• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
تازه خبر

د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې چاودنې ۹ کسان وژلي

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۰۸:۱۲ GMT+۱

نن سې‌شنبه (د غویي ۲۲مه) د خیبر پښتونخوا د لکي مروت ولسوالۍ په بازار کې چاودنه شوې، چې له امله یې ۹ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي. د ځایي پولیسو په وینا؛ په وژل شویو کسانو کې دوه د ټرافیک پولیس هم شامل دي.

عیني شاهدان وايي، چاودنه زوروره وه چې په سیمه کې یې ګڼ موټرونه تخریب کړي او خلکو ته یې مالي‌ زیانونه اړولي دي. د خیبر پښتونخوا د والي دفتر په یوې خبرپاڼه کې دغه چاودنه غندلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې غم خواخوږي څرګنده کړې.
په اعلامیه کې د چاودنې د څرنګوالي او تلفاتو په اړه معلومات نه‌دي‌ ورکړل شوي. د خېبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي په یاده سیمه کې د ناامنیو زیاتېدل اندېښمنونکي ګڼلي او د امن پر ټینګېدو یې ټینګار کړی.
نوموړي زیاته کړې: «هغه ترهګر چې د بې‌ګناه خلکو وینه تویوي، د هېڅ ډول رعایت وړ نه‌دي».

لاتر اوسه هيڅ کومې وسله‌والې ډلې د یاد برید مسوولیت نه‌دی منلی.

ترویج لرونکی

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل
۱

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل

۲

د پېښور سترې محکمې افغانستان ته د شړل شوې پاکستانۍ مېرمنې د بېرته ستنولو غوښتنه کړې

۳
ځانګړی

طالبان په کابل کې پر عامو خلکو د نوري فایبر انټرنېټ خدمتونه قطع کوي

۴

سرچینې: موبي‌ګروپ نن له ۶ ساعتونو راهیسې د طالبانو د استخباراتو له لوري محاصره وو

۵
ځانګړی

د طالبانو له وېرې جرمني ته تللي یو شمېر افغانان په بن کونسلګرۍ کې له طالبانو سره کار کوي

•
•
•

نور کیسې

مولانا فضل الرحمن: په پاکستان کې هېڅ ډول حکومت شتون نه لري

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۱ GMT+۱

د پاکستان د جمعيت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ويلي، په پاکستان کې هېڅ ډول حکومت شتون نه لري او که څه شته هم نو د دوی په سیمو کې «د حکومت هېڅ حاکميت» نشته.

د دوشنبې په ورځ د پاکستان پارلمان ته په وينا کې هغه وويل، د خيبرپښتونخوا په سويلي ولسواليو کې «په لرې پرتو سيمو کې په جوماتونو او بېټکونو کې وسله وال موجود دي، څوک له ويرې خپل ماشوم ښوونځي ته نشي لېږلی».

هغه زياته کړه، «په سیمه کې کاروبارونه په ټپه ودرېدلې دي، په لوي شمېر کې خلک کډې کوي خو حکومت په دې هېڅ خبره نه کوي، چې په هېواد کې څه روان دي».

هغه وويل، ډېره اسماعيل، ټانک، لکي مروت او بنو یې سیمې دي، «دغلته کوم سرتيری او نه کوم ملکي وګړی خوندي نه دي».

مولانا فضل الرحمان وويل، «په يوه ورځ د يوه کلي نه هغه سرتيری چې په رخصت وو، سهار له کوره بوتلل شوی، ويډیو یې جوړه شوې او په ډزو وژل شوی، او هم د دغه کلي نه ماسپښين بل تن بوتلل شوی او د ماښام نه وړاندې د هغه جسد ترلاسه کړل شوی دی».

په وروستيو کې د خيبرپښتونخوا په سويلي ولسواليو او قبايلي سيمو کې د ناامنۍ پېښو بیا زور نيولی دی.

د بلوچستان اعلی وزیر: ځانمرګي بريد ته چمتو کړل شوې کم عمره بلوڅه نجلۍ مو نيولي ده

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۲۲:۴۷ GMT+۱

د بلوچستان ايالت اعلی وزير سرفراز بګټي ويلي، د تربت سيمې يوه کم عمره نجلۍ چې، د بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې له خوا په اسلام اباد کې د ځانمرګي برید لپاره چمتو کړل شوې وه، نيول شوې ده.

سرفراز بګټي د دوشنبې په ورځ خبري غونډه کې دغه نجلۍ د مطبوعاتو مخې ته وړاندې کړه، او وې ويل، کورنۍ یې د تربت ده. او امنیتي ادارو پر وخت اقدام وکړ او دغه پلان یې شنډ کړ.

همداراز هغه وویل، چې «د دغه اقدام له لارې نه یوازې له لویو ځاني زیانونو څخه مخنیوی وشو بلکې د پاکستان نړیوال تشخص ته د زیان رسولو هڅه هم ناکامه کړل شوه».

هغه وویل، چې څه موده مخکې ددې نجلۍ د لا درکه کېدو خبر ورکړل شوی و، او بيا یې امنیتي ادارو لټون پیل کړ. بګټي ادعا وکړه، دغه نجلۍ لادرکه نه وه بلکې د یوې وسله والې ډلې په کمپ کې یې روزنه روانه وه.

د بلوچستان لومړي وزیر وويل، په بلوچستان کې له ډېرې مودې راهیسې ښځې د ترهګرۍ لپاره کارول کېږي او دا د بلوڅو له کلتور خلاف عمل دي.

هغه زياته کړه، دغه نيول شوې نجلۍ یې پلار ته سپاري، څوک چې د لارۍ چلوونکی دی.

هغه وويل، «د ترهګرو ډلو دا چلند د شرم وړ دی». هغه د بلوڅ ازادي ځواک (بلوچستان لبرېشن ارمي) نومې بېلتون غوښتونکې ډلې د مشر بشیر زیب د نوم اخېستلو سره وویل چې پر دې اقدام دې شرم وکړي.

د پاکستان حکومت بلوچستان لبرېشن ارمي نومې ډله په ۲۰۰۶م کال کې لاقانونه ګرځولې ده.

د بلوچستان په ګوادر کې د ډزو په پېښه کې دوه کارګر وژل شوي او څلور نور ټپيان دي

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۲۰:۵۲ GMT+۱

د پاکستان د بلوچستان ایالت په ساحلي ولسوالۍ ګوادر کې د ډزو په پېښه کې لږ تر لږه دوه کارګر وژل شوي او څلور نورې ټپيان دي. بل لور ته ځینو سیاسي ګوند تور لګولی، چې دغه کارګر د پاکستان د ساحلي ځواک (کوسټ ګارډ) په ډزو کې وژل شوي دي.

د ځايي رسنيو د راپورونو له مخې، د ډزو پېښه د دوشنبې په ورځ د ايران پولې ته څېرمه د ګوادر ولسوالۍ د جيوني په کنټاني سيمه کې رامنځته شوې ده.

د پېښې په اړه نشنل ګوند، حق دو تحريک او بلوچستان نشنل ګوند لخوا خپرو کړل شوو خبرپاڼو کې ادعا شوې، چې کارګران د کوسټ ګارډ په ډزو کې وژل شوي او دوی د پېښې شفافې، بې طرفه او سمدستي پلټنې غوښتنه کړې، او وې ويل، «پېښه کې ککړ چارواکي دې د قانون منګولو ته وسپارل شي».

د نشنل ګوند د بلوچستان ايالتي اسمبلۍ غړي مالک بلوڅ د اسمبلۍ په غونډه کې وويل، «په کنټاني کې کارګران د ساحلي ځواک لخوا وژل شوي، زه یې په کلکه غندنه کوم».

هغه وويل، «په پوله سوداګري زموږ حق دی او څوک یې رانه نشي تروړلی، په بلوڅ او پښتنو سيمو کې په پوله سوداګري موږ غير رسمي سوداګري بولو، هیڅ قاچاق یې نه ګڼو».

خو د راپورونو له مخې، ساحلي ځواک په کارګرانو د ډزو تور رد کړی او وه یې ويل، کنټاني کې د دغه ځواک کارکوونکو او عامو وګړو باندې توندلارو وسله والو ډزې وکړې. کار کوونکي پکې خوندي پاتې شوي او د ځينې عامو وګړو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د بلوچستان کنټاني سيمه د ايراني تېلو د سوداګرۍ لپاره ياده سيمه بلل کيږي.

سهيل اپريدی: د بنو ماشومان د بندو دروازو تر شا د پرېکړو له امله يتيمان شول

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۱۹:۲۹ GMT+۱

د خيبرپښتونخوا اعلی وزير سهيل اپريدي، یو ځل بيا په پښتنه خاوره د «ډالري جګړې» خبره تکرار کړې او ويلي یې دي، د بنو په وسله وال بريد کې د وژل شوو د اولادونو د يتيمولو مسول هغه خلک دي چې په بندو کوټو کې پرېکړې کوي.

هغه د دوشنبې په ورځ بنو ولسوالۍ ته سفر کړی او هلته په وسله وال بريد کې د وژل شوو د کورنيو سره یې ليدلي دي. بنو کې د می د ۹مې پر شپه پر پوليس پوسته ځانمرګی وسله وال بريد شوی و، چې په کې ۱۵ پاکستاني پولیس وژل شوي او درې نور ټپيان شوي وو.

سهيل اپريدي د چا د نوم اخېستو پرته وويل، «وسله وال چې بيرته (خيبرپښتونخوا ته) راوستل کېده، هغه وخت مونږ چغې وهلې، امن لاريونونه مو کول، جرګې مو کولې، چې دا خلک بيا مه راولئ، د پښتنو امن بيا مه تباه کوئ، ته ډالرې ګټې، خو زما په سر یې مه ګټه چې ته د پښتون د سر قيمت لګوئ، او ته یو ځل بيا ډالري جګړه په ما راتپې».

هغه ادعا وکړه، «نن د بنو د ماشومانو د يتيمولو مسوول د رياست هغه خلک دي کوم چې په بندو کوټو کې پرېکړې کوي، د هغې په نتيجه کې زما پوليس، پوځي، عام خلک او عالمان وژل کيږي».

هغه په پښتنو غږ وکړ چې «تاسو به په خپله ودرېږئ، ستاسو لپاره به بل څوک نه راځي، د ۷۸ کالو راهيسې په پېنډۍ کې پرېکړې کيږي او په موږ راتپل کيږي، د ګډو او بیزو په رنګ وژل کېږو.»

د بنو د پولیسو مشر: د هر يوه پوليس د وژنې په بدل کې به یې لس کسان ووژنو

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۰۱:۳۷ GMT+۱

د خيبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د تېرې شپې په وسله وال بريد کې د ۱۵ پاکستاني پوليسو د وژلو وروسته سيمه ييز پوليس مشر (‌ډي ای جي) سجاد خان ویلي، چې «د وژل شويو هر يوه پوليس په بدل کې به یې لس کسان ووژنو».

په بنو ولسوالۍ کې د می ۹مې پر شپه د پوليسو په يوه پوسته وسله وال بريد کې ۱۵ سرتيري وژل شوي او درې ټپپان شوي وو.

د «اتحادالمجاهدين» په نوم يوې وسلوالې ډلې د دې بريد مسوليت پر غاړه اخيستی دی.

د خيبرپښتونخوا د پوليسو مشر (ای جي) ذوالفقار چيمه د دوشنبې په ورځ بنو ته سفر کړی، پر پوليس پوسته د بريد بشپړ راپور یې غوښتی او په سيمه کې یې په پراخه کچه د عملياتو امر کړی دی.

هغه د پوليس افسرانو او سرتېرو ته په وينا کې وويل، «د بنو پوليسو د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې تل په لومړي سر کې رول روبولی او قربانۍ یې ورکړي دي».

همداراز هغه زياته کړه، «د پوليس د وينې د يو، يو څاڅکي داسې حساب به واخلي چې د ترهګرو نسلونه به یې ياد وساتي».

د خيبرپښتونخوا اعلی وزير سهيل اپريدي، د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف او نورو لوړ پوړو دولتي مشرانو دغه بريد غندلی، او ويلي یې دي، د خيبرپښتونخوا د پوليسو قربانۍ به هېرې نه کړي.