• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خوړو نړۍوال پروګرام په بغلان کې له ۵۰۰ بې‌وزله کورنیو سره مرسته کړې

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۰۰:۳۵ GMT+۱

د خوړو نړۍوال پروګرام په بغلان کې له ۵۰۰ اړمنو کورنیو سره د یوې اندازې خوراکي توکو مرسته وکړه. د دغه سازمان په وینا، په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، دال، مالګه او نور اړین توکې شامل دي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د چهار شنبې په ورځ (د غويي ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د خوړو نړۍوال پروګرام له اې‌اېس‌ای‌او موسسې سره په همغږۍ د بغلان په فرینګ ولسوالۍ کې له ۵۰۰ اړمنو کورنیو سره د یوې اندازې خوراکي توکو مرسته وکړه.

د خبرپاڼې له‌مخې، پر هرې کورنۍ ۵۰ کیلو اوړه، ۴.،۵ لیټره غوړي، ۶،۵ کیلو ګرامه دال او نیم کیلو مالګه ووېشل شوې.

ویل کېږي، دا درېیم ځل دی چې له یادو کورنیو سره دغه ډول مرستې کېږي، خو یادې کورنۍ دغه مرستې کافي نه‌بولي او د طالبانو په ګډون له نورو مرستندویه بنسټونو د ورته مرستو غوښتونکي دي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۵

سمېع سادات: د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه لا پراخېدلی او اوږدېدای شي

•
•
•

نور کیسې

فوزیه کوفي: طالبان د خلکو په زنداني کولو سره ازاد غږونه نه‌شي غلي کولی

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۰۰:۲۲ GMT+۱

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي د طالبانو له خوا د بې ګناه کسانو نیول په کلکه غندلي او ویلي یې دي چې دا ډله د خلکو د ازادۍ په سلبولو سره غواړي د ازادۍ غوښتنې غږ خاموش کړي. نوموړې د طالبانو دا کړنې د عدالت د اصولو خلاف بللې دي.

مېرمن کوفي په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې طالبان د بې ګناه انسانانو په زنداني کولو سره د خلکو غوښتنې نه شي زنداني کولی. د هغې په وینا، د هر یوه کس په زنداني کېدو سره لسګونه نور ازاد روحونه پیدا کېږي او د ازادۍ غوښتنې دا لړۍ نه شي درېدلی.

د ولسي جرګې دې پخوانۍ غړې د طالبانو چلند ته په اشارې سره ټینګار کړی چې دا ډله په خپلو کړنو کې هېڅ راز قانون نه مراعاتوي. نوموړې زیاته کړې چې طالبان د خپلو دې ظالمانه کړنو په ترسره کولو سره حتی د الهي عدالت څخه هم وېره نه لري.

د طالبانو له خوا د پخوانیو نظامیانو، مدني فعالانو او نیوکه کوونکو د خپل‌سري نیولو لړۍ لا هم دوام لري. په تېرو څو میاشتو کې د بشري حقونو بېلابېلو سازمانونو په وار وار د طالبانو له خوا د بې ګناه کسانو د نیولو او شکنجې په اړه اندېښنې ښودلې دي.

په همدې حال کې باخبره سرچینو د چهارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د کورنیو چارو وزارت یو پخوانی افسر شفیق الله قاطع له دوو میاشتو راهیسې د طالبانو په بند کې دی. د سرچینو د معلوماتو له مخې، د دې پخواني افسر برخلیک لا هم نامعلوم دی او کورنۍ یې د هغه د وضعیت په اړه سخته اندېښنه لري.

د خوړو او کرنې سازمان: کافي بودجه لرو او ننګرهار مو په لومړیتوبونو کې دی

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۲۳:۵۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان عمومي رييس ريچارډ ټرينچارت د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو له والي سره په کتنه کې ویلي، که څه هم په عموم کې د بودجې د کمښت خبرې کيږي، خو دغه سازمان د کرنې او اړوندو نورو چارو لپاره کافي بودجه لري او ننګرهار ته يې لومړيتوب ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان عمومي رييس ريچارډ ټرينچارت د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۲۳مه) د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو له والي ملا محمد نعيم اخند سره په کتنه کې وویل، سره له دې چې په عموم کې د بودجې د کمښت خبرې کيږي، خو د دوی سازمان د کرنې، مالدارۍ، د اوبو مديريت او اړوندو نورو چارو لپاره کافي بودجه لري او ننګرهار ته يې لومړيتوب ورکړی دی.

ريچارډ ټرينچارت زياته کړه، چې په ننګرهار کې به له هغو راستنو شويو کورنيو سره چې ځمکې لري د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پراخه مرستې وکړي، خو کومې کورنۍ چې ځمکې نه‌لري ورته به په کور کې د چرګانو فارمونه جوړ او ترڅنګ به يې د کاروبار زمينې ورته برابرې کړي.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر په همدې تړاو خبرپاڼه کې راغلي، چې ملا محمد نعیم اخوند په دې کتنه کې وويل، چې سږکال د سختو اورښتونو له امله په ډيری سيمو کې کرنيزې ځمکې اوبو وړي دي؛ که استنادي ديوالونه جوړ شي په راتلونکې کې به کرنه او مالداري ښه وده وکړي او بزګران به له زيانونو وژغورل شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان عمومي رييس د ننګرهار نفوس او ځمکو ډېروالي او همداراز د اوبو د کافي سرچینو موجودیت ته په کتو وویل: «موږ هڅه کوو چې دې ولايت کې د کرنې او مالدارۍ ترڅنګ د چيکډيمونو، کانالونو، سربندونو او نورو پروژو په پلې کولو کې ځانګړې پاملرنه وکړو».

هغه همداراز څرګنده کړه، چې په ننګرهار او کونړ ولايتونو کې به د زلزلو له امله زيانمنو شويو کورنيو سره هم خپلې مرستې زياتې او دوامداره کړي.

د طالبانو استخبارات د اسلام‌کلا په پوله کې له ايران څخه د راستنېدونکو کسانو موبایلونه پلټي

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۲۳:۰۵ GMT+۱

ګڼو سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ويلي، د طالبانو استخبارات له څه مودې راهيسې هغه افغان وګړي، چې له ايران څخه افغانستان ته راګرځي، د اسلام‌کلا په سرحدي دروازه کې د هغوی ګرځنده ټيلیفونونه پلټي. د سرچينو په وينا، د موبایلونو پلټنه کله ناکله له شلو دقيقو تر نيم ساعت پورې وخت نيسي.

لږ تر لږه شلو کسانو، چې د اسلام‌کلا له لارې هرات ته داخل شوي، افغانستان انټرنشنل ته تاييد کړې چې د هغوی موبایلونه پلټل شوي دي.

د دوی په خبره، د طالبانو مامورين د خلکو ګرځنده ټيلیفونونه هغې خونې ته وړي، چې د اسلام‌کلا په پوله کې د استخباراتو ادارې پورې تړاو لري.

ځينو دغو کسانو ويلي، چې د هغوی د ټيلیفونونو د ځينو اپليکېشنونو، لکه واټس‌اپ، د لټون مخينې ښودلې چې د استخباراتو مامورينو د لوېديځ افغانستان د ځينو سياسي څېرو او د طالبانو ضد قوماندانانو نومونه او شمېرې پلټلې دي.

په هرات او د افغانستان په لوېديځ کې دا مهال د طالبانو مخالفې ډلې ښکاره فعاليت نه لري، خو اسماعيل خان، چې د طالبانو ضد يو مشهور شخصيت ګڼل کېږي، د ايران په مشهد ښار کې اوسيږي، چې د هرات ولايت ته نږدې موقعيت لري.

همدارنګه، د افغانستان د پخواني پوځ او پوليسو ګڼ سرتېري او قوماندانان هم ايران ته پناه وړې ده.

په تېر يوه کال کې، د افغانستان د پخوانيو پوليسو يو اغېزمن قوماندان او اسماعيل خان ته يو نږدې کس په ايران کې ووژل شول. د دغو دواړو کسانو نږدې خپلوان طالبان د هغوی د ترور مسئول ګڼي.

د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي، يو شمېر افغان پناه غوښتونکي، چې په جبري ډول له ايران څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي، له خپلسرو نيونو، شکنجو او له محکمې پرته وژنو سره مخ شوي دي.

مستند شوي موارد ښيي، چې د راستنېدونکو پر ضد د تاوتريخوالي يوه تکرارېدونکې بڼه موجوده ده او د قربانيانو خپلوان طالبان مسئول بولي.

افغانستان انټرنشنل لږ تر لږه د شپږو له محکمې پرته وژنو او د يوولسو اخراج شويو کسانو د نيولو پېښې مستندې کړې دي، چې له ايران څخه تر جبري ستنېدو وروسته رامنځته شوې دي. خو ښايي د قربانيانو ريښتينی شمېر تر دې زيات وي.

په دې وروستيو کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ يا يوناما په خپل درې مياشتني راپور کې ويلي، چې د پخواني حکومت چارواکي او د افغانستان د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو پخواني غړي په جبري ډول افغانستان ته شړل کېږي او تر راستنېدو وروسته د بشري حقونو له سرغړونو سره مخ کېږي.

همدارنګه، په افغانستان کې د پخوانيو پوځيانو نيول او وژل دوام لري. د يوناما په راپور کې د ۲۰۲۶ کال په لومړيو درېيو مياشتو کې لږ تر لږه د پخوانيو پوځيانو د ۲۳ خپل‌سرو نيونو، ۹ شکنجو او پنځو وژنو پېښې ثبت شوې دي.

د شخصي حريم او نړيوالو قوانينو سرغړونه

افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې، له ۱۹۸۳ کال راهيسې د مدني او سياسي حقونو د نړيوال ميثاق غړی و.

د دغه ميثاق ۱۷مه ماده وايي، هېڅوک بايد په خپل شخصي ژوند، کورنۍ، کور يا ليکليو اړيکو کې له خپل‌سرو يا ناقانونه لاسوهنو سره مخ نه شي او هر انسان حق لري چې د داسې لاسوهنو پر وړاندې د قانون ملاتړ ترلاسه کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر هم وايي، چې د شخصي حريم حق په انلاين او افلاين دواړو فضاوو کې اعتبار لري او هر ډول لاسوهنه بايد د قانون، اړتيا او تناسب پر بنسټ وي.

دغه دفتر د نړيوالو پولو په اړه د بشري حقونو په اصولو کې ليکلي، چې سرحدونه د بشري حقونو له مکلفيتونو څخه «د استثنا سيمه» نه ده او د سرحدي کنټرول پر مهال بايد د ټولو کسانو حقونه خوندي وساتل شي.

د پلټنو مخينه

افغانستان ته د راستنېدونکو کسانو د ټيلیفونونو پلټنې تر دې وړاندې هم راپور شوې وې.

افغانستان انټرنشنل د روان کال د غویي مياشت په يوه راپور کې موندلې وه، چې د طالبانو پوليس له شخصي پوښتنو سره يو ځای له پاکستانه د راستنېدونکو کسانو ګرځنده ټيلیفونونه هم پلټي.

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بېنېټ هم په خپل ۲۰۲۵ کال راپور کې ليکلي وو، چې د طالبانو د چارواکو له خوا د کورونو د تالاشۍ او د ټيلیفونونو د پلټنې دوامداره راپورونه شته، څو د دوی په وينا «سرغړونې» پيدا کړي.

هغه همداراز ويلي وو، چې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د خلکو د ټيلیفونونو د «منع شويو محتواوو» د موندلو لپاره د پلټنو او د کورونو د تالاشۍ دوامدار راپورونه موجود دي.

د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د بارانونو او ناڅاپي سېلابونو راوتلو اټکل شوی

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۲۲:۵۵ GMT+۱

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند د هوا پوهنې ادارې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې نن او سبا ورځ د سختو بارانونو، تالندې برېښنا، بادونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو په اړه جدي خبرداری ورکړی دی.

په خپره شوې خبرپاڼه کې یادې ادارې ویلې، په هرات، فراه، بادغیس، غور، اروزګان، دایکندي، بامیان، میدان وردګ، غزني، پروان، بغلان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو اټکل شوی دی.

د هوا پوهنې ادارې په وینا، په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۰ څخه تر ۲۵ ملي مترو پورې اټکل شوې ده. دوی زياتوي، په ختیځو، سویل ختیځو، لوېدیځو، سویلي او مرکزي ولایتونو کې د سختو بادونو او د خاورو بادونو اټکل هم شوی، چې سرعت به یې په ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۸۵ کیلومترو پورې وي.

هوا پوهنې ادارې له هېوادوالو غوښتي چې د سېلابونو د احتمالي خطرونو په پام کې نیولو سره د سیندونو له غاړو او هغو سیمو څخه چې د سېلابونو تر ګواښ لاندې دي، لیرې پاتې شي.

مېټا کمپنۍ د طالبانو اړوند ډېری وټس‌اپ ګروپونه له‌منځه وړي دي

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۲۲:۴۹ GMT+۱

مېټا کمپنۍ د طالبانو اړوند د ډېریو وزارتونو، ریاستونو، ولایتونو او نور وټس‌اپ ګروپونه له‌منځه وړي دي. طالبانو هم په خپلو اړوندو ګروپونو کې د دغې چارې یادونه کړې ده، خو مېټا کمپنۍ لا تر اوسه په دې تړاو څه وضاحت نه‌دی ورکړی.

طالبان چې له ډېر پخوا راهیسې ډېر تمرکز پر تبلیغاتي چارو لري، نو له بیا واکمنېدو راهیسې یې له سلګونه شخصي ګروپونو سربېره د خپلو وزارتونو، ریاستونو، ولایتونو، نظامي اډو او نورو اړوندو بنسټونو د خبرونو له خپراوي سربېره د تبلیغاتي چارو د پر مخ بیولو لپاره لسګونه رسمي ګروپونه جوړ کړي دي.

غوڅ اکثریت دغه ډول ګروپونه یوازې د طالبانو له‌خوا کارول کېږي؛ یعنې دا چې یوازې اډمینان کولی شي په‌کې څه ولیکي او یا هم خپاره کړي او د ګروپ نور غړي چې د دوی په خوښه په‌کې اضافه کېږي یوازې لیدلی او کاپي کولی شي.

د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر په دې تړاو ویلي، چې وټس‌اپ هغه ګروپونه له‌منځه وړي چې نشرات په‌کې زیات وي او زیاته کړې یې ده: «ستاسو د معلوماتو لپاره به ووایم چې دا دوې ورځي موږ د ولایت مقام له ادرسه مطبوعاتي نشرات محدود کړي دي.ځکه چې د واتساپ کمپنۍ د ګروپانو تخریب شروع کړی دی او هغه ګروپان خرابېږي چې نشرات پکښي زیات وي».

له دې سره سم، د طالبانو پوهنې وزارت اړوندو وټس‌اپ ګروپونه چې پرون (سې‌شنبه د غويي ۲۲مه) بند شوي وو او نن (چهارشنبه د غويي ۲۳مه) بېرته جوړ شوي ویلي: «تېره ورځ د هېواد په کچه د واټساپ ډېری ګروپونه بلاک شوي وو، چې د همدې ستونزې له امله د پوهنې وزارت دوه ګروپونه هم له منځه تللي وو. اوس یاد ګروپونه د دویم ځل لپاره بېرته جوړ شوي دي».

خو د طالبانو ځينې وټس‌اپ ګروپونه تر اوسه نه‌دي بند شوي او په عادي ډول خپلو نشراتو ته ادامه ورکوي او د بند شویو وټس‌اپ ګروپونو د لامل په تړاو مېټا کمپنۍ هم لا تر اوسه څه وضاحت نه‌دی ورکړی.

خو د میټا کمپنۍ د معلوماتو له‌مخې، په وټس‌اپ کې د محتوياتو د خپرولو په اړه د ميټا کمپنۍ پاليسۍ ډېرې سختې دي. که چېرې کاروونکي يا د ګروپ غړي له دې اصولو سرغړونه وکړي، نه یوازې ګروپ له منځه ځي، بلکې د اډمینانو او غړو نمبرونه هم بلاک کېدای شي.

میټا کمپنۍ هغه وټس‌اپ اکونټونه او یا هم ګروپونه چې د نړۍوالو په تورو لېستونو کې د شاملو ډلو ویډیوګانې، اعلامیې او یا هم بېرغونه خپاره کړي اوهمداراز د کرکې خپرونکي، ځورونه او اخلاقي فساد، د جعلي خبرونو خپرونکي او د رېپورټ کولو له لارې ګروپونه سمدستي یې بندوي.

د یادونې وړ ده، چې وټس‌اپ د ۲۰۰۹ کال په فبرورۍ میاشت کې د «یاهو» کمپنۍ د دوو کارکوونکو جان‌کوم او براین‌اېکټن له لوري جوړ شو او نوم یې هم له عامې انګلیسي جملې «What's Up» (څه حال دی؟) څخه اخیستل شوی دی. یاهو کمپنۍ بیا دغه اپ په ۲۰۱۴ کال کې په شاوخوا ۱۹ میلیارده ډالرو پر میټا (فېسبوک) کمپنۍ چې مشر یې مارک زاکربرګ دی وپلوره او اوس د مشهورو فېسبوک، انسټاګرام، ټاریډز اپونو په څېر وټس‌اپ هم د مېټا کمپنۍ له لوري اداره کېږي.