افغان کرکټ بورډ وايي د شل اوریز غوره لیګ د دویم پړاو د لوبډلو د پلور لړۍ پیلوي

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ (اېپيایل- ټي۲۰) د دویم پړاو د ترسره کېدو لپاره د پنځو لوبډلو د پلور د غوښتنلیکونو لړۍ د روانې مې میاشتې په ۱۵مه نېټه پیلېږي او د جون تر ۳۰مې نېټې پورې به دوام ولري.
