• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
شننه

«ښه طالبان» او د پښتونخوا په سویلي ولسوالیو کې ناامنۍ

رحمان بونیری
رحمان بونیری

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۲:۱۹ GMT+۱

د بنو په ډومېل سیمه کې د پولیسو یوې ځانګړې کمېټې د هغو وسله والو د یوې ډلې دفتر سوځولی چې د امنیتي ادارو له خوا «تسلیم شوي» بلل کېږي. دوه ورځې د مخه د می په نهمه په بنو کې یوه خونړي ځانمرګي برید کې ۱۵ پولیس سرتېري وژل شوي وو.

د بنو یوه لوړپوړي پولیس افسر، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، ویلي چې د «ښو طالبانو» په نوم یادې ډلې نه یوازې په بنو، بلکې په ډېره اسماعیل خان او کوهاټ کې هم فعالیت لري.

د «ښه طالبان» اصطلاح ډیری په سیمه ییزو امنیتي او سیاسي بحثونو کې هغو وسله والو ډلو یا قوماندانانو ته کارول کېږي چې امنیتي ادارو ته تسلیم شوي وي او وروسته د دولت ضد فعالیتونو نه کولو په شرط د ادارو تر څار لاندې پاتې کېږي. پخوا دا اصطلاح په عامه کچه پر هغو طالبانو اطلاق کېده، چې په افغانستان کې یې جګړې او ورانکارۍ کولې، خو دا اصطلاح تل لانجمنه پاتې شوې او د پولیسو چارواکو، سیاسي مشرانو او مدني فعالانو له خوا پرې نیوکې شوې دي.

ځايي سرچینې ادعا کوي چې ځینې تسلیم شوې ډلې، چې پکې د «قادر ګروپ» او «اختر ګروپ» نومونه اخیستل کېږي، د امنیتي ادارو لپاره د استخباراتي معلوماتو راټولولو ترڅنګ په ځینو سیمو کې د پرمختیایي پروژو په څارنه او اغېز کې هم رول لري. همداراز ویل کېږي چې دا ډلې د پاکستان د امنیتي ادارو له هغو څانګو سره اړیکې لري چې د ترهګرۍ ضد چارو څارنه کوي. خو دا ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

په بنو کې ځايي سرچینې وايي، له وروستي برید پس د وسله والو شبکو او د هغوی د احتمالي ملاتړو د څېړنې لپاره د پولیسو ځانګړې کمېټه جوړه شوې وه. ویل کېږي چې دغې کمېټې په ډومېل کې عملیات وکړل او د یوې تسلیم شوې ډلې دفتر یې وسوځاوه.

سرچینې زیاتوي چې دې ته ورته مرکزونه لا هم په ډېره اسماعیل خان او کوهاټ کې فعال دي.

دا موضوع تر دې وړاندې هم په پښتونخوا کې د پولیسو او امنیتي ادارو ترمنځ د اختلاف او کړکېچ لامل شوې وه. تېر کال په لکي مروتکې پولیسو احتجاج کړی و او ادعا یې کړې وه چې هغه شکمن وسله وال چې پولیسو نیولي وو، وروسته د استخباراتي ادارو په مداخله خوشې شول.

د پښتونخوا پخواني وزیر اعلیٰعلي امین ګنډاپور هم په عامه توګه پر نامعلومو «پټو ادارو» تور پورې کړی و چې هغوی تسلیم شویو وسله والو ته تحفظ ورکوي چې د ده په وینا، لا هم پر پولیسو له بریدونو سره تړاو لري.

د پاکستان امنیتي ادارو تر اوسه د دغو تورونو او راپورونو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

100%

دپښتونخوا په سویلي ولسوالیو، په ځانګړي ډول بنو، لکي مروت، ډېره اسماعیل خان، ټانک او کوهاټ کې، په وروستیو میاشتو کې د ناامنۍ پېښې او پر امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي دي. پولیس او امنیتي چارواکي وایي چې وسله والې ډلې په سیمه کې بیا منظمې شوې او د پولیسو پوستې، ګزمې او حکومتي هدفونه په نښه کوي.

تر ټولو خونړی وروستی برید د مې په ۹مه د بنو په فتحه خېل سیمه کې وشو، چې پکې د ځانمرګي موټر بم برید له امله ۱۵ پولیس سرتېري ووژل شول. چارواکو وویل چې بریدګرو له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پولیسو پوستې سره وجنګاوه. نن د سې شنبې په ورځ یو بل برید په لکي مروت کې ۹ تنه ووژل.

له دې وړاندې هم په لکي مروت، ټانک او دېره اسماعیل خان کې پر پولیسو، امنيتي پوستو او د امن کمېټو پر غړو ګڼ بریدونه شوي دي. په ځینو سیمو کې هدفي وژنې، د تاوان لپاره تښتونې او د وسله والو له لوري د شپې ګرځبندیزونه هم راپور شوي دي.

په دغو بریدونو کې زیاتره وخت تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ښکیل بلل کېږي، چې پاکستانی ریاست ورته د «فتنه الخوارج» اصطلاح کاروي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې په اسلام‌اباد کې د افغانستان شارژدافیر یې وزارت ته وربللی او د بنو د برید په تړاو یې ورته سخت ډیپلوماتیک احتجاج یا “Strong Demarche” سپارلی دی.

اسلام‌اباد په وار وار تور پورې کړی چې د ټي ټي پي وسله وال په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه تنظیموي. خو طالبانو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه بې بنسټه وبلله او ویې ویل، چې ددوی اداره«د ستونزو حل د تورونو، ګواښونو او احساساتي دریځونو پر ځای د تفاهم، متقابل درناوي او واقعي همکاریو له لارې ممکن ګڼي».

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

سمېع سادات: د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه لا پراخېدلی او اوږدېدای شي

۵
شننه

«ښه طالبان» او د پښتونخوا په سویلي ولسوالیو کې ناامنۍ

•
•
•

نور کیسې

له دننه د یوه ځواک د زوال نښې؛ د کابل تر سقوط وروسته د طالبانو د کورني اختلافاتو روایت

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۰۴:۰۵ GMT+۱

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یادې ډلې هڅه کړې، چې په خپلو ویناوو او رسنیزو څرګندونو کې د یووالي، انسجام او مرکزي کنټرول انځور وړاندې کړي؛ خو د شواهدو او تر سقوط وروسته پرمختګونو له مخې دغه انځور تر ډېره د بهرني مخاطب لپاره د یوه سیاسي روایت په توګه ارزول کېږي.

په داسې حال کې چې د یادې ډلې دننه د قدرت پر سر ژور اختلافات او سیالۍ روانې دي، د دغه اختلافاتو له مهمو محورونو څخه د حقاني شبکې رول او د قدرت د مرکزونو ترمنځ وېش ګڼل کېږي.
د مرکزي واک او داخلي سیالیو ستونزه

راپورونه ښيي، چې کابل ته د حقاني شبکې داخلېدل او د مهمو امنیتي او ستراتېژیکو ادارو چټک کنټرول، د طالبانو له سنتي جوړښتونو لکه د کوټې شورا او د دوحې سیاسي دفتر له بشپړې همغږۍ پرته ترسره شوي دي. دغه وضعیت د کورني واټن او پرېکړې نیونې د مرکزونو ترمنځ د بې‌باورۍ یوه څرګنده نښه ګڼل کېږي.

که څه هم د طالبانو مشرتابه په رسمي ډول له هر ډول اختلافاتو انکار کوي؛ خو په عمل کې د قدرت، امنیتي جوړښتونو او مهمو حکومتي څوکيو پر سر د بېلابېلو لورو ترمنځ سیالۍ لاهم روانې دي.

قومیت؛ د انسجام او واټن عامل

قومیت د طالبانو د سیاسي او سازماني جوړښت په درک کې مهم رول لري. د جګړې پرمهال (۲۰۰۱–۲۰۲۱) کلونو کې دغه عامل د نسبي انسجام او یووالي وسیله وه؛ خو د واک تر ترلاسه کولو وروسته همدا عامل په تدریجي ډول د داخلي رقابتونو او اختلافاتو په سرچینه بدل شوی دی.
د پښتني فرعي ډلو تاریخي سیالۍ بیا راڅرګندې شوې او اوس د سیاسي او سازماني اختلافاتو په بڼه څرګندېږي، چې د انسجام پر ځای یې واټن زیات کړی دی.

له عمودي جوړښت څخه تر نامتمرکزه جوړښت پورې

اسلامي وسله‌والې ډلې تر ډېره د یوه پیاوړي عمودي جوړښت له لارې اداره کېږي، چې په‌کې پرېکړې د لوړپوړو مشرانو له‌خوا کېږي او بیا ښکته لورو ته د عملي کولو لپاره سپارل کېږي.

خو په وروستیو کلونو کې، په ځانګړي ډول کابل ته د طالبانو له راتګ وروسته د یوه نسبي غیرمتمرکز یا «وږیز» جوړښت نښې لیدل کېږي، چې په‌کې ځینې واحدونه او لوري تر یوه حده خپلواکه فعالیت کوي.

سره له دې شنونکي باور لري، چې دغه بدلون د یوې منظمې اداري ستراتیژۍ پایله نه‌ده؛ بلکې د داخلي اختلافاتو او د قدرت د وېش د نامنظم بهیر پایله ده، چې مرکزي کنټرول یې کمزوری کړی دی.

د داخلي واټن نښې

د کابل تر سقوط وروسته یوشمېر پرمختګونه د داخلي انسجام د کمزورۍ ښکارندويي کوي، لکه:

* د سیمه‌ییزو قوماندانانو د بشپړ کنټرول په برخه کې د مشرتابه محدودیت
* له مرکزي اجازې پرته د ځینو خپلواکه عملیاتو ترسره کېدل
* د حقاني شبکې او د ملابرادر ډلې ترمنځ اختلافات
* په شمالي ولایتونو کې بې‌ثباتي او د خلکو ناخوښي
* په سیمه‌ییزو واحدونو کې د مرکزي فرمانونو د پلي کېدو کمزوری اغېز
* د پاکستان او نورو فعالو ډلو سره اړیکې (لکه تحریک طالبان پاکستان، لشکرِ جنګوي، سپاه صحابه، لشکر طیبه، د ازبکستان اسلامي غورځنګ، د ختیځ ترکستان غورځنګ، القاعده او نور). همدارنګه د داخلي مسایلو په اړه د نظر اختلافات او د شرعي احکامو د تفسیر او تطبیق بېلابېل لیدلوري، داسې عوامل دي چې ترمنځ یې د بشپړې همغږۍ امکان محدودوي.

دغه موارد د دې ښکارندويي کوي، چې د پرېکړه‌کوونکو مرکزونو او عملي سطحو ترمنځ واټن مخ په زیاتېدو دی.

د څو پوړیز جوړښت رامنځته کېدل

د واک تر بیا ترلاسه کولو وروسته د طالبانو جوړښت لا پېچلی او څو پوړیز شوی، چې په ټولیز ډول په لاندې ډول وېشل کېدای شي:

1. مشرتابه او لوړپوړي چارواکي
2. سیاسي او ډیپلوماټیک جوړښت
3. پخواني بندیان او نوي جذب شوي کسان
4. خپلواک میداني قوماندانان
5. ټیټ پوړي وسله‌وال

احتمالي پایلې

که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو له سیاسي او امنیتي اړخه به د افغانستان پر راتلونکي مهم اغېز ولري، لکه:

* د ټولګډونه سیاسي نظام د جوړېدو کمزوری ظرفیت
* د داخلي رقابتونو او ډلوټپلو زیاتوالی
* د نارسمي قدرتي شبکو او فساد پراخېدل
* د دولتي ادارو کمزوري کېدل
* د امنیتي وضعیت خرابېدو او سیمه‌ییزې بې‌ثباتۍ زیاتوالی
* له ځینو سیمه‌ییزو او نړۍوالو شبکو سره د اړیکو پېچلتیا، چې د داخلي اختلافاتو او د شرعي تفسیرونو د توپیرونو له امله لا نوره هم حساسه شوې ده.

پایله

که څه هم طالبان هڅه کوي د یوه متحد او منسجم ځواک انځور وړاندې کړي؛ خو شواهد ښيي چې دغه انسجام تر ډېره ظاهري بڼه لري. په حقیقت کې د داخلي رقابتونو، قومي ملاحظاتو او د نامتمرکزه جوړښتونو یوځای کېدل د قدرت یو پېچلی او څوپړاوي سیستم رامنځته کړی دی.

دغه داخلي واټنونه کولای شي په راتلونکو کلونو کې د افغانستان پر سیاسي ثبات او د سیمې پر امنیت مهم او ژور اغېز ولري.

هند او پاکستان بېل بېل هم نه شي اوسېدلی؟

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۱۸:۴۴ GMT+۱
•
افراسیاب خټک

د ۲۰۲۵ کال د مې میاشتې د څلورمې نېټې نه تر نهمې پورې د هند او پاکستان ترمنځ د الوتکو او توغندیو څلور ورځنۍ جګړې یو کال پوره شو. د جګړې د پیل علت دا و چې د اپرېل په پنځه ویشتمه نېټه د هند تر ادارې لاندې کشمیر په پهلګام نومي ځای کې په یوه تروریستي برید کې ۲۶ تنه تورستان مړه شوي وو.

د هند حکومت پر پاکستان په دغه تروریستي برید کې د لاس لرلو تور پورې کړی و. که څه هم پاکستان دغه تور رد کړی و او د دغه تروریستي برید د بې‌طرفه بین‌المللي موسسو له لارې د پلټنې غوښتنه یې هم کړې وه، خو هند د پاکستان له خوا د دې نه وړاندې کېدونکو بریدونو په رڼا کې پر خپله ادعا کلک ولاړ پاتې شوی و او د مې میاشتې په اوومه نېټه یې پر پاکستان باندې د الوتکو او توغندیو په ذریعه بریدونه د دې دعوې سره وکړل چې ګواکې هغه په پاکستان کې د ننه د مېشتو ترهګرو پټ ځایونه ولي.

پاکستان هم پر هند باندې ځوابي بریدونه وکړل او د دواړو خواوو له لوري په دغه لنډ هوايي جګړه کې د بریالیتوب ادعاګانې وشوې، خو څلور ورځې وروسته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منځګړیتوب هند او پاکستان اوربند ته اماده شول.

هند د پاکستان پر ضد پورته ذکر شویو پوځي عملیاتو ته د «سندور» د عملیاتو نوم ورکړی و، او د اوربند نه وروسته هند ویلي وو چې دغه اوربند د سندور د عملیاتو د پای په معنا نه دی، دا یوازې یو توقف دی، او د سندور پوځي عملیات به دوام ولري.

که څه هم په تېر یو کال کې د هند له خوا د پاکستان پر ضد په مستقیمه توګه کوم پوځي عملیات نه دي ترسره شوي، خو د هند له خوا د سندور عملیاتو ته د پای نه اعلانولو له امله سخت تشنج دوام کړی دی، او د هند او پاکستان ترمنځ د خپلو زړو او نویو شخړو د حل لپاره کومې خبرې اترې هم نه دي شوې.

په دې جریان کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو رژیم او د پاکستاني جنرالواکۍ په مناسباتو کې خړپړتیا پیدا شوې ده او د دښمن د دښمن سره د دوستۍ د اصل پر بنسټ د افغانستان د طالبانو امارت او د هند ترمنځ نږدېوالی لیدل شوی دی. د طالبانو د رژیم د بهرنیو او د تجارت د چارو وزیرانو هند ته سفرونه کړي دي او د دواړو غاړو سفارتکارانو له یو بل سره لیدنې کتنې او مشورې زیاتې کړې دي.

د دې په پایله کې نه یوازې د هند او پاکستان مناسبات لا پسې خړ پړ شوي دي، بلکې د پاکستان او د طالبانو د رژیم ترمنځ هم تنش زیات شوی دی. پاکستان کې د بلوڅو ملي‌ګرا بېلتون‌خوښو وسله‌والو جګړې په نږدې کلونو کې زور موندلی دی. په پاکستان کې د بلوڅو او پښتنو د ناآرامۍ او مبارزې اصلي علت په پاکستان کې د پنجابي واکمنانو زورواکي او د فدرالي نظام نه سرغړونه ده. پاکستان پر هند باندې د بلوڅو بېلتون‌خوښو وسله‌والو سره د مرستې تور پورې کوي، او د پاکستان حکومتي تبلیغات بلوڅ ملي‌ګرا وسله‌والو ته د هندي فتنې نوم ورکوي.

د هند او پاکستان ترمنځ دښمني زړه او پېچلې ده، او توضیح یې اسانه نه ده. په ۱۹۴۷ کال کې چې په هند کې د انګلیسانو امپراتوري پای ته رسېده، نو هغه وخت د مسلم لیګ په نوم د پاکستان پلوي سیاسي ګوند استدلال وکړ چې چون هندوان او مسلمانان بېل قومونه دي، نو دوی په یوه هېواد کې یو ځای ګډ نه شي اوسېدلی. نو ځکه باید هند تجزیه شي او مسلمانان باید د پاکستان په نوم بېل هېواد ولري. انګلیسي واکمنانو هم د دې غوښتنې ملاتړ وکړ. د کانګرس ګوند (چې په کې هندوانو او مسلمانانو دواړو ګډون درلود) هم د هند د تجزیې د غوښتنې په منلو مجبور شو. نو د ۱۹۴۷ کال د اګست میاشتې په پنځلسمه نېټه هند تجزیه شو او د هند او پاکستان په نوم دوه بېل مملکتونه تاسیس شول، خو په تېرو نهه اویا کلونو (۷۹ کلونو) کې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ پنځو غټو او وړو جګړو، دایمي دښمنۍ او د وسلو سیالۍ وښودله چې که پرون دغه ولسونه یو ځای نه شول اوسېدلی، نو اوس دوی بېل بېل هم نه شي اوسېدلی.

پوښتنه دا ده چې که پرون د یو ځای اوسېدو نه د ځان د ژغورلو لپاره دوی هند تجزیه کړی و، نو اوس د بېل بېل اوسېدو کې هم د پاتې راتلو نه وروسته به دغه دواړه هېوادونه څه کوي؟ ځکه چې په نړۍ کې لا تر اوسه داسې ټکنالوژي نه ده جوړه شوې چې د ځمکې پر مخ یو روغ هېواد له یوه ځایه اوچت کړي او بل ځای ته یې انتقال کړي. دا خو لاینحله مسئله ښکاري.

پاکستان په عنعنوي توګه غرب‌پلوه هېواد پاتې شوی دی، او ان د ۱۹۵۰مې لسیزې نه یې د کمونیزم پر ضد د غرب له خوا جوړ شويو د سیټو او سنټو په نوم پوځي تړونونو کې ګډون کړی و. خو د تېرو څو لسیزو په جریان کې د پاکستان په داخلي او بهرني سیاست کې دوه بېخي نوي خصوصیات تر سترګو کېږي. لومړی خصوصیت په پاکستان کې د مذهبي افراط‌ګرۍ زیاتېدل دي. په پاکستان کې د ۱۹۸۰مو کلونو نه په افغانستان کې د جهاد په نوم جګړې لپاره جوړې شوې فابریکې تر اوسه فعاله دي. دلته افراطيان او جنګیالي تولیدېږي، چې د دې په نتیجه کې تر ډېرو کلونو پاکستان د نړیوال تروریزم په مرکز بدل شوی و، او تر اوسه دغه مسئله موجوده ده.

دویم خصوصیت د چین او پاکستان ترمنځ مخ په زیاتېدونکی اتحاد دی، چې د پاکستان لپاره د هند سره په دښمنۍ او جګړو کې ګټور واقع کېږي. که څه هم پاکستان له امریکا او بریتانیا سره نږدې اړیکې ساتلې دي، خو پر چین باندې د پاکستان اتکا د وخت په تېرېدو زیاتېږي. د بېلګې په توګه د پاکستان پوځ ته په سلو کې یو اتیا برخه وسله د چین له خوا راځي. د تېر کال د هند سره په جګړه کې د پاکستان د پخوا په پرتله د ښې کارکردګۍ اساسي علت د چین له خوا د پاکستان سره پټ او بربنډ کومک دی.

پر دې سربېره د چین او پاکستان ترمنځ جوړېدونکی اقتصادي کوریډور خپل ځانګړی اهمیت لري. نو اوس یوې خوا ته چین، پاکستان او ایران د یوې جبهې په بڼه یو بل ته نږدې کېږي او بلې خوا ته هند، متحده عربي امارات، اسرائیل او امریکا ترمنځ هم ستراتیژیک مناسبات په پراخېدو دي. په لوېدیځه اسیا کې د اوسنۍ جګړې په پای ته رسېدو سره به دغه انځور لا زیات روښانه شي.

د فدرالیزم په تړاو زما پر څرګندونو د استاد دانش د نقد په تړاو توضیح

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۰۱ GMT+۱
•
انوارالحق احدي

تېره اونۍ (د ۱۴۰۵ هجري ل کال د وري ۲۸مه) محترم دوکتور لیوال د افغانستان انټرنشنل ټلویزیون په (سپړنه) پروګرام کې له ما سره د ملت، ملت‌پالنې، فاشیزم، قومي ملت‌پالنې، مدني ملت‌پالنې او فدرالیزم په څېر مفاهیمو په اړه مرکه وکړه.

ښاغلي دانش صاحب د فدرالیزم په اړه زما د توضیحاتو په تړاو نقد ترتیب کړی او هغه یې له خپلې فیسبوکپاڼې خپور کړی دی.

که څه هم د داسې پېچلو موضوعاتو بحث په لیکلي بڼه ډېره حوصله غواړي او غوره ده چې حضوري بحثونه وشي، خو د دې لپاره چې سکوت د موافقې په معنا تعبیر نه شي، غواړم څو لنډې څرګندونې محترم دانش صاحب او هغو هېوادوالو ته وړاندې کړم چې دا ډول موضوعات تعقیبوي.

په پیل کې باید ووایم چې د محترم دانش صاحب توضیحاتو زما قناعت حاصل نه کړ.

ما په خپله مرکه کې ویلي وو چې فدرالیزم د حکومتدارۍ یو پېچلی سیستم دی، نسبتا ډېر لګښت لري او د افغانستان لپاره ضروري نه دی.

دانش صاحب مني چې فدرالیزم یو پېچلی او نسبتا ډېرلګښته سیستم دی، خو زیاتوي چې فدرالیزم انساني ارزښتونه لکه عدالت او برابري لوړوي، انساني احساسات، ټولنیز تړون، متقابل درناوی او سوله‌ییز ګډ ژوند پیاوړی کوي. همدارنګه دانش صاحب ادعا کوي چې په متمرکز حکومت کې ډېر اختلافات، ترینګلتیاوې او شخړې وي، حال دا چې په فدرالي نظام کې دا ستونزې کمې وي؛ او دا هم وايي چې فدرالیزم د خلکو د سیاسي ګډون کچه زیاتوي.

د دې څرګندونو په ځواب کې زه خوشحاله یم چې محترم دانش صاحب زما دا نظر نه دی رد کړی چې فدرالیزم یو پېچلی او لوړلګښته سیستم دی، بلکې دا یې منلې چې د فدرالیزم لګښت توجیه کېدای شي. خو متاسفانه هغه لوړ صفات چې دانش صاحب یې فدرالیزم ته منسوبوي، په واقعیت کې له فدرالیزم سره مستقیم تړاو نه لري.

کاشکې محترم دانش صاحب د عدالت، ښې حکومتدارۍ او همبستګۍ شاخصونه تشریح کړي وای او د مقایسوي ارقامو له مخې یې د متمرکز او فدرالي نظامونو ترمنځ وړاندې کړي وای. روښانه ده چې ښاغلي دانش صاحب د خپلو ادعاوو د اثبات لپاره شمېرې نه دي وړاندې کړې او د فدرالي حکومتدارۍ له سیستم سره ددغو لوړو ځانګړنو اړیکه له شواهدو پرته دعوې نه اخوا بل څه نه دي.

دانش صاحب هم پوهېږي چې په نړۍ کې شاوخوا ۱۴۰ تر ۱۵۰ هېوادونه متمرکز حکومت لري او شاوخوا ۲۵ تر ۳۰ هېوادونه فدرالي نظام لري.

په ډېرو مواردو کې د ښې حکومتدارۍ، عدالت او د خلکو د ګډون له پلوه سکاندیناوي هېوادونه (ډنمارک، سویډن او ناروې) لوړه درجه لري. باید ووایم چې دا هېوادونه او همدارنګه هالنډ، بریتانیا، فرانسه او جاپان، چې ښه حکومتداري لري، متمرکز نظام لري نه فدرالي.

د شتمنۍ وېش او ملي عاید هم په دغو هېوادونو کې تر امریکا، هند او برازیل ډېر مساوي دی. له تاریخي پلوه د اسلام د راشده خلفاوو دوره چې د افسانوي عدالت نمونه بلل کېږي، هم متمرکز نظام ته نږدې حکومتداري کاروله، نه فدرال؛ خلیفه کولی شوای واليان مقرر یا له دندې لرې کړي او بل څوک د والي په توګه واستوي.

همدارنګه په ځینو فدرالي نظامونو کې طبیعي سرچینې په ولایتونو پورې تړلې وي، چې دا کار په هېواد کې اقتصادي نابرابري زیاتوي. باید ټول اتباع د طبیعي شتمنیو په ګټه کې شریک وي، نه یوازې د ځانګړو ولایتونو خلک.

په دې اړه کولای شم اوږده څه ولیکم، خو په لنډ ډول ویلای شم چې فدرالیزم د عدالت له پلوه، د شخړو د کمولو، همبستګۍ او د خلکو د سیاسي ګډون له پلوه په یوه کې هم کومه برتري نه لري، بلکې په ډېرو مواردو کې متمرکز نظامونه غوره پایلې ورکوي. ما تمه لرله چې محترم دانش صاحب د خپلو ادعاوو لپاره علمي منابع، شمېرې او مقایسوي مطالعات وړاندې کړي، نه یوازې نظرونه.

ما نظر ورکړی چې فدرالي سیستم د حکومت له وظیفوي اړتیا پرته، د حکومت څو پوړیز جوړښت وړاندې کوي چې فدرالي، ولایتي او محلي ادارې پکې شاملې دي. سره له دې چې د فدرالي نظام جوړښت په ټولو هېوادونو کې په بشپړ ډول یو شان نه وي، د بېلګې په توګه د امریکا په فدرالي جوړښت کې د حکومتدارۍ بېلابېل پوړونه په پام کې ونیسئ. په امریکا کې د مرکزي حکومت ترڅنګ هر ایالت جلا ټاکل شوی حکومت لري. له همدې مخې، هر ایالت د والي یا د ایالتي حکومت د مشر تر څنګ ایالتي پارلمان، ایالتي څارنوالۍ، ایالتي محکمې او ایالتي کابینه لري.

په هر ایالت کې د فدرالي محاکمو ترڅنګ ایالتي محاکم او ایالتي پولیس هم فعالیت کوي. ځینې جرمي اعمال د فدرالي قانون له مخې د فدرالي محکمې په وسیله د فدرالي پولیسو او فدرالي څارنوالۍ له خوا تر عدلي تعقیب لاندې نیول کېږي، خو نور جرمي اعمال شته چې تعقیب یې بیا د ایالتي ادارو تر صلاحیت لاندې وي. ولې یوه محکمه ټول جرمي اعمال تعقیب نه کړای شي؟

دا ډېرې حکومتي طبقې له وظیفوي، یانې د عدلي تعقیب له پلوه ضروري نه دي، خو په امریکا کې د تاریخي شرایطو له امله توجیه کېدای شي، ځکه د خپلواکۍ پر مهال ۱۳ جلا ایالتونه موجود وو او دغه ۱۳ ایالتونه دې ته چمتو نه وو، چې بشپړ مدغم شي او ملي حکومت جوړ کړي. نو د دې لپاره چې هغوی د امریکا په لوی فدرالي اتحاد کې د یو ځای کېدو موافقه ترلاسه کړي، ځینې امتیازات ورکړل شول چې له سیاسي پلوه توجیه کېدای شي، خو له وظیفوي اړخه ضروري نه وو.

ددې یوه بله بېلګه د امریکا په سنا کې د هر ایالت مساوي استازیتوب یادولی شو. د کالیفورنیا ایالت چې شاوخوا ۳۰ میلیونه نفوس لري او د روډایلنډ ایالت چې شاوخوا یو میلیون نفوس لري، دواړه په سنا کې دوه دوه سناتوران لري. دا ډول نابرابري سیاسي توجیه لري، ځکه که دا امتیاز نه وای ورکړل شوی، نو ښايي روډایلنډ به د فدرالي اتحاد برخه نه وای ګرځېدلی.

زما مطلب دا دی چې د فردي یا ټولنیز عدالت او فدرالیزم ترمنځ اړیکه یو واقعیت نه دی، بلکې یوازې یو نظر دی چې شواهد نه لري. همدا خبره د تاوتریخوالي د ورکاوي او د خلکو د سیاسي ګډون په اړه هم وینم. د امریکا په فدرالي نظام کې د خلکو ګډون په انتخاباتو کې د سکاندیناوي هېوادونو، انګلستان، فرانسه او هالنډ په پرتله کم دی.

همدارنګه که فدرالیزم قومي تاوتریخوالي له منځه وړلی، نو موږ به په پاکستان کې د بلوڅانو مقاومت، په ایتوپیا کې کورنۍ جګړې، په عراق کې سیاسي بې‌ثباتي او د یوګوسلاویا او شوروي اتحاد تجزیه نه وای لیدلې.هغه دوه هېوادونه چې خپل حکومتي نظام یې له متمرکز څخه فدرالي ته بدل کړی دی (بلجیم او ایتوپیا) اوس هم لکه مخکې ژبني او سمتي ستونزې لري.

رښتیا خبره دا ده چې په متمرکزو نظامونو کې کله ناکله عادل حکومتونه، سوله او امنیت، او د برابرۍ احساس لیدل کېږي او کله ناکله برعکس حالت وي. همدا حالت په فدرالي نظامونو کې هم شته.د سولې، عدالت، برابرۍ او همبستګۍ تړاو له فدرالي نظام سره یو بې شواهدو ادعا ده. په دې برخه کې د حکومت د مشر شخصیت او د هغه د ادارې وړتیا ښايي تر نظامي جوړښت لا ډېر مهم وي.

په امریکا کې د ملي دولت د جوړېدو پر مهال (تقریباً ۲۵۰ کاله مخکې) متمرکز حکومت یو انتخاب یا بدیل نه و. ۱۳ مستعمرې په پیل کې حتا چمتو نه وې چې فدرالي حکومت جوړ کړي او لومړی یې د کنفدرالي حکومت تجربه وکړه، خو د دې ډول دولت ناکامي بالاخره دا ۱۳ جلا واحدونه دې ته اړ کړل چې د فدرالي حکومت جوړولو ته غاړه کېږدي.

په افغانستان کې بیا زموږ د دولت اداره له پيله متمرکزه پاتې شوې ده؛ له همدې امله له متمرکز دولت څخه فدرالي نظام ته بدلون، هم له سیاسي اخلاقي پلوه او هم له عملي پلوه، غیر ضروري ګڼل کېږي.

پر غیر ضروري پېچلتیا سربېره، د فدرالي حکومت بڼه اضافي لګښتونه هم غواړي. په امریکا کې د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې د ټولو ایالتي حکومتونو ټولیزه بودیجه شاوخوا۳،۱ ټریلیون ډالرو ته رسېده. دا ټول لګښتونه د امریکا خلک د مالیاتو له لارې پرې کوي.یو غریب هېواد لکه افغانستان لا له وړاندې د مرکزي حکومت د لګښتونو د پوره کولو له ستونزې سره مخ دی؛ نو د فدرالي نظام د لګښتونو زیاتوالی او اضافي اداري جوړښتونه به د افغانستان پر ملت یو دروند او بې‌ګټې بار شي.

ما په خپله مرکه کې ویلي وو چې فدرالیزم په هغو هېوادونو کې چې پراخه جغرافیا او زیات نفوس لري، ښايي ګټور وي، او په نویو جوړېدونکو هېوادونو کې یو نسبي جدي بدیل ګڼل کېدای شي. خو دانش صاحب انتقاد کړی او وایي چې فدرالیزم د کوچنیو او لویو، زاړو او نویو جوړو هېوادونو لپاره یو مناسب او مطلوب حکومتي ماډل دی.

هو، زه پوهېږم چې د نړۍ په شاوخوا ۲۵ تر ۳۰ هېوادونو کې د حکومت جوړښت د فدرالي ماډل پر بنسټ دی، خو زما په نظر د دې ماډل غوره توجیه په لویو هېوادونو کې ده. په کوچنیو هېوادونو کې دا ډول پیچلی جوړښت غیر ضروري دی.همدارنګه د نویو جوړېدونکو دولتونو په اړه هم دا ماډل زیات مطرح کېږي، خو ټول نوي هېوادونه له فدرالیزم څخه پیروي نه کوي. باید په پام کې ونیول شي چې اوس مهال په نړۍ کې شاوخوا ۱۴۰ تر ۱۵۰ هېوادونه د متمرکز حکومتدارۍ له ماډل څخه استفاده کوي. په حقیقت کې متمرکز حکومت د حکومتدارۍ عادي او عام شکل دی.

خو زما په بحث او د استاد دانش په نقد کې مهمه موضوع د فدرالیزم بڼه ده. زما په نظر، هغه فدرالیزم چې د هېواد وېش د قوم پر بنسټ جوړوي، په داسې ملي ټولنه کې لکه افغانستان چې ټول قومونه په ټولو ښارونو او په ډېری ولایتونو کې ګډ مېشت دي، یوه ستره فاجعه به وي ځکه د قومي تراکم پر بنسټ د هېواد شعوري اداري وېش کولی شي د نورو قومونو خلکو ته په بېلابېلو ولایتونو کې نارامي پیدا کړي او امکان لري چې د هېواد دننه د پراخو مهاجرتونو سبب شي.هند وروسته له دې چې په ۱۹۴۷ کال کې په هند او پاکستان ووېشل شو، د پراخو مهاجرتونو، وژنو او د میلیونونو بې‌ګناه هندو او مسلمانانو د شتمنیو د لوټ او چور شاهد و. د هند د وېش د کډوالو تراژیدي د بشري تاریخ له تر ټولو دردناکو پېښو څخه ګڼل کېږي.

زما په نظر د قوم پر بنسټ د افغانستان اداري وېش کېدای شي د ډله‌ییزو مهاجرتونو سبب شي، او طبعاً زه د دې مخالف یم.

دانش صاحب د مهاجرتونو په اړه اندېښنه ردوي او وایي چې فدرالیزم پلویان د هېواد وېش د قوم پر بنسټ نه غواړي، خو کوم واضح معیار نه وړاندې کوي. هغوی زیاتوي چې د ولایتونو په وېش کې به قومي، جغرافیایي، ټولنیز، ژبني، کلتوري او اقتصادي ملاحظات په پام کې نیول کېږي. خو د دومره ډېرو متغیرونو یادول په عملي ډول د روښانه او تطبیق کېدونکو معیارونو د رامنځته کېدو مخه نیسي.

زما برداشت دا دی چې محترم دانش صاحب د هېواد د اداري وېش لپاره روښانه معیار نه لري او وړاندیز یې مجهول دی.

تر دې هم مهمه دا ده چې محترم دانش صاحب د افغانستان لپاره د قومي فدرالیزم د بڼې له ردولو وروسته ژر دا زیاتوي: «موږ نن باید دا واقعیت ومنو چې په افغانستان کې تل قومي تضادونه د ډلو جوړېدو، شخړو، ویشونو او حتا جګړو بنسټیز محور پاتې شوي دي. په بله وینا، موږ باور لرو چې اصلي تضاد په افغانستان کې قومي تضاد دی، نه طبقاتي، نه مذهبي او نه ایډیولوژیک.... موږ فدرالیزم د همدې ستونزې د حل لپاره، یعنې د قومي تضاد د حل لپاره وړاندیزوو څو چې دا تضاد حل نه شي، افغانستان به د سولې او ثبات مخ ونه ویني».

خو که اصلي تضاد قومي وي او فدرالیزم د همدې تضاد د حل لپاره وړاندیز کېږي، نو څنګه کېدای شي چې دا «قومي تضاد» په فدرالیزم کې له قومي عنصر پرته حل شي؟ زما تمه دا وه چې محترم دانش صاحب دا روښانه کړي چې کومې مشخصې قومي ستونزې به د هغوی د غیرقومي فدرالیزم له لارې څه ډول حل کېږي.

زه د غیر قومي فدرالیزم او د «قومي تضاد» د حل ترمنځ منطقي او عملي اړیکه نه وینم.

زما په نظر د فدرالیستانو اصلي هدف د افغانستان د دولت او ملت د افغان هویت نفی کول دي او دا کار د افغان ضد دریځ دی چې طبعاً د افغانانو اکثریت، په ځانګړي ډول ملي‌پال افغانان، یې نه مني.

که هدف په ټولو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو کې د ښاروندانو مساوات وي، نو د دې لپاره د فدرالیزم رامنځته کول ضروري نه دي. د ښاروندانو مساواتو لومړی ځل په فرانسه کې د لوی انقلاب پر مهال د متمرکز نظام تر چتر لاندې تحقق وموند، او تر نن ورځې پورې فرانسه یو متمرکز نظام لري.په نننۍ نړۍ کې د هېوادونو اکثریت (شاوخوا ۱۴۰ تر ۱۵۰ هېوادونه) متمرکز حکومتي نظام لري، نه فدرالي. په ډېرو دیموکراتیکو متمرکزو هېوادونو کې د ښاروندانو حقوق تامین شوي دي. نو د ټولو افغانانو د مساوات لپاره د فدرالیزم رامنځته کول ضروري نه دي.

د هېواد اساسي قوانینو دا ستونزه له مخکې حل کړې ده، په ځانګړي ډول د ۲۰۰۴ کال د جمهوریت اساسي قانون چې محترم دانش صاحب هم د هغه په ترتیب کې برخه لرله او ما هم د اساسي قانون د لویې جرګې په ځینو مهمو بحثونو کې ګډون درلود. په دې قانون کې هېڅ ډول قومي تبعیض ته اجازه نه ده ورکړل شوې او د ښاروندانو د مساوي حقوقو په احکامو پسولل شوی او ویلای شو چې د نړۍ له مترقي اساسي قوانینو څخه یو دی.له همدې امله، په افغانستان کې د فدرالیزم غوښتنه یوه غیر ضروري هڅه ده.

ما په خپله مرکه کې ویلي وو چې په افغانستان کې د فدرالیزم د ملاتړو شمېر محدود دی او د افغانستان له بېلابېلو قومونو څخه مطرحو سیاسي څېرو تر اوسه د فدرالیزم د ملاتړ اعلان نه دی کړی. خو دانش صاحب وايي برعکس فدرالیزم ډېر پلویان لري او دا اوس د حکومتدارۍ یو ډېر مطرح ماډل دی. په یوه ازاده ټولنه کې حتا غیر مفید او افراطي نظریات هم ځینې پلویان لرلای شياو د هغو نظریاتو په اړه بحث کول ستونزې نه رامنځته کوي.خو که د قومي فدرالیزم دعوه، چې د افغانستان د دولت او ملت د افغان هویت د کمزوري کولو غوښتنه کوي، جدي شي، زما په باور د افغانانو عمومي او په ځانګړي ډول د ملي‌پالو افغانانو غبرګون به سخت شي او دا ډول فدرالیزم به د دې پر ځای چې تاوتریخوالی کم کړي، کېدای شي هغه نور هم زیات کړي.

په لنډ ډول، فدرالي نظام پر متمرکز نظام هیڅ ډول عملي او اخلاقي برتري نه لري. زه هېڅکله دا نه ردوم چې فدرالي نظام په ځینو هېوادونو کې بریالی او د تطبیق ثابت شوی، خو دا بریا د هغو هېوادونو د ځانګړو تاریخي، سیاسي او ټولنیزو شرایطو محصول ده چې دغه شرایطد افغانستان په وضعیت کې نشته.هر نظام خپلې ځانګړې ښېګړې او کمزورتیاوې لري. په پرتلیز ډول نه شو ویلای چې فدرالي نظام د متمرکز نظام په پرتله د ستونزو حل کوونکی او د عدالت او پرمختګ اسانچاری واوسي.

ډېرو هېوادونو د متمرکز نظام په وسیله عادلې، پرمختللې او د سولې او امنیت لرونکې ټولنې جوړې کړې دي. نظامونه پر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي پایلو اغېز لري، خو د تصمیم نیوونکو کرکټر(شخصیت) او کفایت هم په پرمختګ، عدالت او د ملي پیوستون په احساس کې مهم رول لري.

ددې ټکو په درک او د استاد دانش نظر ته په درناوي، زه په افغانستان کې د فدرالي نظام رامنځته کول د قومي ستونزو، د حکومتدارۍ او اقتصادي وروسته‌پاتې والي د حل لپاره ضروري نه ګڼم. موږ کولای شو د متمرکز نظام اومنتخب او حساب‌ورکوونکي حکومت په اډانه کې د ښاروندانو د مساوي حقوقو په تحقق، د ټولنیز عدالت، اقتصادي پرمختګ، سولې او قانوني خوندیتوب او ملي یووالي هیلېپه واقعیتونو بدلې کړو.

په افغانستان انټرنشنل -پښتو کې خپرېدونکې لیکنې\لیدلوري د لیکوالانو نظر دی. دغه لیکنه له افغانستان انټرنشنل سره د انوارالحق احدي پر مرکې د غبرګونونو په ځواب کې لیکل شوې، له همدې امله یې افغانستان انټرنشنل-پښتو د خپلو مخاطبانو لپاره خپروي.

د یوسفزیو نړیواله جرګه د پښتون د پګړۍ ول

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۱۲ GMT+۱
•
رحمان بونیری

هغه خلک «لیوني» دي چې د نوښت، ټېکنالوژۍ او بدلون نوې کیسې لیکل غواړي!. له مصنوعي ځیرکتیا ونیسه تر چاپېریال ساتنې پورې په «غېرضروري» چارو کې وختونه بربادوي. هوښېاران، د انسانیت او په ځانګړې توګه د پښتون ولس اصلي غمخواران د یوسفزيو د نوې جوړې شوې نړیوالې جرګې مشران دي.

دغه مشران غواړي خپل وګړي بیرته زوړ مګر "عظیم دور" ته بوځي. یو داسې دور چې خلکو به په اسونو او خرونو سورلي کوله، سترې سترې پګړۍ به یې پر سر وې، د کمرچین کمیسونه، لنډ چورمې داره واسکټونه او ګیبي پرتوګونه به یې اغوستل؛ په سینه به یې شپه او ورځ زغرې او غاړې ته به یې پړکېدونکې تورې وې؛ کولبې او اشرې به یې کولې. ښځو به په مېچنو وربشې دلولې، له ګودره به یې منګي راډکول او «دولس دولس زامن به یې زېږول».

د پښتونخوا ملاکنډ په اله ډنډ کې په شپاړسم اپرېل د یوسفزیو د مشرانو جرګې د وطن او ملت د تصور یو مکمل پلان درلود. دغه د قوي سوچ له پیغام او تدبره ډک د نارینه انسانانو یو عالي مجلس و.

جرګه په پښتون شناخت او تاریخ پسې تشه نوستالجیا (تېر پسې ارمان) کې بنده نه وه پاتې بلکې د ژوند لوی جدید راز یې ځان سره راوړی و.د راتلونکي عصر ټولې دروازې په پخوانیو زړو کونجیانو خلاصول او د تعمیر لومړنی شرط د پرون ورځې د پګړۍ د ول سم تړل دي.

نن سبا که د نړۍ په یوه ډېره شاته پاتې سیمه کې هم کوم انسان ووایي چې ملت دې بېرته شاته روان شي، ښایي خلک ورپورې وخاندي، خو د یوسفزیو د جرګې د وېناوالو له پیغامونو داسې برېښېده لکه د پرمختګ تر ټولو لوی راز هماغه د تېر وخت په دوړو کې پټ وي.

«دود دې وساتل شي»، دې غوښتنې سره شاید څوک هم اختلاف ونه لري، خو ددې سوال، ځواب څوک لري چې دا دود به ځان سره سبا ته وړي؟

تمه دا وه چې جرګه به یوازې، د مشهورو شعرونو د ویلو، د زړو نېکونو د ستاينو او د دود ننداره نه وي، بلکې د سبا نقشه به هم پکې جوړه شي.

100%

نن عصر کې نړۍ لګیا ده خپلو ځوانانو ته لابراتوارونه، پلیټفارمونه او امکانات برابروي، څو هغوی د سبا ستونزې حل کړي؛ خو زموږ د راتلونکي معمارانو لپاره داسې ښکاره کېده لکه تر ټولو مهمه دنده یې دا وي چې د تېر نسل کیسې په درنه او ښه لهجه کې واوري.

نړۍ نن هلته رسېدلې چې تنکي ځوانان د مصنوعي ځیرکتیا پروګرامونه جوړوي، د پاکو اوبو حل لارې راباسي او د اقلیم د بدلون لپاره نوښتونه کوي، خو د پښتنو مجلسونه په همغو زړو نغمو تاوده ساتل کېږي، داسې چې ګواکې د وخت ساعت زموږ لپاره له ډېر پخوا درېدلی وي.

هېچا دا ونه ویل چې پښتون ځوان به څنګه د دې نوې نړۍ برخه کېږي، او څنګه به خپل شناخت د نوښت له کاروان سره یوځای کړي.

نړیوالو ټولنو د ځوانانو لپاره داسې میدانونه جوړ کړي چې هلته نظریات په فرصت بدلېږي او خوبونه په پروژو، خو زموږ جرګه، چې دومره دروند نوم لري، لا هم د دود له مرحلې نه یو قدم مخکې تللې نه ښکاري.

له تاریخ سره مینه عیب نه دی. اصل ستونزه دا ده که د ځوان نسل انرژي، فکر او بیړنی حرکت د دغسې جرګو برخه نه شي، نو دا ټولې ناستې یوازې د ښکلو جامو، خوږو ویناوو او تاریخي تصویرونو ننداره خو کیدی شي وي، خو د کوم مثبت پرمختګ پلو قدم نشي اخېستی.

که رښتیا هدف دا وي چې ملت د نړۍ له کاروان سره اوږه په اوږه روان شي، نو جرګې باید یوازې د تېر ویاړ ونه شمېري؛ بلکې د سبا لپاره هم لاره روښانه کړي. که نه، نو نړۍ به په سپوږمۍ کورونه جوړ کړي او موږ به لا هم د پرون ورځې د پګړۍ د ول په سمون بوخت یو.

پښتونه لکه ونه مستقیم په ځای ولاړه

دنیا درنه روانه ده اووم اسمان ته لاړه

د پاکستان او ایران د رسمي او غیر رسمي اړیکو څرنګوالی

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۱۱ GMT+۱
•
افراسیاب خټک

اسلام‌اباد کې یو ځل بیا د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند د غځولو او د شته شخړو د سوله‌ییز حل لپاره خبرې اترې پیلېدونکی وې، چې د هرمز تنګي په شاوخوا سیمه کې د امریکا او ایران د وسله‌والو قوتونو ترمنځ د تاوتریخوالي له امله تراوسه نه‌دي پیل شوې.

ایران دغه پېښو ته په پام خپل پلاوی اسلام‌اباد ته نه‌دی لېږلی. په اسلام‌اباد کې چې کله د خبرو اترو تېر پړاو له بن بست سره مخ شو او د امریکا او ایران پلاوي بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شوي وو؛ نو د پاکستان د پوځ لوی درستیز فیلډ مارشال عاصم منیر د خبرو اترو د نوي پړاو د پیل لپاره د زمینې برابرولو په موخه د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته ولاړ او هلته یې د ایران د سیاسي مشرتابه او پوځي قوماندانانو سره درې ورځې خبرې کړې وې او هغوی یې د امریکا د دریځ نه خبر کړي وو.
د عاصم منیر تر دغه خبرو وروستو په اسلام‌اباد کې د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو په یوه نوي پړاو هوکړه شوې وه، چې لاتراوسه پیل شوی نه‌دی. دلته موږ غواړو، چې د پاکستان او ایران د رسمي او غیر رسمي اړیکو  شالید، ودې او اوسني وضعیت ته یوه لنډه کتنه وکړو:

د  ۱۹۴۷کال (د اګسټ په ۱۴مه) نېټه چې پاکستان د یوه نوي هېواد په توګه د هندوستان په شمال لوېدیځ برخه کې رامنځته شو؛ نو ان په دغه نېټه یعنې د تاسیس په وړومبۍ ورځ ایران دغه هېواد په رسمیت وپېژانده، په دې ډول ایران د پاکستان په رسمیت پېژندونکی وړومبی هېواد وو. غالبن ایران داسې فکر کولو، چې دغه نوی هېواد به په ټولنیز او اقتصادي توګه یو وروسته پاتې او کمزوری هېواد وي او په هغه کې به د ایران د بډایه تمدن او د اقتصادي او  سیاسي نفوذ ریښې ځغلول اسانه وي، فارسي ژبې په سر کې په پاکستان کې ډېر نفوذ لاره، د اردو ژبې یوه لویه برخه فارسي ژبه ده، د پاکستان ملي سرود هم په فارسي و، د پاکستان د ژوند په وړومبیو درېیو لسیزو کې تر یوې اندازې د ایران دغه تمې پوره شوې هم وې؛ ځکه چې ایران د خپلو د تېلو او ګازو سرچینو نه پر راتلونکو پراخو مالي سرچینو غره وو او پاکستان د ایران اقتصادي مرستې ته اړتیا لرله، په دې برسېره د دواړو هېوادونو بهرنی سیاست د لوېدیځ په ملګرتیا ولاړ وو، د ۱۹۵۰ د لسیزې په لړ کې پاکستان او ایران دواړه د امریکا او برېتانیا سره یو ځای د شوروي اتحاد د محاصرې لپاره جوړ شوی پوځي اتحاد سنټو ( Central Treaty Organisation) کې شامل شوي وو، د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ په لسیزو کې د بادشاه رضا شاه پهلوي په مشرۍ ایران د لوېدیځ زبرځواکونو له‌خوا نه د سیمې لپاره تر ټولو مهم هېواد ګڼل کېده، د کمونېزم د مخنیوي په مبارزه کې د  مخکښ لوبغاړي رول لوبولو برسېره ایران په منځني ختیځ کې د مصر رادیکال عربي ملي ګرا ولسمشر جمال عبدالناصر هلوځلو ته هم بند اچولو، چا چې د فلسطین په مسله کې د خپلو رادیکالو شعارونو پرمټ د خلیج محافظه کار بادشاهان په وېره کې اچولي وو، په دې ډول د ایران شاهي دولت په سیمه کې د پاکستان پرتله پراخ رول لوبولو. 

خو په دې ټولو وختونو کې ایران او پاکستان دواړو یوه ګډه مسله لرله او  هغه په دواړو هېوادونو کې د بلوڅ ملت‌پالو د تجزیې غوښتنه ده، چې بلوڅان یې د دواړو هېوادونو نه د ازادۍ مبارزه بولي، د بلوڅانو د ملي مبارزې اصل مرکز پاکستان دی، په ۱۹۷۰کال کې د پاکستان په ټول‌ټاکنو کې ملي ګرا بلوڅو د ایالتي پارلمان د څوکیو اکثریت ګټلې وې او په بلوچستان کې د ملي ګرا بلوڅو حکومت جوړ شوی و، چې سردار عطاالله مېنګل په‌کې د بلوچستان لومړی وزیر او میر غوث بخش بزنجو یې د ایالت والي ټاکل شوی و؛ خو د ایران بادشاه رضا شاه پهلوي په پاکستان پرله‌پسې فشار وارد کړ، چې هغه دې د ملي ګرا بلوڅو ایالتي حکومت ګوښه کړي، دغه حکومت چې د ۱۹۷۲کال د اپریل په میاشت کې جوړ شوی و، لس میاشتې وروسته په ناقانونه توګه ګوښه کړای شو او له دې سره بلوڅانو سیاسي احتجاجونه وکړل او ځینو یې وسله‌وال مقاومت وکړ؛ خو د هغوی په ضد د ۱۹۷۳ نه تر ۱۹۷۶ پورې د پاکستان پوځ  عملیات وکړل او ایران په دې عملیاتو کې له پاکستان سره مرسته وکړه.

په ۱۹۷۹کال کې په ایران کې د امام خمیني په مشرۍ اسلامي انقلاب راغی او لږه موده پس د ولسمشر صدام حسین په مشرۍ عراق په ایران برید وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړې اته کاله دوام وکړ. ایران په دې وخت کې په ځان اخته پاتې شو او پاکستان د لوېدیځ د نږدې متحد په توګه د ایران ځای ونیوه. د پاکستان پوځ په دغه کلونو کې د افغانستان د جګړې په نوم د لوېدیځ نه پراخې مرستې جلب کړې، اردو یې مظبوطه کړه، ذروي بم یې جوړ کړ، په دې برسېره پاکستان د ایران مخالفو عرب هېوادونو ته ډېر نږدې شو، پاکستاني جنرالان اوس خپل هېواد د ایران نه زیات ځواکمن او بانفوذه ګڼي. بل مهم ټکی پاکستان کې د شیعه او سني شخړو زیاتېدل وو، د پاکستان د نفوسو څخه له پنځلسو تر شل سلنې یې شیعه‌ګان دي، د افغانستان په جهاد کې پاکستان د سني رادیکالو سازمانونو په مرکز بدل شوی او پاکستان کې د سني افراطیانو له‌خوا د شیعه‌ګانو وژنې په پراخه کچه ترسره شوې دي، د ځینو عربي هېوادونو استخباراتو هم له سني افراطیانو سره مرسته کوله، بیا شیعه‌ګانو هم د ایراني استخباراتو په مرسته په ځینو مواردو کې د سنیانو نه غچونه اخیستي وو؛ که څه هم دغه شخړه نن سبا کمزورې شوې ده.

د لوېدیځې اسیا په اوسنۍ جګړه کې پاکستان له یوې خوا له ایران سره سیالي او مقابله لري او له بلې خوا له سعودي عربستان سره دوه اړخیزه دفاعي تړون هم لري او په دې برسېره پاکستان له امریکا سره هم ډېر نزدې دی؛ خو هغه د دغه ټولو خبرو سره، سره خپله له ایران سره په هیڅ صورت په جګړه کې ښکېلتیا نه غواړي؛ ځکه داسې جګړه په پاکستان کې د سنیانو او شیعه‌ګانو ترمنځ کورنۍ جګړې ته لمن وهي او هند به د پاکستان له کورنۍ جګړې ګټې اخیستنې ته تیار ناست وي، له همدې امله پاکستان په هره بیه د روغې جوړې له لارې د جګړې پای غواړي.