• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۱۸:۴۴ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۱۹:۴۹ GMT+۱

د افغان کرېکټ ملي لوبغاړو محمد نبي او راشد خان د هند په یوه روغتون کې د افغان کرېکټ د پخواني ملي لوبغاړي شاپور ځدراڼ پوښتنې ته ورغلي دي. محمد نبي ویلي، د شاپور ناروغي «عادي» نه‌ده او راشد خان د هغه د رغېدو لپاره د دعاګانو هیله کړې ده.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی تیز توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ له څه مودې راهیسې د هند په ګریټر نویډا کې تر درملنې لاندې دی او نن (چهارشنبه د غويي ۲۳مه) د کرېکټ ستورو محمد نبي او راشد خان یې پوښتنې ته ورغلي وو.

محمد نبي په خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي: «زموږ هغه دنګ او له شور او جذبې ډک شاپور چې تل مو په میدانونو کې په قوي اراده لیدلی، نن د ناروغۍ په بستر کې لیدل راته ډېر دردوونکي وو».

هغه زیاته کړې: «د شاپور ناروغي عادي نه ده». خو نوموړي په دې اړه نور جزییات‌ نه‌دي ورکړي.

له دې سره سم، د کرېکټ بل ستوري راشد خان هم په خپله فېسبوک‌پاڼه کې لیکلي، چې د هغه روغتون چې شاپور ځدراڼ په‌کې بستر دی له مشرتابه سره د هر ډول همغږۍ او همکارۍ لپاره په دوامداره توګه په اړیکه کې دی.

هغه زیاته کړې: «تر ټولو مهمه دا ده چې هغه لا هم زموږ او ستاسو د ټولو اخلاص‌ناکو دعاوو ته اړتیا لري».

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، شاپور ځدراڼ ډېرې کمې خبرې کولای شي، زیاتره وخت ویده وي او شاوخوا ۱۴ کیلو وزن یې له لاسه ورکړی دی.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۵

سمېع سادات: د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه لا پراخېدلی او اوږدېدای شي

•
•
•

نور کیسې

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۱۸:۴۱ GMT+۱

په افغانستان کې پر سنیو د طالبانو له بندیزونو سره سم د کاناډا په ټورنټو کې د بیان ازادۍ مرکز درېیمه کلنۍ ناسته کړې ده. د ناستې جوړونکو ویلي، چې په دې غونډه کې د افغان خبریالانو په ګډون شاوخوا درې سوه جلاوطنه خبریالانو، د رسنیو فعالانو، اکاډمیکو او سیاسي څېرو ګډون کړی و.

د ناستې سږنی تمرکز د بیان ازادۍ وضعیت او د جلاوطنه افغان خبریالانو جدي ننګونو ته ځانګړی شوی و. د مرکز بنسټګر او رییس نجیب اصیل وویل چې ډېری خبریالانو اوس مهال د ګواښ، سانسور، سیاسي فشار او امنیتي خطرونو له امله خپلې هېوادونه پرېښي او اوس د کوربنو هېوادونو په رسنیزو ادارو کې د کار موندلو له سختو خنډونو سره مخ دي.

ده زیاته کړه چې مرکز په وروستیو درې کلونو کې د جلاوطنه خبریالانو او رسنیزو فعالانو یوه نښلوونکې شبکه جوړه کړې چې سلګونه ژورنالیستان له بیلابیلو هېوادونو سره یوځای کوي.

د بي‌بي‌سي مشرې خبریالي لیسي ډوسېټ او «په کابل کې تر ټولو ښه هوټل، د افغانستان د خلکو تاریخ» کتاب لیکواله، د ناستې ځانګړې مېلمنه وه. هغې د نړۍ د بیان ازادۍ پر وضعیت او په ځانګړي ډول په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د رسنیو او د معلوماتو د لاسرسي لاسته راوړنو باندې خبرې وکړې او د جلا وطنه افغان خبریالانو له‌خوا د افغانستان د پېښو په مستندسازۍ کې ترسره شوی کار یې وستایه.

یاد مرکز د هغې له څلوېښت کلنې مسلکي هڅې او د افغانستان او سیمې د پېښو د پوښښ له امله د نوموړې ستاینه هم کړې ده.

په غونډه کې د «څنګه د خپل هېواد پېښې پوښلای شو کله چې بېرته ستنېدای نه شو» تر سرلیک لاندې د بحث پر مېز د افغانستان انټرنشنل رییس هارون مجفي‌زاده، د اکواډرو څېړنیز خبریال اندرسن بوسکن، د ترکیې هېواد تحقیقي خبریال آرزو یلدز او د الجزیرې پخواني خبریال ولید بتراوي د جلاوطنه ژورنالیزم ننګونې تشریح کړې.

خبرپاڼه کې راغلي چې ګډونوالو خپلې شخصي تجربې، د سرچینو د لاسرسي محدودیتونه، امنیتي ستونزې او رواني فشارونه شریک کړل او ټینګار یې وکړ چې د تبعیدي خبریالانو ترمنځ همکاري او له نړیوالو رسنیزو شبکو سره نښلېدنه د خلکو غږ د نړۍ غوږونو ته رسوي.

دغه ناسته کې د رسنیو یو شمېر فعالانو او د بیان ازادۍ ملاتړو له جلا وطنه خبریالانو سره د لا ډېر ملاتړ غوښتنه وکړه. نجیب اصیل له کاناډا حکومت او نړیوالو ملاتړو سازمانونو وغوښتل چې د افغان خبریالانو په اسکان کې همکاري زیاته کړي، په ځانګړي ډول د هغو خبریالانو لپاره چې په پاکستان، ایران او ترکیه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

افغانستان اوس د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیوال شاخص کې بیخي ټیټې درجې ته راغلی او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته رسنۍ له سختو محدودیتونو، د ښځینه خبریالانو پر کار د درنو بندیزونو سره مخ دی.

د پاکستان ډالري جګړه؛ محمود فضلي وایي د سهیل اپریدي څرګندونو د دغه جګړې حقیقت بربنډ کړ

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۱۸:۳۷ GMT+۱

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام پر مهال د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي ویلي، چې د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر سهیل خان اپریدي وروستیو څرګندونو په سیمه کې د پاکستان د «ډالري جګړې» حقیقت بربنډ کړی دی.

فضلي ویلي، پاکستان لا هم په پښتون مېشتو سیمو کې د خپلې «ډالري جګړې» د دوام لپاره له ترهګرۍ څخه د یوې پلمې په توګه ګټه اخلي.

د نوموړي په وینا، د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر په ښکاره اعتراف کړی چې پاکستانی پوځ باید خپله «ډالري جګړه» د پښتنو له سیمو وباسي، او دا د یوه برحاله چارواکي له خوا «ټکان ورکوونکی اعتراف» دی.

فضل محمود فضلي ادعا کړې، چې دغه څرګندونې ښيي د پاکستان پوځي عملیات تر ډېره د بهرنیو امتیازاتو او مرستو د ترلاسه کولو لپاره ترسره کېږي.

هغه همداراز ویلي، چې د ۲۰۲۶کال د اپرېل میاشتې په جریان کې د ارومچي په ښار کې د چین، طالبانو او پاکستان ترمنځ له غیر رسمي خبرو وروسته، طالبان او اسلام‌اباد د افغان کلیو د بمبارۍ په اړه په «مشکوک ډول» چوپ پاتې شوي دي.

فضلي باور څرګند کړی چې دا چوپتیا د چین د فشارونو پایله ده، څو د سیمې وضعیت ارام وښودل شي، خو د هغه په خبره، د افغانانو پر ضد د پاکستاني ځواکونو بریدونه او یرغلونه لا هم دوام لري.

نوموړي پر طالبانو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د هېواد د دفاع پر ځای، له پاکستان سره «پټې معاملې» زیاتې شوې دي او د پاکستاني پوځ د بریدونو او تېریو پر وړاندې چوپتیا غوره شوې ده.

تر اوسه طالبانو او پاکستاني چارواکو د فضل محمود فضلي ددغهڅرګندونو په اړه کومرسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د درملو کمی؛ طالبانو د غوره روغتیايي خدماتو برابرولو په تړاو جګپوړې ناسته کړې

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۱۷:۲۸ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ د دې ډلې د عامې روغتیا وزیر او د دفاع، کورنیو چارو، لوړو زده‌کړو او مالیې وزارتونو او د استخباراتو استازو په افغانستان کې د غوره روغتیايي خدماتو برابرولو په اړه ناسته کړې ده.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ د چارشنبې په ورځ وویل چې د عبدالسلام حنفي په مشرۍ د بېلابېلو وزارتونو استازو په یوه ناسته کې ګډون کړی و.

په دې ناسته کې د روغتیايي خدماتو د ښه کولو، د روغتیايي سکتور د کیفیت لوړولو او د روغتیايي چارو د مدیریت په برخه کې د ستونزو او خنډونو په اړه خبرې شوې دي.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې په دولتي او خصوصي روغتونونو کې د معیاري طبي وسایلو او تجهیزاتو برابرولو، د مړینې پېښو د کمولو، د ماشومانو د روغتیايي برخو د پیاوړتیا، د ناروغیو وقایې ته په پاملرنې، د سرطان ناروغي د تشخیص او درملنې په برخه کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار شوی دی.

لوړ پوړو طالبانو د غوره روغتیايي خدماتو برابرولو په تړاو دغه ناسته داسې مهال کړې، چې له تېرو څه باندې ۹ میاشتو راهیسې، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړې له پیل څخه افغانستان د درملو له کمښت سره مخ دی.

طالبانو افغانستان ته له قاچاقي لارو څخه د درملو پر واردولو هم بندیز لګولی دی، خو ګڼ افغانان وايي، چې په هېواد کې د فقر او بې‌وزلۍ ترڅنګ یې اوس په ژوند کې یوه بله لویه ننګونه، سمو روغتیايي خدماتو ته نه لاس رسی هم ور اضافه شوی دی.

ایران له طالبانو غوښتي چې د ازادې سرحدي سیمې جوړولو لپاره ځمکه بېله کړي

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۱۷:۰۹ GMT+۱

د افغانستان د سوداګرۍ خونې ویلي، چې د اسلام کلا-دوغارون په سیمه کې د ګډې ازادې سوداګریزې سیمې جوړېدل کابل او تهران دواړو ته ګډې اقتصادي ګټې لرلای شي. ایران وړاندیز کړی چې طالبان دې د دوغارون د ازادې سیمې په اندازه ځمکه بېله کړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډه ازاده سیمه جوړه شي.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه غړي منصور مجید د چارشنبې په ورځ د ایران د خراسان رضوي له والي غلامحسین مظفري سره په لیدنه کې د دغې طرحې هرکلی کړی دی.

هغه ویلي، له ایران سره د همکارۍ دغه ډول ماډل کولای شي د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزې اړیکې پراخې او د دواړو لورو اقتصادي ګټې خوندي کړي.

مجید زیاته کړې چې اوس مهال د هند او پاکستان دروازې د افغانستان پر مخ تړل شوې دي او دا وضعیت افغانستان اړ باسي چې د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره نوي ظرفیتونه رامنځته کړي.

هغه ویلي، په ازاده سیمه کې د درملنې او سوداګرۍ اړوند مرکزونه هم جوړېدلی شي چې د دواړو هېوادونو په ګټه به وي.

د خراسان رضوي والي هم د اسلام کلا-دوغارون په سیمه کې د ګډې ازادې سیمې جوړول د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او کارموندنې د پراختیا لپاره مهم ګام بللی دی.

غلامحسین مظفري ویلي، ایران وړاندیز کړی چې افغانستان هم د دوغارون د ازادې سیمې په اندازه ځمکه ځانګړې کړي څو د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډه ازاده سیمه جوړه شي.

هغه همداراز ویلي چې په نږدې راتلونکې کې به په دوغارون کې د ۶۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه هم جوړه شي.

طالبانو په کابل کې د اختطافګرو د یوه «مشهور بانډ» د له منځه وړو خبر ور کړی

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۱۶:۲۹ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي، ددې ډلې امنیتي ځواکونو په کابل کې د یو لړ عملیاتو پر مهال د اختطافګرو یو مشهور بانډ له منځه وړی، چې مشري یې د کریم‌الله او احمدي په نامه کسانو کوله.

قانع د چهارشنبې په ورځ ویلي چې دغه عملیات نن شوي او د اختطافګرو د ډلې وروستی مهم بانډ هم له منځه وړل شوی دی.

قانع ویلي، په دغو عملیاتو کې د ډلې مشران کریم الله او احمدي وژل شوي او پنځه نور غړي یې ژوندي نیول شوي دي.

د هغه په وینا، دغه ډله د «رییس خدایداد» له شبکې هم لویه او خطرناکه بلل کېده او له ډېر وخت راهیسې د امنیتي او کشفي ځواکونو تر څار لاندې وه.

هغه زیاته کړې چې امنیتي ځواکونو د اختطاف د یوې تازه پېښې پر مهال د دغې ډلې پټنځای کشف کړ او د عملیاتو په ترڅ کې یې یو تښتول شوی کس هم د اختطافګرو له منګولو ازاد کړ.

نوموړي د ازاد شوي کس ویډیو هم خپره کړې چې پکې وایي تېره ورځ اختطاف شوی و.