د ټيټيپي ویاند: موږ زدهکړې او عصري علوم د وخت مهمه اړتیا ګڼو

د پاکستان طالبانو تحریک د زدهکړو پر ضد دریځ رد کړی او ویلي یې دي، چې د خیبر پښتونخوا د لکي مروت او ټانک په ګډون ځینو سیمو کې د همدې ډلې په نوم د وېرې خپرولو لپاره ګواښلیکونه خپاره شوي. د دغې ډلې ویاند محمد خراساني یاده چاره رد او د پاکستاني استخباراتو «پروپېګنډه» یې بللې ده.
