• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سلوانیا د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره ۲۰۰ زره یورو مرسته کړې

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۲:۴۱ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، د سلوانیا حکومت په افغانستان کې د دغه صندوق د فعالیتونو د ملاتړ لپاره ۲۰۰ زره یورو مرسته کړې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د سې شنبې په ورځ وویل، چې دغه مالي ملاتړ به له ښځو او نجونو سره مرسته وکړي چې د تولیدي روغتیا اړینو خدمتونو او خوندیتوب ته لاسرسی ومومي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق زیاته کړې چې دا مرسته به د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې هغو کسانو ته ورسېږي چې تر ټولو ډېره اړتیا ورته لري.

ترویج لرونکی

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل
۱

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل

۲

د پېښور سترې محکمې افغانستان ته د شړل شوې پاکستانۍ مېرمنې د بېرته ستنولو غوښتنه کړې

۳
ځانګړی

طالبان په کابل کې پر عامو خلکو د نوري فایبر انټرنېټ خدمتونه قطع کوي

۴

سرچینې: موبي‌ګروپ نن له ۶ ساعتونو راهیسې د طالبانو د استخباراتو له لوري محاصره وو

۵

د طالبانو ادعا؛۶کاله وروسته به د ګاونډیو هېوادونو ناروغان د درملنې لپاره افغانستان ته راځي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د عدلیې وزیر وايي چې د خصوصي روغتونونو اتحادیې دې جوړې شي

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۲:۱۱ GMT+۱

د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په کابل کې د خصوصي روغتونونو له مسوولینو سره په لیدنه کې د خصوصي روغتونونو د یوې ګډې اتحادیې د جوړېدو په اړه خبرې کړې دي. د روغتونونو مسوولانو ویلي، په کابل کې ۱۲۶ خصوصي روغتونونه فعالیت کوي، چې د یوې اتحادیې تر چتر لاندې به منسجم شي.

د طالبانو د عدلیې وزارت نن سې شنبه، د غويي پر ۲۲مهوویل، چې ددغه وزارت وزیر عبدالحکیم شرعي په کابل کې د یو شمېر خصوصي روغتونونو له مسوولانو سره لیدلي او د دغو روغتونونو لپاره یې د یوې ګډې اتحادې پر جوړولو خبرې کړې دي.

عبدالحکیم شرعي په دې لیدنه کې د طبابت مسلک ته په اشارې سره له ډاکټرانو غوښتي چې د ناروغانو په درملنه کې خپل مسوولیت ادا کړي.

هغه زیاته کړې، چې د افغانستان ډېری وګړي مالي توان نه لري او خصوصي روغتونونه باید له اړو ناروغانو سره مرسته وکړي او له هغوی څخه د زیاتو پیسو له اخیستلو ډډه وکړي.

د طالبانو د عدلیې وزیر همدارنګه خبرداری ورکړی چې دوی په دوامداره توګه د ټولو برخو فعالیتونه څاري او له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وکړي.

په ورته وخت کې د خصوصي روغتونونو مسوولینو ژمنه کړې چې د اتحادیې د جوړېدو چارې به پرمخ بوځي.

یوناما پر افغانستان د پاکستان په بریدونو کې د ۳۷۲ ملکي افغانانو د وژل کېدو خبر ور کړی

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۰:۵۸ GMT+۱

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال د جنوري له لومړۍ نېټې څخه د مارچ تر ۳۱مې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو او پر کرښه د تاوتریخوالي له امله لږ تر لږه ۳۷۲ افغان ملکي وګړي وژل شوي او ۳۹۷ نور ټپیان دي.

یوناما د مې پر ۱۲مه په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د وژل شویو کسانو ډېره برخه په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د هوايي بریدونو قربانیان دي. د راپور له مخې، د دغو بریدونو پر مهال لږ تر لږه ۲۶۹ کسان وژل شوي او ۱۲۲ نور ټپیان دي.

یوناما په خپل راپور کې ویلي، چې د قربانیانو شمېر یې د دریو خپلواکو سرچینو له لارې تایید کړی او دا شمېر له ۲۰۱۱ کال راهیسې د ورته مودې تر ټولو لوړه مرګ ژوبله بلل شوې ده.

د راپور له مخې، په ټولیزه مرګ ژوبله کې ۷۲ ښځې، ۵۵۴ نارینه، ۴۸ نجونې او ۹۵ هلکان شامل دي. یوناما زیاتوي چې د ملکي تلفاتو ۶۴ سلنه د هوايي بریدونو له امله او پاتې نور د سرحدي ډزو او توغندیز بریدونو په پایله کې دي.

په راپور کې راغلي، چې د کابل دروږدو کسانو د درملنې پر مرکز د مارچ د ۱۶مې له برید وروسته ګڼ جسدونه د سختو سوځېدنو او ټوټه کېدو له امله د پېژندلو وړ نه وو او ښايي اصلي مرګ ژوبله تر اعلان شوې شمېرې هم لوړه وي.

طالبانو ویلي، په دغه برید کې له ۴۰۰ ډېر عام وګړي وژل شوي وو، خو پاکستان بیا په خپل غبرګون کې ادعا کړې چې هېڅ روغتون، د بیارغونې مرکز یا ملکي تاسیسات یې نه دي په نښه کړي.

یوناما له دواړو خواوو غوښتي چې نړیوال بشري قوانین رعایت کړي، روغتیايي مرکزونه هدف ونه ګرځوي او پر ملکي سیمو د درندو وسلو له کارولو ډډه وکړي.

په راپور کې د نورستان یوه پېښه هم یاده شوې چې د مارچ پر ۱۹مه د اختر له اوربند سره سره د یوې موسسې افغانه کارکوونکې او د هغې درې کلن زوی هغه مهال ووژل شول، چې د پاکستاني ځواکونو له ډزو وروسته سیند ته ولوېدل.

راپور زیاتوي، که څه هم اوس مهال نښتې یو څه کمې شوې دي، خو لا هم په بشپړ ډول نه دي درېدلې.

د طالبانو د چارواکو په وینا، د اپرېل په ۲۷مه د یوه پوهنتون په ګډون د اسعداباد ښار پر بېلابېلو سیمو د مرمیو لګېدو له امله اووه ملکي وګړي وژل شوي او ۸۵ نور ټپیان شوي دي.

ایراني چارواکي: له افغانستان څخه د ایران ماهیرود پولې ته واردات ۸۴۶ سلنه زیات شوي

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۰:۳۶ GMT+۱

د ایران د سویلي خراسان والي وايي، پر ایران د امریکا برید له پیل راهیسې له افغانستان څخه دغه ولایت ته واردات ۸۴۶ سلنه زیات شوي دي.

سید محمدرضا هاشمي د سې‌شنبې په ورځ د طالبانو او ایران د اقتصادي او سرحدي همکاریو په ګډه غونډه کې وویل چې د ماهیرود پوله د دواړو هېوادونو لپاره یو زرین فرصت دی او د ایران د اسلامي جمهوریت د ګمرک ادارې د ارزونې له مخې، د سویلي خراسان ګمرک په ۱۴۰۴ کال کې د هېواد د ۷۰ ګمرکونو له منځه تر ټولو بریالی ګمرک و.

د نوموړپه وینا، په ۱۴۰۴ کال کې ایران د وارداتو ۱۶۵ سلنه زیاتوالی درلود، خو د جګړې له پیله تر اوسه له افغانستان څخه د ماهیرود پولې له لارې واردات د ډالري ارزښت له مخې ۴۴۱ سلنه زیات شوي دي، چې دده په وینا، دا د افغان سوداګرو هغو اندېښنو ته عملي ځواب دی چې غوښتل یې د صادراتو ترڅنګ واردات هم وده وکړي.

د ایران د سویلي خراسان والي وايي، د ماهیرود – فراه سړک چې ۱۷ کاله ځنډېدلی و، په تېر یوه کال کې یې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

هغه زیاته کړه چې د موټر چلوونکو د اسانتیا لپاره د انټرنېټي نوبت ورکولو سیستم هم فعال شوی، څو اوږد ځنډ له منځه ولاړشياو اوس د کاري ساعتونو په زیاتېدو سره هره ورځ له زرو څخه ډېر باروړونکي موټر له دې پولې تګ راتګ کوي او خدمات په ۲۴ ساعته ډول وړاندې کېږي.

ایراني چارواکي وايي، چې په تېر یو نیم کال کې له ۵۰ ډېرو افغان پانګه‌والو ته په مناسبه بیه ځمکه ورکړل شوې او دوی چمتو دي چې د کانونو او صنعت په برخو کې خپل تخنیکي، علمي او مهارتي تجربې افغانستان ته ولیږدوي.

د طالبانو د فراه والي له ایران سره د سوداګریزو لارو د ۲۴ ساعته فعالیت غوښتنه کړې

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۰:۲۱ GMT+۱

د طالبانو د فراه ولایت والي د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ د لا ښه کېدو لپاره د لارو د ۲۴ ساعته پرانېستل کېدو غوښتنه کړې ده. نوموړي دغه راز د سرحدي تجهیزاتو پر نوي کولو ټینګار کړی دی.

ملامحمد حافظ مجاهد د سې‌شنبې په ورځ د ایران د سویلي خراسان او د افغانستان د فراه ولایت د اقتصادي او سرحدي همکاریو په ګډه غونډه کې ویلي، چې د دواړو هېوادونو اړیکې د متقابل درناوي پر بنسټ ولاړې دي.

هغه پر ایران د امریکا د بریدونو د غندلو ترڅنګ ویلي، « موږ باور لرو چې په سیمه کې تلپاتې سوله او ثبات یوازې د خبرو اترو، تفاهم او د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د دوامدارو همکاریو له لارې ترلاسه کېدای شي».

د طالبانو د فراه والي دغه راز د سرحدي تجهیزاتو پر نوي کولو ټینګار کړی دی.

هغه زیاته کړې چې په سرحدي لارو کې د تخنیکي معایناتو او پلټونکو تجهیزاتو نصب او زیاتوالی به د سوداګرۍ د چټکتیا او د مالونو نه ځنډېدو لپاره مهم ګام وي.

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۰:۰۸ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

په افغان ټلیکام او د انټرنېټي خدماتو په څو نورو شرکتونو کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د مخابراتو وزیر د امر پر بنسټ په کابل کې د نوري فایبر لاین د غځېدلو چارې تر بلې خبرتیا پورې ځنډېدلې. افغان ټلیکام نن ټولو شرکتونو ته په دې اړه یو برېښنالیک هم لېږلی.

افغانستان انټرنشنل ددغه برېښنالیک یوه کاپي هم ترلاسه کړې ده.

په کابل کې د نوري فایبر انټرنیټي خدماتو شرکتونو مسوولینو ته د طالبانو د مخابراتو او ټیکنالوژۍ وزارت تر چتر لاندې د افغان ټلیکام په استول شوي برېښنالیک کې راغلي:« مهرباني وکړئ خبر اوسئ چې د کیندنې ټول کارونه تر بلې خبرتیا پورې په موقتي ډول ځنډېدلي. تر هغو چې نوې لارښونې په رسمي ډول نه وي شریکې شوې، هېڅ نورې کیندنې او فعالیتونه باید ترسره نه شي.»

په کابل کې د نوري فایبر انټرنیټي خدماتو شرکتونو ځینو مسوولینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د نوري فایبر د لاین د چارو د ځنډېدو له امله به په هېواد کې د نوري فایبر انټرنېټ پراختیا په ټپه ودریږي.

د طالبانو د مخابرانو او ټیکنالوژۍ وزارت د نوري فایبر لاین د غځولو د چارو د ځنډونې په تړاو رسمي اعلامیه یا خبر نه دی ور کړی.

د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل د سرچینو له قوله خبر ورکړی و، چې د طالبانو د مخابراتو نوي وزیر پر عامو خلکو د نوري فایبر د خدماتو او وایفای د قطع کولو امر کړی.

یاد وزارت تر دې دمه ددغه خبر په تړاو هم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

په کابل کې د نوري فایبر انټرنیټي خدماتو وړاندې کوونکو کمپنیو ځینو مسوولانو تېره ورځ، د غويي پر ۲۱مه وویل، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) په دې تړاو په یوه غونډه کې ویلي، چې د مخابراتو او ټکنالوژۍ د نوي وزیر ملا عبدالاحد فضلي په سپارښتنه به انټرنټ ته د عامو افغانانو لاس رسی محدود شي او په استوګنیزو سیمو کې به د نوري فایبر وای فای انټرنټ قطع شي.

د طالبانو په مخابراتو وزارت کې باخبره سرچینو وویل، چې طالبان هڅه کوي د نوري فایبر د لاین غځونې د درولو او پر عامو خلکو د دغو انټرنېټي خدماتو د قطع کېدو موضوع رسنیزه نه شي.

دا لومړی ځل نه دی چې د نوري فایبر انټرنېټ د بندېدو موضوع راپورته کېږي.

د طالبانو تر واک لاندې اترا ادارې د ۱۴۰۴ کال د تلې پر ۷مه هم د ورته غونډې له لارې شرکتونو ته د نوري فایبر د بندولو خبر ورکړی و، چې هغه مهال یې په بازار او خدماتو کې جدي ګډوډي رامنځته کړې وه.

د شرکتونو ځینې مسوولان وایي، که دا پرېکړه عملي شي، عام خلک به د چټک انټرنېټ له خدماتو بې برخې شي او دا به پر سوداګرۍ، زده‌کړې او ورځنیو اړیکو پراخ اغیز ولري.