عراقچي په بریکس غونډه کې د ګډون لپاره نوي ډیلي ته لاړ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د چارشنبې په ورځ د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو په شلمه غونډه کې د ګډون لپاره نوي ډیلي ته روان لاړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د چارشنبې په ورځ د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو په شلمه غونډه کې د ګډون لپاره نوي ډیلي ته روان لاړ.
عراقچي به د دې سفر پر مهال د بریکس په غونډه کې ګډون وکړي او د بېلابېلو هېوادون له چارواکو سره به لیدنې او خبرې هم ولري.
ټاکل شوې چې نوي ډیلي د مې میاشتې په ۱۴مه او ۱۵مه، د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې د بریکس غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو کوربه وي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د ایران جګړې د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د کړکېچ د حل لپاره د چین مرستې ته اړتیا نه ویني. نوموړي دغه څرګندونې چین ته له سفر او د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره تر لیدنې وړاندې کړې دي.
ټرمپ خبریالانو ته ویلي:«موږ فکر نه کوو چې د ایران په برخه کې د چا مرستې ته اړتیا ولرو. موږ به په یوه یا بله لاره بریالي شو، که په سوله ییز ډول وي او که بل ډول.»
هرمز تنګی، چې د نړۍ د نفتو شاوخوا پنځمه برخه ترې تېریږي، د ایران او امریکا ترمنځ د روان کړکېچ له امله له سخت فشار سره مخ دی.
راپورونه وایي، ایران په وروستیو ورځو کې پر هرمز تنګي خپل نفوذ لا پیاوړی کړی او له عراق او پاکستان سره یې د نفتو او مایع ګازو د لېږد تړونونه کړي دي.
ایراني چارواکو ویلي، د هرمز تنګي کنټرول د دوی لپاره اوږدمهاله ستراتیژیک هدف دی او کولی شي د ایران سیاسي او اقتصادي نفوذ نور هم پیاوړی کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چارشنبې په ورځ چین ته لاړ، چې له خپل چینايي سیال سره پر دوه اړخیزو مسایلو له نږدې وغږیږي له ټرمپ سره په سفر کې د اېنویډیا اجرایه رییس جینسن هوانګ او د ټېسلا او سپېس اېکس مشر ایلان ماسک هم ملتیا کوي.
ټرمپ تر سفر مخکې ویلي و چې له شي جین پینګ څخه به وغواړي چین د امریکايي سوداګرۍ پر مخ «پرانیزي» او امریکايي شرکتونو ته د فعالیت لا ډېر فرصتونه برابر کړي.
په دغه سفر کې د ټرمپ ملګري ډېری اجراییه مشران د هغو شرکتونو استازي دي چې له چین سره سوداګریزې ستونزې لري. اېنویډیا له څه مودې راهیسې هڅه کوي چین ته د خپلو پرمختللو اېچ ۲۰۰ مصنوعي ځیرکتیا چېپونو د پلور اجازه ترلاسه کړي.
راپورونه وایي، ټرمپ په وروستیو شېبو کې جینسن هوانګ دې سفر ته وربللی و او نوموړی بیجینګ ته د سفر پر مهال، په الاسکا کې د اېرفورس ون الوتکې ته د ختلو پر وخت لیدل شوی و.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګو جیاکون ویلي، بیجینګ چمتو دی چې له امریکا سره همکاري پراخه کړي، اختلافات مدیریت کړي او نړۍ ته لا ډېر ثبات ورکړي.
ټرمپ به د خپل سفر پر مهال د خلکو ستر تالار کې په رسمي مراسمو کې ګډون وکړي، تاریخي ځایونو ته به ولاړ شي او په دولتي مېلمستیا کې به ګډون ولري. د دواړو لورو ترمنځ به د سوداګرۍ ترڅنګ د ایران جګړه، پر تایوان د امریکا د وسلو پلورل او د مصنوعي ځیرکتیا موضوعات هم وڅېړل شي.
د پاکستان د پلان وزیر احسن اقبال د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په همکارۍ د دغه هېواد د نفوس د وړاندوینې نوی راپور خپور کړ، چې له مخې یې د پاکستان نفوس به په راتلونکو لسیزو کې په بېساري ډول ډېر شي او تر ۲۰۵۰کال پورې به شاوخوا ۳۹۰ مېلیونو ته ورسېږي.
دغه راپور چې د سېشنبې په ورځ خپور شوی پهکې راغلي، چې د «زېږون کمښت» په صورت کې به د پاکستان نفوس ۳۹۰ مېلیونو ته ورسېږي، د مېندوارۍ د مخنیوي لارو چارو د پراخې کارونې په صورت کې ۳۸۳.۲ مېلیونه او د «چټک زېږون کمښت» په حالت کې ۳۷۱.۹ مېلیونه اټکل شوی دی.
د راپور له مخې؛ (له ۱۵ تر ۶۴ کلونو) د پاکستان د کار عمر لرونکو وګړو شمېر به له ۱۳۵.۲ مېلیونو څخه ۲۵۵.۴ مېلیونو ته لوړ شي، چې شاوخوا ۸۹ سلنه زیاتوالی ښيي. همداراز د ۱۵ تر ۲۹ کلونو ترمنځ ځوانانو شمېر به له ۶۳ مېلیونو څخه ۱۰۰ مېلیونو ته ورسېږي.
راپور خبرداری ورکوي، چې د نفوس چټکه وده به د زدهکړو، روغتیا، کور جوړونې او د کار موندنې پر برخو سخت فشار زیات کړي. په ورته وخت کې د ۶۵ کلونو پورته عمر لرونکو وګړو شمېر به له ۸.۶ مېلیونو څخه ۲۲.۶ مېلیونو ته لوړ شي، چې د ټولنیز خوندیتوب او د عمر خوړلو د پاملرنې اړتیاوې به پراخې کړي.
اقتصادي برخه کې ویل شوي، که څه هم د کار عمر نفوس پراخېدل د «نفوسي ګټې» فرصت برابروي؛ خو د پاکستان اوسنی اقتصادي جوړښت د دې لوی کاري ځواک د جذب توان نهلري. راپور زیاتوي، چې د اوسنۍ ۳.۵ سلنه اقتصادي ودې پرځای لږترلږه ۶ تر ۸ سلنه دوامدارې ودې ته اړتیا ده.
راپور کې ويل شوي، ایالتي اټکلونه ښيي چې پنجاب به تر ۲۰۵۰کال پورې ۲۰۰ مېلیونه نفوس، سند ۹۱.۲ مېلیونه، خیبر پښتونخوا ۶۸مېلیونه او بلوچستان ۲۵ مېلیونه وګړي ولري. راپور همداراز ښيي، چې اسلاماباد به د نفوس تر ټولو چټکه وده تجربه کړي او نفوس به یې له ۲.۳ مېلیونو څخه ۶.۵ مېلیونو ته ورسېږي.
احسن اقبال د راپور د پرانېستې پرمهال وویل، د نفوس سمبالښت او پر بشري ځواک پانګونه د پاکستان د راتلونکي اقتصادي ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري او ایالتونه باید د نفوس د کنټرول او بشري ودې په برخه کې عملي بدلونونه پلي کړي.
د اروپایي ټولنې د شورا رييس الن برسټ د سېشنبې په ورځ وویل، چې د اروپایي هېوادونو وزیران به په روانه اونۍ کې په مولداوي کې درېیمو هېوادونو کې ځانګړو مرکزونو ته د «غیرقانوني» پناه غوښتونکو د لېږد په اړه، خبرې وکړي.
برسټ ټینګار وکړ، هغه کسان چې له اروپا څخه اېستل کېږي، باید د بشري حقونو د اروپایي کنوانسیون تر ملاتړ لاندې پاتې شي.
هغه د سېشنبې په ورځ (د غويي ۲۲مه) ګارډین ورځپاڼې ته وویل: «د لېږد د مرکزونو په اړه بحث یوه مهمه موضوع ده. دا مسأله تر دې وړاندې په بېلابېلو هېوادونو کې مطرح شوې وه او اوس په څو اړخیزه کچه څېړل کېږي.»
ورته مهال تمه کېږي، چې اروپایي وزیران یوه سیاسي اعلامیه صادره کړي. چې پهکې به د خپلو پولو پر کنټرول د هېوادونو پر حق ټینګار وشي؛ دا ګام وروسته له هغه پورته کېږي، چې د بهرنیو مجرمینو او «غیرقانوني» پناه غوښتونکو د اېستلو په مخنیوي کې د بشري حقونو د قوانینو د رول په اړه بحثونه زیات شوي دي.
د دې اونۍ ناسته لومړی ځل دی، چې د اروپایي ټولنې د هېوادونو وزیران په رسمي ډول د پناه غوښتونکو د لېږد د مرکزونو د جوړولو موضوع څېړي. تمه کېږي، چې د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیره ایوت کوپر هم په دې ناسته کې ګډون وکړي.
اروپایي ټولنې تر دې وړاندې په درېیمو هېوادونو کې د اېستلو د مرکزونو له جوړولو سره هوکړه کړې وه او ډنمارک، اتریش، یونان، جرمني او هالنډ له هغو هېوادونو سره د خبرو اترو په حال کې دي چې دا مرکزونه په کې جوړېدای شي.
راپورونه ښيي، چې دا مذاکرات پر ۱۲ هېوادونو تمرکز لري: روانډا، ګانا، سینیګال، تونس، لېبیا، موریتانیا، مصر، یوګانډا، ازبکستان، ارمنستان، مونټېنیګرو او ایتوپیا. په دې لړ کې ازبکستان له اتریش سره یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې یې اېستل شوي افغان کډوال مني.
دا طرحه به یو ځل بیا د بشري حقونو د بنسټونو اندېښنې راوپاروي. تر دې وړاندې پناه غوښتونکو د بشري حقونو د اروپایي کنوانسیون په استناد توانېدلي وو، چې روانډا ته د کډوالو د لېږد په اړه د برېتانیا د حکومت پروګرام په محکمه کې وننګوي او د دولت دغه پلان د محکمې په حکم ناکام کړي.
د پناه غوښتونکو د حقونو مدافع سازمانونو خبرداری ورکړی، چې د پناه غوښتونکو د کنوانسیون کمزوري کولای شي د زیانمنو ډلو ملاتړ راکم کړي، په ځانګړې توګه د هغو کسانو چې له جګړو او ځورونې تښتي.
د شمېرو له مخې، له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې، هر کال له ۴۵۰ زرو څخه تر ۵۰۰ زرو پورې پناه غوښتونکو ته له دې ټولنې څخه د وتلو امر شوی، خو له نیمايي څخه لږ یې وتلي دي.
امریکايي رسنیو ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د مې په ۱۳مه چین ته لاړ شي. راپورونه وایي، هغه به د دغه ۳ ورځني سفر پر مهال د چین او امریکا د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په تړاو له ولسمشر شي جین پینګ سره خبرې وکړي. ټرمپ ویلي، له خپل چینایي سیال سره د ایران پر جګړې هم بحث کوي.
له دې سره سم، د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخوانی سرپرست شاه محمود میاخېل چین ته د امریکا د ولسمشر د سفر په تړاو په یوه ویډیوي پېغام کې ویلي، چې ډونالډ ټرمپ غواړي په دغه سفر کې د خپل هېواد اقتصادي او پوځي ګټې خوندې کړي. د نوموړي په خبره، نړۍ اوس له قطبي حالته څو قطبي خوا ته روانه ده او په دې حال کې چین او امریکا په ځانګړې سیالۍ کې ځای لري.
د هغه په وینا، که څه هم چین او امریکا سره اقتصادي او سیاسي کړکېچونه لري، خو بیا هم هېڅکله نهغواړي، چې مخامخ سره ټکر وکړي. د هغه په خبره، دواړه هېوادونه به په امنیتي او نړیوالو مسایلو کې سره حتمي رقابتونه ولري.
نوموړي وویل: «د جمهور رییس ټرمپ ستراتېژي د امریکا له روایتي ستراتېژیو سره فرق لري». د هغه په باور پخوا که امریکا به خپلې موخې عملي کولې، نو د خپلې سیمې په کچه به یې اجماع رامنځته کوله.
شاه محمود میاخېل زیاتوي، دا ځل ډونالډ ترمپ په خپل سر روان دی او له خپلو متحدینو سره یې اجماع نه ده رامنځته کړې. هغه وایي: «د ده له پالیسیو سره په داخل د امریکا کې، منطقه کې او نړۍ کې یو اختلاف موجود دی». د نوموړي په وینا، دا چې په راتلونکي کې به د نړۍ په کچه څنګه اقتصادي او امنیتي تړونونه رامنځته کېږي د امریکا راتلونکو ټاکنو پورې تړاو لري.
سپینې ماڼۍ ایلان ماسک او کوک ته بلنه ور کړې چې د ټرمپ د چین د سفر ملګري شي | افغانستان انټرنشنل پښتو
له ټرمپ سره چین ته په سفر کې د اېلان ماسک او ټیم کوک په ګډون د امریکا د سترو شرکتونو رییسان هم ملتیا کوي. تر دې وړاندې ډونالډ ترمپ پر چینایي توکو درنې ماليې وضعه کړې وې او بیجېنګ هم ورته اقدام کړی وو.
دغه دواړه هېوادونه د تعرفو په جګړه کې هم سره ښکېل پاتې شوي اوس به ولیدل شي، چې د دغه سفر پر مهال د دواړو لورو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو کړکېچ ختمیدای شي که نه.