خواجه اصف: که طالبان خبرو ته غوږ ونه نیسي له کابل سره به «د ډیلي په څېر چلند» وکړو

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف یوځل بیا خبرداری ور کړی، چې که افغان طالبان د وسله والو جنګیالیو له ملاتړه لاس وانخلي، بیا به پرانېستې جګړه پیل شي. اصف د چارشنبې په ورځ د پاکستان د ملي اسمبلۍ په غونډه کې تور ولګاوه، چې کابل د اسلام اباد پر ضد «د هند جګړه» کوي.
