• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمد صادق د استرالیا له ترهګرۍ ضد سفیرې سره افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر موجودیت خبرې کړي

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۹:۰۰ GMT+۱

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، چې د استرالیا د ترهګرۍ ضد برخې له سفیرې مېرمن ګېما هاګینز سره یې د افغانستان د امنیتي وضعیت او په دغه هېواد کې د «مېشتو» ترهګرو ډلو په اړه خبرې کړې دي. طالبانو په وار وار افغانستان کې د ترهګریزو سازمانونو حضور رد کړی دی.

محمد صادق د سې‌شنبې په ورځ (د غويي ۲۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د شاوخوا ۲۰ هېوادونو اړوند د ترهګرو ډلو د موجودویت په اړه خبرې کړې دي. د هغه په خبره، دغه ډلې نه یوازې د سیمې هېوادونو، بلکې نړیوالې ټولنې ته هم ګواښ پېښوي.

هغه په دې کتنه کې د استرالیا له حکومت څخه د هغې وروستۍ پرېکړې له امله هم مننه کړې، چې د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بي‌اېل‌اې) یې د ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړی دی.

طالبانو په تکرار سره افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت او حضور رد کړی او دا یې ویلي، چې د افغانستان خاوره به هېڅکه د نورو هېوادونو پر وړاندې ونه‌کارول شي او همداراز یې دعا کړې، چې داعش په پاکستان کې پټنځایونه لري او له پاکستان څخه یې غوښتي چې، پر وړاندې یې اقدام وکړي.

ترویج لرونکی

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل
۱

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل

۲

د پېښور سترې محکمې افغانستان ته د شړل شوې پاکستانۍ مېرمنې د بېرته ستنولو غوښتنه کړې

۳
ځانګړی

طالبان په کابل کې پر عامو خلکو د نوري فایبر انټرنېټ خدمتونه قطع کوي

۴

د طالبانو ادعا؛۶کاله وروسته به د ګاونډیو هېوادونو ناروغان د درملنې لپاره افغانستان ته راځي

۵
څېړنیز راپور

سخت دریځي سني پاله طالبان ولې له ایراني شیعه رژیم سره ملګرتیا پالي؟

•
•
•

نور کیسې

د ټي‌ټي‌پي ویاند: موږ زده‌کړې او عصري علوم د وخت مهمه اړتیا ګڼو

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۸:۴۱ GMT+۱

د پاکستان طالبانو تحریک د زده‌کړو پر ضد دریځ رد کړی او ویلي یې دي، چې د خیبر پښتونخوا د لکي مروت او ټانک په ګډون ځینو سیمو کې د همدې ډلې په نوم د وېرې خپرولو لپاره ګواښ‌لیکونه خپاره شوي. د دغې ډلې ویاند محمد خراساني یاده چاره رد او د پاکستاني استخباراتو «پروپېګنډه» یې بللې ده.

خراساني د سې‌شنبې په ورځ (د غويي ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ټي‌ټي‌پي «هېڅکله د تعلیم خلاف نه‌ده» او همداراز یې تعلیم «د وخت مهمه اړتیا» بللې ده. د ده په وینا، د تحریک مشرتابه او زیاتره غړي د دیني علومو تر څنګ له عصري علومو هم برخمن دي او «د تعلیم اړتیا او اهمیت ښه پېژني».

د ټي‌ټي‌پي ویاند ادعا کړې، چې د دې ډلې په نوم د ښوونځیو ودانۍ نړول کېږي او یا د نجونو د زده کړو ضد لیکونه خپرېږي چې «موخه یې یوازې د طالبانو بدنامول او په نړیواله کچه له جګړې ډالر ترلاسه کول دي».

له دې څرګندونو مخکې، د خیبر پښتونخوا د لکي مروت د تاجورۍ په تحصیل کې ټي‌ټي‌پي پورې منسوب یو ګواښ‌لیک عام شوی وو، چې په‌کې د صفا په نوم د یوه ښوونځي په ګډون شخصي ښوونځیو ته د نجونو پر اېستلو ټینګار شوی وو.
ځايي پولیسو ادعا کړې وه، چې په دغو ګواښ لیکونو کې ویل شوي، چې د غوښتنو د نه پوره کېدو په صورت کې د اړوندو ښوونځیو د «نښه کولو» خطر شته.

ننګرهار کې د‌ طالبانو والي په امر د خښتو بټۍ د نرخنامې د مراعت کولو په شرط پرانېستل شوې

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۸:۱۵ GMT+۱

په ننګرهار کې د‌ طالبانو ولایتي رسنیز دفتر د سې‌شنبې په ورځ ویلي، چې په دې ولایت کې د خښتو بټۍ د نوې ټاکل شوې نرخنامې د مراعت کولو په شرط بېرته پرانېستل شوې دي. د راپور له‌مخې، دا پرېکړه په ننګرهار کې د طالبانو د والي په لارښوونه او د ښاري محکمې د حکم له صادرېدو وروسته شوې ده.

د طالبانو د بيو کنټرول او احتکار مخنیوي کميسيون مشر عبدالله ساجد ویلي، چې د خښتو بټیو مالکانو له دوی سره په لیکلې بڼه ژمنه کړې، چې د طالبانو د قوانینو، اصولو او مقرراتو اطاعت به کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د «خښټو ټولنې خپلسری مشر» وروسته له هغې خوشې شو، چې ده او د اتحادیې غړو یې نوې نرخنامه ومنله او ژمنه یې وکړه، چې په راتلونکي کې به له سرغړونو ډډه کوي.

طالبانو په ننګرهار کې د خښتو بټیو ټولنې مشر له نرخنامې د سرغړونې په تور نیولی | افغانستان انټرنشنل پښتو

د کميسيون په وینا، د بټیو مالکانو ژمنه کړې، که هر څوک اصول له پامه غورځوي، قانوني مسوولیت به د هماغه سرغړونکي پر غاړه وي.

همدارنګه ویل شوي، چې په نږدې وخت کې به د طالبانو عدلیې ریاست تر چتر لاندې د خښتو بټیو منظمه اتحادیه جوړه شي څو د بټیو چارې د مشخصو اصولو له مخې پر مخ ولاړې شي.

د معلوماتو له مخې، د نوې نرخنامې پر بنسټ د زر لومړۍ درجې خښتو بیه درې زره او درې سوه افغانۍ ټاکل شوې ده. د ادارو په باور، د نرخنامې تطبیق به د بازار ثبات او د احتکار مخنیوي کې مرسته وکړي. تر دې مخکې ځایي اوسېدونکو شکایت کړی وو، چې د خښتو بیې په په سارې توګه لوړې شوې دي.

دخوړو نړیوال پروګرام له افغان زیانمنو کسانو سره د خپلو مرستو پر دوام ټینګار کړی

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۷:۲۹ GMT+۱

د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) له مسوولانو سره په لیدنه کې د افغانستان د محلي اقتصاد د پیاوړتیا، له اړمنو کورنیو سره د مرستو او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په اړه خبرې کړې دي.

یادې ادارې ویلي، په دې لیدنه کې حنفي ټینګار کړی چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو کسانو ته باید ځانګړې پاملرنه وشي او راستنو شویو افغانانو ته د کار زمینې برابرې شي.

هغه همدارنګه ویلي چې د هېواد دننه له موجودو ظرفیتونو څخه باید په اغېزناک ډول ګټه واخیستل شي.

د خبرپاڼې له مخې، د خوړو نړیوال پروګرام اجرایي مرستیال کارل سکاو ډاډ ورکړی چې اداره به یې په افغانستان کې له زیانمنو شویو کورنیو او د خوارځواکۍ له ستونزې سره مخ ماشومانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د ناروې ځانګړی استازی له امیرخان متقي سره پر دوه اړخیزو مسایلو غږېدلی

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۵:۰۴ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ناروې نوي ټاکل شوي ځانګړي استازي بیورن هانسن په کابل کې د طالبانو د بهرنیو له چارو وزیر امیرخان متقي سره پر دوه اړخیزو او سیمه ییزو مسایلو خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې لیدنه کې بیورن هانسن ویلي، ناروې له افغانستان سره تاریخي اړیکې لري او تل یې هڅه کړې چې د افغانستان د ثبات لپاره رغنده رول ولوبوي.

وزارت د نوموړي له قوله ویلي، په افغانستان کې د امنیت، د نشه يي توکو پر ضد مبارزې او ځینو نورو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لیدل کېږي، او اړتیا ده چې له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د عادي کېدو ترڅنګ لا زیاتو همکاریو ته هم لاره هواره شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې امیرخان متقي له طالبانو سره له ۲۰۲۱ کال مخکې او وروسته د ناروې ذ مثبتو اړیکو او همکاریو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې له رامنځته شوي ثبات څخه باید اعظمي استفاده وشي، څو د لا زیاتو پرمختګونو زمینه برابره شي.

دغه لیدنه داسې مهال ده، چې د ناروې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال تهران ته تللی او د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره یې لیدلي دي.

په کابل کې ځینې خصوصي بانکونه مراجعینو ته له ۲۰ زرو ډېرې افغانۍ نه ور کوي

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۳:۳۶ GMT+۱

په کابل او ولایتونو کې یو شمېر خلک شکایت کوي، چې ځینې خصوصي بانکونه د اختر په ورځو کې خلکو ته له ۲۰ زرو ډېرې افغانۍ نه ور کوي. د مشتریانو په وینا، له بهره د حوالو ټولې پیسې هم نه ور کول کیږي.

په کابل او ولایتونو کې د خصوصي بانکونو یو شمېر مشتریانو شکایت کړی، چې د اختر په ورځو کې دوی له خپلو اکاونټونو له ۲۰ زرو افغانیو ډېرې نه شي اېستلی او دغه پیسې هم له خورا ډېر انتظار او کړاو وروسته ترلاسه کوي.

له کابل څخه دریو تنو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د بانک مسوولان یوازې ۲۰ زره افغانۍ، یا ۱۵۰ امریکايي ډالر ور کوي او، چې کله د خلکو شمېر ډېریږي، «د سیسټم د کار نه کولو په نامه مراجعین رخصت کیږي».

د عزیزي خصوصي بانک یوه مشتري وویل، چې « له بهره پیسې راته حواله شوې وې، خو د بانک په کاونټر کې ټولې پیسې رانه کړل شوې، یوازې ۲۰ زره افغانۍ یې راکړې».

نوموړی نیوکه کوي، چې دغه پیسې د اختر د قربانۍ او نورو لګښتونو لپاره ور استول شوې، خو دی نه شي کولای د اختر لپاره په شل زره افغانیو څاروی او نور توکي وپېري.

په کابل کې خصوصي بانکونو او د افغانستان بانک ددغو ستونزو د لامل په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي، خو له ورته ستونزې له دې وړاندې هم شکایت شوی دی.

یو شمېر بانکونو له دې وړاندې د کس او ورځې پر بنسټ حد ټاکلی و، چې د خلکو ورځنۍ ستونزې اوارې شي او د بانکونو نعدي زیرمې هم خوندي شي.

د اقتصادي چارو شنونکي وايي، مراجعینو ته د نغدو پیسو پر ورکولو محدودیت مختلف عوامل لرلی شي، چې د نغدو پیسو کمېدل هم پکې شامل دي، ځکه د اختر په څېر مناسبتونو کې خلک له خپلو حسابونو ډېرې پیسې باسي او بانکونه د ټولو مراجعینو د اړتیا پوره کولو لپاره د ورځني یا سړي سر حد ټاکلو ته اړ وځي.

د یوه خصوصي بانک یو تن کارکوونکي وویل، چې « له بهره حواله شوې پیسې سملاسي په فزیکي نغدو نه بدلېږي او بانکونه اړ دي، چې تصفیه او مدیریت یې کړي». د نوموړي په وینا، دا ډول ستونزې محدودې دي او زر اواریږي.

د افغانستان په خصوصي بانکونو کې د نغدو پیسو د کمېدو په تړاو له دې وړاندې هم شکایتونه شوي، خو خلک لا هم په دغو بانکونو کې د خپلو پیسو په برخه کې له قیوداتو او بندیزونو سره مخ دي.