• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اروپا پارلمان غړې: د افغان کډوالو اېستل به طالبان پیاوړي او د جرمني امنیت کمزوری کړي

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۲۳:۱۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۰۱:۱۶ GMT+۱

د اروپا پارلمان کې د زرغون ګوند استازې هانا نیومن خبرداری ورکړی، چې له جرمني او نورو اروپايي هېوادونو څخه د افغان کډوالو د اېستلو تګلاره به د طالبانو د پیاوړتیا او د امنیتي ګواښونو د زیاتېدو لامل شي.

هغې د جرمني په «فرانکفورټر روندشاو» ورځپاڼه کې په یوې لیکنه کې ویلي، چې د جرمني حکومت افغانستان ته د افغان کډوالو د اېستلو د زمینې برابرولو لپاره له طالبانو سره تعامل ته مخه کړې ده. د هغې په وینا، دا اقدام تر ډېره د کورنیو سیاسي فشارونو او د کډوالو ضد بحثونو تر اغېز لاندې ترسره شوی دی.

مېرمن نیومن ویلي، د جرمني حکومت اصلي تمرکز پر دې دی چې څومره افغان کډوال، په کوم سرعت او کومو شرایطو کې اېستل کېدای شي، خو د دې پرېکړې امنیتي او بشري پایلو ته کمه پاملرنه شوې ده.

هغې خبرداری ورکړی، ډېری هغه افغانان چې له اروپا اېستل کېږي، تر بېرته ستنېدو وروسته به له سختې بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ، د دولتي خدمتونو له نشتوالي او نامعلوم راتلونکي سره مخ شي.

د اروپا پارلمان د دې غړې په وینا، افغانستان د نړۍ له تر ټولو بې‌وزلو هېوادونو څخه دی او د خلکو لویه برخه یې ان د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی نه‌لري. هغې زیاته کړې، چې په داسې وضعیت کې مذهبي شبکې او دیني مدرسې، چې ځینې یې د طالبانو تر نفوذ لاندې دي، د کمزورې حکومتولۍ تشه ډکوي.

نیومن ټینګار کړی، چې دغو افراطي شبکو ته د ډېرو بېرته ستنو شویو ځوانانو یو ځای کېدل تر ډېره د اړتیا او د ژوندي پاتې کېدو لپاره وي، نه د ایډیولوژیک باور له امله.

هغې د ایران تجربې ته په اشارې ویلي، چې استبدادي حکومتونه معمولاً د بې‌وزلو قشرونو په جذب او د اقتصادي او ټولنیزو ملاتړ په وړاندې کولو سره سیاسي وفاداري رامنځته کوي؛ هغه تګلاره چې د هغې په خبره طالبان هم ترې ګټه اخیستلای شي.

دې جرمنۍ سیاستوالې خبرداری ورکړی، چې د افغان کډوالو بېرته ستنول، پرته له دې چې د هغوی د ژوند لپاره روښانه راتلونکی برابر شي، په مستقیم ډول د طالبانو د ملاتړو جوړښتونو د پیاوړتیا لامل ګرځي.

هغې زیاته کړې، چې دا بهیر یوازې پر افغانستان اغېز نه‌کوي، بلکې په اوږدمهال کې د اروپا، په ځانګړي ډول د جرمني امنیت هم ګواښلی شي، ځکه افراطي ډلې او توند لارې شبکې له داسې شرایطو د کسانو د جلب او جذب لپاره ګټه اخلي.

نیومن په پای کې د جرمني حکومت تورن کړی، چې د «الترناتیف فار ډویچلند» ښي‌اړخي ګوند تر فشار لاندې د کډوالو په اړه لنډ لیدو سیاستونو ته مخه کړې ده.

هغې ټینګار کړی، چې امنیتي او د کډوالۍ تګلارې باید یوځای وکتل شي او د افغانستان وضعیت ته له پاملرنې پرته د افغان کډوالو اېستل نه یوازې ستونزه نه‌حلوي، بلکې د لا ډېرې بې‌ثباتۍ لامل هم کېدای شي.

ترویج لرونکی

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل
۱

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل

۲

د پېښور سترې محکمې افغانستان ته د شړل شوې پاکستانۍ مېرمنې د بېرته ستنولو غوښتنه کړې

۳
ځانګړی

طالبان په کابل کې پر عامو خلکو د نوري فایبر انټرنېټ خدمتونه قطع کوي

۴

د طالبانو ادعا؛۶کاله وروسته به د ګاونډیو هېوادونو ناروغان د درملنې لپاره افغانستان ته راځي

۵
څېړنیز راپور

سخت دریځي سني پاله طالبان ولې له ایراني شیعه رژیم سره ملګرتیا پالي؟

•
•
•

نور کیسې

د جنایي پېښو د ډېرېدو په لړ کې؛ طالبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲ کسان نیولي دي

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۲۲:۳۰ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې پولیسو یې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال په شپږو ولایتونو کې ۲۲ کسان نیولي دي. یاد وزارت په یوې خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې دغه کسان په بېلابېلو عملیاتو کې نیول شوي دی.

د کورنیو چارو وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د غويي ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په جوزجان کې اته کسان د قمار او دوه تنه د غلا په تور نیول شوي دي.

همدارنګه، په بلخ ولایت کې د مزارشریف ښار له یوه کور څخه د ۸۶ زره افغانیو او ۳۰۰ امریکایي ډالرو د غلا په تور درې کسان نیول شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په نیمروز کې د موبایلونو د غلا په تړاو څلور تنه او په غزني کې هم دوه غله د پولیسو له لوري نیول شوي دي. د معلوماتو له مخې، په لغمان کې دوه تنه د عامه نظم د ګډوډولو په تور او په غور کې یو تن د څارویو د غلا په تړاو نیول شوی دی.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د نیول شویو کسانو د هویت او د دوسیو د څرنګوالي په اړه جزییات نه‌دي ورکړي، خو د پلټنو له دوامه یې خبر ورکړی دی.

د یو شمېر هېوادوالو په وینا، په کابل او یو شمېر ولایتونو کې جنایي پېښې او وسله‌والې غلاوې تر پخوا لا ډېرې شوې دي.

په ورته وخت کې، د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د سزا او قانون پلي کولو څرنګوالي په اړه د بشري حقونو اندېښنې ډېرې شوې دي. د تېرې اونۍ رسمي شمېرو له‌مخې، طالبانو په تېرو شپږ میاشتو کې لږ تر لږه ۶۶۲ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي، چې نړیوال سازمانونه یې د بشري حقونو جدي سرغړونه بولي.

رانا ثنا‌الله: په افغانستان کې ۸ زره روزل شوي «بې‌لارې» کسان پاکستان کې پر بریدونو بوخت دي

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۲۲:۱۸ GMT+۱

د پاکستان د لومړي وزیر سیاسي سلاکار رانا ثناالله د دغه هېواد په سنا کې ادعا کړې، چې له ۷ تر ۸ زرو «بې‌لارې» شوي کسان په افغانستان کې له ترهګریزې روزنې ترلاسه کولو وروسته په پاکستان کې بریدونه کوي. هغه همداراز ادعا کړې، په افغانستان کې دغه چاره د هند او اسراییل په ملاتړ کېږي.

د پاکستان د لومړي وزیر سیاسي سلاکار رانا ثناالله د دغه هېواد په سنا کې ادعا کړې: «له ۷ څخه تر اتو زرو پورې بې لارې شوي کسان په افغانستان کې د هند او اسراییل له تمویل سره ترهګریزې روزنې ترلاسه کوي او په پاکستان کې بریدونه ترسره کوي».

رانا ثناالله زياته کړه، «لومړي وزیر شهباز شریف روښانه کړې، چې افغانستان باید د پاکستان او ترهګرۍ تر منځ یو انتخاب کړي».

هغه وویل چې، پاکستان به تر هغه وخته پورې په افغانستان کې د ترهګرو د روزنیزو کمپونو او پټنځایونو په نښه کولو ته دوام ورکړي، څو دا وبا له منځه ولاړه شي.

پاکستان له اوږدې مودې راهیسې دا تور لګوي چې، د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ لپاره کارو کېږي، خو طالبان د پاکستان دغه تور ردوي او وايي، پاکستان کې ناامني د دغه هيواد کورنۍ ستونزه ده.

د یادونې وړ ده، چې د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ په قطر، ترکیې، سعودي عربستان او چین کې پر لپسې خبرو تر اوسه څه پایله نه‌ده ورکړې او دواړه لوري لا هم لاس په ماشه دي، پر افغانستان د پاکستان بریدونه لا هم روان دي او د یوناما په وینا، د دغو بریدونو قرباني عام ولس دی.

خوشحال کاکړ: د ډیورند کرښې په تړاو پرېکړه د وړو جرګو او حکومتونو نه بلکې د افغانانو کار دی

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۲۰:۰۲ GMT+۱

د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند مشر او د پاکستان د پارلمان غړی خوشحال خان کاکړ له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په یوې مرکه کې ویلي، چې د ډیورند کرښې اړوند پرېکړه د حکومتونو نه، بلکې د افغان ولسونو کار دی. هغه زیاته کړې، چې پر افغانستان بریدونه د یاد هېواد پر ځمکنۍ بشپړتیا تېری دی.

نوموړي په نورستان او کونړ کې د چترال له قومي مشرانو سره د تړونونو په تړاو وویل: «د دې کرښې اختیار نه یو سیاسي ګوند ته شته او نه هېڅ قسم حکومت دا فیصله کولای شي چې ډیورند رسمي کرښه ده،‌ نه ده او یا څه شی دی. ډیورند باندې به ولسونه فیصله کوي،‌ دا د ګوندونو او وړو جرګو خبرې نه‌دي».

د پاکستان د پارلمان دغه غړی زیاتوي، پر افغانستان داسې خلک واکمن دي، چې نه له افغانستان څخه دفاع کولای شي او نه یې هم «سالمیت ساتلی شي». خوشحال خان کاکړ زیاته کړې، چې افغان طالبان د افغانستان د پرمختګ توان هم نه‌لري.

نوموړی طالبانو ته په خطاب کې وایي: «تاسې څه شی وساتل، په تاسې سلګونه او زرګونه بریدنه وشول، خو تاسو څه وکړل او د څه ساتنه دې وکړای شوه»؟

د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند د مشر په وینا، طالبان افغان ولس له هوایي بریدونو، جګړو او د لوږې له روان ناورین څخه نه‌شي ژغورلی او پر کابل د واکمنو هغه ادعاوې ناسمې دي چې افغانستان ژغورلای شي.

خوشحال خان کاکړ همدا راز له پاکستان څخه د افغان کډوالو اېستل کېدل هم غندلي دي.

د نوموړي په وینا، افغان کډوال د پاکستان په ټولنیز ژوند کې لویه ونډه ادا کړې او اوس مهال یې په جبري توګه ستنول د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی.

د یادونې وړ ده، چې پاکستان له څه مودې راهیسې د افغان کډوالو د اېستنې بهیر چټک کړی او هره ورځ زرګونه افغان کورنۍ په جبر سره بېرته افغانستان ته استوي.

اتمر له لاهه محکمې وغوښتل چې په افغانستان کې د پاکستان د «جنګي جنایتونو» په اړه څېړنه وکړي

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۹:۵۷ GMT+۱

د تېر نظام د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر د جرمونو له نړیوالې محکمې او د بشري حقونو له نړیوالو بنسټونو وغوښتل، چې د هغه څه په اړه چې ده «په افغانستان کې د پاکستان د پوځ جنګي جنایتونه» بللي، سمدستي او خپلواکې څېړنې وکړي.

محمد حنیف اتمر د سې‌شنبې په ورځ (د غويي ۲۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه په کابل کې د روږدو د درملنې پر یوه مرکز برید «د افغانستان او نړۍ په معاصر تاریخ کې یو له تر ټولو وحشیانه او بې‌ساري جنګي جنایتونو څخه» وباله.

اتمر ټینګار کړی، چې د لاهه محکمه، په ځانګړې توګه د دې محکمې څارنوال کریم خان، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی او د دغه سازمان د بشري حقونو شورا باید سمدلاسه د دې بریدونو په اړه څېړنه وکړي.

هغه خبرداری ورکړ: «د دې جنایت پر وړاندې چوپتیا، د بشریت په حق کې یوه تاریخي جفا ده، چې نه‌ښايي د دوی په نوم ثبت شي.» هغه زیاته کړه، چې افغان ولس د «امید» روغتون د قربانیانو لپاره د عدالت او بشپړ ځواب ویلو غوښتونکی دی.

د تېر کال د کب د ۲۵مې په ماښام، پاکستاني جېټ الوتکو د «غضب للحق» عملیاتو په چوکاټ کې د کابل په ختیځ کې د روږدو د درملنې اړوند پر «امید» مرکز بمباري وکړه. دغه مرکز له ۲۰۱۶ کال راهیسې د روږدو د درملنې د یوه تر ټولو لوی مرکز په توګه چې شاوخوا د دوه زره ناروغانو ظرفیت یې درلود، فعالیت کاوه.

ملګرو ملتونو د پاکستان په دې هوايي بمباریو کې د ۲۶۹ ملکي وګړو وژنه او د ۱۲۲ نورو ټپي کېدل تایید کړي، خو طالبانو بیا د یادې پېښې د وژل شویو شمېر څه باندې ۴۰۰ ښودلی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان او د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان یاد برید غیرقانوني، نابرابر او احتمالي جنګي جنایت بللی او د خپلواکو څېړنو او ځواب وینې غوښتنه یې کړې ده.

طالبانو د پاکستان یاد برید د ناروغانو او ملکي وګړو قصدي ډله‌ییزه وژنه بللې او هغه یې له نړیوالو بشرپالو قوانینو ښکاره سرغړونه ګڼلې ده. د طالبانو چارواکو ټینګار کړی، چې د «امید» روغتون یوازې یو روغتیايي مرکز و او له پوځي مرکزونو سره یې هیڅ تړاو نه درلود.

پاکستان بیا ادعا لري، چې هدف یې له تحریک طالبان پاکستان سره تړلي پوځي تاسیسات، د مهماتو ډیپوګانې او نورې زیربناوې وې او په مستقیم ډول روغتیایی مرکز نه‌دی ویشتل شوی.

سمېع سادات: د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه لا پراخېدلی او اوږدېدای شي

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۹:۴۱ GMT+۱

د متحدې جبهې مشر جنرال سمېع‌ سادات ویلي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روانې شخړې د پایته رسېدو لپاره تګلاره نه‌شته او د پاکستان د پالیسیو تناقضات جګړه اوږدوي. د نوموړي په وینا، اسلام‌اباد ۲۰ کاله طالبان پیاوړي کړل، خو له ۲۰۲۱ کال وروسته دا تګلاره پر ستراتیژیکو ستونزو بدله شوې.

جنرال سمېع سادات د سې‌شنبې په ورځ (د غويي ۲۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې تحریک طالبان پاکستان بیا منسجم شوی او په خیبر پښتونخوا کې یې بریدونه زیات کړي او هم‌مهاله د بلوچستان ازادي‌پالو عملیات پراخ شوي دي. د هغه په وینا، د بلوچستان ازادي‌پالو بریدونه پر پوځي تاسیساتو، لویو لارو او د چین پر «سېپیک» پروژې متمرکز دي او پر ډیورند کرښه نښتو د پاکستان او طالبانو ترمنځ بې‌باوري ژوره کړې ده.

سادات ادعا کړې، چې د پاکستان د امنیتي جوړښت دننه ښکاره درز رامنځته شوی؛ د پوځ یو برخه، طالبان او ټي‌ټي‌پي‌ د خپل ملي امنیت لپاره نېغ په نېغه ګواښ ګڼي او پر وړاندې یې د پوځي اقدام غوښتنه کوي، خو د ای‌اېس‌ای او مذهبي شبکو یوه برخه لاهم طالبان د سیمه‌ییز نفوذ وسیله بولي. ده زیاته کړې، دغه تناقض «یوې ځان-ځپونکې تګلارې» ته لار هواره کړې، چې «یو میاشت بمبارۍ کوي او بله میاشت د ګډې همکارۍ لارې لټوي».

د سادات په بارو، چې له دې ضدونقیض چلند څخه درنې اغېزې زیږېدلې دي. هغه وایي: «د پاکستان سرتېرو سلګونه تلفاتو، پر سیپیک او چینایي پروژو پرله‌پسې بریدونو، د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ناامنيو، اقتصادي کمزوري او سیاسي بېلوالی رامنځته کړی دی».

سادات ټینګار کړی، چې «پاکستان نه‌شي کولای افراطیت ودروي» او له اسلام‌اباد څخه یې غوښتي چې د ایډیالوژیکو پروژو پر ځای د دولت پر منافعو ولاړه واحده ملي تګلاره غوره کړي.

سادات همدارنګه له نړیوالې ټولنې، سیمه‌ییزو قدرتونو او د طالبانو ضد افغاني قوتونو غوښتي، چې د طالبانو دوامداره واکمنۍ ته یوازې د افغانستان د کورنۍ موضوع په سترګه ونه‌ګوري.

د هغه په وینا، که سیاسي اصلاحات، سیمه‌ییزه همکاري او د افغانستان په اړه بشپړ ستراتیژیک بدلون رامنځته نه‌شي، شخړه به له پولو واوړي او د کلونو لپاره به ټولې سیمې ته د بې‌ثباتۍ څپه خپره کړي.

محمود خان اڅکزي د پاکستان د ژغورنې لپاره د لنډمهالي حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه | افغانستان انټرنشنل پښتو

دا په داسې حال کې ده، چې همدا دوه ورځې مخکې د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي د پاکستان ژغورنې لپاره د «اڅکزي فورمول» په وړاندې کولو سره په دغه هېواد کې د لنډ مهالي حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه. هغه د ټولو سیاسي بندیانو پر خوشې کېدو له ټينګار سربېره ویلی، چې وسله‌وال ځواکونه باید له سیاسي چارو واېستل شي.