• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني ځواکونو په خیبر پښتونخوا کې یو ځانمرګی بریدګر له‌منځه وړی

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۰۹:۴۷ GMT+۱

پاکستاني ځواکونو د خیبر پښتونخوا او پنجاب ایالتونو پر پوله د یوه ځانمرګی برید له شنډولو خبر ورکړی. د خیبر پښتونخوا ځایي چارواکي وایي، امنیتي ځواکونو یې یو بریدګر چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر یې لېږداوه؛ موخې ته تر رسېدو مخکې وژلی دی.

د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د خیبر پښتونخوا امنیتي چارواکو د معلوماتو له مخې راپور ورکړی، ځانمرګي بریدګر غوښتل چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته د خیبر پښتونخوا ایالت کوهاټ ولسوالۍ اړوند منکور امنیتي پوستې ته څېرمه چاودنه ورکړي.

امنیتي سرچینو هم یادې ورځپاڼې ته ویلي، چې پر یاد موټر تر شکمنېدو وروسته یې ځواکونو پر موټر مخامخ ډزې پیل کړې او بریدګر ته یې د مخته تګ اجازه نه‌ده ورکړې. د امنیتي ځواکونو د پرله‌پسې ډزو له امله بریدګر د موټر دننه وژل شوی او چاودېدونکي توکي یې موخې ته تر رسېدو دمخه چاودلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې روانه اونۍ د خیبر پښتونخوا په بنو او لکي مروت ولسوالۍ کې زورورو چاودنو د خلکو اندېښنې راپارولې دي. د پاکستان په سنا کې تېره ورځ د خیبر پښتونخوا د خرابېدونکي امنیتي وضعیت په تړاو تود بحث وشو، چې په‌کې د اپوزېسیون او حکومت ترمنځ لفظي ناندرۍ هم رامنځته شوې.
د جمعیت علمای اسلام ګوند سناتور عطاالرحمان پر پاکستان حکومت نیوکه وکړه او ویې پوښتل، ایا خیبر پښتونخوا «وسله‌والو ته سپارل شوې ده؟» هغه وویل، د خلکو خوندیتوب باید تر هر ډول قانوني او سیاسي چارو مهم وي. نوموړي زیاته کړه: «ولې زموږ وینه بې‌ارزښته شوې؟ ولې د خیبر پښتونخوا لپاره اندېښنه نه‌کېږي؟»

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري
۱

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۲

طالبانو د الله داد فدایي له نیولو څو ورځې وروسته د هغه د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه

۳

افغانه خبریاله:د طالبانو بیا واکمنۍ د افغان ښځو غږ کمزوری او لاسته راوړنې یې له منځه یووړې

۴

په بدخشان کې د الوتکې پرېوتو په تړاو روسی پیلوټ محاکمه کېږي

۵
ځانګړی راپور

په ۲۰۰۱ کال کې له ماتې وروسته؛ پاکستان څنګه د طالبانو د بیا راټولېدو مرکز وګرځېد؟