• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جي‌ډي وېنس: د امریکا او ایران مذاکرات د پرمختګ په حال کې دي

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۲۰:۳۸ GMT+۱

د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي وېنس وایي، د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ روان مذاکرات د پرمختګ په حال کې دي، خو اصلي موخه دا ده چې ایران هېڅکله اټومي وسلې ته لاسرسی پیدا نه کړي.

هغه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، چې دغه مذاکرات ډېر حساس دي او نوموړي د چهارشنبې په سهار له جرد کوشنر، سټیو وېټکاف او د عربي هېوادونو له یو شمېر چارواکو سره خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړې: «زما په اند موږ د پرمختګ پر لور روان یو.»

جي‌ډي وېنس ویلي، اساسي پوښتنه دا ده چې ایا دغه پرمختګونه د ولسمشر د «سرې کرښې» د پوره کولو لپاره بسنه کوي که نه. د هغه په خبره، د امریکا د ولسمشر اساسي شرط دا دی چې داسې تضمینونه او حفاظتي میکانیزمونه رامنځته شي چې ایران هېڅکله اټومي وسلې ته لاسرسی ونه لري.

د امریکا د ولسمشر مرستیال ویلي، له پاکستان څخه د دوی تر وتلو وروسته په خبرو کې نور پرمختګ هم شوی او د مذاکراتو اصلي موخه دا ده چې امریکایي وګړي ډاډمن شي چې «یو خطرناک رژیم» به د نړۍ تر ټولو خطرناکو وسلو ته لاسرسی ونه لري.

هغه ټینګار کړی چې اوس مهال د امریکا اداره پر ډیپلوماسۍ تمرکز لري او ولسمشر د خبرو اترو لاره غوره کړې ده.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

سي‌بي‌اېس: ایران خپلې ځینې پوځي او ملکي الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي

۵

مولانا فضل الرحمن: په پاکستان کې هېڅ ډول حکومت شتون نه لري

•
•
•

نور کیسې

بنیامین نتنیاهو د ایران جګړې پر مهال په اماراتو کې د شیخ محمد بن زاید سره پټه لیدنه کړې وه

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۱۹:۰۸ GMT+۱

د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر ویلي، چې نتنیاهو د ایران د جګړې پر مهال متحده عربي اماراتو ته سفر کړی او هلته یې د اماراتو له امیر شیخ محمد بن زاید سره لیدلي، چې دا د دواړو مشرانو ترمنځ لومړنۍ تایید شوې لیدنه بلل کېږي.

د نتنیاهو د دفتر د خبرپاڼې له مخې، دغه لیدنه د اسراییل او اماراتو ترمنځ په اړیکو کې د «تاریخي پرمختګ» لامل شوې ده.

یوې باخبره سرچینې ویلي، نتناهو او محمد بن زاید د مارچ په ۲۶مه د عمان پولې ته څېرمه د العین په ښار کې لیدلي او خبرې یې څو ساعته دوام کړی دی.

سرچینې زیاته کړې چې د موساد مشر ډیډي بارنیا د ایران جګړې پر مهال لږ تر لږه دوه ځله اماراتو ته سفر کړی څو د پوځي اقداماتو همغږي وکړي. د هغه د سفر خبر لومړی ځل وال سټریټ ژورنال خپور کړی و.

اماراتو، په ځانګړي ډول له ایران سره د جګړې پر مهال تر بریدونو وروسته، له امریکا او اسراییل سره خپلې اړیکې لا پیاوړې کړې دي. اماراتو په ۲۰۲۰ کال کې د ابراهیم تړونونو له لارې له اسراییل سره اړیکې عادي کړې وې او دغه اړیکې د سیمې پر نفوذ او واشنګټن ته د ځانګړي لاسرسي وسیله ګڼي.

په اسراییل کې د امریکا سفیر مایک هکابي د سې شنبې په ورځ ویلي، اسراییل د ایران جګړې پر مهال اماراتو ته د «اوسپنیز ګنبد» دفاعي سیستم بیټرۍ او د هغې د چلولو لپاره پرسونل استولي وو.

امارات د سیمې یو مهم سوداګریز او مالي مرکز او د واشنګټن له نږدې متحدینو څخه دی. دغه هېواد په منځني ختیځ او افریقا کې خپل نفوذ پراخ کړی او فعاله بهرنۍ پالیسي تعقیبوي.

د راپور له مخې، ایران د امریکا او اسراییل د بریدونو په ځواب کې پر خلیجي هېوادونو خپل بریدونه زیاتره پر اماراتو متمرکز کړي وو، چې پکې ملکي زیربناوې او د انرژۍ تاسیسات په نښه شوي وو.

د خلیج د ځینو نورو هېوادونو خلاف، امارات داسې د نفتو پایپ لاین لري چې کولای شي د هرمز تړانګې د بندېدو پر مهال هم د نفتو یوه برخه صادرات بلې لارې انتقال کړي، خو جګړه لا هم د دغه هېواد د نړیوال اقتصادي مرکز رول ته جدي ګواښ ګڼل کېږي.

د جګړې پرمهال؛ سعودي په عراق کې د ایران ملاتړو وسله والو د ډرون مرکزونه هرف ګرځولي

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۱۷:۵۶ GMT+۱

رویټرز خبر ورکړی، چې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال د سعودي عربستان جنګي الوتکو په عراق کې د ایران له ملاتړه د برخمنو شیعه وسله‌والو ډلو پر اهدافو بریدونه کړي ، ځکه له دې سیمو ډرون فعالیتونه او توغندويي بریدونه کېدل.

سرچینې وایي، د سعودي هوایي بریدونو د عراق پولې ته نږدې هغه سیمې هدف ګرځولې چې له هغو ځایونو د سعودي عربستان او نورو خلیجي هېوادونو پر ضد د ډرون او توغندیو بریدونه تنظیمېدل.

ویل کېږي چې ځینې بریدونه د اپرېل پر اوومه د امریکا او ایران ترمنځ د لنډمهاله اوربند په شاوخوا وخت کې شوي دي.

عراقي امنیتي او پوځي چارواکي ادعا کوي چې لږ تر لږه په دوو مواردو کې له کویټ څخه د عراق پر لور راکټونه ویشتل شوي، چې په یوه پېښه کې د عراق په جنوب کې د ایران پلوه کتائب حزب‌الله ډلې پوستې په نښه شوې او ځینې جنګیالي پکې وژل شوي او د ډرون او مخابراتي تجهیزاتو یو مرکز هم ویجاړ شوی دی.

سرچینې همدارنګه وایي چې په همدې جګړه کې د سعودي عربستان له لوري په مستقیم ډول پر ایران هم بریدونه شوي، چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمې پوځي مقابلې یوه نادره پېښه بلل کېږي.

د متحده عربي اماراتو له خوا هم ورته بریدونه شوي دي.

سعودي عربستان په رسمي ډول ددې رپوټونو په اړه څه نه دي ویلي.

ټرمپ: د ایران جګړې د پای ته رسولو لپاره د چین مرستې ته اړتیا نه لرو

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۱۵:۱۱ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د ایران جګړې د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د کړکېچ د حل لپاره د چین مرستې ته اړتیا نه ویني. نوموړي دغه څرګندونې چین ته له سفر او د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره تر لیدنې وړاندې کړې دي.

ټرمپ خبریالانو ته ویلي:«موږ فکر نه کوو چې د ایران په برخه کې د چا مرستې ته اړتیا ولرو. موږ به په یوه یا بله لاره بریالي شو، که په سوله ییز ډول وي او که بل ډول.»

هرمز تنګی، چې د نړۍ د نفتو شاوخوا پنځمه برخه ترې تېریږي، د ایران او امریکا ترمنځ د روان کړکېچ له امله له سخت فشار سره مخ دی.

راپورونه وایي، ایران په وروستیو ورځو کې پر هرمز تنګي خپل نفوذ لا پیاوړی کړی او له عراق او پاکستان سره یې د نفتو او مایع ګازو د لېږد تړونونه کړي دي.

ایراني چارواکو ویلي، د هرمز تنګي کنټرول د دوی لپاره اوږدمهاله ستراتیژیک هدف دی او کولی شي د ایران سیاسي او اقتصادي نفوذ نور هم پیاوړی کړي.

ټرمپ د چین له ولسمشر سره د لیدو لپاره بېجنګ ته رسېدلی

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۱۳:۳۱ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چارشنبې په ورځ چین ته لاړ، چې له خپل چینايي سیال سره پر دوه اړخیزو مسایلو له نږدې وغږیږي له ټرمپ سره په سفر کې د اېنویډیا اجرایه رییس جینسن هوانګ او د ټېسلا او سپېس اېکس مشر ایلان ماسک هم ملتیا کوي.

ټرمپ تر سفر مخکې ویلي و چې له شي جین پینګ څخه به وغواړي چین د امریکايي سوداګرۍ پر مخ «پرانیزي» او امریکايي شرکتونو ته د فعالیت لا ډېر فرصتونه برابر کړي.

په دغه سفر کې د ټرمپ ملګري ډېری اجراییه مشران د هغو شرکتونو استازي دي چې له چین سره سوداګریزې ستونزې لري. اېنویډیا له څه مودې راهیسې هڅه کوي چین ته د خپلو پرمختللو اېچ ۲۰۰ مصنوعي ځیرکتیا چېپونو د پلور اجازه ترلاسه کړي.

راپورونه وایي، ټرمپ په وروستیو شېبو کې جینسن هوانګ دې سفر ته وربللی و او نوموړی بیجینګ ته د سفر پر مهال، په الاسکا کې د اېرفورس ون الوتکې ته د ختلو پر وخت لیدل شوی و.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګو جیاکون ویلي، بیجینګ چمتو دی چې له امریکا سره همکاري پراخه کړي، اختلافات مدیریت کړي او نړۍ ته لا ډېر ثبات ورکړي.

ټرمپ به د خپل سفر پر مهال د خلکو ستر تالار کې په رسمي مراسمو کې ګډون وکړي، تاریخي ځایونو ته به ولاړ شي او په دولتي مېلمستیا کې به ګډون ولري. د دواړو لورو ترمنځ به د سوداګرۍ ترڅنګ د ایران جګړه، پر تایوان د امریکا د وسلو پلورل او د مصنوعي ځیرکتیا موضوعات هم وڅېړل شي.

د پاکستان نفوس به تر ۲۰۵۰کال پورې نږدې ۳۹۰ مېلیونو ته لوړ شي

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۰۴:۵۸ GMT+۱

د پاکستان د پلان وزیر احسن اقبال د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په همکارۍ د دغه هېواد د نفوس د وړاندوینې نوی راپور خپور کړ، چې له مخې یې د پاکستان نفوس به په راتلونکو لسیزو کې په بې‌ساري ډول ډېر شي او تر ۲۰۵۰کال پورې به شاوخوا ۳۹۰ مېلیونو ته ورسېږي.

دغه راپور چې د سې‌شنبې په ورځ خپور شوی په‌کې راغلي، چې د «زېږون کمښت» په صورت کې به د پاکستان نفوس ۳۹۰ مېلیونو ته ورسېږي، د مېندوارۍ د مخنیوي لارو چارو د پراخې کارونې په صورت کې ۳۸۳.۲ مېلیونه او د «چټک زېږون کمښت» په حالت کې ۳۷۱.۹ مېلیونه اټکل شوی دی.
د راپور له مخې؛ (له ۱۵ تر ۶۴ کلونو) د پاکستان د کار عمر لرونکو وګړو شمېر به له ۱۳۵.۲ مېلیونو څخه ۲۵۵.۴ مېلیونو ته لوړ شي، چې شاوخوا ۸۹ سلنه زیاتوالی ښيي. همداراز د ۱۵ تر ۲۹ کلونو ترمنځ ځوانانو شمېر به له ۶۳ مېلیونو څخه ۱۰۰ مېلیونو ته ورسېږي.
راپور خبرداری ورکوي، چې د نفوس چټکه وده به د زده‌کړو، روغتیا، کور جوړونې او د کار موندنې پر برخو سخت فشار زیات کړي. په ورته وخت کې د ۶۵ کلونو پورته عمر لرونکو وګړو شمېر به له ۸.۶ مېلیونو څخه ۲۲.۶ مېلیونو ته لوړ شي، چې د ټولنیز خوندیتوب او د عمر خوړلو د پاملرنې اړتیاوې به پراخې کړي.
اقتصادي برخه کې ویل شوي، که څه هم د کار عمر نفوس پراخېدل د «نفوسي ګټې» فرصت برابروي؛ خو د پاکستان اوسنی اقتصادي جوړښت د دې لوی کاري ځواک د جذب توان نه‌لري. راپور زیاتوي، چې د اوسنۍ ۳.۵ سلنه اقتصادي ودې پرځای لږترلږه ۶ تر ۸ سلنه دوامدارې ودې ته اړتیا ده.

راپور کې ويل شوي، ایالتي اټکلونه ښيي چې پنجاب به تر ۲۰۵۰کال پورې ۲۰۰ مېلیونه نفوس، سند ۹۱.۲ مېلیونه، خیبر پښتونخوا ۶۸مېلیونه او بلوچستان ۲۵ مېلیونه وګړي ولري. راپور همداراز ښيي، چې اسلام‌اباد به د نفوس تر ټولو چټکه وده تجربه کړي او نفوس به یې له ۲.۳ مېلیونو څخه ۶.۵ مېلیونو ته ورسېږي.

احسن اقبال د راپور د پرانېستې پرمهال وویل، د نفوس سمبالښت او پر بشري ځواک پانګونه د پاکستان د راتلونکي اقتصادي ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري او ایالتونه باید د نفوس د کنټرول او بشري ودې په برخه کې عملي بدلونونه پلي کړي.