• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

احمد ضیا مسعود: طالبان په افغانستان کې د قومي حکومت وروستۍ بېلګه ده

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۲۱:۳۰ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۲۳:۵۶ GMT+۱

د افغانستان د مخکني جمهوري نظام مرستیال ولسمشر احمدضیا مسعود افغانستان انټرنشنل ته په یوه مقاله کې طالبان په افغانستان کې د قومي حکومت وروستۍ او تر ټولو څرګنده بېلګه بللې ده. نوموړي خبرداری ورکړی، چې له قومي حکومتونو ملاتړ په پای کې د ملي پاشلتیا او د هېواد د بحران لامل کېږي.

ضیا مسعود په خپله مقاله کې لیکلي، چې قومي حکومتونه په ذاتي ډول پر حذف، تبعیض او انحصار ولاړ دي او د ملت جوړونې بهیر له ناکامۍ سره مخ کوي. د هغه په وینا، د طالبانو په نظام کې د شایسته‌سالارۍ، قانون‌مندۍ او برابر ښاروندیتوب معیارونو خپل ځای قومي، ژبنیو، قبیلوي او اېډیولوژیکو اړیکو ته پرېښی دی.
هغه زیاته کړې چې دغه ډله د ټول ملت د استازیتوب پر ځای، له واک څخه یوازې د یوه قومي او اېډیولوژیک روایت استازیتوب کوي.

دغه پخواني افغان چارواکي د افریقایي هېوادونو لکه روانډا، سوېلي سوډان، نایجریا او سومالیا ترخو تجربو ته په اشارې سره ویلي، چې د ملي هویت پر ځای د قومي هویت واکمني هېوادونه د پرمختګ پر ځای د بحران، تجزیې او بهرنۍ انحصار لور ته بیایي.

مسعود ټینګار کړی، کله چې د ټولنې یوه برخه ځان له واک او برخلیک څخه حذف شوې احساس کړي، ملي انسجام زیانمنېږي او د بهرنیو مداخلو لپاره پراخه زمینه برابریږي.

احمدضیا مسعود د طالبانو واکمني د عصري او ملي جوړښتونو پر وړاندې خنډ بللې او ویلي یې دي، چې د قومي حکومت دفاع په اصل کې د ملي ناورین د دوام دفاع ده. نوموړي د خپلې لیکنې په پای کې څرګنده کړې، چې د افغانستان خلک تر بل هر وخت ډېر یوه عصري، ملي او ټول‌ګډونه دولت ته اړتیا لري؛ داسې یو دولت چې ټول وګړي په کې له قومي او ژبني تبعیض پرته له حقونو برخمن وي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۵

سمېع سادات: د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه لا پراخېدلی او اوږدېدای شي

•
•
•

نور کیسې

سمېع سادات: طالبانو افغانستان د «القـ. ـاعدې» پر مرکزي پناه‌ځای او عملیاتي مرکز بدل کړی

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۲۰:۵۵ GMT+۱

د متحدې جبهې مشر جنرال سمېع سادات وايي، طالبانو افغانستان د القـ. ـاعدې پر مرکزي پنا‌ه‌ځای او عملیاتي مرکز بدل کړی دی. د نوموړي په وینا، د شمالي افریقا او منځني ختیځ جنګیالي د کندهار په شاوخوا کې د القـ. ـاعدې په کمپونو او پوځي تاسیساتو کې روزل کېږي او بیا جنګي سیمو ته لېږل کېږي.

د متحدې جبهې مشر جنرال سمېع سادات د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۲۳مه) په خپله اېکس پاڼه د القاعدې د اوسني وضعیت په تړاو د یوې مفصلې لیکنې په ترڅ کې ویلي: «د طالبانو رژیم افغانستان د القاعده د نړیوالې شبکې په مرکزي پناه ځای او عملیاتي مرکز بدل کړی دی. له کندهاره تر ساحل (افریقا) پورې، د القاعده مشران د یوې څو اړخیزې جګړې همغږي کوي چې اوس مهال یې لمن تر سویلي اسیا، منځني ختیځ او افریقا پورې غځېدلې ده».

د نوموړي په باور، القاعده دمګړۍ په درېیو مهمو برخو کې پر جګړې بوختې ده؛ په هند نیمه وچه کې د پاکستان پر ضد د تحریک طالبان پاکستان د عملیاتو ملاتړ کوي، په یمن کې خپل عملیاتي ځواک بیا رغوي او د سویل په قبایلي سیمو او د حوثيانو تر نفوذ لاندې سیمو کې ځان ځای پر ځای کوي، او په اسلامي مغرب کې القاعده او «جې این اې ایم » په ساحل کې په تېزۍ سره پراخ شوي او د مالي او بورکینافاسو دولتونه یې د پاشل کېدو تر پولې رسولي دي.

د سادات په وینا، له دې سربېره د القاعدې د فعالیتونو له امله نایجر، توګو او بوروندي هم د ناارامۍ په حال کې دي.

سمېع سادات د خپلو استخباراتو راپورونو پر بنست وايي، د القاعدې هغه لوړپوړي غړي چې له افغانستان څخه افریقا ته لېږدول شوي، له ۲۰۲۳ کال راهیسې په ساحل کې د وسله‌والو جوړښتونو په بیا تنظیمولو او پیاوړي کولو بوخت دي. د هغه په باور، دا کار د القاعدې د لوړپوړي مشر ابو محمد المصري په مشرۍ سره پیل شوی دی.

سادات زیاتوي: «د دغو عملیاتو لړۍ د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان څخه پیل کېږي او د ایران له لارې افریقا او منځني ختیځ ته غځېږي. افغانستان یو ځل بیا د سختدریځو د روزنې، لوژستیک، جلب او جذب او نړیوالې همغږۍ لپاره د یوې ستراتیژیکې اډې په توګه کارول کېږي»

جنرال سمېع سادات وايي: «د شمالي افریقا او منځني ختیځ جنګیالي د کندهار په شاوخوا کې د القاعدې په کمپونو او پخوانیو پوځي تاسیساتو کې روزل کېږي او بیا وروسته افریقا، یمن، سوریې او نورو جنګي سیمو ته لېږل کېږي».

د هغه په وینا، القاعده د مصري مشرتابه تر سیوري لاندې په افریقا کې د پام وړ پراختیا په حال کې ده او په پای کې به په‌خپله مصر هم وګواښي.

د متحدې جبهې مشر همداراز خبرداری ورکړی، د دغه وضعیت په دوام سره به په ساحل کې د امنیت پاشل کېدل به ټوله لوېدیځه او شمالي افریقا وګواښي، اروپا به د ترهګرۍ، قاچاق، ډله‌ییزې کډوالۍ او سیمه‌ییز پاشل کېدو له زیاتېدونکو خطرونو سره مخ شي.

جنرال سمېع‌ سادات څرګنده کړې، نړۍ درې لارې لري، یا باید هېڅ ونه‌کړي او د القاعدې د پراختیا ننداره وکړي، یا باید یو نړۍوال غبرګون همغږی کړي او یا هم د طالبانو ضد له ځواکونه او سازمانونو څخه ملاتړ وکړي، څو په افغانستان کې یو مسوول حکومت د طالبانو ځای ناستی شي او القاعدې ته پناه ځای ورکول رد کړي.

طالبانو په واضحو ټکو تر اوسه له القاعدې سره د اړیکو د څرنګوالي په تړاو وضاحت نه‌دی ورکړی، خو په وار وار یې ویلي، چې په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله حضور نه‌لري او افغان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد به ونه‌کارول شي.

ملګري ملتونه: رواني خدمات د ښځو اضطراب او فشار کموي

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۲۰:۲۰ GMT+۱

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، چې په لرې پرتو سیمو کې روغتیايي خدماتو او رواني مشورو ته د افغان ښځو لاسرسی کولی شي د هغوی پر جسمي او رواني وضعیت مثبت اغېز ولري.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ، د غويي ۲۳مه، په یوه راپور کې ویلي، چې د دوی تر ملاتړ لاندې روغتیايي مرکزونو کې د لومړنیو روغتیايي خدماتو او رواني مشورو وړاندې کول له ښځو سره مرسته کوي څو د جسمي ستونزو، رواني فشارونو او د ورځني ژوند له سختیو سره ښه مبارزه وکړي.

د راپور له مخې، په افغانستان کې په ځانګړي ډول د لرې پرتو سیمو ګڼې ښځې له خطرناکې امیندوارۍ، د روغتیايي اسانتیاوو کمښت او دوامداره رواني فشارونو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق زیاته کړې چې د رواني مشورو او روغتیايي پاملرنې خدماتو ته لاسرسی د اضطراب په کمولو، د رواني روغتیا په ښه کولو او د ورځني ژوند د مدیریت په برخه کې د ښځو د وړتیاوو په لوړولو کې مهم رول لري.

دغه بنسټ ټینګار کړی چې په ځانګړي ډول په محرومو او لرې پرتو سیمو کې ښځو ته د روغتیايي مرکزونو او رواني خدماتو دوامداره ملاتړ د هغوی د روغتیايي او ټولنیز وضعیت د ښه والي لپاره اړین دی.

خوست کې د‌ طالبانو والي له خلکو غوښتي چې د خپلو سرونو په بیه د دوی له نظام څخه دفاع وکړي

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۱۹:۴۴ GMT+۱

په خوست کې د‌ طالبانو والي عبدالرحمن حقاني په یوې ولسي غونډه کې له خلکو غوښتي چې د خپلو سرونو په بیه د دوی له نظام څخه دفاع وکړي. هغه زیاته کړې چې د دغه اسلامي نظام، جغرافیې او فضا ساتنه پر خلکو فرض ده.

نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې خپله د طالبانو نورو چارواکو څو څو ځله اندېښنه ښوولې چې د افغانستان فضا د دوی په لاس کې نه ده او اشغال شوې ده. عبدالرحمان حقاني وویل: «د ټول ملت څخه مې غوښتنه ده چې د خپل اسلامي نظام دفاع وکړي، د خپل دین او جغرافیې دفاع وکړي».

هغه همدا راز زیاته کړې، چې خلک باید د خپلو مالومونو او اولادونو په بیه باندې هم د دوی د اوسني نظام ساتنه وکړي. له دې څرګندونو سره هم‌مهاله پاکستاني چارواکو خبرداری ورکړی،‌ که طالبان د افغانستان خاوره کې د ټي‌ټي‌پي وسله‌والو د‌ پټنځایونو د مخنیوي لپاره لاس په کار نه‌شي،‌ نو یو ځل بیا پر افغانستان بریدونه وکړي.

د‌ پاکستان دفاع وزیر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې که طالبان یې خبرو ته غوږ کېنږدي، نو کابل سره به هم د نوي ډيلي په څېر چلند وکړي. په ورته مهال طالبانو هم په بېلابېلو ولایتونو کې له خلکو غوښتي چې د پاکستان پر وړاندې د خپل هېواد په دفاع کې له دوی سره اوږه په اوږه ودرېږي.

اصف دُرانی: پاکستان د طالبانو د رژيم د بدلون هڅه نه کوي

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۱۹:۱۱ GMT+۱

افغانستان لپاره د پاکستان پخواني استازي اصف دُراني افغانستان انټرنشنل ته ويلي، اسلام‌اباد په کابل کې د رژيم بدلون هڅه نه کوي او نه غواړي طالبان د هغوی له مخالفانو سره بدل کړي. هغه وويل، پاکستان د ټولو افغان اړخونو سره په اړيکه کې دی، خو د دغو اړيکو موخه د طالبانو نسکورول نه دي.

د هغه په خبره: «ښه ده چې افغانان خپلو حالاتو ته پرېښودل شي».

دغه پخواني پاکستاني چارواکي د طالبانو د ادارې او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ په اړه وويل، چې د اسلام‌اباد اصلي ستونزه تحريک طالبان پاکستان يا ټي‌ټي‌پي ده.

هغه زياته کړه: «موږ له افغان طالبانو سره ستونزه نه لرو، زموږ ستونزه له ټي‌ټي‌پي سره ده». د نوموړي په وينا، طالبانو د پښتونولۍ د دود او د «غيرت» له مخې د ټي‌ټي‌پي غړو ته د «ميلمنو» په توګه پناه ورکړې، خو ټينګار يې وکړ: «قاتل او غل ته پناه نه شي ورکول کېدای».

اصف دراني وويل، طالبان لا هم د يوه جنګي ډلې په څېر چلند کوي، نه د يوه مسئول حکومت په توګه.

هغه همداراز ادعا وکړه، چې د افغانستان دننه د پاکستان هوايي بريدونو د ټي‌ټي‌پي د بريدونو شدت کم کړی دی. د هغه په وينا، اسلام‌اباد د دغې ډلې د چريکي بريدونو پر ضد خپلې «ځانګړې لارې چارې» غوره کړې دي.

د اميد روغتون د اورلګېدنې په اړه د دراني ادعا

آصف دراني د مرکې په بله برخه کې د پاکستان په هوايي بريدونو کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله رد کړه او ويې ويل، چې په کابل کې د بريد هدف «کمپ فونيکس» و، نه د اميد روغتون.

هغه پوښتنه وکړه، که روغتون هوايي بريد کې په نښه شوی وي، نو ولې يې ودانۍ نه ده نړېدلې او د پراخې ورانۍ نښې نه تر سترګو کېږي؟

نوموړي ادعا وکړه، چې ودانۍ نه ده نړیدلې، بلکې اور يې اخيستی و.

دراني د ځينو افغانانو له قوله دا ادعا هم وکړه، چې کېدای شي د روغتون اورلګېدنه خپله د طالبانو کار وي، څو په وينا يې معتاد کسان له منځه يوسي، خو زياته يې کړه چې د دې پېښې بشپړ ابعاد خپلواکې څېړنې ته اړتيا لري.

هغه دا پوښتنه هم راپورته کړه: «د مهماتو زېرمتون ته څېرمه د روغتون شتون څنګه توجيه کېدای شي؟».

پاکستان تر اوسه د دې پېښې په اړه رسمي څېړنه نه ده کړې او نه يې هم کومو خپلواکو او بې‌طرفه ادارو ته بلنه ورکړې چې د پېښې علت وڅېړي. طالبانو پاکستان تورن کړی چې په قصدي ډول يې د اميد روغتون په نښه کړی، خو پاکستان دغه ادعا ردوي.

د مرګ‌ژوبلې شمېرې او د کړکېچ مخينه

د اصف دراني دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې نړيوالو ادارو راپور ورکړی، د پاکستان په هوايي بريد کې، چې د کابل اميد روغتون يې په نښه کړی و، له ۲۲۰ زيات کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپيان شوي دي.

طالبان هم ادعا کوي، چې په دغو بريدونو کې شاوخوا ۴۰۰ ملکي وګړي وژل شوي، خو دراني دغه شمېرې «پراخ تبليغات» بللي او رد کړې يې دي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د کړکېچونو په لړ کې، اسلام‌اباد څو ځله د افغانستان خاوره بمبار کړې او ويلي يې دي، چې د ټي‌ټي‌پي پټنځايونه يې په نښه کړي دي.

پاکستان طالبان تورنوي، چې دغې ډلې ته يې پناه ورکړې ده.

اصف دراني همداراز ومنله، چې پاکستان په تېرو دوو لسيزو کې د طالبانو ملاتړ کړی دی. د هغه په وينا، دغه ملاتړ د حامد کرزي او اشرف غني د حکومتونو پر مهال په افغانستان کې د هند د نفوذ د مخنيوي لپاره و.

د نوموړي څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي، چې د کابل او اسلام‌اباد اړيکې لا هم ترينګلې دي او دواړه لوري يو بل د کورنيو چارو په لاسوهنه تورنوي.

پاکستان په رسمي ډول طالبان، چې پخواني متحدين يې ګڼل کېږي، له هند سره پر همکارۍ تورنوي.

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۱۹:۰۹ GMT+۱

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې د کونړ ولایت د پېچ درې ولسوالۍ په ماڼوګي کلي کې له سوات څخه د راغلو کډوالو په یوه کور کې چاودنه شوې، چې له امله یې د یوې ښځې او درې ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي.

یوې باوري سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې په دې پېښه کې له چاودنې وروسته یو کس نادرکه شوی او د کور ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړه شوې ده.

د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، پېښه نن شپه شاوخوا ۸:۴۰بجې د خیبر پښتونخوا د سوات سیمې څخه د راغلو کډوالو په کور کې رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاتوي چې د چاودنې له امله کور په بشپړه توګه نړېدلی او د سیمې اوسېدونکي اوس د نادرکه شوي کس د موندلو لپاره په شاوخوا پټیو او سیمو کې پلټنې کوي.

تر اوسه د چاودنې دقیق علت نه دی روښانه شوی، خو د سرچینو په وینا، ګومان کېږي چې پېښه د چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې وي.

طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.