افغانستان انټرنشنل ددغه برېښنالیک یوه کاپي هم ترلاسه کړې ده.
په کابل کې د نوري فایبر انټرنیټي خدماتو شرکتونو مسوولینو ته د طالبانو د مخابراتو او ټیکنالوژۍ وزارت تر چتر لاندې د افغان ټلیکام په استول شوي برېښنالیک کې راغلي:« مهرباني وکړئ خبر اوسئ چې د کیندنې ټول کارونه تر بلې خبرتیا پورې په موقتي ډول ځنډېدلي. تر هغو چې نوې لارښونې په رسمي ډول نه وي شریکې شوې، هېڅ نورې کیندنې او فعالیتونه باید ترسره نه شي.»
په کابل کې د نوري فایبر انټرنیټي خدماتو شرکتونو ځینو مسوولینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د نوري فایبر د لاین د چارو د ځنډېدو له امله به په هېواد کې د نوري فایبر انټرنېټ پراختیا په ټپه ودریږي.
د طالبانو د مخابرانو او ټیکنالوژۍ وزارت د نوري فایبر لاین د غځولو د چارو د ځنډونې په تړاو رسمي اعلامیه یا خبر نه دی ور کړی.
د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل د سرچینو له قوله خبر ورکړی و، چې د طالبانو د مخابراتو نوي وزیر پر عامو خلکو د نوري فایبر د خدماتو او وایفای د قطع کولو امر کړی.
یاد وزارت تر دې دمه ددغه خبر په تړاو هم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
په کابل کې د نوري فایبر انټرنیټي خدماتو وړاندې کوونکو کمپنیو ځینو مسوولانو تېره ورځ، د غويي پر ۲۱مه وویل، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) په دې تړاو په یوه غونډه کې ویلي، چې د مخابراتو او ټکنالوژۍ د نوي وزیر ملا عبدالاحد فضلي په سپارښتنه به انټرنټ ته د عامو افغانانو لاس رسی محدود شي او په استوګنیزو سیمو کې به د نوري فایبر وای فای انټرنټ قطع شي.
د طالبانو په مخابراتو وزارت کې باخبره سرچینو وویل، چې طالبان هڅه کوي د نوري فایبر د لاین غځونې د درولو او پر عامو خلکو د دغو انټرنېټي خدماتو د قطع کېدو موضوع رسنیزه نه شي.
دا لومړی ځل نه دی چې د نوري فایبر انټرنېټ د بندېدو موضوع راپورته کېږي.
د طالبانو تر واک لاندې اترا ادارې د ۱۴۰۴ کال د تلې پر ۷مه هم د ورته غونډې له لارې شرکتونو ته د نوري فایبر د بندولو خبر ورکړی و، چې هغه مهال یې په بازار او خدماتو کې جدي ګډوډي رامنځته کړې وه.
د شرکتونو ځینې مسوولان وایي، که دا پرېکړه عملي شي، عام خلک به د چټک انټرنېټ له خدماتو بې برخې شي او دا به پر سوداګرۍ، زدهکړې او ورځنیو اړیکو پراخ اغیز ولري.