د خیبر پښتونخوا په نوشهره کې د سخت توپان له امله يو ماشوم مړ او پنځه کسه نور ټپيان شوي دي

د خیبر پښتونخوا په نوشهره کې د یوه زورور توپان له امله په دوو جلا پېښو کې یو اته کلن ماشوم مړ او پنځه کسه نور ټپیان شوي دي. د ځایي چارواکو په وینا؛ په لومړۍ پېښه کې په کارلکي کلي کې د توپان پرمهال د یوه کور چت پرېوتو له امله یو ماشوم مړ او دوه نور کسان ټپیان شوي دي.
