• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بلوچستان کې د پاکستان د سمندري ساتونکو په ډزو کې ۲ کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۰۶:۱۲ GMT+۱

د بلوچستان د ګوادر اړوند کنټاني سیمه کې د پاکستان د سمندري ساتونکو او ځايي کارګرو ترمنځ په نښته کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. دغه شخړه د پاکستان د سمندري ساتونکو له‌خوا د یوې پوستې جوړېدو له امله رامنځته شوې ده.

د راپورونو له مخې؛ شخړه هغه مهال رامنځته شوه، چې د پاکستان سمندري ساتونکو غوښتل په سیمه کې پوسته جوړه کړي او د ایراني تېلو د لېږد کارګرو د خپل کار د بیا پیل هڅه کوله. وژل شوي کسان شاهزیب او سعود نومیږي او دواړه د خضدار ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

بلخوا د پاکستان سمندري ساتونکو په یوه اعلامیه کې ویلي، ځواکونو یې د ساحلي سیمو په اوږدو کې د ایراني تېلو د ناقانونه قاچاق د مخنیوي لپاره پوسته جوړوله؛ خو د دوی پر ځواکونو د «ورانکارو او وسله‌والو» له لوري برید وشو، چې له امله یې مرګ ژوبله رامنځته شوه.
په سیمه کې اوس هم ترینګلی وضعیت دوام لري او د پاکستان امنیتي ځواکونه هم په پراخه کچه په یاده سیمې کې ځای پرځای شوي دي.

ترویج لرونکی

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل
۱

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل

۲

د پېښور سترې محکمې افغانستان ته د شړل شوې پاکستانۍ مېرمنې د بېرته ستنولو غوښتنه کړې

۳
ځانګړی

طالبان په کابل کې پر عامو خلکو د نوري فایبر انټرنېټ خدمتونه قطع کوي

۴

سرچینې: موبي‌ګروپ نن له ۶ ساعتونو راهیسې د طالبانو د استخباراتو له لوري محاصره وو

۵

د طالبانو ادعا؛۶کاله وروسته به د ګاونډیو هېوادونو ناروغان د درملنې لپاره افغانستان ته راځي

•
•
•

نور کیسې

د عمران خان کورنۍ هغه ته د روغتیايي اسانتیاوو نه برابرېدو له امله محکمې ته عریضه کړې ده

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۰۵:۱۳ GMT+۱

د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان خور عظمی خان د اسلام‌اباد سترې محکمې ته عریضه کړې او غوښتنه یې کړې، چې عمران خان دې د مناسبې روغتیایي درملنې لپاره شفا نړۍوال روغتون ته ولېږدول شي.

په عریضه کې ویل شوي، عمران خان د سترګې له جدي ناروغۍ او د وینې لخته کېدو له ستونزې سره مخ دی چې ښايي د زړه یا دماغو لپاره یې هم ګواښ رامنځته کړي. د هغه کورنۍ ویلي، چې په زندان کې ورته لازمې طبي اسانتیاوې نه برابرېږي او دوامداره روغتیایي پاملرنې ته اړتیا لري.

په عریضه کې دا هم راغلي، چې د عمران خان شخصي ډاکټرانو او کورنۍ ته د هغه د لیدو اجازه نه ورکول کېږي او دا د اساسي او بشري حقونو خلاف کړنه ده. د عمران خان کورنۍ د اسلام‌اباد سترې محکمې هغه پرېکړه هم ننګولې، چې یوازې یې د طبي بورډ د جوړولو امر کړی و.

په عریضه کې د نواز شریف او اصف علي زرداري یادونه هم شوې او ویل شوي، چې نورو سیاسي مشرانو ته د بند پرمهال پراخې روغتیایي اسانتیاوې ورکړل شوې وې. عریضه کاږي، د ناروغ زنداني کورنۍ حق لري چې هغه ته لاسرسی ولري او ډاډ ترلاسه کړي چې مناسبه درملنه او روغتیايي پاملرنه ور رسېږي.
د عریضې له مخې؛ دغه کار یوازې هغه مهال شونی دی چې د زنداني د درملنې له بهیره یې کورنۍ باخبره وي او په دوامداره توګه معلومات ورکړل شي. په عریضه کې راغلي، عمران خان او د هغه کورنۍ څو ځله شکایت کړی چې د هغه ژوند او روغتیا له ګواښ سره مخ ده؛ خو یادې خبرې ته هیڅ ډول پاملرنه نه‌ده شوې.

د عمران خان کورنۍ سربېره پر دې د هغه شخصي ډاکټرانو ته د معاینې اجازې نه ورکول او ان له کورنۍ سره یې پر ملاقات بندیز ناقانونه کار ګڼلی دی. د عمران خان کورنۍ په وار، وار د هغه د روغتیا په اړه اندېښنه ښودلې وه.
تر دې وړاندې د هغه وکیل ویلي و، چې د عمران خان ښۍ سترګې خپل ۸۵سلنه لید له لاسه ورکړی دی. بل لور ته د زندان چارواکي ادعا کوي، چې عمران خان ته په منظمه توګه روغتیایي اسانتیاوې برابرېږي او روغتیايي وضعیت یې تر پخوا ښه دی.

وال سټریټ ژورنال: متحده عربي اماراتو په پټه د ایران پرضد پوځي بریدونه کړي

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۰۳:۳۰ GMT+۱

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د «باخبره سرچینو» په حواله راپور ورکړی، چې متحده عربي اماراتو په پټه د ایران پرضد پوځي بریدونه ترسره کړي دي. د راپور له مخې؛ متحده عربي اماراتو په ښکاره ډول د دغه بریدونو پخلی نه‌دی کړی.

د یادې ورځپاڼې په وینا؛ دغه اقدام متحده عربي امارات د جګړې د اړخ په توګه پېژني. وال سټریټ ژورنال زیاته کړې، چې په دغه بریدونو کې د فارس خلیج په لاوان ټاپو کې د ایران پر یوې تصفیې خونې هم برید شوی.
ویل شوي، چې دغه برید د وري میاشتې په منځنیو ورځو کې شوی و. د راپور په بله برخه کې راغلي، چې متحده عربي امارات اوس تهران د خپل ټیکاو او اقتصاد لپاره مستقیم ګواښ ګڼي.

یادې ورځپاڼې همداراز لیکلي: «د اټکلونو له مخې ویل کېږي، چې متحده عربي اماراتو د خپلو فرانسوي میراژ جنګي الوتکو او چینایي بې‌پیلوټه الوتکو پرمټ د ایران دننه عملیات کړي دي».

د وال سټریټ ژورنال په وینا؛ امریکا د جګړې په برخه کې د متحده عربي اماراتو له ګډون څخه ناخوښه نه‌دی او په غیرعلني ډول یې د خلیجي هېوادونو له هغې همکارۍ هرکلی کړی، چې د ایران پرضد ترسره کېږي.

افغان ایواک: د افغان ځانګړو ویزو د دوسیو ځنډ د امریکا د حکومت «جدي ناکامي» ښیي

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۰۱:۲۹ GMT+۱

د افغان کډوالو د ملاتړ اداره افغان ایواک په خپل تازه اونیز راپور کې ویلي، چې یوې فدرالي محکمې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د افغان ځانګړې کډوالۍ ویزو د غوښتونکو په چارو کې پر «جدي ناکامۍ» تورن کړی او امر یې کړی چې د زرګونو افغان متحدینو دوسیې دې په چټک ډول وڅېړل شي.

د راپور له مخې، قاضي تانیا چټکن د مې په اتمه په خپلې پرېکړه کې ویلي چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د افغان او عراقي متحدینو د دوسیو د ارزونې په برخه کې «په خواشینوونکي ډول ناکام» پاتې شوی دی.

محکمې امر کړی، چې وزارت باید د جون له میاشتې تر سپټمبر پورې هره میاشت زرګونه دوسیې پروسس کړي او وروسته بیا هره میاشت لږ تر لږه څلور زره قضیې بشپړې کړي، څو پاتې دوسیې ختمې شي.

افغان ایواک ویلي، دا لومړی ځل دی چې یوه فدرالي محکمه په ښکاره ډول د امریکا د حکومت چلند «د تعمیل د ناکامۍ» په توګه یادوي، نه یوازې د اداري ځنډ په توګه.

په راپور کې راغلي چې په امریکا کې یو شمېر هغو افغانانو ته، چې مخکې یې د کډوالۍ یا ګرین‌کارټ غوښتنلیکونه منل شوي وو، د امریکا د تابعیت او کډوالۍ ادارې له لوري ورته ناڅاپي پیغامونه استول شوي چې پکې ویل شوي: «ستاسو په دوسیه کې اقدام شوی.» د افغان ایواک په وینا، ځینې منل شوې دوسیې په موقتي ډول بېرته «تر ارزونې لاندې» حالت ته ګرځول شوې دي.

سازمان خبرداری ورکړی، چې دا وضعیت د هغو افغانانو اندېښنې زیاتوي چې له کلونو انتظار وروسته یې د استوګنې اسناد ترلاسه کړي دي.

راپور کې د قطر د ضرب‌الاجل موضوع ته هم اشاره شوې او ویل شوي، چې دوحه له واشنګټنه غوښتي، د ۲۰۲۶ کال تر سپټمبر پورې دې د «کاس» په مرکز کې ټول مېشت افغانان له قطره وباسي او نور افغانان دې هم دغه هېواد ته نه لېږدوي.

د افغان ایواک په وینا، اوس شاوخوا ۱۱۰۰ افغانان په «کاس» مرکز کې پاتې دي، چې نږدې ۹۰۰یې امریکا ته د داخلېدو اجازه ترلاسه کړې ده. د دغو کسانو له ډلې شاوخوا ۴۴۰ ماشومان او نږدې ۱۵۰ تنه د امریکايي پوځیانو د کورنیو غړي دي.

راپور زیاتوي چې د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت ته د افغان کډوالو د احتمالي لېږد طرحه لا هم «فعاله» ده او تر هغو چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت په رسمي ډول دا موضوع رد نه کړي، باید جدي وبلل شي.

افغان ایواک ویلي، د امریکا او اروپا هغه هڅې چې افغانستان د کډوالو د بېرته ستنولو لپاره «خوندي» معرفي کوي، د نړیوالو اصولو خلاف دي او د طالبانو حکومت ته مشروعیت ورکوي.

د راپور له مخې، شاوخوا ۲۶۰ زره افغان متحدین دا مهال په ۹۰ هېوادونو کې د کډوالۍ د پروسس په بهیر کې دي، چې له ډلې یې نږدې ۱۷۸ زره کسانو د امریکا د ماموریت د تایید پړاو بشپړ کړی دی.

ګراهام: که د ایراني الوتکو د لېږد راپور رښتیا وي باید د پاکستان د منځګړیتوب رول وارزول شي

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۰۱:۰۸ GMT+۱

د امریکا د سنا مجلس غړي لېنډسي ګراهام ویلي، که هغه راپورونه سم وي چې ګواکې ایران خپلې ځینې پوځي الوتکې پاکستان ته لېږدولي، نو د تهران او واشنګټن ترمنځ د منځګړي په توګه د پاکستان رول باید له سره وارزول شي.

ګراهام دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې سي‌بي‌اېس خبري شبکې راپور ورکړ، ایران د جګړې له احتمالي خطرونو د خوندي پاتې کېدو لپاره خپلې یو شمېر پوځي الوتکې پاکستان ته انتقال کړې دي.

نوموړي په اېکس کې لیکلي: «که دا راپور دقیق وي، نو دا به د ایران، امریکا او نورو اړخونو ترمنځ د پاکستان د منځګړیتوب د رول بشپړ بیا ارزونې ته اړتیا پیدا کړي.»

هغه زیاته کړې: «د اسراییل په اړه د پاکستان د دفاعي چارواکو د پخوانیو څرګندونو په پام کې نیولو سره، که دا موضوع رښتیا وي، زه به پرې حیران نه شم.»

تر دې وړاندې سي‌بي‌اېس د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی و چې ایران خپلې ځینې پوځي او ملکي الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولې دي، څو د احتمالي بریدونو له خطره خوندي پاتې شي. خو پاکستاني چارواکو دغه ادعاوې رد کړې او طالبانو هم ویلي چې په افغانستان کې هېڅ ایراني الوتکه نه ده ځای پر ځای شوې.

مولانا فضل الرحمن: په پاکستان کې هېڅ ډول حکومت شتون نه لري

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۱ GMT+۱

د پاکستان د جمعيت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ويلي، په پاکستان کې هېڅ ډول حکومت شتون نه لري او که څه شته هم نو د دوی په سیمو کې «د حکومت هېڅ حاکميت» نشته.

د دوشنبې په ورځ د پاکستان پارلمان ته په وينا کې هغه وويل، د خيبرپښتونخوا په سويلي ولسواليو کې «په لرې پرتو سيمو کې په جوماتونو او بېټکونو کې وسله وال موجود دي، څوک له ويرې خپل ماشوم ښوونځي ته نشي لېږلی».

هغه زياته کړه، «په سیمه کې کاروبارونه په ټپه ودرېدلې دي، په لوي شمېر کې خلک کډې کوي خو حکومت په دې هېڅ خبره نه کوي، چې په هېواد کې څه روان دي».

هغه وويل، ډېره اسماعيل، ټانک، لکي مروت او بنو یې سیمې دي، «دغلته کوم سرتيری او نه کوم ملکي وګړی خوندي نه دي».

مولانا فضل الرحمان وويل، «په يوه ورځ د يوه کلي نه هغه سرتيری چې په رخصت وو، سهار له کوره بوتلل شوی، ويډیو یې جوړه شوې او په ډزو وژل شوی، او هم د دغه کلي نه ماسپښين بل تن بوتلل شوی او د ماښام نه وړاندې د هغه جسد ترلاسه کړل شوی دی».

په وروستيو کې د خيبرپښتونخوا په سويلي ولسواليو او قبايلي سيمو کې د ناامنۍ پېښو بیا زور نيولی دی.