• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بنو سیاسي مشران: د خیبر پښتونخوا په جنوبی ولسوالیو کې حکومتي واک کمزوری شوی

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۱۴:۳۴ GMT+۱

په بنو ولسوالۍ کې د عوامي نیشنل ګوند یو سیمه‌ییز مشر او عام خلک وايي، چې د خیبر پښتونخوا په جنوبي ولسوالیو کې د تاوتریخوالي پېښې ډېرې شوې دي. ددوی په وینا، ایالتي حکومت د ځايي جرګو پرېکړې نه دي عملي کړې او وضعیت لا کړکېچن شوی.

د عوامي نېشنل ګوند د پښتونخوا د مرکزي مشر او پخواني سناتور باز محمد خان زوی تیموربازخان په بنو کې له افغانستان انټرنشنل پښتو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل،چې سیمه له کلونو راهیسې د وسله‌والو تاوتریخوالو تر سیوري لاندې ده، په داسې حال کې چې د هېواد په نورو برخو کې نسبي سوکالي لیدل کېږي.

د تیمور باز خان په وینا، پښتونخوا له کلونو راهیسې د ترهګرۍ په اور کې سوځي، خو له بلې خوا، په اټک کې سوکالي شته، که څه هم یوازې یو هیواد دی، یوازې په مینځ کې یو سیند دی، خو دې ته هیڅ پاملرنه نه کیږي.

هغه وويل چې په بنو کې د امن او نظم په اړه څو ځله خبرې اترې وشوې او ځايي جرګې هم وشوې، خو د جرګو له خوا حکومت او امنيتي ادارو ته ورکړل شوې سپارښتنې عملي نه شوې، چې له امله يې امن او نظم کنټرول نه شو.

د هغه په وينا، د بنو جرګې له خوا اپیکس کمیټې ته سپارښتنې واستول شوې، چې پکې ويل شوي وو چې تر ټولو مهم ګام بايد د پوليسو او سي ټي ډي د ظرفيت لوړول وي، خو تر اوسه پورې پر دې کار نه دی شوی، له همدې امله هره ورځ پوليس شکايت کوي چې دوی هغه عصري وسلې نه لري چې وسله وال سخت دريځي يې لري.

د خيبر پښتونخوا جنوبي ولسوالۍ له تېرو څو کلونو راهيسې تر سختو بريدونو لاندې دي.

شمالي او جنوبي وزيرستان، بنو، ډېره اسماعيل خان، لکی مروت، ټانک او کرک هغه ولسوالۍ دي چې هره ورځ پکې امنیتي پېښې کېږي، چې لومړنی هدف يې د پوليسو او نورو قانون پلي کوونکو ادارو کارکوونکي دي.

په تیرو دریو ورځو کې په بنو او لکی مروت کې رامنځته شوي ویجاړوونکي پیښې دا ثابتوي چې په دې سیمو کې د حکومت واکمني خورا کمزورې شوې ده.

د بنو یو ځایي خبریال فرحت الله بابر له افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې وویل چې له څه مودې راهیسې په ولسوالۍ کې د حکومت واکمني ډیره کمزورې شوې ده او ځایي خلک هم ډیر مایوسه ښکاري.

هغه وویل چې وسله وال کسان په بکاخیل او نورو ښاري سیمو کې چې د بنو ښار څخه درې کیلومتره لرې دي، په ښکاره ګرځي او ګزمې هم کوي.

هغه وویل چې نن د غنمو د راټولولو وخت دی او وسله وال کسان په ښکاره ډول له خلکو څخه پیسې اخلي، هیڅوک یې پوښتنه نه کوي او نه یې مخه نیسي.

د هغه په وینا، یوه ورځ هم د بنو شاوخوا څخه د تښتونې له پیښې پرته نه تیریږي، یوازې د بنو ښار دننه د حکومت په کنټرول کې ښکاري، له دې پرته، نورې ټولې سیمې د حکومت له واک څخه بهر ښکاري.

د خیبر پښتونخوا پولیسو په دې وروستیو کې د کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په ایالت کې د ترهګریزو پیښو په اړه یو راپور خپور کړی دی، چې پکې څرګنده شوې ده چې په ټول ایالت کې د ترهګریزو پیښو تر ټولو زیات شمیر په جنوبي ولسوالیو کې دی.

بنو په۹۲ بریدونو سره لومړی، شمالي وزیرستان په۸۸ بریدونو سره دوهم او یوه بله جنوبي ولسوالي، ډیره اسماعیل خان په۶۵ بریدونو سره درېیم ځای لري. راپور وايي چې په دې څلورو میاشتو کې ۱۶۶ کسان وژل شوي، چې ۷۱ پولیس، ۷۲ د ایف سي سرتیري او ۶۷ ملکي وګړي پکې شامل دي، پداسې حال کې چې ۸۵وسله وال هم په دې عملیاتو کې وژل شوي دي.

په ورته وخت کې، په بنو کې میشت یو پولیس افسر د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل چې په بنو کې د منع شویو سازمانونو وجود خورا لوړ دی او د دوی په تګ راتګ کې کومه ستونزه نشته.

هغه زیاته کړه، « مګر که تاسې د بنو ښار څخه لږ بهر لاړ شئ، نو علاقه غیر پیل کیږي».

هغه وويل چې د بنو په جاني خېل سيمه کې له ډېرې مودې راهيسې منع شوي سازمانونه جوړ شوي دي، له هغه ځایه دوی په پنځلسو دقیقو کې په موټرسایکلونو بنو ښار ته رسېدلی شي او اوس که د دوی پر وړاندې لوی عملیات ونه شي، نو د پولیسو پر وړاندې به داسې اقدامات زیات شي.

د پولیسو د افسر په وینا، په وروستیو پیښو کې د پولیسو وژل کېدو دغه ځواک غوسه کړی، خو ددوی نیوکه داده، چې عصري وسلې په لاس کې نه لري.

د نوموړي په وینا، اوس د پولیسو پرسونل پخپله د پولیسو د سولې کمیټه جوړه کړې ده، چې موخه یې په دغسې پېښو کې خپلمنځي همغږي ده.

ترویج لرونکی

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې
۱

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۲

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۳

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۴

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۵
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

یونېسف په خیبر پښتونخوا کې د نجونو پر ښوونځیو د بریدونه په اړه اندېښنه څرګنده کړې

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۰۷:۳۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) ویلي، چې په خیبر پښتونخوا کې پر ښوونځیو پرله‌پسې بریدونه د اندېښنې وړ دي. یادې ادارې له ځایي چارواکو غوښتي، چې د ښوونځیو امنیت ډاډمن کړي.

د یاد بنسټ د معلوماتو له مخې؛ د ټانک ولسوالۍ په کمډبک سیمه کې د نجونو د ابتدايه ښوونځيو ودانۍ پرون د چاودېدونکو توکو پرمټ نړول شوې. په پاکستان کې د یونېسف استازې پرنېل ایرانسایډ ویلي، له ۲۰۲۶کال راهیسې دا په خیبر پښتونخوا کې پر ښوونځیو نهم راپور شوی برید دی چې تر زرو د ډېرو زده‌کوونکو د زده‌کړو پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړي او د سیمې خلکو کې یې وېره خپره کړې ده.
هغې زیاته کړې، چې د تېرې جنورۍ راهیسې په شمالي وزیرستان کې د یوه ښوونځي د درسي ساعت پرمهال په ډرون برید کې یو مدیر او دوه ښوونکي ټپیان شوي وو. یونېسف دغه لړۍ «وېرونکې» بللې او ویلي یې دي، چې پر ښوونځیو بریدونه د ماشومانو د حقونو ستره سرغړونه ده او د نجونو او هلکانو ته د زده‌کړې او ودې فرصتونه تروړي.

یادې ادارې له اغېزمنو ماشومانو، کورنیو، ښوونکو او ټولنو سره د پیوستون څرګندونه کړې او پر بېړنیو ګامونو یې ټینګار کړی؛ څو زده‌کوونکي له وېرې پرته بېرته ښوونځیو ته ستانه شي. یونېسف ویلي، چې د ماشومانو ساتنه او د زده‌کړې حق باید په هر وخت او هر حالت کې خوندي وساتل شي.

د یونېسف د څرګندونو له مخې؛ په خیبر پښتونخوا کې د زده‌کړو د ژور ناورین څپه روانه ده او شاوخوا ۴.۵ مېلیونه ماشومان د پنځو تر ۱۶ کلونو پورې له ښوونځي بهر دي چې له دې ډلې نجونې له اندازې زیات زیان ویني. دغه شمېر د یاد ایالت د ټولو ماشومانو نږدې درېیمه برخه ښيي او پر ښوونیز نظام د تاوتریخوالي بریدونو دغه کړکېچ لاپسې پراخ کړی دی.

پر پاکستاني رسنیو نيوکې: پښتونخوا کې د ناامنۍ پېښو ته په خپرونو کې ځای نه‌ورکول کيږي

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۰۰:۱۳ GMT+۱
•
فضل عزیز

په خيبرپښتونخوا کې د ناامنۍ پېښو ته په خپرونو کې د ځای نه ورکولو له امله پر پاکستانيو رسنیو نیوکې ډېرې شوې دي. یو شمېر پښتانه خبریالانو، سياستوالو او فعالانو ویلي، پاکستانۍ رسنۍ د نشه‌يي توکو پلورونکې تورنې ښځې ته ځای ورکوي، خو پښتونخوا کې د ناامنیو پېښو ته پوښښ نه‌ورکوي.

فرزانه علي چې په‌خپله د يوې پاکستانۍ رسنۍ خبرياله ده، په خپلې اېکس‌پاڼې د پوښتنې په توګه مطرح کړې: «څوک کراچۍ والا ويلی شي، چې دا د کوکاینو د ملکې څه کيسه ده، ځکه چې پر (پاکستانۍ) رسنيو، په لکي مروت او بنو کې د ترهګرۍ خبرونه نه خپريږي او د دغې مېرمنې په اړه له ځنډ پرته خبرې روانې دي. اخر ولې»؟

يوه بل خبريال عرفان بيا په لکي مروت کې د چاودنې او په کراچۍ کې د نشه يي توکو په تړاو د نيول شوې ښځې (پينکي) د ويډيوګانو له خپرونو سره ليکلي: «په يوه ورځ کې دوه پېښې او د پاکستاني رسنيو لومړيتوبونه». هغه وويل، «د پينکي نيونه، د قيمتي انسانانو له وينې څخه زياته مهمه ده»؟

هغه زياته کړې، په پاکستاني «رسنيو کې خورو ورو پرتو مړو ته څو ثانيې وخت نه‌ورکړل کيږي او د پينکي نيونه د عاجل خبر په توګه وړاندې کيږي».

هغه همداراز وويل، پاکستاني «رسنيو کې د خيبرپښتونخوا پر جدي ستونزو يو خبر نه‌وي او د پينکي لپاره یې اسمان په سر اخېستی دی».

يوه سياسي فعال یاسر کنډي په بیا په خپله‌ اېکس‌پاڼه ليکلي: «د پاکستاني ریاست او رسنیو په لومړيتوبونو کې پښتانه او پښتونخوا شامل نه‌دي، په لکي مروت کې په ځانمرګي بريد کې خلک وژل او ټپيان کيږي، د ټپيانو لپاره امبولانسونه نه‌شته، خلک ټپيان په خپله په چنګچي رېکشو کې لېږدوي، رسنۍ دلته چوپ پاتې دي».

يوه بل خبریال محمد فهيم ویلي: «په ملي رسنیو کې چې پينکي ته څومره ځای ورکړل شوی، د لکي مروت او بنو چاودنو ته ښايي د دې يو سلنه هم نه‌وي ورکړل شوی. د رسنيو لومړيتوبونه هم د دولت له لومړيتوبونو سره يو شان دي».

پاکستان کې له دې وړاندې وخت په وخت پر پاکستانيو رسنیو داسې نيوکې کيږي، چې د کراچۍ، لاهور او اسلام اباد خبرونو ته ځای ورکوي، خو د خيبرپښتونخوا او بلوچستان پېښې یا اصلا نه خپروي او یا یې هم ډېر پیکه ښيي.

پاکستاني رسنیو لا تر اوسه د دغو کسانو د نیوکو په تړاو څه سپیناوی نه‌دی کړی.

مُحسن داوړ: پښتونخوا د جګړې پر ډګر بدله کړل شوې ده

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۲۳:۱۱ GMT+۱

د ملي ډيموکراټیک غورځنګ مشر مُحسن دواړ ويلي، خيبرپښتونخوا د جګړې پر ډګر بدله کړل شوې ده. د نوموړي په وینا، حکومت او رسنۍ یې په تړاو چوپتیا غوره کړې ده. د هغه په باور، د اړوندو ادارو له لوري د غبرګون نشتوالی د دولت «رښتینې موخې» بربنډوي.

مُحسن داوړ د سې‌شنبې په ورځ (د غويي ۲۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه په خيبرپښتونخوا کې د ناامنۍ وروستيو پېښو په تړاو وويل: «بنو کې یو پُل د چاودنې په وسیله والوزول شو. په سرای نورنګ (لکي مروت) کې په چاودنه کې ۹ کسان ووژل شول. په پېښور کې د لاريون کوونکو پرضد اوښکې بهونکی ګاز وکارول شو».

هغه زیاته کړه: «پښتونخوا پر جګړه‌ییز ډګر بدله شوې ده. رسنۍ چوپې دي. د ایالتي او فدرالي حکومتونو له لوري د هر ډول غبرګون نشتوالی د دولت رښتینې موخې بربنډوي». خو د دغې «رښتینې موخې» په تړاو یې نور جزییات نه‌دي ورکړي.

د ياد غورځنګ د اطلاعاتو ايالتي مسوول ګلبدين خان مسيد په خيبرپښتونخوا کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند پر صوبايي حکومت په نیوکو سره وويل، «د دغه ګوند بې صلاحيته مشرتابه صوبه د وېجاړۍ پر ډګر درولی دی، د ایالت پر شديدو مسألو، ناامنیو او ترهګرۍ د تمرکز پر ځای یې ټول سياست له اډياله زندان څخه چاپېره کړی دی».

دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په دې ورستیو اونیو کې په خیبرپښتونخوا کې د وسله‌والو بریدونو او په ځانګړې توګه د دیني عالمانو او عام ولس د وژنې ګراف لوړ شوی دی.

د پاکستان په سنا کې د اپوزيسيون او حکومت ترمنځ د خيبرپښتونخوا د امنيت پر سر جنجال وشو

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۹:۴۹ GMT+۱

د پاکستان په سنا کې د اپوزيسيون او حکومتي استازو ترمنځ د خیبرپښتونخوا د امنیتي وضعیت پر سر جنجال رامنځته شو. دغه جنجال هغه مهال پیل شو، چې د اپوزيسيون غړي مولانا عطاالرحمان د پوښتنې په توګه مطرح کړه، چې ایا خيبرپښتونخوا «ترهګرو ته سپارل شوی»؟

د ډان‌نيوز د خبر له‌مخې، مولانا عطاالرحمان وويل، ولې «زموږ (د پښتنو) وينه ارزانه ګڼل کيږي، د خيبرپښتونخوا لپاره ولې اندېښنه نشته»؟ هغه همداراز د پښتونخوا د امنيت په تړاو کې د تحریک انصاف پر ايالتي حکومت هم د بې پروايۍ تور ولګاوه.

هغه په لکي مروت او بنو کې د وروستيو بریدونه په يادونې سره د سنا غړو ته په خطاب کې وویل، پښتونخوا او بلوچستان ته دې باید اهميت ورکړل شي.

دغو څرګندونو ته په ځواب کې د پارلماني چارو وزیر طارق فضل چودري وویل، چې هره ترهګریزه پېښه په سنا کې غندل شوې ده. «زه باور نه‌لرم چې زموږ زړونه په دغو پېښو نه دردېږي»، هغه وویل، چې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د ترهګرۍ پرضد لا هم عملیات روان دي.

د پاکستان د لومړي وزیر د سیاسي چارو سلاکار رانا ثناالله بیا وویل، چې د عطاالرحمان پر وطن‌پالنې یې بشپړ باور دی او د خيبرپښتونخوا د جلا کېدو خبرې یې رد کړې.

دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په دې وروستیو کې په خیبرپښتونخوا کې وسله‌والو بریدونو زور اخیستی دی.

د ټي‌ټي‌پي ویاند: موږ زده‌کړې او عصري علوم د وخت مهمه اړتیا ګڼو

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۸:۴۱ GMT+۱

د پاکستان طالبانو تحریک د زده‌کړو پر ضد دریځ رد کړی او ویلي یې دي، چې د خیبر پښتونخوا د لکي مروت او ټانک په ګډون ځینو سیمو کې د همدې ډلې په نوم د وېرې خپرولو لپاره ګواښ‌لیکونه خپاره شوي. د دغې ډلې ویاند محمد خراساني یاده چاره رد او د پاکستاني استخباراتو «پروپېګنډه» یې بللې ده.

خراساني د سې‌شنبې په ورځ (د غويي ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ټي‌ټي‌پي «هېڅکله د تعلیم خلاف نه‌ده» او همداراز یې تعلیم «د وخت مهمه اړتیا» بللې ده. د ده په وینا، د تحریک مشرتابه او زیاتره غړي د دیني علومو تر څنګ له عصري علومو هم برخمن دي او «د تعلیم اړتیا او اهمیت ښه پېژني».

د ټي‌ټي‌پي ویاند ادعا کړې، چې د دې ډلې په نوم د ښوونځیو ودانۍ نړول کېږي او یا د نجونو د زده کړو ضد لیکونه خپرېږي چې «موخه یې یوازې د طالبانو بدنامول او په نړیواله کچه له جګړې ډالر ترلاسه کول دي».

له دې څرګندونو مخکې، د خیبر پښتونخوا د لکي مروت د تاجورۍ په تحصیل کې ټي‌ټي‌پي پورې منسوب یو ګواښ‌لیک عام شوی وو، چې په‌کې د صفا په نوم د یوه ښوونځي په ګډون شخصي ښوونځیو ته د نجونو پر اېستلو ټینګار شوی وو.
ځايي پولیسو ادعا کړې وه، چې په دغو ګواښ لیکونو کې ویل شوي، چې د غوښتنو د نه پوره کېدو په صورت کې د اړوندو ښوونځیو د «نښه کولو» خطر شته.