د راپور له مخې، قاضي تانیا چټکن د مې په اتمه په خپلې پرېکړه کې ویلي چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د افغان او عراقي متحدینو د دوسیو د ارزونې په برخه کې «په خواشینوونکي ډول ناکام» پاتې شوی دی.
محکمې امر کړی، چې وزارت باید د جون له میاشتې تر سپټمبر پورې هره میاشت زرګونه دوسیې پروسس کړي او وروسته بیا هره میاشت لږ تر لږه څلور زره قضیې بشپړې کړي، څو پاتې دوسیې ختمې شي.
افغان ایواک ویلي، دا لومړی ځل دی چې یوه فدرالي محکمه په ښکاره ډول د امریکا د حکومت چلند «د تعمیل د ناکامۍ» په توګه یادوي، نه یوازې د اداري ځنډ په توګه.
په راپور کې راغلي چې په امریکا کې یو شمېر هغو افغانانو ته، چې مخکې یې د کډوالۍ یا ګرینکارټ غوښتنلیکونه منل شوي وو، د امریکا د تابعیت او کډوالۍ ادارې له لوري ورته ناڅاپي پیغامونه استول شوي چې پکې ویل شوي: «ستاسو په دوسیه کې اقدام شوی.» د افغان ایواک په وینا، ځینې منل شوې دوسیې په موقتي ډول بېرته «تر ارزونې لاندې» حالت ته ګرځول شوې دي.
سازمان خبرداری ورکړی، چې دا وضعیت د هغو افغانانو اندېښنې زیاتوي چې له کلونو انتظار وروسته یې د استوګنې اسناد ترلاسه کړي دي.
راپور کې د قطر د ضربالاجل موضوع ته هم اشاره شوې او ویل شوي، چې دوحه له واشنګټنه غوښتي، د ۲۰۲۶ کال تر سپټمبر پورې دې د «کاس» په مرکز کې ټول مېشت افغانان له قطره وباسي او نور افغانان دې هم دغه هېواد ته نه لېږدوي.
د افغان ایواک په وینا، اوس شاوخوا ۱۱۰۰ افغانان په «کاس» مرکز کې پاتې دي، چې نږدې ۹۰۰یې امریکا ته د داخلېدو اجازه ترلاسه کړې ده. د دغو کسانو له ډلې شاوخوا ۴۴۰ ماشومان او نږدې ۱۵۰ تنه د امریکايي پوځیانو د کورنیو غړي دي.
راپور زیاتوي چې د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت ته د افغان کډوالو د احتمالي لېږد طرحه لا هم «فعاله» ده او تر هغو چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت په رسمي ډول دا موضوع رد نه کړي، باید جدي وبلل شي.
افغان ایواک ویلي، د امریکا او اروپا هغه هڅې چې افغانستان د کډوالو د بېرته ستنولو لپاره «خوندي» معرفي کوي، د نړیوالو اصولو خلاف دي او د طالبانو حکومت ته مشروعیت ورکوي.
د راپور له مخې، شاوخوا ۲۶۰ زره افغان متحدین دا مهال په ۹۰ هېوادونو کې د کډوالۍ د پروسس په بهیر کې دي، چې له ډلې یې نږدې ۱۷۸ زره کسانو د امریکا د ماموریت د تایید پړاو بشپړ کړی دی.