• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان په سنا کې د اپوزيسيون او حکومت ترمنځ د خيبرپښتونخوا د امنيت پر سر جنجال وشو

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۹:۴۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۲۲:۲۸ GMT+۱

د پاکستان په سنا کې د اپوزيسيون او حکومتي استازو ترمنځ د خیبرپښتونخوا د امنیتي وضعیت پر سر جنجال رامنځته شو. دغه جنجال هغه مهال پیل شو، چې د اپوزيسيون غړي مولانا عطاالرحمان د پوښتنې په توګه مطرح کړه، چې ایا خيبرپښتونخوا «ترهګرو ته سپارل شوی»؟

د ډان‌نيوز د خبر له‌مخې، مولانا عطاالرحمان وويل، ولې «زموږ (د پښتنو) وينه ارزانه ګڼل کيږي، د خيبرپښتونخوا لپاره ولې اندېښنه نشته»؟ هغه همداراز د پښتونخوا د امنيت په تړاو کې د تحریک انصاف پر ايالتي حکومت هم د بې پروايۍ تور ولګاوه.

هغه په لکي مروت او بنو کې د وروستيو بریدونه په يادونې سره د سنا غړو ته په خطاب کې وویل، پښتونخوا او بلوچستان ته دې باید اهميت ورکړل شي.

دغو څرګندونو ته په ځواب کې د پارلماني چارو وزیر طارق فضل چودري وویل، چې هره ترهګریزه پېښه په سنا کې غندل شوې ده. «زه باور نه‌لرم چې زموږ زړونه په دغو پېښو نه دردېږي»، هغه وویل، چې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د ترهګرۍ پرضد لا هم عملیات روان دي.

د پاکستان د لومړي وزیر د سیاسي چارو سلاکار رانا ثناالله بیا وویل، چې د عطاالرحمان پر وطن‌پالنې یې بشپړ باور دی او د خيبرپښتونخوا د جلا کېدو خبرې یې رد کړې.

دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په دې وروستیو کې په خیبرپښتونخوا کې وسله‌والو بریدونو زور اخیستی دی.

ترویج لرونکی

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل
۱

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل

۲

د پېښور سترې محکمې افغانستان ته د شړل شوې پاکستانۍ مېرمنې د بېرته ستنولو غوښتنه کړې

۳
ځانګړی

طالبان په کابل کې پر عامو خلکو د نوري فایبر انټرنېټ خدمتونه قطع کوي

۴
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۵

د طالبانو ادعا؛۶کاله وروسته به د ګاونډیو هېوادونو ناروغان د درملنې لپاره افغانستان ته راځي

•
•
•

نور کیسې

سمېع سادات: د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه لا پراخېدلی او اوږدېدای شي

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۹:۴۱ GMT+۱

د متحدې جبهې مشر جنرال سمېع‌ سادات ویلي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روانې شخړې د پایته رسېدو لپاره تګلاره نه‌شته او د پاکستان د پالیسیو تناقضات جګړه اوږدوي. د نوموړي په وینا، اسلام‌اباد ۲۰ کاله طالبان پیاوړي کړل، خو له ۲۰۲۱ کال وروسته دا تګلاره پر ستراتیژیکو ستونزو بدله شوې.

جنرال سمېع سادات د سې‌شنبې په ورځ (د غويي ۲۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې تحریک طالبان پاکستان بیا منسجم شوی او په خیبر پښتونخوا کې یې بریدونه زیات کړي او هم‌مهاله د بلوچستان ازادي‌پالو عملیات پراخ شوي دي. د هغه په وینا، د بلوچستان ازادي‌پالو بریدونه پر پوځي تاسیساتو، لویو لارو او د چین پر «سېپیک» پروژې متمرکز دي او پر ډیورند کرښه نښتو د پاکستان او طالبانو ترمنځ بې‌باوري ژوره کړې ده.

سادات ادعا کړې، چې د پاکستان د امنیتي جوړښت دننه ښکاره درز رامنځته شوی؛ د پوځ یو برخه، طالبان او ټي‌ټي‌پي‌ د خپل ملي امنیت لپاره نېغ په نېغه ګواښ ګڼي او پر وړاندې یې د پوځي اقدام غوښتنه کوي، خو د ای‌اېس‌ای او مذهبي شبکو یوه برخه لاهم طالبان د سیمه‌ییز نفوذ وسیله بولي. ده زیاته کړې، دغه تناقض «یوې ځان-ځپونکې تګلارې» ته لار هواره کړې، چې «یو میاشت بمبارۍ کوي او بله میاشت د ګډې همکارۍ لارې لټوي».

د سادات په بارو، چې له دې ضدونقیض چلند څخه درنې اغېزې زیږېدلې دي. هغه وایي: «د پاکستان سرتېرو سلګونه تلفاتو، پر سیپیک او چینایي پروژو پرله‌پسې بریدونو، د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ناامنيو، اقتصادي کمزوري او سیاسي بېلوالی رامنځته کړی دی».

سادات ټینګار کړی، چې «پاکستان نه‌شي کولای افراطیت ودروي» او له اسلام‌اباد څخه یې غوښتي چې د ایډیالوژیکو پروژو پر ځای د دولت پر منافعو ولاړه واحده ملي تګلاره غوره کړي.

سادات همدارنګه له نړیوالې ټولنې، سیمه‌ییزو قدرتونو او د طالبانو ضد افغاني قوتونو غوښتي، چې د طالبانو دوامداره واکمنۍ ته یوازې د افغانستان د کورنۍ موضوع په سترګه ونه‌ګوري.

د هغه په وینا، که سیاسي اصلاحات، سیمه‌ییزه همکاري او د افغانستان په اړه بشپړ ستراتیژیک بدلون رامنځته نه‌شي، شخړه به له پولو واوړي او د کلونو لپاره به ټولې سیمې ته د بې‌ثباتۍ څپه خپره کړي.

محمود خان اڅکزي د پاکستان د ژغورنې لپاره د لنډمهالي حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه | افغانستان انټرنشنل پښتو

دا په داسې حال کې ده، چې همدا دوه ورځې مخکې د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي د پاکستان ژغورنې لپاره د «اڅکزي فورمول» په وړاندې کولو سره په دغه هېواد کې د لنډ مهالي حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه. هغه د ټولو سیاسي بندیانو پر خوشې کېدو له ټينګار سربېره ویلی، چې وسله‌وال ځواکونه باید له سیاسي چارو واېستل شي.

محمد صادق د استرالیا له ترهګرۍ ضد سفیرې سره افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر موجودیت خبرې کړي

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۹:۰۰ GMT+۱

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، چې د استرالیا د ترهګرۍ ضد برخې له سفیرې مېرمن ګېما هاګینز سره یې د افغانستان د امنیتي وضعیت او په دغه هېواد کې د «مېشتو» ترهګرو ډلو په اړه خبرې کړې دي. طالبانو په وار وار افغانستان کې د ترهګریزو سازمانونو حضور رد کړی دی.

محمد صادق د سې‌شنبې په ورځ (د غويي ۲۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د شاوخوا ۲۰ هېوادونو اړوند د ترهګرو ډلو د موجودویت په اړه خبرې کړې دي. د هغه په خبره، دغه ډلې نه یوازې د سیمې هېوادونو، بلکې نړیوالې ټولنې ته هم ګواښ پېښوي.

هغه په دې کتنه کې د استرالیا له حکومت څخه د هغې وروستۍ پرېکړې له امله هم مننه کړې، چې د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بي‌اېل‌اې) یې د ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړی دی.

طالبانو په تکرار سره افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت او حضور رد کړی او دا یې ویلي، چې د افغانستان خاوره به هېڅکه د نورو هېوادونو پر وړاندې ونه‌کارول شي او همداراز یې دعا کړې، چې داعش په پاکستان کې پټنځایونه لري او له پاکستان څخه یې غوښتي چې، پر وړاندې یې اقدام وکړي.

د ټي‌ټي‌پي ویاند: موږ زده‌کړې او عصري علوم د وخت مهمه اړتیا ګڼو

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۸:۴۱ GMT+۱

د پاکستان طالبانو تحریک د زده‌کړو پر ضد دریځ رد کړی او ویلي یې دي، چې د خیبر پښتونخوا د لکي مروت او ټانک په ګډون ځینو سیمو کې د همدې ډلې په نوم د وېرې خپرولو لپاره ګواښ‌لیکونه خپاره شوي. د دغې ډلې ویاند محمد خراساني یاده چاره رد او د پاکستاني استخباراتو «پروپېګنډه» یې بللې ده.

خراساني د سې‌شنبې په ورځ (د غويي ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ټي‌ټي‌پي «هېڅکله د تعلیم خلاف نه‌ده» او همداراز یې تعلیم «د وخت مهمه اړتیا» بللې ده. د ده په وینا، د تحریک مشرتابه او زیاتره غړي د دیني علومو تر څنګ له عصري علومو هم برخمن دي او «د تعلیم اړتیا او اهمیت ښه پېژني».

د ټي‌ټي‌پي ویاند ادعا کړې، چې د دې ډلې په نوم د ښوونځیو ودانۍ نړول کېږي او یا د نجونو د زده کړو ضد لیکونه خپرېږي چې «موخه یې یوازې د طالبانو بدنامول او په نړیواله کچه له جګړې ډالر ترلاسه کول دي».

له دې څرګندونو مخکې، د خیبر پښتونخوا د لکي مروت د تاجورۍ په تحصیل کې ټي‌ټي‌پي پورې منسوب یو ګواښ‌لیک عام شوی وو، چې په‌کې د صفا په نوم د یوه ښوونځي په ګډون شخصي ښوونځیو ته د نجونو پر اېستلو ټینګار شوی وو.
ځايي پولیسو ادعا کړې وه، چې په دغو ګواښ لیکونو کې ویل شوي، چې د غوښتنو د نه پوره کېدو په صورت کې د اړوندو ښوونځیو د «نښه کولو» خطر شته.

د عمران خان کورنۍ هغه ته د روغتیايي اسانتیاوو نه برابرېدو له امله محکمې ته عریضه کړې ده

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۰۵:۱۳ GMT+۱

د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان خور عظمی خان د اسلام‌اباد سترې محکمې ته عریضه کړې او غوښتنه یې کړې، چې عمران خان دې د مناسبې روغتیایي درملنې لپاره شفا نړۍوال روغتون ته ولېږدول شي.

په عریضه کې ویل شوي، عمران خان د سترګې له جدي ناروغۍ او د وینې لخته کېدو له ستونزې سره مخ دی چې ښايي د زړه یا دماغو لپاره یې هم ګواښ رامنځته کړي. د هغه کورنۍ ویلي، چې په زندان کې ورته لازمې طبي اسانتیاوې نه برابرېږي او دوامداره روغتیایي پاملرنې ته اړتیا لري.

په عریضه کې دا هم راغلي، چې د عمران خان شخصي ډاکټرانو او کورنۍ ته د هغه د لیدو اجازه نه ورکول کېږي او دا د اساسي او بشري حقونو خلاف کړنه ده. د عمران خان کورنۍ د اسلام‌اباد سترې محکمې هغه پرېکړه هم ننګولې، چې یوازې یې د طبي بورډ د جوړولو امر کړی و.

په عریضه کې د نواز شریف او اصف علي زرداري یادونه هم شوې او ویل شوي، چې نورو سیاسي مشرانو ته د بند پرمهال پراخې روغتیایي اسانتیاوې ورکړل شوې وې. عریضه کاږي، د ناروغ زنداني کورنۍ حق لري چې هغه ته لاسرسی ولري او ډاډ ترلاسه کړي چې مناسبه درملنه او روغتیايي پاملرنه ور رسېږي.
د عریضې له مخې؛ دغه کار یوازې هغه مهال شونی دی چې د زنداني د درملنې له بهیره یې کورنۍ باخبره وي او په دوامداره توګه معلومات ورکړل شي. په عریضه کې راغلي، عمران خان او د هغه کورنۍ څو ځله شکایت کړی چې د هغه ژوند او روغتیا له ګواښ سره مخ ده؛ خو یادې خبرې ته هیڅ ډول پاملرنه نه‌ده شوې.

د عمران خان کورنۍ سربېره پر دې د هغه شخصي ډاکټرانو ته د معاینې اجازې نه ورکول او ان له کورنۍ سره یې پر ملاقات بندیز ناقانونه کار ګڼلی دی. د عمران خان کورنۍ په وار، وار د هغه د روغتیا په اړه اندېښنه ښودلې وه.
تر دې وړاندې د هغه وکیل ویلي و، چې د عمران خان ښۍ سترګې خپل ۸۵سلنه لید له لاسه ورکړی دی. بل لور ته د زندان چارواکي ادعا کوي، چې عمران خان ته په منظمه توګه روغتیایي اسانتیاوې برابرېږي او روغتیايي وضعیت یې تر پخوا ښه دی.

ګراهام: که د ایراني الوتکو د لېږد راپور رښتیا وي باید د پاکستان د منځګړیتوب رول وارزول شي

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۰۱:۰۸ GMT+۱

د امریکا د سنا مجلس غړي لېنډسي ګراهام ویلي، که هغه راپورونه سم وي چې ګواکې ایران خپلې ځینې پوځي الوتکې پاکستان ته لېږدولي، نو د تهران او واشنګټن ترمنځ د منځګړي په توګه د پاکستان رول باید له سره وارزول شي.

ګراهام دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې سي‌بي‌اېس خبري شبکې راپور ورکړ، ایران د جګړې له احتمالي خطرونو د خوندي پاتې کېدو لپاره خپلې یو شمېر پوځي الوتکې پاکستان ته انتقال کړې دي.

نوموړي په اېکس کې لیکلي: «که دا راپور دقیق وي، نو دا به د ایران، امریکا او نورو اړخونو ترمنځ د پاکستان د منځګړیتوب د رول بشپړ بیا ارزونې ته اړتیا پیدا کړي.»

هغه زیاته کړې: «د اسراییل په اړه د پاکستان د دفاعي چارواکو د پخوانیو څرګندونو په پام کې نیولو سره، که دا موضوع رښتیا وي، زه به پرې حیران نه شم.»

تر دې وړاندې سي‌بي‌اېس د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی و چې ایران خپلې ځینې پوځي او ملکي الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولې دي، څو د احتمالي بریدونو له خطره خوندي پاتې شي. خو پاکستاني چارواکو دغه ادعاوې رد کړې او طالبانو هم ویلي چې په افغانستان کې هېڅ ایراني الوتکه نه ده ځای پر ځای شوې.