونو له ډلې د هانګ‌کانګ «بلو اوشن» او «سانمو» شرکتونه، د دوبۍ «اوشن الیانز شېپېنګ» شرکت، د شارجې «اتیک انرژي» او د عمان «زیوس لوجستیک ګروپ» شامل دي.

امریکا وایي، ځینو دغه شرکتونو په ۲۰۲۵کال کې د ایران د تېلو د لېږد لپاره له بندیز لاندې ټانکرونو سره همکاري کړې ده. راپور د درېیو هغو کسانو نومونه نه‌دي یاد کړي؛ خو ویل شوي چې هغوی د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو د «شهید پورجعفري» د تېلو له مرکز سره کار کوي او د «Golden Glob» شرکت له لارې یې د پیسو همغږي کوله.

دغه بندیزونه څو ورځې مخکې له هغې اعلان شوي، چې ټاکل شوې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چین له ولسمشر شي جېن پېنګ سره وګوري. راپورونه ښیي، واشنګټن له بیجېنګ غواړي چې له ایران سره د کړکېچ په کمولو او د هرمز تنګي د وضعیت په اړه مرسته وکړي.