• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران له طالبانو غوښتي چې د ازادې سرحدي سیمې جوړولو لپاره ځمکه بېله کړي

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۱۷:۰۹ GMT+۱

د افغانستان د سوداګرۍ خونې ویلي، چې د اسلام کلا-دوغارون په سیمه کې د ګډې ازادې سوداګریزې سیمې جوړېدل کابل او تهران دواړو ته ګډې اقتصادي ګټې لرلای شي. ایران وړاندیز کړی چې طالبان دې د دوغارون د ازادې سیمې په اندازه ځمکه بېله کړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډه ازاده سیمه جوړه شي.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه غړي منصور مجید د چارشنبې په ورځ د ایران د خراسان رضوي له والي غلامحسین مظفري سره په لیدنه کې د دغې طرحې هرکلی کړی دی.

هغه ویلي، له ایران سره د همکارۍ دغه ډول ماډل کولای شي د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزې اړیکې پراخې او د دواړو لورو اقتصادي ګټې خوندي کړي.

مجید زیاته کړې چې اوس مهال د هند او پاکستان دروازې د افغانستان پر مخ تړل شوې دي او دا وضعیت افغانستان اړ باسي چې د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره نوي ظرفیتونه رامنځته کړي.

هغه ویلي، په ازاده سیمه کې د درملنې او سوداګرۍ اړوند مرکزونه هم جوړېدلی شي چې د دواړو هېوادونو په ګټه به وي.

د خراسان رضوي والي هم د اسلام کلا-دوغارون په سیمه کې د ګډې ازادې سیمې جوړول د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او کارموندنې د پراختیا لپاره مهم ګام بللی دی.

غلامحسین مظفري ویلي، ایران وړاندیز کړی چې افغانستان هم د دوغارون د ازادې سیمې په اندازه ځمکه ځانګړې کړي څو د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډه ازاده سیمه جوړه شي.

هغه همداراز ویلي چې په نږدې راتلونکې کې به په دوغارون کې د ۶۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه هم جوړه شي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۵

سمېع سادات: د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه لا پراخېدلی او اوږدېدای شي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په کابل کې د اختطافګرو د یوه «مشهور بانډ» د له منځه وړو خبر ور کړی

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۱۶:۲۹ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي، ددې ډلې امنیتي ځواکونو په کابل کې د یو لړ عملیاتو پر مهال د اختطافګرو یو مشهور بانډ له منځه وړی، چې مشري یې د کریم‌الله او احمدي په نامه کسانو کوله.

قانع د چهارشنبې په ورځ ویلي چې دغه عملیات نن شوي او د اختطافګرو د ډلې وروستی مهم بانډ هم له منځه وړل شوی دی.

قانع ویلي، په دغو عملیاتو کې د ډلې مشران کریم الله او احمدي وژل شوي او پنځه نور غړي یې ژوندي نیول شوي دي.

د هغه په وینا، دغه ډله د «رییس خدایداد» له شبکې هم لویه او خطرناکه بلل کېده او له ډېر وخت راهیسې د امنیتي او کشفي ځواکونو تر څار لاندې وه.

هغه زیاته کړې چې امنیتي ځواکونو د اختطاف د یوې تازه پېښې پر مهال د دغې ډلې پټنځای کشف کړ او د عملیاتو په ترڅ کې یې یو تښتول شوی کس هم د اختطافګرو له منګولو ازاد کړ.

نوموړي د ازاد شوي کس ویډیو هم خپره کړې چې پکې وایي تېره ورځ اختطاف شوی و.

د رشوت په تور د هبت‌الله نیول شوی سلاکار د کندهار د علماوو شورا په ضمانت خوشې شوی

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۱۴:۵۵ GMT+۱
•
عبدالله همیم

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د مولوي هبت‌الله سلاکار ملا جان محمد مدني چې څو ورځې وړاندې د بډو اخېستلو په تور نیول شوی و، د کندهار د علماوو شورا په منځګړتوب او ضمانت خوشې شوی. د سرچینو په وینا، د مدني قضیه اوس د مولوي هبت‌الله اخوندزاده د دفتر له‌خوا څېړل کېږي.

سرچینو د چارشنبې په ورځ ویلي، چې د قطر مذاکراتي ډلې غړی او د مولوي هبت هبت‌الله اخوندزاده سلاکار ملا جان محمد مدني د کندهار د علماوو شورا په ضمانت د طالبانو د استخباراتو له زندان څخه خوشې شوی دی.

سرچینو ویلي، چې د ملا جان محمد مدني د خوشې کېدو او ضمانت وړاندیز د مولوي هبت‌الله اخوندزاده د دفتر له‌خوا منل شوی او هغه دوه ورځې وړاندې د استخباراتو له زندان څخه خپل کور ته ستون شوی دی.

د سرچینو په وینا، د ملا جان محمد مدني د خوشې کېدو لپاره داشرط اېښودل شوی، چې نوموړی به د بډو اخېستلو په قضیه کې د خپل ځان د سپیناوي په تړاو د ملا هبت‌الله دفتر ته قناعت ورکوي او که نوموړی د خپل ځان سپیناوی ونه شي کړای او لګېدلی تور پرې پاتې شي نو بېرته به زندان ته واستول شي.

دغو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د ملا جان محمد مدني قضیه د مولوي هبت‌الله اخوندزاده د دفتر له‌خوا څېړل کېږي.

تر اوسه معلومه نه ده، چې نوموړی به د مولوي هبت‌الله اخوندزاده د سلاکار په توګه پر دنده پاتې شي او که به له دندې لرې شي.

د غويي په ۲۰مه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د قطر مذاکراتي ډلې غړی، د کندهار د دارالافتاء غړی او د مولوي هبت‌الله اخوندزاده سلاکار ملا جان محمد مدني د غويي په ۱۶مه نېټه د کندهار ولایت د استخباراتو له‌خوا د قتل د یوې قضیې د حل لپاره له مقابل اړخ څخه د اته سوه لکه پاکسانۍ کالدارو بډو اخېستلو په تور نیول شوی دی.

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، ملا جان محمد مدني د ملا هبت‌الله له نږدې ملګرو او سلاکارانو څخه دی او د نورو کسانو په پرتله یې له هبت‌الله سره د لېدو لپاره ډېر فرصت درلود.

سرچینې زیاتوي، چې مدني په کندهار ښار کې یوه مدرسه او سلګونه شاګردان هم لري او هبت‌الله ته په ډېرو مهمو مسایلو کې مشورې ورکوي.

طالبانو پر کوربه هېوادونو غږ کړی چې له افغان کډوالو سره دې سیاسي او انتقامي چلند نه کوي

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۱۴:۱۰ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا د دفتر رییس د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ مسول عرفات جمال سره په لیدنه کې ویلي، چې نړۍوالې ادارې دې په جرئت سره هغو هېوادونو ته د ملامتیا ګوته ونیسي چې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند کوي.

د طالبانو ریاست الوزرا نن د چارشنبې په ورځ، د غويي ۲۳مه ویلي، چې د یادې ډلې د ریاست الوزرا د دفتر رییس عبدالواسع د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ مسوول عرفات جمال سره په لیدنه کې د افغان کډوالو د ستونزو او اجبارې راستنېدنې په اړه خبرې کړې دي.

د یادې لیدنې پرمهال عرفات جمال ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ په کچه افغانستان ته ډېر کډوال په جبري توګه راستانه شوي دي.

عبدالواسع ویلي، هغه هېوادونه چې کډوال مني، باید د کډوالو اړوند نړۍوال اصول رعایت کړي او د کډوالو حقونو ته درناوی وکړي.

نوموړي د کوم هېواد له نوم یادولو پرته زیاته کړې:« کوربه هېوادونه دې له کډوالو سره ناوړه، سیاسي او انتقامي چلند نه کوي او نه دې یې هم په زور او اجباري ډول ستنېدو ته مجبوري».

یاد طالب چارواکي په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزو ته په اشاره ویلي، چې نړۍوالې ادارې دې د یادو ستونزو په هواري کې یوازې پر سپارښتونو بسنه نه کوي، بلکې دده په وینا، په جرئت سره دې هغو هېوادونو ته د ملامتیا ګوته ونیسي چې له کډوالو سره ناوړه چلند کوي.

نوموړي دا څرکندونې پرداسې مهال کړې، چې له پاکستان څخه راستنېدونکي کډوال د ډیونډ کرښې ها غاړي ته له سختو ستونزو څخه شکایت کوي.

طالبانو په وار وار پر پاکستان غږ کړی چې د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي، خو کډوال وايي چې ستونزې یې په خپل ځای پاتې دي.

خواجه اصف: که طالبان خبرو ته غوږ ونه نیسي له کابل سره به «د ډیلي په څېر چلند» وکړو

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۱۳:۵۱ GMT+۱

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف یوځل بیا خبرداری ور کړی، چې که افغان طالبان د وسله والو جنګیالیو له ملاتړه لاس وانخلي، بیا به پرانېستې جګړه پیل شي. اصف د چارشنبې په ورځ د پاکستان د ملي اسمبلۍ په غونډه کې تور ولګاوه، چې کابل د اسلام اباد پر ضد «د هند جګړه» کوي.

نوموړي وویل، چې « دا مهال د ډیلي او کابل ترمنځ هیڅ توپیر نشته» او په وینا، یې که طالبان همکارۍ ته چمتو نه وي، نو دوی به له کابل سره د ډیلي په څېر چلند وکړي.

خواجه اصف وویل چې «موږ د دریو هیوادونو له لارې په صادقانه توګه هڅه وکړه، د کابل له حکومت سره مو۱۹، ۱۹ ساعته خبرې وکړې، زه پخپله درې ځله په دې خبرو کې شامل وم، موږ د ترهګرۍ پر مهال هم خبرو ته دوام ورکړ».

هغه وویل چې طالبان خبرو اورېدو ته چمتو نه دي او په دې توګه دده په ټکو، « یوازینۍ بدیله لاره دا ده چې په سختۍ جګړه وشي، بیا به جګړه او خلاصه جګړه وي».

د پاکستان دفاع وزیر د پخوا په څېر یوځل بیا تور ولګاوه، چې هند اوس له پاکستان سره مستقیمه جګړه نه کوي، بلکې دده په وینا، هڅه کوي د افغانستان له لارې جګړه وکړي.

اسلام اباد له دې وړاندې هم په خپله خاوره کې امنیتي پېښې له نوی ډیلي او کابل سره تړلې دي.

د پاکستان دفاع وزیر دغه ادعا کړې ، چې د کابل حکومت اوس مهال «د هند پراکسي» دی.

طالبانو د پاکستان دا ډول تورونه له دې وړاندې رد کړي او وايي، اسلام اباد د خپلو امنیتي ناکامیو پړه پر دوی اچوي.

طالب چارواکي له ازبکستاني سفیر سره د بشري مرستو او د پېښو مدیریت په اړه خبرې وکړې

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۱۳:۱۱ GMT+۱

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې رییس ملا نورالدین ترابي په کابل کې د ازبکستان له سفیر ایبک عثمانوف او د یاد هېواد د سفارت له اقتصادي او سیاسي مرستیال سره کتلي او د بشري مرستو او د پېښو د مدیریت په اړه یې خبرې کړې دي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې د چارشنبې په ورځ ویلي چې دواړو لوریو نن له غرمې مخکې په کابل کې سره کتلي.

د یادې ادارې خبرپاڼه زیاتوي چې په لیدنه کې ترابي ویلي، د اقلیمي بدلونونو له امله د طبیعي پېښو کچه او د افغانستان پر خلکو یې منفي اغېزې زیاتې شوې دي او دې موضوع د اړتیاوو کچه هم لوړه کړې ده.

هغه د مرستو په اړه ویلي ټولې هغه مرستې چې د مرستندویه هېوادونو له لوري دې ادارې ته سپارل کېږي، په شفاف، چټک او منظم ډول ۳۴ ولایتونو ته لېږدول کېږي او مستحقینو ته وېشل کېږي.

یاده اداره وايي، د ازبکستان سفیر ایبک عثمانوف دواړه هېوادونه ښه ګاونډیان او د سختو ورځو دوستان وبلل.