• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ستاسو روایت

د ځانګړو ځواکونو پخوانی افسر: د ترکیې په پنډغالو کې له کړاو سره مخ یو

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۰۹:۵۵ GMT+۱

د ځانګړو ځواکونو یو پخواني افسر د ترکیې له یوه پنډغالي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته په لېږلي غږیز پیغام کې ویلي، چې له یوشمېر پخوانيو پوځي همکارانو سره د ترکیې په پنډغالو کې بند پاتې دی.

نوموړي ویلي، چې دوی د عادي‌ خلکو په څېر د ژوند له هرې ازادۍ بې‌برخې دي او اوس‌مهال د یوه ناروښانه برخلیک سره مخ دي. دغه پخواني افغان افسر د امنیتي ستونزو له کبله د نوم نه اخیستلو په شرط ویلي، چې دوی د ترکیې د کډوالو له ادارو سره ثبت دي او د هغوی له اجازې پرته نه‌شي کولی بهر ووځي، کار وکړي او یا هم زده‌کړې وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه پنډغالو کې سلګونه پخواني‌ پوځیان نورو هېوادونو ته د تګ په تمه دي؛ خو لاتراوسه یې برخلیک نه‌دی روښانه. دغه پخواني افسر په ​​ملګرو ملتونو او د برېتانیا پر حکومت چې وړاندې یې ورسره همکاري کړې وه غږ کړی، چې د دوی د کډوالۍ قضیې وڅېړي.
له بل پلوه د افغان کډوالو یوه ډله د ترکیې پر پوله ساتوځواکو تور لګوي، چې د ایران او ترکیې په پوله کې یې د هغوی ګوتې پرې کړې او ټپیان کړي یې دي. دغه کډوالو افغانستان انټرنشنل ته په استول شوي ویډیويي پیغام کې ادعا کړې، چې له پولې د اوښتو پرمهال د ترکیې سرحدي ځواکونو تاوتریخوالی ورسره کړی دی.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري
۱

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۲

طالبانو د الله داد فدایي له نیولو څو ورځې وروسته د هغه د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه

۳

افغانه خبریاله:د طالبانو بیا واکمنۍ د افغان ښځو غږ کمزوری او لاسته راوړنې یې له منځه یووړې

۴

په بدخشان کې د الوتکې پرېوتو په تړاو روسی پیلوټ محاکمه کېږي

۵
ځانګړی راپور

په ۲۰۰۱ کال کې له ماتې وروسته؛ پاکستان څنګه د طالبانو د بیا راټولېدو مرکز وګرځېد؟