• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایراني چارواکي: له افغانستان څخه د ایران ماهیرود پولې ته واردات ۸۴۶ سلنه زیات شوي

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۰:۳۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۱:۵۴ GMT+۱

د ایران د سویلي خراسان والي وايي، پر ایران د امریکا برید له پیل راهیسې له افغانستان څخه دغه ولایت ته واردات ۸۴۶ سلنه زیات شوي دي.

سید محمدرضا هاشمي د سې‌شنبې په ورځ د طالبانو او ایران د اقتصادي او سرحدي همکاریو په ګډه غونډه کې وویل چې د ماهیرود پوله د دواړو هېوادونو لپاره یو زرین فرصت دی او د ایران د اسلامي جمهوریت د ګمرک ادارې د ارزونې له مخې، د سویلي خراسان ګمرک په ۱۴۰۴ کال کې د هېواد د ۷۰ ګمرکونو له منځه تر ټولو بریالی ګمرک و.

د نوموړپه وینا، په ۱۴۰۴ کال کې ایران د وارداتو ۱۶۵ سلنه زیاتوالی درلود، خو د جګړې له پیله تر اوسه له افغانستان څخه د ماهیرود پولې له لارې واردات د ډالري ارزښت له مخې ۴۴۱ سلنه زیات شوي دي، چې دده په وینا، دا د افغان سوداګرو هغو اندېښنو ته عملي ځواب دی چې غوښتل یې د صادراتو ترڅنګ واردات هم وده وکړي.

د ایران د سویلي خراسان والي وايي، د ماهیرود – فراه سړک چې ۱۷ کاله ځنډېدلی و، په تېر یوه کال کې یې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

هغه زیاته کړه چې د موټر چلوونکو د اسانتیا لپاره د انټرنېټي نوبت ورکولو سیستم هم فعال شوی، څو اوږد ځنډ له منځه ولاړشياو اوس د کاري ساعتونو په زیاتېدو سره هره ورځ له زرو څخه ډېر باروړونکي موټر له دې پولې تګ راتګ کوي او خدمات په ۲۴ ساعته ډول وړاندې کېږي.

ایراني چارواکي وايي، چې په تېر یو نیم کال کې له ۵۰ ډېرو افغان پانګه‌والو ته په مناسبه بیه ځمکه ورکړل شوې او دوی چمتو دي چې د کانونو او صنعت په برخو کې خپل تخنیکي، علمي او مهارتي تجربې افغانستان ته ولیږدوي.

ترویج لرونکی

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل
۱

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل

۲

د پېښور سترې محکمې افغانستان ته د شړل شوې پاکستانۍ مېرمنې د بېرته ستنولو غوښتنه کړې

۳
ځانګړی

طالبان په کابل کې پر عامو خلکو د نوري فایبر انټرنېټ خدمتونه قطع کوي

۴

سرچینې: موبي‌ګروپ نن له ۶ ساعتونو راهیسې د طالبانو د استخباراتو له لوري محاصره وو

۵

د طالبانو ادعا؛۶کاله وروسته به د ګاونډیو هېوادونو ناروغان د درملنې لپاره افغانستان ته راځي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د فراه والي له ایران سره د سوداګریزو لارو د ۲۴ ساعته فعالیت غوښتنه کړې

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۰:۲۱ GMT+۱

د طالبانو د فراه ولایت والي د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ د لا ښه کېدو لپاره د لارو د ۲۴ ساعته پرانېستل کېدو غوښتنه کړې ده. نوموړي دغه راز د سرحدي تجهیزاتو پر نوي کولو ټینګار کړی دی.

ملامحمد حافظ مجاهد د سې‌شنبې په ورځ د ایران د سویلي خراسان او د افغانستان د فراه ولایت د اقتصادي او سرحدي همکاریو په ګډه غونډه کې ویلي، چې د دواړو هېوادونو اړیکې د متقابل درناوي پر بنسټ ولاړې دي.

هغه پر ایران د امریکا د بریدونو د غندلو ترڅنګ ویلي، « موږ باور لرو چې په سیمه کې تلپاتې سوله او ثبات یوازې د خبرو اترو، تفاهم او د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د دوامدارو همکاریو له لارې ترلاسه کېدای شي».

د طالبانو د فراه والي دغه راز د سرحدي تجهیزاتو پر نوي کولو ټینګار کړی دی.

هغه زیاته کړې چې په سرحدي لارو کې د تخنیکي معایناتو او پلټونکو تجهیزاتو نصب او زیاتوالی به د سوداګرۍ د چټکتیا او د مالونو نه ځنډېدو لپاره مهم ګام وي.

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۰:۰۸ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

په افغان ټلیکام او د انټرنېټي خدماتو په څو نورو شرکتونو کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د مخابراتو وزیر د امر پر بنسټ په کابل کې د نوري فایبر لاین د غځېدلو چارې تر بلې خبرتیا پورې ځنډېدلې. افغان ټلیکام نن ټولو شرکتونو ته په دې اړه یو برېښنالیک هم لېږلی.

افغانستان انټرنشنل ددغه برېښنالیک یوه کاپي هم ترلاسه کړې ده.

په کابل کې د نوري فایبر انټرنیټي خدماتو شرکتونو مسوولینو ته د طالبانو د مخابراتو او ټیکنالوژۍ وزارت تر چتر لاندې د افغان ټلیکام په استول شوي برېښنالیک کې راغلي:« مهرباني وکړئ خبر اوسئ چې د کیندنې ټول کارونه تر بلې خبرتیا پورې په موقتي ډول ځنډېدلي. تر هغو چې نوې لارښونې په رسمي ډول نه وي شریکې شوې، هېڅ نورې کیندنې او فعالیتونه باید ترسره نه شي.»

په کابل کې د نوري فایبر انټرنیټي خدماتو شرکتونو ځینو مسوولینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د نوري فایبر د لاین د چارو د ځنډېدو له امله به په هېواد کې د نوري فایبر انټرنېټ پراختیا په ټپه ودریږي.

د طالبانو د مخابرانو او ټیکنالوژۍ وزارت د نوري فایبر لاین د غځولو د چارو د ځنډونې په تړاو رسمي اعلامیه یا خبر نه دی ور کړی.

د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل د سرچینو له قوله خبر ورکړی و، چې د طالبانو د مخابراتو نوي وزیر پر عامو خلکو د نوري فایبر د خدماتو او وایفای د قطع کولو امر کړی.

یاد وزارت تر دې دمه ددغه خبر په تړاو هم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

په کابل کې د نوري فایبر انټرنیټي خدماتو وړاندې کوونکو کمپنیو ځینو مسوولانو تېره ورځ، د غويي پر ۲۱مه وویل، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) په دې تړاو په یوه غونډه کې ویلي، چې د مخابراتو او ټکنالوژۍ د نوي وزیر ملا عبدالاحد فضلي په سپارښتنه به انټرنټ ته د عامو افغانانو لاس رسی محدود شي او په استوګنیزو سیمو کې به د نوري فایبر وای فای انټرنټ قطع شي.

د طالبانو په مخابراتو وزارت کې باخبره سرچینو وویل، چې طالبان هڅه کوي د نوري فایبر د لاین غځونې د درولو او پر عامو خلکو د دغو انټرنېټي خدماتو د قطع کېدو موضوع رسنیزه نه شي.

دا لومړی ځل نه دی چې د نوري فایبر انټرنېټ د بندېدو موضوع راپورته کېږي.

د طالبانو تر واک لاندې اترا ادارې د ۱۴۰۴ کال د تلې پر ۷مه هم د ورته غونډې له لارې شرکتونو ته د نوري فایبر د بندولو خبر ورکړی و، چې هغه مهال یې په بازار او خدماتو کې جدي ګډوډي رامنځته کړې وه.

د شرکتونو ځینې مسوولان وایي، که دا پرېکړه عملي شي، عام خلک به د چټک انټرنېټ له خدماتو بې برخې شي او دا به پر سوداګرۍ، زده‌کړې او ورځنیو اړیکو پراخ اغیز ولري.

د کډوالو تر اېستلو وروسته؛د افغانستان سفارت د تاجکستان له حکومت سره خپله اندېښنه شریکه کړه

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۰:۰۷ GMT+۱

د کډوالو تر اېستلو وروسته په تاجکستان کې د افغانستان سفارت د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت سره خپله اندېښنه شریکه کړه. په تاجکستان کې د افغانستان سفیر محمدظاهر اغبر ویلي، چې نن سې‌شنبه (د غویي په ۲۲مه) یې په دې تړاو د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت ته یو یادښت لېږلی.

نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي:« نن سې‌شنبه د غويي ۲۲مه د تاجکستان په دوشنبه ښار کې د افغانستان سفارت او د کډوالو د استازو ترمنځ ګډه ناسته شوې، چې په ترڅ کې یې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته یو یادښت لېږل شوی».

د ښاغلي اغبر په وینا؛ په دغه ناسته کې د افغانستان د کډوالو د وروستي وضعیت، شته ستونزو، د کورنیو اندېښنو او د تاجکستان له اړوندو ادارو سره د همکارۍ پیاوړتیا پر لارو چارو هر اړخیز بحث شوی.

هغه کاږلي، چې په دغه غونډه کې هڅه شوې؛ څو د کډوالو د ستونزو د حل لپاره عملي لارې چارې ولټول شي او د دواړه خواوو ترمنځ هوکړه او همکاري نوره هم پیاوړې شي. ښاغلي اغبر ویلي، چې د غونډې په پای کې د نظرونو او وړاندیزونو له ارزونې وروسته یو رسمي یادښت د هوکړې او متقابل درناوي په فضا کې ترتیب او په تاجکستان کې د افغانستان سفارت له لوري د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته لېږل شوی.

په تاجکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنې وروسته له هغې زیاتې شوې، چې یو افغان ځوان یوه تاجکۍ مېرمن ووژله او وروسته له هغه تاجکستان ۲۵۰ افغان کډوال په جبري توګه له دغه هېواده افغانستان ته ستانه کړل.
د بشري حقونونو سازمانونو د یادو اېستل شویو افغانانو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې و، په دغه ډله کې هغه کسان هم شامل دي چې د طالبانو له وېرې یې دغه هېواد ته پناه وړې وه او د بېرته ستنېدو په صورت کې د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

سور صلیب: د وروستیو سېلابونو له امله په افغانستان کې نږدې ۳۰۰کورنۍ اغېزمنې شوې

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۰۸:۰۱ GMT+۱

د سره صلیب نړۍوالې کمیټې (IFRC) راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۶کال په مارچ میاشت کې د سختو او پرله‌پسې ورښتونو له امله په افغانستان کې ناڅاپي سېلابونو پراخ زیانونه اړولي دي. د راپور له مخې؛ په دغه سېلابونو کې تر ۲۸۰ ډېرې کورنۍ اغېزمنې شوې، ۹ کسان مړه او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د دغه راپور له مخې؛ له سېلابونو اغېزمنو سیمو کې هلمند، هرات، بادغیس، روزګان، سمنګان، لغمان او پروان ولایتونه شامل دي. راپور زیاتوي، چې تر ټولو ډېر زیان ټیټو سیمو او د سیندونو غاړو ته پرتو مېشت ځایونو ته اوښتي دي.

په راپور کې ویل شوي، دغه سېلابونو ۱۱۲۴ څاروي له‌منځه وړي او شاوخوا ۲زره او ۲۱۳ جرېبه کرنیزه ځمکه یې زیانمنه کړې چې کروندګر او مالداره کورنۍ سخت ترې اغېزمن شوي دي.

دغه کمیټه وايي، چې د بېړنیو اړتیاوو په توګه بې‌ځایه شویو او زیانمنو کورنیو ته سرپناه، د کور وسایل، خوراکي او نغدي مرستې او د کرنې او مالدارۍ د بیارغونې ملاتړ شوی دی. راپور خبرداری ورکوي، چې د نورو بارانونو احتمال هم شته او اغېزمنې سیمې لاهم د نویو سېلابونو له ګواښ سره مخ دي او یادونه یې کړې چې نویو بېړنیو مرستو ته لاهم اړتیا شته.

تېرو دوو ورځو کې له ایران او پاکستان نه نږدې ۱۰زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۰۷:۲۴ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، په تېرو دوو ورځو کې (د غویي په ۲۰مې او ۲۱مې) ۲زره او ۲۵۵ کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۹زره او ۳۳۸ کسان کېږي؛ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي. راپور زیاتوي، له دې ډلې ۱۶۵۷ کورنۍ د تورخم له لارې، ۳۵۹کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۱۸۷ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې او ۵۲کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ له یادو کورنیو سره د اړتیا وړ مرستې هم شوې دي. همداراز د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ په دغه راستنو شویو کډوالو ۲زره او ۲۸۵۱ ځمکې وېشل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ښځو او بشري حقونو د ملاتړ او ودې بنسټ خبرداری ورکړی، چې په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او زرګونه کسان له جدي امنیتي او بشري ګواښونو سره مخ دي.
له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وایي، چې په روانې غویي میاشت کې له پاکستان، ایران او ترکیې نه په خپله خوښه او جبري توګه ۱۰۴زره او ۲۵۵ کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.