د متحدې جبهې مشر جنرال سمېع سادات د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۲۳مه) په خپله اېکس پاڼه د القاعدې د اوسني وضعیت په تړاو د یوې مفصلې لیکنې په ترڅ کې ویلي: «د طالبانو رژیم افغانستان د القاعده د نړیوالې شبکې په مرکزي پناه ځای او عملیاتي مرکز بدل کړی دی. له کندهاره تر ساحل (افریقا) پورې، د القاعده مشران د یوې څو اړخیزې جګړې همغږي کوي چې اوس مهال یې لمن تر سویلي اسیا، منځني ختیځ او افریقا پورې غځېدلې ده».
د نوموړي په باور، القاعده دمګړۍ په درېیو مهمو برخو کې پر جګړې بوختې ده؛ په هند نیمه وچه کې د پاکستان پر ضد د تحریک طالبان پاکستان د عملیاتو ملاتړ کوي، په یمن کې خپل عملیاتي ځواک بیا رغوي او د سویل په قبایلي سیمو او د حوثيانو تر نفوذ لاندې سیمو کې ځان ځای پر ځای کوي، او په اسلامي مغرب کې القاعده او «جې این اې ایم » په ساحل کې په تېزۍ سره پراخ شوي او د مالي او بورکینافاسو دولتونه یې د پاشل کېدو تر پولې رسولي دي.
د سادات په وینا، له دې سربېره د القاعدې د فعالیتونو له امله نایجر، توګو او بوروندي هم د ناارامۍ په حال کې دي.
سمېع سادات د خپلو استخباراتو راپورونو پر بنست وايي، د القاعدې هغه لوړپوړي غړي چې له افغانستان څخه افریقا ته لېږدول شوي، له ۲۰۲۳ کال راهیسې په ساحل کې د وسلهوالو جوړښتونو په بیا تنظیمولو او پیاوړي کولو بوخت دي. د هغه په باور، دا کار د القاعدې د لوړپوړي مشر ابو محمد المصري په مشرۍ سره پیل شوی دی.
سادات زیاتوي: «د دغو عملیاتو لړۍ د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان څخه پیل کېږي او د ایران له لارې افریقا او منځني ختیځ ته غځېږي. افغانستان یو ځل بیا د سختدریځو د روزنې، لوژستیک، جلب او جذب او نړیوالې همغږۍ لپاره د یوې ستراتیژیکې اډې په توګه کارول کېږي»
جنرال سمېع سادات وايي: «د شمالي افریقا او منځني ختیځ جنګیالي د کندهار په شاوخوا کې د القاعدې په کمپونو او پخوانیو پوځي تاسیساتو کې روزل کېږي او بیا وروسته افریقا، یمن، سوریې او نورو جنګي سیمو ته لېږل کېږي».
د هغه په وینا، القاعده د مصري مشرتابه تر سیوري لاندې په افریقا کې د پام وړ پراختیا په حال کې ده او په پای کې به پهخپله مصر هم وګواښي.
د متحدې جبهې مشر همداراز خبرداری ورکړی، د دغه وضعیت په دوام سره به په ساحل کې د امنیت پاشل کېدل به ټوله لوېدیځه او شمالي افریقا وګواښي، اروپا به د ترهګرۍ، قاچاق، ډلهییزې کډوالۍ او سیمهییز پاشل کېدو له زیاتېدونکو خطرونو سره مخ شي.
جنرال سمېع سادات څرګنده کړې، نړۍ درې لارې لري، یا باید هېڅ ونهکړي او د القاعدې د پراختیا ننداره وکړي، یا باید یو نړۍوال غبرګون همغږی کړي او یا هم د طالبانو ضد له ځواکونه او سازمانونو څخه ملاتړ وکړي، څو په افغانستان کې یو مسوول حکومت د طالبانو ځای ناستی شي او القاعدې ته پناه ځای ورکول رد کړي.
طالبانو په واضحو ټکو تر اوسه له القاعدې سره د اړیکو د څرنګوالي په تړاو وضاحت نهدی ورکړی، خو په وار وار یې ویلي، چې په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله حضور نهلري او افغان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد به ونهکارول شي.