• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افراسياب خټک: پاکستان په سویلي سیمو کې خپل حاکمیت له لاسه ورکړی دی

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۱۰:۰۵ GMT+۱

د ملي جمهوري غورځنګ مخکښ او پښتون سیاست‌وال افراسیاب خټک وایي، پاکستان نه‌شي کولی ځان له دغه ستر مسوولیت څخه خلاص کړي چې په ډېرو سوېلي سیمو کې یې خپل کنټرول او حاکمیت له لاسه ورکړی دی.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ (د غویي ۲۳مه) پر اېکس پاڼه لیکلي: «دا لومړی ځل نه‌دی موږ مخکې هم ورته حالت لیدلی دی». هغه زیاته کړه، خلک لاهم هغه تش په نوم پوځي عملیات هېر کړي نه‌دي چې د ۲۰۰۳کال نه تر ۲۰۱۴ پورې ترسره کېدل؛ خو په پخوانیو قبایلي سیمو کې یې د تحریک طالبان پاکستان یو مهم مشر ته هم زیان ونه رساوه.

هغه وایي:« د دغه عملیاتو ډېره قرباني عام ولس ورکړې؛ خو پایله یې بیا هم د سولې او ثبات پر ځای بې‌باوري، وېره او نورې ستونزې وې». دا په داسې حال کې ده، چې روانه اونۍ د خیبر پښتونخوا په بنو او لکي مروت ولسوالۍ کې زورورو چاودنو د خلکو اندېښنې راپارولې دي.
د پاکستان په سنا کې تېره ورځ د خیبر پښتونخوا د خرابېدونکي امنیتي وضعیت په تړاو تود بحث وشو، چې په‌کې د اپوزېسیون او حکومت ترمنځ لفظي ناندرۍ هم رامنځته شوې.
د جمعیت علمای اسلام ګوند سناتور عطاالرحمان پر پاکستان حکومت نیوکه وکړه او ویې پوښتل، ایا خیبر پښتونخوا «وسله‌والو ته سپارل شوې ده؟»

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري
۱

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۲

طالبانو د الله داد فدایي له نیولو څو ورځې وروسته د هغه د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه

۳

افغانه خبریاله:د طالبانو بیا واکمنۍ د افغان ښځو غږ کمزوری او لاسته راوړنې یې له منځه یووړې

۴

په بدخشان کې د الوتکې پرېوتو په تړاو روسی پیلوټ محاکمه کېږي

۵
ځانګړی راپور

په ۲۰۰۱ کال کې له ماتې وروسته؛ پاکستان څنګه د طالبانو د بیا راټولېدو مرکز وګرځېد؟