هغه د سېشنبې په ورځ د روسیې له ټاس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل: «موږ هېڅکله نه غوښتل پر افغانستان برید وکړو. موږ له دغه هېواد سره شاوخوا ۲۶۴۰ کیلومتره ګډه کرښه لرو. د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته ورته قومونه ژوند کوي. د افغانستان تر ټولو لوی قوم پښتانه دي او په پاکستان کې هم پښتانه دویم لوی قوم ګڼل کېږي».
هغه زیاته کړه: «د خدای شکر اوس وضعیت ارام شوی دی. د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف هم کابل ته تللی و او پاکستان ته هم ځي».
د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي پرته له دې چې د کوم ځانګړي هېواد نوم واخلي وویل، چې ځینې «بهرني ځواکونه» د پاکستان د بېثباته کولو لپاره له افغانستان نه کار اخلي، داسې ښکاري چې اشاره یې هند ته وه.
هغه وویل: «له بده مرغه، افغانستان د ځینو ځواکونو لهخوا د استخباراتي فعالیتونو، مالي ملاتړ او پوځي سلا مشورو له لارې د پاکستان د بېثباته کولو لپاره کارول شوی دی».
ترمذي د دواړو هېوادونو ترمنځ تاریخي او قومي اړیکو ته په اشارې سره زیاته کړه: «زموږ څلور سفیران د افغانستان د شاهي کورنۍ غړي وو. زما پلار د افغانستان د دوو پاچاهانو د لمسیانو ترڅنګ خاورو ته سپارل شوی دی. هغوی هغه کسان وو، چې د پاکستان په پوځ کې یې خدمت کړی و؛ نو ځکه موږ یو ملت یو».
هغه د پاکستان د پوځي عملیاتو د دلیل په اړه وویل: «موږ د زور کارولو ته لېواله نه وو؛ خو مجبور شو، ځکه زموږ ملکي وګړي، ماشومان او امنیتي ځواکونه وژل کېدل. هیله لرو له فکره کار واخیستل شي او د دواړو هېوادونو اړیکې د لا ډېرې سوداګرۍ او همکارۍ پر لور ولاړې شي».
په مسکو کې د پاکستان سفیر په خپلو خبرو کې وویل، چې د سیمې راتلونکی د شمال ـ سویل ترانسپورټي دهلېز پورې تړلی دی؛ هغه طرحه چې د ده په وینا، په ۲۰۱۵ کال کې ولادیمیر پوتین وړاندې کړې وه.
هغه زیاته کړه: « که افغانستان باثباته شي؛ نو د روسیې، منځنۍ اسیا، پاکستان او حتی هند ترمنځ به د سړکونو، اورګاډي پټلۍ او نورو ترانزیټي لارو اړیکې ټینګې شي». د پاکستان سفیر داسې مهال د کړکېچ د کمېدو خبره کوي، چې دوه ورځې وړاندې اسلاماباد د طالبانو شارژدافیر احضار کړ او په بنو کې پر خپلو ځواکونو د برید په اړه یې اعتراضي لیک ورته وسپاره.
پاکستان باور لري، چې دغه بریدونه په افغانستان کې د طالبانو په همکارۍ او تنظیم ترسره شوي دي؛ خو طالبانو په دغه بریدونو کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.