• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

دخوړو نړیوال پروګرام له افغان زیانمنو کسانو سره د خپلو مرستو پر دوام ټینګار کړی

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۷:۲۹ GMT+۱

د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) له مسوولانو سره په لیدنه کې د افغانستان د محلي اقتصاد د پیاوړتیا، له اړمنو کورنیو سره د مرستو او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په اړه خبرې کړې دي.

یادې ادارې ویلي، په دې لیدنه کې حنفي ټینګار کړی چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو کسانو ته باید ځانګړې پاملرنه وشي او راستنو شویو افغانانو ته د کار زمینې برابرې شي.

هغه همدارنګه ویلي چې د هېواد دننه له موجودو ظرفیتونو څخه باید په اغېزناک ډول ګټه واخیستل شي.

د خبرپاڼې له مخې، د خوړو نړیوال پروګرام اجرایي مرستیال کارل سکاو ډاډ ورکړی چې اداره به یې په افغانستان کې له زیانمنو شویو کورنیو او د خوارځواکۍ له ستونزې سره مخ ماشومانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ترویج لرونکی

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل
۱

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل

۲

د پېښور سترې محکمې افغانستان ته د شړل شوې پاکستانۍ مېرمنې د بېرته ستنولو غوښتنه کړې

۳
ځانګړی

طالبان په کابل کې پر عامو خلکو د نوري فایبر انټرنېټ خدمتونه قطع کوي

۴

د طالبانو ادعا؛۶کاله وروسته به د ګاونډیو هېوادونو ناروغان د درملنې لپاره افغانستان ته راځي

۵
څېړنیز راپور

سخت دریځي سني پاله طالبان ولې له ایراني شیعه رژیم سره ملګرتیا پالي؟

•
•
•

نور کیسې

د ناروې ځانګړی استازی له امیرخان متقي سره پر دوه اړخیزو مسایلو غږېدلی

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۵:۰۴ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ناروې نوي ټاکل شوي ځانګړي استازي بیورن هانسن په کابل کې د طالبانو د بهرنیو له چارو وزیر امیرخان متقي سره پر دوه اړخیزو او سیمه ییزو مسایلو خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې لیدنه کې بیورن هانسن ویلي، ناروې له افغانستان سره تاریخي اړیکې لري او تل یې هڅه کړې چې د افغانستان د ثبات لپاره رغنده رول ولوبوي.

وزارت د نوموړي له قوله ویلي، په افغانستان کې د امنیت، د نشه يي توکو پر ضد مبارزې او ځینو نورو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لیدل کېږي، او اړتیا ده چې له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د عادي کېدو ترڅنګ لا زیاتو همکاریو ته هم لاره هواره شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې امیرخان متقي له طالبانو سره له ۲۰۲۱ کال مخکې او وروسته د ناروې ذ مثبتو اړیکو او همکاریو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې له رامنځته شوي ثبات څخه باید اعظمي استفاده وشي، څو د لا زیاتو پرمختګونو زمینه برابره شي.

دغه لیدنه داسې مهال ده، چې د ناروې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال تهران ته تللی او د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره یې لیدلي دي.

په کابل کې ځینې خصوصي بانکونه مراجعینو ته له ۲۰ زرو ډېرې افغانۍ نه ور کوي

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۳:۳۶ GMT+۱

په کابل او ولایتونو کې یو شمېر خلک شکایت کوي، چې ځینې خصوصي بانکونه د اختر په ورځو کې خلکو ته له ۲۰ زرو ډېرې افغانۍ نه ور کوي. د مشتریانو په وینا، له بهره د حوالو ټولې پیسې هم نه ور کول کیږي.

په کابل او ولایتونو کې د خصوصي بانکونو یو شمېر مشتریانو شکایت کړی، چې د اختر په ورځو کې دوی له خپلو اکاونټونو له ۲۰ زرو افغانیو ډېرې نه شي اېستلی او دغه پیسې هم له خورا ډېر انتظار او کړاو وروسته ترلاسه کوي.

له کابل څخه دریو تنو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د بانک مسوولان یوازې ۲۰ زره افغانۍ، یا ۱۵۰ امریکايي ډالر ور کوي او، چې کله د خلکو شمېر ډېریږي، «د سیسټم د کار نه کولو په نامه مراجعین رخصت کیږي».

د عزیزي خصوصي بانک یوه مشتري وویل، چې « له بهره پیسې راته حواله شوې وې، خو د بانک په کاونټر کې ټولې پیسې رانه کړل شوې، یوازې ۲۰ زره افغانۍ یې راکړې».

نوموړی نیوکه کوي، چې دغه پیسې د اختر د قربانۍ او نورو لګښتونو لپاره ور استول شوې، خو دی نه شي کولای د اختر لپاره په شل زره افغانیو څاروی او نور توکي وپېري.

په کابل کې خصوصي بانکونو او د افغانستان بانک ددغو ستونزو د لامل په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي، خو له ورته ستونزې له دې وړاندې هم شکایت شوی دی.

یو شمېر بانکونو له دې وړاندې د کس او ورځې پر بنسټ حد ټاکلی و، چې د خلکو ورځنۍ ستونزې اوارې شي او د بانکونو نعدي زیرمې هم خوندي شي.

د اقتصادي چارو شنونکي وايي، مراجعینو ته د نغدو پیسو پر ورکولو محدودیت مختلف عوامل لرلی شي، چې د نغدو پیسو کمېدل هم پکې شامل دي، ځکه د اختر په څېر مناسبتونو کې خلک له خپلو حسابونو ډېرې پیسې باسي او بانکونه د ټولو مراجعینو د اړتیا پوره کولو لپاره د ورځني یا سړي سر حد ټاکلو ته اړ وځي.

د یوه خصوصي بانک یو تن کارکوونکي وویل، چې « له بهره حواله شوې پیسې سملاسي په فزیکي نغدو نه بدلېږي او بانکونه اړ دي، چې تصفیه او مدیریت یې کړي». د نوموړي په وینا، دا ډول ستونزې محدودې دي او زر اواریږي.

د افغانستان په خصوصي بانکونو کې د نغدو پیسو د کمېدو په تړاو له دې وړاندې هم شکایتونه شوي، خو خلک لا هم په دغو بانکونو کې د خپلو پیسو په برخه کې له قیوداتو او بندیزونو سره مخ دي.

طالبانو د طلوع نیوز د نیول شویو خبریالانو دوسیه محکمې ته راجع کړې ده

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۳:۱۴ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت تایید کړې چې په کابل کې د طلوع نیوز خصوصي رسنۍ دوه خبریالان منصور نیازی او عمران دانش څو ورځې وړاندې نیول شوي دي. د طالبانو په اعلامیه کې راغلي چې د یادو خبریالانو دوسیه تر څېړنو لاندې ده او محکمې تر اوسه پرېکړه نه ده کړې.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران نن سې شنبه، د غويي پر۲۲مه ویلي، چې چې ددې ډلې امنیتي ادارو څو ورځې وړاندې د طلوع نیوز دوه خبریالان، منصور نیازی او عمران دانش نیولي دي.

دغه وزارت ویلي چې د یادو خبریالانو قضیې تر څېړنو لاندې دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ویاند په اعلامیه کې راغلي، چې د نیول شویو خبریالانو دوسیې لا هم بشپړې شوې نه دي او محکمې تر اوسه د هغوی په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، چې په رسنیو کې د دوی په اړه خپاره شوي خبرونه ناسم دي.

د طلوع‌نیوز د خبرونو ویاند او د سیاسي او جنايي خپرونو چلوونکی منصور نیازی د تېرې پنجنشبې په ورځ (د غويي ۱۷مه) د کابل له شېرشاه مېنې (کارته چهار) او د خبرونو ویاند او د سیاسي برخې مسوول عمران دانش وړم ماښام (شنبه د غويي ۱۹مه) د طلوع‌نیوز دفتر له شاوخوا سیمو څخه نیول شوي دي.

د افغانستان بانک د شرکتونو پر بانکي ضمانتونو لګېدلي محدودیتونه لرې کړي

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۳:۰۰ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک اعلان کړی، چې د شرکتونو پر بانکي ضمانتونو لګېدلي محدودیتونه یې لرې کړي دي. دا مالي ضمانتونه د مخکیني حکومت پر مهال د پروژو او قراردادونو لپاره په بانکونو کې اېښودل شوي وو.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک نن سې شنبه، د غويي پر ۲۲مه اعلان کړی، چې د تېر حکومت پر مهال د شرکتونو او قراردادي بنسټونو پر اېښودل شویو بانکي ضمانتونو یې لګېدلي محدودیتونه لرې کړي دي.

د افغانستان بانک د خبرتیا له مخې، دا پرېکړه د ټولو سوداګرو، شرکتونو او قراردادي بنسټونو لپاره شوې ده.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د افغانستان بانک له لوري د دغو بنسټونو پر بانکي ضمانتونو ځینې محدودیتونه لګول شوي وو، چې اوس په بشپړه توګه لغوه شول.

یاد بانک ویلي، چې دا اقدام یې د سوداګرۍ د اسانتیا او د خصوصي سکتور د ملاتړ په موخه کړی دی.

دغه بانک زیاته کړې، چې د محدودیتونو لرې کول به د پانګونې د هڅونې او د هېواد د اقتصادي فعالیتونو د پیاوړتیا لامل شي.

د مخکیني حکومت له پرځېدو او د طالبانو له واکمنېدو سره سم، د افغانستان بانکي سکتور له جدي محدودیتونو سره مخ شو او شرکتونو خپلو مالي ضمانتونو ته لاسرسی نه درلود.

طالبانو حکومت اوس وایي چې د دې محدودیتونو په لرې کولو سره غواړي په هېواد کې اقتصادي بهیر بېرته عادي حالت ته راولي.

د طالبانو د عدلیې وزیر وايي چې د خصوصي روغتونونو اتحادیې دې جوړې شي

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۲:۱۱ GMT+۱

د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په کابل کې د خصوصي روغتونونو له مسوولینو سره په لیدنه کې د خصوصي روغتونونو د یوې ګډې اتحادیې د جوړېدو په اړه خبرې کړې دي. د روغتونونو مسوولانو ویلي، په کابل کې ۱۲۶ خصوصي روغتونونه فعالیت کوي، چې د یوې اتحادیې تر چتر لاندې به منسجم شي.

د طالبانو د عدلیې وزارت نن سې شنبه، د غويي پر ۲۲مهوویل، چې ددغه وزارت وزیر عبدالحکیم شرعي په کابل کې د یو شمېر خصوصي روغتونونو له مسوولانو سره لیدلي او د دغو روغتونونو لپاره یې د یوې ګډې اتحادې پر جوړولو خبرې کړې دي.

عبدالحکیم شرعي په دې لیدنه کې د طبابت مسلک ته په اشارې سره له ډاکټرانو غوښتي چې د ناروغانو په درملنه کې خپل مسوولیت ادا کړي.

هغه زیاته کړې، چې د افغانستان ډېری وګړي مالي توان نه لري او خصوصي روغتونونه باید له اړو ناروغانو سره مرسته وکړي او له هغوی څخه د زیاتو پیسو له اخیستلو ډډه وکړي.

د طالبانو د عدلیې وزیر همدارنګه خبرداری ورکړی چې دوی په دوامداره توګه د ټولو برخو فعالیتونه څاري او له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وکړي.

په ورته وخت کې د خصوصي روغتونونو مسوولینو ژمنه کړې چې د اتحادیې د جوړېدو چارې به پرمخ بوځي.