• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په کابل کې پولېسو ته دوه زره نوي موټرسایکل او سلګونه موټر ورکړل

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۱۰:۵۷ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خپلو امنیتي ځواکونو ته نوي موټرسایکل او موټر وېشلي دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند د چارشنبې په ورځ وویل، چې پولیسو ته په یولړ مراسمو کې دوه زره موټرسایکل، ۱۰۰ نوي موټر، د اوروژنې ریاست ته ۵۰ موټر او ترافیکو ته ۱۵۰ موټر سپارل شوي دي.

د طالبانو چارواکو ویلي چې له دې وروسته به د پولیسو د هرې ادارې وسایط ځانګړی رنګ ولري او د همدې تګلارې له مخې به زاړه وسایط هم په مشخصو رنګونو رنګ شي، څو د پولیسو بېلابېلې برخې په اسانۍ وپېژندل شي.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مسوولانو وویل، چې د دغو موټرسایکلونو او وسایطو وېش به د امنیتي او خدماتي چارو د چټکتیا، د خلکو ستونزو ته د پر وخت رسېدو او د پولیسو د کاري وړتیا په لوړولو کې مهم رول ولري.

طالبانو په خپلو لیکو کې د پخوانيو امریکايي فورډ موټرو، چې نړیوالې ټولنې افغان ځواکونو ته ور کړي وو، استعمال کم کړی دی.

ددغو موټرو د تېلو ډېر لګښت او د پرزو نه پیدا کېدو، طالبان د یو شمېر موټرو او وسایطو د ډول تغییر ته هڅولي دي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

د پاکستان دفاع وزیر: پاکستان به له طالبانو سره هم د هند په څېر چلند وکړي

۵

سي‌بي‌اېس: ایران خپلې ځینې پوځي او ملکي الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي

•
•
•

نور کیسې

تاجکستان ومنله چې لسګونه افغان کډوال یې د «جدي جرمونو» په تور اخراج کړي

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۱۰:۱۸ GMT+۱

د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمېټې له دغه هېواد څخه د لسګونو افغان کډوالو د ایستلو لاملونه «جدي جرمونه» بللي دي. یادې کمېټې ویلي، چې د افغانانو په منځ کې یې له ترهګرو ډلو سره د اړیکو ۲۲پېښې، د جنسي تیري ۱۵، د جعلي اسنادو ۵۹۴ او د تاجکستان د امنیت ضد ۲۵ پېښې ثبت کړې دي.

د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمېټې ویلي، چې په دغو جرمونو کې د نشه يي توکو ناقانونه قاچاق (۶۷۰ پېښې)، له ترهګرو ډلو سره تړاو (۳۲ پېښې)، پر کم عمره کسانو د جنسي تېري اعمال (۱۵ پېښې)، د کډوالۍ د وضعیت ترلاسه کولو لپاره د جعلي اسنادو وړاندې کول (۵۹۴ پېښې)، د قمار او تفریحي غیرقانوني ځایونو جوړول (۴۵ پېښې) او له تخریبي ډلو سره اړیکې او د کوربه هېواد د وضعیت د بې ثباته کولو (۲۵ پېښې) شاملې دي.

دغه کمېټه وایي، سره له دې چې افغانانو ته د اوسېدو مناسب ځای، کار، زده کړه، امنیت او ارامي برابر وو، خو بیا یې هم د تاجکستان له قوانینو جدي سرغړونه کړې ده.

یادې ادارې دا نه ده روښانه کړې چې دا شمېرې د څومره وخت او کومې سیمې اړوند دي.

سرچینو تېره اونۍ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې تاجکستاني چارواکو ددغه هېواد د خجند ښار له جبار رسولوف ولسوالۍ نه د یوې تاجکستانۍ ښځې له وژل کېدو وروسته شاوخوا ۲۵۰ افغان کډوال دوشنبې ته لیږدولي او وروسته یې ټول افغانستان ته اخراج کړل.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وایي چې په تاجکستان کې له ۹ زرو زیات افغان کډوال ژوند کوي.

دې ادارې مخکې له تاجکستاني چارواکو غوښتي وو چې کډوال دې نه شړي، ځکه دوی په افغانستان کې د ځورونې له خطر سره مخ کېدای شي.

د روسیې امنیت شورا: مسکو ته له افغانستان نه د نشه يي توکو د لېږد پېښې کمې شوې

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۱۰:۱۳ GMT+۱

د روسیې امنیت شورا ویلي چې له افغانستان نه د اپیمو د ناقانونه قاچاق د کمېدو له امله په دغه هېواد کې د افغانستان جوړو هیرویینو د نیول کېدو او ضبط کېدو کچه کمه شوې ده. د روسي چارواکو په وینا، د نشه يي توکو اړوند ثبت شوي جرمونه د تېر کال په پرتله ۴۰ سلنه کم شوي.

د دې ادارې د مطبوعاتي دفتر په وینا، له ۲۰۲۱ کال راهیسې په پرله‌پسې ډول دا رجحان لیدل کېږي چې په ناقانونه ډول د هیرویینو د ضبط کچه راټیټه شوې ده.

چارواکي وایي، دا بدلون په نړیواله کچه د نشه يي توکو د قاچاق او په ځانګړي ډول له افغانستان نه د اپیمو د ناقانونه لېږد د کمېدو له امله دی.

د روسیې امنیت شورا دا هم ویلي چې دوی د اوکراین د چارواکو له لوري د نشه يي توکو د خپرېدو هڅې څاري او په دې تړاو یې ځینې ډلې هم نیولې دي.

د روسیې امنیت شورا ویلي چې د روان کال په لومړۍ ربع کې په دغه هېواد کې د نشه يي توکو اړوند ثبت شوي جرمونه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۰ سلنه کم شوي دي.

د راپور له مخې، د نشه يي جرمونو ونډه د ټولې جرمي کچې په جوړښت کې هم راکمه شوې او له ۱۲،۸ سلنې څخه ۹،۲ سلنې ته ښکته شوې ده.

چین: طالبان او پاکستان د سولې او امنیت لپاره همکارۍ ته چمتو دي

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۰۹:۴۴ GMT+۱

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیاویونګ ویلي، چې پاکستان او طالبان د ارومچي بهیر په اړه مثبت نظر لري او «د سولې، امنیت او پرمختګ لپاره ګډې همکارۍ ته چمتو دي».

هغه یادونه وکړه، چې په وروستیو ورځو کې یې یو ځل بیا افغانستان ته سفر کړی او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د یادې ډلې له نورو چارواکو سره یې لیدنې او خبرې کړې دي.

یو شیاویونګ د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۲۳مه) پر اېکس پاڼه کاږلي: «خوښ یم چې یو ځل بیا افغانستان ته سفر کوم. په وروستیو ورځو کې مې د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي او نورو چارواکو سره لیدلي دي. دواړه خواوو د ارومچي بهیر مثبت ارزولی او د سولې، امنیت او پرمختګ لپاره ګډو همکاریو ته چمتو دي».

د ارومچي بهیر د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ د چین په منځګړیتوب خبرو اترو ته اشاره کوي، چې پر ډیورنډ کرښه د جګړې او امنیتي کړکېچونو د کمښت په موخه ترسره شوی و.

د پاکستان او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې خبرې اترې چې د چین په کوربه‌توب د روان کال د وري له ۱۲مې تر ۱۸مې پورې د ارومچي په ښار کې ترسره شوې وې، د دوحې، استانبول او ریاض په څېر د پخوانیو پروسو په شان د کومې پایلې ترلاسه کولو پرته پای ته ورسېدې.

پاکستان غواړي، چې طالبان له پاکستاني وسله‌والو ډلو لکه ټي‌ټي‌پي سره خپلې اړیکې پرې کړي؛ خو افغان طالبانو د اسلام‌‌اباد دغه غوښتنه نه‌ده منلې. د چین استازي ویلي، چې د ارومچي خبرو اترو راتلونکی پړاو باید «عملي» پایلې ولري.

د لوړې بیې او ټیټ کیفیت له امله؛ طالبانو په خوست کې ۷ هټۍ تړلې دي

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۰۷:۵۰ GMT+۱

په خوست ولایت کې د طالبانو د کنټرول او احتکار د مخنیوي کمېسیون د وزن د کمښت او ټيټ کیفیت له امله د ۷ هټیو له تړلو خبر ورکړی دی. د یاد کمېسیون غړي وایي، د خلکو د حقونو خوندیتوب، د احتکار د مخنیوي او په بازارونو کې د عادلانه راکړې ورکړې د ټینګښت لپاره به خپلې هڅې جارې ساتي.

په خوست کې د طالبانو د والي‌ ویاند مستغفر ګربز د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۲۳مه) ویلي، چې د خوست په مرکز قلموال مېنې په ښارګوټي کې د بیو د کنټرول او احتکار د مخنیوي کمېسیون د څار پرمهال د غلې دانې ۷ هټۍ تړلې.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه هټۍ د وزن د کمښت او ټیټ کیفیت د پلور له امله تړل شوې دي. طالبانو په یاد ولایت کې هټۍوالو او سوداګرو ته خبرداری ورکړی، چې د بیو د لوړوالي، بې‌کیفیته توکو د پلور او د خلکو د تېر اېستلو مخه به نیسي او له سر غړوونکو سره به قانوني چلند وکړي.

په دې وروستیو کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي له احتکار څخه شکایت کوي.

طالبان وایي تېره ورځ یې پر څه باندې ۱۳۰۰ راستنو شویو کډوالو د استوګنې نمرې وېشلې دي

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۰۶:۴۱ GMT+۱

د طالبانو د کور او ښار جوړلو وزیر نجیب‌الله حیات حقاني وایي، چې پرون یې د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې پر ۱۳۰۹ راستنو شویو کډوالو کورنیو د استوګنې نمرې وېشلې دي. د هغه په وینا؛ یادې نمرې په ننګرهار، پکتیکا، زابل، پکتیا، لوګر، کندوز، غزني، فراه او هلمند ولایتونو کې وېشل شوې دي.

نوموړي ویلي، تر ټولو ډېرې نمرې په فراه کې وېشل شوې چې په دغه لړۍ کې ۳۰۰ کورنیو ته د استوګنې ځمکې ورکړل شوې دي. په ننګرهار کې ۲۸۶، پکتیکا کې ۴۰، زابل کې ۲۰۰، پکتیا کې ۲۶، لوګر کې ۱۶۵، کندوز کې ۱۶۲، غزني کې ۸۰ او هلمند ولایت کې ۵۰ راستنېدونکو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې سپارل شوې دي.

حقاني زیاته کړې، چې تر دې مهاله یې په ټول هېواد کې پر ۲۴زره او ۱۶۰ کډوالو د استوګنې ځمکې وېشلې دي. د طالب چارواکو په وینا؛ له پنځو کلونو راهیسې تر ۴نیم مېلیونه افغان کډوال د سیمې له هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران نه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

سره له دې چې طالبانو افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره په ځینو ولایتونو کې د اوسېدو ځانګړي پنډغالي او ښارګوټي جوړ کړي؛ خو تازه ستانه شوي کډوال له بې‌کارۍ او د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي او ځینې کسان هڅه کوي بېرته پر ناقانونه لارو له هېواده ووځي.