یوناما د مې پر ۱۲مه په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د وژل شویو کسانو ډېره برخه په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د هوايي بریدونو قربانیان دي. د راپور له مخې، د دغو بریدونو پر مهال لږ تر لږه ۲۶۹ کسان وژل شوي او ۱۲۲ نور ټپیان دي.
یوناما په خپل راپور کې ویلي، چې د قربانیانو شمېر یې د دریو خپلواکو سرچینو له لارې تایید کړی او دا شمېر له ۲۰۱۱ کال راهیسې د ورته مودې تر ټولو لوړه مرګ ژوبله بلل شوې ده.
د راپور له مخې، په ټولیزه مرګ ژوبله کې ۷۲ ښځې، ۵۵۴ نارینه، ۴۸ نجونې او ۹۵ هلکان شامل دي. یوناما زیاتوي چې د ملکي تلفاتو ۶۴ سلنه د هوايي بریدونو له امله او پاتې نور د سرحدي ډزو او توغندیز بریدونو په پایله کې دي.
په راپور کې راغلي، چې د کابل دروږدو کسانو د درملنې پر مرکز د مارچ د ۱۶مې له برید وروسته ګڼ جسدونه د سختو سوځېدنو او ټوټه کېدو له امله د پېژندلو وړ نه وو او ښايي اصلي مرګ ژوبله تر اعلان شوې شمېرې هم لوړه وي.
طالبانو ویلي، په دغه برید کې له ۴۰۰ ډېر عام وګړي وژل شوي وو، خو پاکستان بیا په خپل غبرګون کې ادعا کړې چې هېڅ روغتون، د بیارغونې مرکز یا ملکي تاسیسات یې نه دي په نښه کړي.
یوناما له دواړو خواوو غوښتي چې نړیوال بشري قوانین رعایت کړي، روغتیايي مرکزونه هدف ونه ګرځوي او پر ملکي سیمو د درندو وسلو له کارولو ډډه وکړي.
په راپور کې د نورستان یوه پېښه هم یاده شوې چې د مارچ پر ۱۹مه د اختر له اوربند سره سره د یوې موسسې افغانه کارکوونکې او د هغې درې کلن زوی هغه مهال ووژل شول، چې د پاکستاني ځواکونو له ډزو وروسته سیند ته ولوېدل.
راپور زیاتوي، که څه هم اوس مهال نښتې یو څه کمې شوې دي، خو لا هم په بشپړ ډول نه دي درېدلې.
د طالبانو د چارواکو په وینا، د اپرېل په ۲۷مه د یوه پوهنتون په ګډون د اسعداباد ښار پر بېلابېلو سیمو د مرمیو لګېدو له امله اووه ملکي وګړي وژل شوي او ۸۵ نور ټپیان شوي دي.