د هغه په خبره: «ښه ده چې افغانان خپلو حالاتو ته پرېښودل شي».
دغه پخواني پاکستاني چارواکي د طالبانو د ادارې او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ په اړه وويل، چې د اسلاماباد اصلي ستونزه تحريک طالبان پاکستان يا ټيټيپي ده.
هغه زياته کړه: «موږ له افغان طالبانو سره ستونزه نه لرو، زموږ ستونزه له ټيټيپي سره ده». د نوموړي په وينا، طالبانو د پښتونولۍ د دود او د «غيرت» له مخې د ټيټيپي غړو ته د «ميلمنو» په توګه پناه ورکړې، خو ټينګار يې وکړ: «قاتل او غل ته پناه نه شي ورکول کېدای».
اصف دراني وويل، طالبان لا هم د يوه جنګي ډلې په څېر چلند کوي، نه د يوه مسئول حکومت په توګه.
هغه همداراز ادعا وکړه، چې د افغانستان دننه د پاکستان هوايي بريدونو د ټيټيپي د بريدونو شدت کم کړی دی. د هغه په وينا، اسلاماباد د دغې ډلې د چريکي بريدونو پر ضد خپلې «ځانګړې لارې چارې» غوره کړې دي.
د اميد روغتون د اورلګېدنې په اړه د دراني ادعا
آصف دراني د مرکې په بله برخه کې د پاکستان په هوايي بريدونو کې د ملکي وګړو مرګژوبله رد کړه او ويې ويل، چې په کابل کې د بريد هدف «کمپ فونيکس» و، نه د اميد روغتون.
هغه پوښتنه وکړه، که روغتون هوايي بريد کې په نښه شوی وي، نو ولې يې ودانۍ نه ده نړېدلې او د پراخې ورانۍ نښې نه تر سترګو کېږي؟
نوموړي ادعا وکړه، چې ودانۍ نه ده نړیدلې، بلکې اور يې اخيستی و.
دراني د ځينو افغانانو له قوله دا ادعا هم وکړه، چې کېدای شي د روغتون اورلګېدنه خپله د طالبانو کار وي، څو په وينا يې معتاد کسان له منځه يوسي، خو زياته يې کړه چې د دې پېښې بشپړ ابعاد خپلواکې څېړنې ته اړتيا لري.
هغه دا پوښتنه هم راپورته کړه: «د مهماتو زېرمتون ته څېرمه د روغتون شتون څنګه توجيه کېدای شي؟».
پاکستان تر اوسه د دې پېښې په اړه رسمي څېړنه نه ده کړې او نه يې هم کومو خپلواکو او بېطرفه ادارو ته بلنه ورکړې چې د پېښې علت وڅېړي. طالبانو پاکستان تورن کړی چې په قصدي ډول يې د اميد روغتون په نښه کړی، خو پاکستان دغه ادعا ردوي.
د مرګژوبلې شمېرې او د کړکېچ مخينه
د اصف دراني دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې نړيوالو ادارو راپور ورکړی، د پاکستان په هوايي بريد کې، چې د کابل اميد روغتون يې په نښه کړی و، له ۲۲۰ زيات کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپيان شوي دي.
طالبان هم ادعا کوي، چې په دغو بريدونو کې شاوخوا ۴۰۰ ملکي وګړي وژل شوي، خو دراني دغه شمېرې «پراخ تبليغات» بللي او رد کړې يې دي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د کړکېچونو په لړ کې، اسلاماباد څو ځله د افغانستان خاوره بمبار کړې او ويلي يې دي، چې د ټيټيپي پټنځايونه يې په نښه کړي دي.
پاکستان طالبان تورنوي، چې دغې ډلې ته يې پناه ورکړې ده.
اصف دراني همداراز ومنله، چې پاکستان په تېرو دوو لسيزو کې د طالبانو ملاتړ کړی دی. د هغه په وينا، دغه ملاتړ د حامد کرزي او اشرف غني د حکومتونو پر مهال په افغانستان کې د هند د نفوذ د مخنيوي لپاره و.
د نوموړي څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي، چې د کابل او اسلاماباد اړيکې لا هم ترينګلې دي او دواړه لوري يو بل د کورنيو چارو په لاسوهنه تورنوي.
پاکستان په رسمي ډول طالبان، چې پخواني متحدين يې ګڼل کېږي، له هند سره پر همکارۍ تورنوي.