• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ ځينې امريکايي رسنۍ تهران ته د ناسمو هيلو ورکولو له امله پر «خيانت» تورنې کړې

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۰۰:۱۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۰۲:۰۷ GMT+۱

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ځينو امريکايي رسنيو پر راپورونو نيوکه کړي او په خپلې ټولنيزې شبکې تروث سوشل کې لیکلي: «کله چې جعلي خبرونه وايي ايراني دښمن زموږ پر ضد په پوځي برخه کې ښه عمل کوي، دا يو ډول مجازي خيانت دی، ځکه دا ډول څرګندونې دروغجنې او ان مسخره کوونکې دي».

هغه زياته کړې: «دوی له دښمن سره مرسته او همکاري کوي! يوازنی کار چې کوي دا دی چې ايران ته ناسمې هيلې ورکوي، په داسې حال کې چې هېڅ هيله بايد موجوده نه وي».

ټرمپ پرته له دې چې د کومې ځانګړې رسنۍ نوم واخلي امریکایي رسنۍ او خبریالان «بزدلان» بللي او د خپل هېواد پر ضد یې پر تبلیغاتو تورن کړي دي.

نوموړي ادعا کړې، چې د ايران اسلامي جمهوريت په خپل سمندري ځواک کې ۱۵۹ بېړۍ لرلې، خو د ده په خبره «اوس ټولې بېړۍ د سمندر تل ته غورځېدلې دي».

ټرمپ ټينګار کړی، چې ايران اوس سمندري ځواک نه‌لري، هوايي ځواک او ټوله پوځي ټېکنالوژي يې له منځه تللې ده. هغه ليکلي: «د دوی مشران نور نه‌شته او هېواد له اقتصادي ناورين سره مخ دی. يوازې بايلونکي، ناشکره او احمقان کولی شي د امريکا پر ضد تبليغات وکړي».

ترویج لرونکی

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل
۱

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل

۲

د پېښور سترې محکمې افغانستان ته د شړل شوې پاکستانۍ مېرمنې د بېرته ستنولو غوښتنه کړې

۳
ځانګړی

طالبان په کابل کې پر عامو خلکو د نوري فایبر انټرنېټ خدمتونه قطع کوي

۴
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۵

د طالبانو ادعا؛۶کاله وروسته به د ګاونډیو هېوادونو ناروغان د درملنې لپاره افغانستان ته راځي

•
•
•

نور کیسې

سهیل اپریدي: عمران خان او د هغه مېرمن باید سمدستي روغتون ته ولېږدول شي

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۲۰:۵۱ GMT+۱

د خيبرپښتونخوا اعلی وزير سهيل اپريدي او د تحریک انصاف ګوند د بنسټګر عمران خان خويندو په سمدستي ډول روغتون ته د درملنې لپاره د عمران خان او د هغه د میرمنې د لېږدولو غوښتنه وکړه. اپریدي ګواښ وکړ، که تر یوې اونۍ روغتون ته ونه‌لېږدول شي، نو «بیا به له سخت چلند سره راشو».

سهيل اپريدي د سې‌شنبې په ماخوستن د پېنډۍ د اډياله زندان مخې ته له رسنيو سره خبرو کې وويل، «موږ غوښتنه کوو چې عمران خان او د هغه مېرمن بشری بي بي دې سمدستي روغتون ته ولېږدول شي او د هغوی د کورني او شخصي معالجو تر څارلاندې دې یې علاج ترسره کړل شي».

هغه وويل، دا د هغوی اساسي قانوني حق دی او ګواښ یې وکړ، که تر راتلونکې سې‌شنبې ورځې پورې عمران خان د درملنې لپاره روغتون ته ونه لېږدول شي نو «موږ به له دې په زيات سخت چلند راشو». هغه د «سخت چلند» د څرنګوالي په تړاو وویل، دا «سخت چلند» به هغه وخت معلوم شي.

د نوموړي په وینا، د عمران خان خويندې نن هم له هغه سره ليدو ته نه‌دي پرېښودل شوي او همداراز د عمران خان خويندو غوښتنه وکړه، چې د ورور درملنه یې د هغه له خپل معالج سره وشي او پر حکومت په نیوکو سره څرګنده کړه، چې له عمران خان سره تبعيضي چلند روان دی.

خو حکومت له دې وړاندې دغه تورونه رد کړي او ويلي يې دي، عمران خان چې کله ناروغه شوی روغتون ته لېږدول شوی دی.

بل لور ته په خواله رسنيو پر سهيل اپريدي نيوکې شوي، چې په خپله ايالت کې یې ناامني روانه ده او د سې‌شنبې په ورځ پېښور کې د امن لپاره پر خيبر لاريون کوونکو پوليسو اوښکې بهيونکي ګاز شیندلي او اعلی وزير د اډياله مخې ته د خپل ګوند له بنسټګر سره لیدنې ته په تمه ناست دی.

فارس خبري اژانس: ایران له ۵ باور جوړونکو شرطونو پرته له امریکا سره مذاکراتو ته نه داخلیږي

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۹:۴۵ GMT+۱

د سپاه پاسداران اړوند فارس خبري اژانس د یوې باخبره سرچینې له قوله راپور ورکړی، چې د ایران اسلامي جمهوریت به له امریکا سره د مذاکراتو دویم پړاو ته د «پنځو باور جوړونکو شرطونو» له پوره کېدو پرته داخل نه‌شي.

دې رسنۍ زیاته کړې، چې د ایران له لوري اعلان شوي شرطونه له امریکا سره د هر ډول خبرو د پیل لپاره لږ تر لږه د باور جوړونې تضمینونه دي.

فارس خبري اژانس د یوې «باخبره سرچینې» له قوله ویلي، چې د ایران اسلامي جمهوریت پنځه شرطونه دا دي: «په ټولو جبهاتو، په ځانګړي ډول لبنان کې د جګړې پای ته رسېدل، د بندیزونو لرې کېدل، د کنګل شویو پیسو ازادول، د جګړې له امله د اوښتو زیانونو جبران او پر هُرمز تنګي د ایران د حکومت د حاکمیت حق منل».

سپاه پورې تړلې دغې رسنۍ زیاته کړې، چې ایران د پاکستاني منځګړي له لارې امریکايي لوري ته ویلي، له اوربند وروسته د سمندري محاصرې دوام دا تصور لا پیاوړی کړی، چې له امریکا سره خبرې د باور وړ نه‌دي.

امریکا وایي د هرمز تنګی به د می میاشتې تر وروستیو پورې تړلی پاتې شي

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۷:۵۲ GMT+۱

د امریکا د انرژۍ وزارت اړوند احصایوي ادارې د سې‌شنبې په ورځ وویل چې دوی اټکل کوي د هرمز تنګی به د مې میاشتې تر وروستیو پورې په عملي ډول تړلی پاتې شي او د بېړیو تګ راتګ به له راتلونکې میاشتې په تدریجي ډول بېرته پیل شي.

د ایران له خوا د هرمز تنګي کنټرول، چې له امریکا او اسراییل سره د روانې جګړې پر مهال رامنځته شوی، د انرژۍ نړیوال بازارونه ګډوډ کړي، ځکه د منځني ختیځ د انرژۍ میلیونونه بېرله صادرات بند پاتې دي او په ټوله نړۍ کې یې د سون توکو د کمښت اندېښنې راپارولې دي.

په امریکا کې د پټرولو، ډیزلو او نورو سون توکو بیې د څو کلونو تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې، چې د نومبر له منځ‌مهاله ټاکنو څو میاشتې مخکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لپاره یوه ستره سیاسي ننګونه بلل کېږي.

د امریکا د انرژۍ د معلوماتو اداره اوس اټکل کوي چې سږ کال به په امریکا کې د پټرولو پرچون بیه په منځني ډول په هر ګېلن ۳،۸۸ ډالرو ته ورسېږي، چې دا د اپرېل میاشتې د پخوانۍ وړاندوینې په پرتله شاوخوا ۱۸ سېنټه زیاته ده.

دې ادارې ویلي، وړاندوینه یې پر دې ولاړه ده چې د هرمز تنګی به د مې میاشتې تر وروستیو پورې په عملي ډول تړلی وي او بیا به راتلونکې میاشت په تدریجي ډول بېرته پرانیستل شي.

د ادارې په وینا، د هرمز تنګي له لارې تګ راتګ، چې له جګړې مخکې د نړۍ د نفتو د عرضې شاوخوا پنځمه برخه وه، تمه نه کېږي چې د روان کال تر وروستیو مخکې بېرته عادي حالت ته وګرځي.

د امریکا د انرژۍ د معلوماتو ادارې زیاته کړې چې د اپرېل په میاشت کې د عراق، سعودي عربستان، کویټ، متحده عربي اماراتو، قطر او بحرین په ګډون هېوادونو کې په ټولیز ډول هره ورځ د ۱۰.۵ میلیونه بېرلو خامو تېلو تولید درېدلی و.

ادارې ویلي چې د روان کال په دویمه ربع کې به د نړۍ د نفتو زېرمې په اوسط ډول هره ورځ ۸.۵ میلیونه بېرله راکمې شي، چې له امله به یې د برېنټ خامو تېلو بیه د مې او جون میاشتو پر مهال پر هر بېرل شاوخوا ۱۰۶ ډالرو ته نږدې پاتې شي.

پوتین وايي روسیه سږ کال نوی «سرمات» اتومي توغندی ځای پر ځای کوي

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۷:۴۳ GMT+۱

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې د مسکو نوی ستراتیژیک اتومي توغندی «سرمات» به د روان کال تر پایه پورې ځای پر ځای شي او دا یې «په نړۍ کې تر ټولو قوي توغندی» بللی دی. لویدیز امنیتي شنونکي د روسیې د نوي نسل وسلو په اړه د پوتین څرګندونې مبالغه وزمه بولي.

پوتین په یوه ټلویزیوني مرکه کې ویلي چې د دغه توغندي د خولۍ(وار هیډ) ځواک د لوېدیزو ورته وسلو په پرتله څلور برابره زیات دی او تر ۳۵ زره کیلومتره واټن په نښه کولی شي.

هغه ادعا کړې چې دغه توغندی «ټول شته او راتلونکي د توغندیو ضد دفاعي سیسټمونه ماتولی شي.»

له بلې خوا، لوېدیز امنیتي شنونکي وایي چې پوتین د روسیې د نوي نسل ځینو اټومي وسلو د وړتیاوو په اړه مبالغه کوي، چې دا د هغه د ۲۰۱۸ کال د اعلان شوي عصري کولو پروګرام برخه ده.

له ۲۰۲۲ کال راهیسې د اوکراین د جګړې له پیل وروسته، پوتین څو ځله د روسیې د اټومي وسلو د لوی او قوي زېرمتون یادونه کړې، چې لوېدیځ یې د اوکراین په ملاتړ د سخت دریځۍ د کمولو هڅه بولي.

کویت د سپاه پاسداران د نفوذي کسانو له نیول کېدو وروسته د ایران سفیر احضار کړی

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۷:۱۹ GMT+۱

د کویت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ایران سفیر یې له دې امله احضار کړی چې په سپاه پاسداران پورې تړلې یوې ډلې «بوبیان» ټاپو ته د نفوذ هڅه کړې ده.

د کویت د کورنیو چارو وزارت ویلي، هغه څلور کسان چې د سمندر له لارې په ناقانونه توګه دغه هېواد ته داخل شوي وو، د پلټنو پر مهال یې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب غړیتوب منلی دی.

د یاد وزارت په وینا، دغو کسانو اعتراف کړی، چې دوی ته د کب نیونې د یوې کښتۍ له لارې بوبیان ټاپو ته د نفوذ کولو لارښوونه شوې وه.

د خبرپاڼې له مخې، دغه کسان د کویټ له وسله‌والو ځواکونو سره ښکېل شوي چې په پایله کې یې یو کویټی سرتېری ټپي شوی او د نفوذي ډلې دوه غړي تښتېدلي دي.